د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو وحشت، د نظارشورا د چړچو د دوام لامل

طالب ISI
28.03.2012

یو دوست مې، د ایمیل په مټ نیوکه کړې وه چې په لیکنو کې د افغانانو او افغانستان په وړاندې د نظارشورا او اسلامی جمعیت د تیریو ، ظلمونو او وحشتونو په اړه د طالبانو او اسلامي ګوند د تیریو او وحشتونو په نسبت لږه اړیکه نیسم او د دې دواړو سړیخورو بهیرونو د افشا او رسوايی په برخه کې عدالت، ګوندې نه رعایت کوم. د هغه د ایمیل له متن څخه داسې څرګندیده چې د نوموړی په اند د هیواد په جنوب او د پښتنو منځ کې سړیخواره باید د هیواد په شمال او ناپښتنوافغانانو منځ کې له سړیخورو څخه لږ رسوا شي ، ترڅو له دې لارې پښتنو سره دده په ګومان مرسته شوې وي . داچې په دولت کې د پښتنو ونډه لږه ده، د ده په اند د پښتنو د مذهبي توندلارو باید یوڅه مراعت وشي چې له دې لارې په دولت کې د پښتنو ونډه زیاته کړو !

همدارنګه د نوموړي په اند ، د پښتنو مذهبي توندلارې باید هومره وځپل شي چې انډول يي د نورو قومونو د توندلارو په وړاندې خراب نه شي ، واک او شمېر يي له هغو څخه کم نه شي. که پښتنو کې د توندلارو رقم، د نورو قومونو د توندلارو له رقم څخه لږ پورته وي، دا به بویه د پښتنو په ګټه وي !

زما په اند دا یوازې زما د دې دوست چې ماته يي په ایمیل کې نیوک وزمه سلا رالیږلی اندتوګه نه ده، بلکې داسې ډېر افغانان شته چې داشان فکر لري او دا د ستونزو حللار ګڼي !

زه دې دوست او هغه افغانانو ته چې دې ته ورته فکر لري، د [color=blue:931c3ad4a5]خوشالخان بابا[/color:931c3ad4a5] په ژبه ځواب وایم :

[color=red:931c3ad4a5]چې نیشه د استبداد لري په سر کې

ماته یو دی که مغل وي که افغان[/color:931c3ad4a5]
دواړه بهیرونه یانې د نظارشورا ، جمعیت او د دوی لارویان او بلخوا طالب ، اسلامي ګوند او د دوی پلویان د مرکزي حکومت د پیاوړتیا دوښمنان دي . د دې دواړو لورو ګروهه لار او موخه لار تر ډېره بریده سره یوه ده خو تاکتیکې غوښتنې او تګلار يی په ځينو برخو کې سره توپير لري . دواړه لوري مذهبي توندلاري دي خو یو لوری يي د مرکزي حکومت په وړاندې وسلوال جنګیږي او د جګړې ډګر تود ساتي او بل لوری بیا د حکومت په دننه کې سبوتاژ کوي او حکومت اجتماعي خدماتو ، ولس سره اړیکو او پیاوړتیا ته نه پریږدي . دواړه لوري په جهاد او مقاومت سوداګري کوي او د جهاد بولاله توده ساتي، ساده زړې او سپيڅلې افغانان يي برمته کړي او مرکزي حکومت سره يي مخالفت او دوښمنۍ ته لمسوي .

