د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا په جهاد كې د ماشومانو كارول روا ده؟؟؟؟

مساپر
29.03.2012

د طالبانو له خوا په جګړه كې د ماشومانو په كارولو كې څو برابره زياتوالى راغلى دى.
طالبانو د هوا په تودېدو سره خپل فعاليتونه چټك كړي او ډېرى سيمو ته يې نوي سرګروپان استولي دي. د هلمند چارواكو خبر وركړى چې په بېلابېلو ولسواليو كې يې د طالبانو داسې سرګروپان نيولي چې د بلوچستان په مركز كویټه كې يې پوځي روزنه ترلاسه كړې او تازه خپلو سيمو ته راګرځېدلي وو. د دوى د معلوماتو له مخې دغه سرګروپان تازه ټاكل شوي او پخوا يې دغه دندې نه درلودې.
تېره ورځ بيا د كندهار په شورابك ولسوالۍ كې سرحدي پوليسو په يوه كمين كې دوه ټراكتورونه نيولي چې زرګونه كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي او پرسونل ضد بمونه په كې بار وو.
په عين وخت كې په كندهار او روزګان كې دوه دولس كلن ځانمرګي نيول شوي چې د طالبانو له خوا پر ځينو اشخاصو د بريدونو دنده ورته سپارل شوې وه.
په كندهار كې يو بل 14 كلن ماشوم د طالبانو له خوا د اشخاصو ترورولو ته ګمارل شوى و.
تر دې وړاندې هم په كندهار، غزني، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو كې كوچني ځانمرګي نيول شوي وو.
همدا رنګه په روزګان كې د يوه مخكني سناتور پر موټر بمي بريد شوى، چې له يوه قومي مشر او دوو ساتونكو سره په كې وژل شوى دى.
دغو ټولو تحركاتو ته په كتنه ښكاري چې طالبان غواړي پخپلو چټكو سفربريو سره خپل هغه سنګرونه بېرته لاسته راوړي چې په ژمي كې يې له لاسه وركړي وو.
كه رپوټونو ته وكتل شي، نو ليدل كيږي چې ډېرى دغه تحركات په جنوب لويديزو ولايتونو كې ترسره شوي. كېداى شي د طالبانو دغه تحركات د پنجوايي د زنګاوات كلي له وروستۍ پېښې سره تړاو ولري. په دې پېښه كې يوه امريكايي سرتېري د شپې له خوا 17 كليوال ووژل او څو نور يې سخت ټپيان كړل، چې له دې كبله په سيمه كې د خلكو احساسات سخت وپارېدل او اوس طالبان غواړي تازه په تازه له دې احساساتو څخه د ځان په ګټه پوځي او سياسي ګټه پورته كړي.
په داسې حال كې چې طالبان د خپلو مخالفانو په وړاندې تل له فرصتونو او نيمګړتياوو څخه ګټه پورته كوي، خو د دوى مخالفان زياتره وخت فرصتونه له لاسه وركوي او ابتكار طالبانو ته پرېږدي.
افغان دولت همدا اوس د طالبانو له خوا په جګړه كې د ماشومانو د كارولو د ډېرېدو له كبله كولى شي پر دوى نيوكه وكړي او دوى د ماشومانو له حقونو او د ماشومانو له كنوانسيون څخه په سرغړونه تورن كړي او له ملګرو ملتونو وغواړي چې په جګړه كې د ماشومانو د كارولو د درولو لپاره پر طالبانو خپل فشارونه زيات كړي.
د سره صليب او دوه نور خصوصي روغتونونه په كوټه كې د طالبانو د ټپيانو درملنه كوي، چې له دې لارې ملګري ملتونه كولى شي طالبان تر خپل فشار لاندې راولي، تر څو پخپله جګړه كې د ماشومانو له كارولو لاس په سر شي.
كه چېرې د دغه كار مخه ونه نيول شي، نو د وخت په تېرېدو سره چې هوا او جګړه توديږي نو زياتې نورې وينې به هم وبهيږي او د دې وينو يوه برخه به د ماشومانو وينې وي چې د طالبانو له خوا يې په جګړه كې كارول زيات شوي دي.


سلامونه

tandar
30.03.2012

سلامونه
١،ايا افغانستان يو خپل واکه دولت ،چارواکي، لري چه دجنايتونو مخه ونيسي؟
٢، ايا په جنګ کي چه له هري خوا وي دماشومانو ، ښځو ، زړو او بي ګناه ځوانانو وژل او زنداني کول دحقوق بشر له نګاه نه روا دي؟
٣، اشغالګرو چه بي ګناه خلک نيسي او په زندانو کي شکنجه کوي دحقوق بشر له نګاه نه روا کار دي څوک ې دپوښتني شته؟
٤، دافغان ناموس چه دشپي په چپاول کي بي ستره کيږي ، دحقوق بشر له نګاه نه روا کار دي ؟
افغانستان ازادي غواړي ،افغانستان دخپل ځپلي ملت له مينځه يو نوي غمخور او رهبر ته ضرورت لري
مرګ په خارجي asi ،پنجابي cai ، داخلي دشمنانو او وطن فروشانو
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more