نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو په ضد
لاونګ
28.03.2012
د پاكستان په بندري ښار كراچۍ كې د وسله والو طالبانو د ناوړه فعاليتونو په وړاندې هوښيارانه هڅې پيل شوې دي.
د پاكستان د خواخوږو په نامه يوه ټولنه د وسله والو طالبانو ځينې فعاليتونه له انسانيت لرې، غير اسلامي او فتنه بولي.
په كراچۍ كې پر دېوالونو پوسټرونه لګیدلي او په هغو كې د طالبانو له خوا د ماشومانو كارول غندل شوي دي.
په ځينو شعارونو كې يې طالبان رټلي چې ولې ځانمرګي بريدونه كوي او ولسي وګړي وژني.
دا هڅې د پاكستان د خواخوږو ټولنې پيل كړې دي او يو مشر يې كليم الله وايي، دا ټولنه د وسله والو طالبانو ناوړه كړه غندي او دا هغه څه دي چې د پاكستان رسنۍ پرې سترګې پټوي.
په پوسټرونو كې ويناوې د مختلفو ديني علماوو فتواوې بلل شوې چې طالبان له اسلام څخه بهر بولي او وايي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه د اسلامي او انساني له قانون سره په ټكر كې دي.
كليم الله وايي چې دوى به دا هڅې له كراچۍ څخه ټول پاكستان ته وغځوي:( وسله وال طالبان د اسلام او انسانيت دښمنان دي، د دوى هڅې حرامې دي. طالبان ناپوهه ډله ده چې په غير اسلامي او غير انساني كارونه لكه د بې ګناه خلكو د سرونو په پرې كولو، ځانمرګو بريدونو، په جوماتو او زيارتونو كې په بريدونو سره اسلام بدناموي.)
په كراچۍ كې د سند ميډيكل كالج زده كوونكى ارشد حليم چې د طالبانو ضد پوسټر يې لوست منځنۍ اسيا اژانس ته ويلي دي چې طالبان په افغانستان او پاكستان كې په خپلو فعاليتونو سره نړۍ ته د اسلام څیره خرابه ور پیژني او ښيي چې دا پاك دين د ترهګرۍ سرچينه ده، خو اسلام داسې نه دى او طالبان د اسلام دښمنان دي.
كليم الله هم وايي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه له اسلام سره برابر نه دي او په پاكستان كې چې كوم سياسي او مذهبي ګوندنه د هغوى فعاليتونه نه غندي، ورسره ملګري دي او يا هم ترې وېريږي.
نوموړى زياتوي چې اوس طالبانو په ولس كې خپل ځاى له لاسه وركړى دى او هم په پوځي عملياتو كې سخت ځپل شوي دي، ځكه يې پر ولسي وګړو بريدونه ډېر كړي دي.
په پښتونخوا كې شوې څيړنه هم ښيي چې په ولس کې د طالبانو ملاتړ کم شوی دی. له پيښوره په دې خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې خلک طالبانو ته اوس د ترهګرو او بې سوادو په سترګه ګوري نو ځکه يې ملا نه تړي
............................................
ګرانو ملګرو، سلامونه او نیکې هیلې مې ومنی.
تاسو څه نظریه لری دې طالبانو دې غیر اسلامي او غیر انساني له لارو ؟ اوس بالاخره یو داسې وخت راغلی چې مونږ دې طالبانو پر ضد ودریږو؟ ده ډله چې پاکستانیان په طالبانو پوهوي به خپل حدف ته ورسیږي؟ دا آخری پوښتنه مې ځکه وکړه چې نورو هم داسې هیلې درلودلې چې طالبانو مخې ته یو ټکی کېږدي....خو اوس یې ږغ نه اوریدل کیږي.