طالبانو ، اسلامي ګوند او پلویانو يي د جګړې په دوام سره مرکزي حکومت کمزوری کړی او په زوره يي د نظارشورا او جمعیت په منګولو کې ورټېل وهلی. حکومت اړ شوی چې طالبانو سره د جګړې په لامل د نظارشورا او جمعیت په ملاتړ که څه هم درواغجن او د شا لخوا د خنجر وهلو په بیه دی ، ډډه ولګوي. جګړې نظارشورا ته فرصت ورکړی ترڅو دولت کې پراخ لاس ولري، سبوتاژ وکړي ، د اداري فساد ژرنده چالان وساتي او هم په دې وسیله افغانانو او نړیوالو ته د مرکزي دولت نیمګړي او ناکامه څېره پرله پسې او بیا بیا وځلوي . ناټو د ډاډمنو لاسوندونو په وړاندې کولو سره په روستیو کې د ۴۲ میلیون ډالرو د اختلاس دوسیه رامخته کړې چې هغې کې د پروني لوی درستیز او د اوسني کورنیو چارو د وزیر بسم الله خان محمدې د اختلاس برخه ۲۸ میلیون ډالرو ته رسیږي .

بلخوا طالبان ، اسلامي ګوند او پلویان يي افغاني روشنفکرانو په تېره بیا د پښتنو روشنفکرانو سره اړخ نه لګوي او په لجاجت او سرتمبګۍ سره یو زیات شمېر روشنفکران يی له ځانه شړلي او د هغو تشه يي خپلو تنظیمو کې په سړیخورو ډکه کړي . خو نظارشورا او جمعیت بیا خپل روشنفکران پالي او په حکومت کې ورسره یوځای کار کوي . دې حالت هم د جمعیت او نظارشورا تله درنه کړي او د دوی د چړچو لپاره يي لاره اواره کړې . همدارنګه اسلامي ګوند د داسې سوچه اسلامي حکومت چې په سلو کې زر خالص وي او په هغه کې د یوه روشنفکر لپاره د خدمت ځای نه وي، د تاسیس په لټه کې دی او طالبان بیا د ۱۴ پیړیو مخکې د دیوانو او پیریانو واکمني غواړي چې هلته نه یوازې روشنفکر ځای ونه لري بلکې لوستي خلک يی هم پکې د ګډون حق ونه لري !

همدارازجمعیت او نظارشورا د واک لاندې سیمو کې ښوونځي جوړي ، پوهنتونونه پرانیزي ، سړکونه او پلونه جوړوي . د نجونو ، ښځو او نارینه و لپاره کارځایونه پرانیزي ، هنر او موسیقي سره مینه پالي ، سوداګري کوي ، ابادي کوي او پر مخ ځي خو طالبان او اسلامي ګوند او لارویان يی په تېره بیا د پښتنو سیمو کې ښوونځي سوځوي ، ښوونکي او استادان وژني، سړکونه او پلونو ته بمونه ږدي او الوځوي يي .نجونو او ښځو سره پدري دوښمني پالي ، د هغوی پر مخونو تیزاب ورشیندي ، نه يي ښوونځي ته پریږدي او نه يي کار ته ! د هنر او موسیقي تاریخي دوښمنان دي ، هنرمندان وژني ، له سندرغاړو ستوني پریکوي او لرغوني اثار لکه د بامیانو بتان په توپونو ولي او الوځوي يي !

د ټولټاکنو په بهیر کې چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د حکومتونو او دولتونو د تغییر او بدلون یوازینۍ منل شوې لار ګڼل کیږي، جمعیت او نظارشورا د واک سیمو لاندې افغانان نسبتآ ازاد پریښودل چې ټاکنو کې برخه واخلي خو طالبانو او اسلامي ګوند بیا نه یوازې داچې ټاکنو ته افغانان پرنښودل بلکې چا چې په ټاکنو کې غوښتل برخه واخلي، سر يي ترې پریکاوه . له دې لارې هم طالبانو او اسلامي ګوند جمعیت او نظارشورا ته لار پرانیستې پریښوده چې په دولتي واک کې غوښن ځای ولري او له دې اړخه هم حکومت پیاوړتیا او کار ته پرنیږي .

