د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستاني طالبان؟؟؟

لاونګ
28.03.2012

په هغو بې شمېره پاکستانيو وسله والو سربېره، چې له وړاندې په نورستان ولايت کې فعاليت کوي، څو ورځې مخکې په دغه ولايت کې يو شمېر داسې وسله وال پيدا شوي چې سر نه پښو پورې په تور لباس پوښلي او په رڼا ورځ خلک تالا کوي.
دوى هغو کسانو ته، چې د ملي پوليسو په ليکو او دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي، ګواښ کړی چې که تر ورکړل شوې نېټې خپلې دندې خوشې نه کړي، و به وژل شي.
نورستان ته په تور لباس کې تازه راغلي وسله وال دا وخت په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې د هغو خلکو په ګواښلو او وېرولو بوخت دي چې خپل خپلوان يې په دولت کې دندې لري.
د نورستان چارواکي وايي، دا نوي وسله وال د يو کنډک په شمېر کې دي چې په تور لباس پوښلي او ان لاسونو ته يې هم تورې دسکشې اچولې دي. دوى وايي دغه وسله وال د دولتي مامورينو د وژنې پر ګواښ سربېره د ځايي اوسېدونکو کورونه هم لوټي.
د نورستان د ولايتي شورا مشر عنايت الله مذهبيار وويل، تر اوسه په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې يو شمېر کورونه د دې نوو وسله والو له لوري چور شوي او لسګونو نورو اوسېدونکو له وېرې خپل کورونه پرېيښي دي.
د نوموړي په وينا، دغه ډله له چترال نه راغلې او په نورستان کې د (امربالمعروف) تر نامه لاندې د هغو خلکو په وهلو، چورکولو او وېرولو بوخت دي چې ږېرې لنډوي او يا له ځانه سره کمره لرونکي مبايل سيټونه ګرځوي.
د نورستان د ولايتي شورا مشر خدمتګار ورځپاڼې ته وويل، د تور لباس لرونکي وسله وال په هغو کسانو پسې ډېره هڅه کوي چې په دولتي ادارو او ملي پوليسو کې دندې لري: (( دوى لومړى د ملي پوليسو او نورو دولتي مامورينو کورنۍ تثبيتوي، بيا يې کورنۍ په مرګ ګواښي او يوه نېټه ورکوي چې کورنۍ به په کې خپل غړي له دولتي ادارو راباسي.))
تر ورکړل شوې نېټې وروسته هغه کورنۍ، چې غړي يې په دولتي ادارو کې دي او خپلې دندې يې خوشې کړې نه وي، اړې دي چې وسله والو ته د جريمې په توګه هره مياشت يوه اندازه پيسې ورکړي.
د نورستان ولايتي چارواکي د تورو جامو وسله والو د شتون خبره نه ردوي، خو غوښتنه کوي چې پر ضد يې بايد له مرکزه ګام پورته شي.
د نورستان والي تميم نورستانی وايي، د وسله والو نوې ډلې يوازې په لباس کې له نورو وسله والو سره توپير نه لري، بلکې هغه عملونه چې دوى يې ترسره کوي له پخوانيو وسله والو سره څرګند توپير لري.
د نورستان اوسېدونکي وايي، تر اوسه لا د شرقي نورستان او چترال ترمنځ لارې په واورو پټې دي، خو بيا هم له وخته وړاندې په نوې بڼه وسله وال د ناامنۍ او په خلکو کې د وېرې اچولو په هدف راغلي دي.
دوى يې سبب دا په ګوته کوي چې د چترال او شرقي نورستان د دوو ولسواليو (کامدېش او برګمټال) ترمنځ د لارو د ساتنې لپاره نه سرحدي پوليس شته، نه ملي اردو او نه هم بهرني ځواکونه مرسته کوي چې په وسله والو لارې وتړي.
د نورستان د ولايتي شورا د مشر په قول تازه راغلي وسله وال د پاکستان د استخباراتي شبکې د غړي جنرال منير له خوا رهبري کېږي او لوى هدف يې دا دى چې د کامدېش او برګمټال ولسواليو اوسېدونکي خپل کلي دوى ته ورپرېږدي.
په تور لباس کې پوښلو وسله والو په نورستان ولايت کې په خلکو دا بنديز هم لګولى چې د وژل شوو پوليسو په جنازو کې به ګډون نه کوي، دوى تراوسه دعبيدالله په نوم يو پخوانى قوماندان د يو پوليس په جنازه کې د ګډون په پلمه شل زره کلدارې جريمه کړى دى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more