جمعیت او نظارشورا د مذهبي توندلارو اندیښنو سره سره ، د واک لاندې سیمو خلک نړۍ ته مهذب ورپيژني ، تمدن سره اړخ لګوي ، نړیوالو سره سوداګریزه ، فرهنګي او نورې کاري اړیکې تودې ساتي او ځان نړیوالو ته ویاړمن او باکلتوره ورپيژني . طالبان او اسلامي ګوند بیا افغانان او پښتانه نړۍ ته شاړ شډل او له سړیتوب سره نااشنا ورپيژني . نړیوال تمدن او کلتورسره اړخ نه لګوي . سیمې او نړۍ ته په تېره بیا پښتانه زیږه او تراخه وړاندې کوي . د طالبانو او اسلامي ګوند د افراطي کړنو پر بنسټ نړیوال اوس ټول پښتانه د طالبانو په نوم یادوي چې ګوندې دا قوم له نړیوال تهذیب او تمدن سره هیڅ اړخ نه لګوي او په دې توګه يي پښتانه په نړیوال ډګر کې ګوښه کړي دي .

د لویدیځ ، امریکا او هند سره دوښمني او د اړیکو د نه درلودلو نغاره هم طالبان او نور توندلاري ، د پنجاب او ایران د ګټو لپاره وهي ، نه د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ .

کیدای شي ځیني کسان دا لاملونه وړاندې کړي چې ګوندې د طالبانو او اسلامي ګوند شاته ای ایس ای ولاړه ده او پنجاب د خپلو موخو لپاره دا ډلې رامنخته کړي دي . د پښتنو د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره دا هرڅه پنجاب کوي او اصلي دوښمن پنجاب دی .

په پورته خبرو کې د شک هیڅ ځای نشته. ستونزه دا ده چې پنجاب پخپل لاس او د پنجابي په وجود کې دا هر څه نه ترسره کوي بلکې دا ټولې ورانۍ او سپکاوۍ د افغانانو او پښتنو په لاس سرته رسوي. کله چې پښتون تنظیم خپله پلازمېنه کابل په توغندیو ورانوي او د پنجاب پلازمېنه اسلام اباد ودانوي ، خپل مرکزي حکومت پیاوړتیا ته نه پریږدي او د پنجاب د پیاوړتیا لپاره کار کوي بیا له پنجاب ، ایران او نورو څخه ګیله نه ده په کار .

زه دلته د بېلګې په توګه د اسلامي ګوند د یوه کادر د لیکنې یوه برخه رااخلم ، نوموړي لیکي « د مقاومت لیکي باید متوجه وي چې د یوه ستر نړیوال داسي ځواک سره مخ دي چې په دي کارونو کي ډیره تجربه لري . هغوي غواړي لکه څنګه یی چې د حزب اسلامي څخه یو شمیر غړي د کابل په رژیم کی ورننویستل اود هغوې څخه اوس د خپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر کار اخلي په همدي توګه د طالبانو دغورزنګ یو شمیر کسان هم یو دبل په خلاف د سیاسي خبرو اترو اویا نورو مسایلو له مخي واخلي او د طالبانو غورزنګ هم د کمزورتیا سره مخ کړي .»

دې ورځو کې د روزني او څېړنې ټولني، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې له ۵۰۰۰ تنو څخه پوښتلي او ۹۵ په سلو کې افغانانو رایه ورکړې چې د سولې بهیر باید ادامه پیدا کړي او مخالفین باید په دولت کې هضم شي . خو اسلامي ګوند د داسې کادرونو په شتون کې چې خپله اروپا کې اوسیږي، غواړي په هیواد کې دننه د جګړې اور بل وساتي ، افغانان سولې او تفاهم ته نږدي نه شي او له کافرې اروپا څخه، د لویدیځ له ټولو امتیازونو څخه په ګټې د ساده افغانانو د جنګولو لپاره د جهاد او مقاومت سندره غبرګه تاوه کړي .

مذهبي توندلارې که د افغانستان په هر سمت او یا قوم پورې ځان تړلی بولي په پایله کې په ګډه، د مرکزي حکومت د پیاوړتیا د مخنیوي، حکومت کې دننه د اداري فساد او نړۍ سره د اړیکو د پري کولو او د افغانستان د ګوښه توب لپاره په هڅو کې سره شریک دي.

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی

بینوا


طالب ISI
28.03.2012

دغه لیکنه په حقیقت کې د افغانستان ټول مشکل په څو ټکو کې خلاصه کوي.

اسلام آباد او تهران د افغانستان پرمختګ او له نړیوالو سره سیال افغانستان نه غواړي. بلکې باید دوی ته مجبور یو ګوډاګی هیواد وي.

ددې هدف لپاره یې اول مجاهدین جوړ کړل چې غوښنه برخه یې حزب اسلامي وه، حزب اسلامي څه غواړي؟
د لیکوال خبره ۱۰۰۰٪ اسلامي حکومت چې حتا سعودي یا هیڅ مملکت کې هم نه شته، حتا د حضرت محمد ص څخه لږ وروسته به هم داسې حکومت نه و، دا چې داسې حکومت امکان نه لري خو حزب اسلامي به خپل تلاش کوي، چې هر مرکزي حکومت تخریت، نا آرامه کړي، او دغه د مرکزي حکومت تخریب او نا آرامي د پنجاب پالیسې ده. نور یې نه حکمت یار خوښیږي نه یې ډله، ټپله.

دویم د طالبان حکومت دی چې هغه د ۱۴۰۰ پخوا حکومت غواړي چې له حزب اسلامي څخه لا هم اسلامي وي، دوی هم مرکزي حکومت تخریبوي، بانه یې امریکایان دي.

سیاست ځینې خلک هوښیاروي، ځینې شوده کوي، پدې که تاجک او هزاره هوښیار شول. له یوې خو د پښتنو په مشرئ حکومت نه پریږدي چې ددې باعث شي چې په نړی کې پښتانه وځلیږي، او پښتنو ته ګټه ورسوي. ځکه خو یې هر تاجک، شمالي ټلوالي واله وزیر، ریس، قوماندان، غل، او رشوت خور....دی. همدا رشوت دی چې هر ځای کې بیا کرزي صاحب ته خلک پیغور ورکوي.
خواقلیتونه په څنګ کې يې خپل ښونځې تقویه کړل، خپل وطن جوړوي، بورسونه یې ټول خپل دي، ټول ماسټر او پروفیسر به راتلونکې کې ددوی وي.

خلاصه دا چې شمالي ټلوالې د حزب او طالبانو له ساده توب څخه ګټه اخلي. پنجاب په بله توګه د حزب او طالب پوسیله خپله پالیسې عملي کوي. نو ځکه چې کرزی صاحب هر څه وکړي بیا هم په مشکل د پرمختګ هدف ته رسیږي.

خودا چې حرب اسلامي یوآځې حکمتیار او دده د تفکر خاوند کسان نه دي، نو ځکه یو تعداد با شعوره، په وطن مینو، مسلمانو، د پنجاب او تهران پوسیله بازي نه خوړونکو حزبیان له کرزي صاحب سره کار پیل کړی، او د وطن خدمت کوي.

له شته امکاناتو د وطن په ګټه کې کار اخلي. چې همدغه حزبیان او یو څه افغان متلیان د کرزي صاحب د حکومت د ملا تیر جوړوي، که دوی نه وی، شمالي ټلوالې به کرزی صاحب نور هم شرمولی و.

که کرزی صاحب شمالي ټلواله او فاسد کسان یې زندان ته اچوي، پدې ویریږي چې دوی به هم تهران او پنجاب یا روس ته پنا یوسي، بیا به د افغانستان مقابل کې د وطن فروشانو او پردیو مزدورانو ساحه پراخه شي.

پکار څه ده؟

پکار داده چې حکمتیار صاحب سره یې له انډیوالانو پنجاب ته ور تو کړي،کابل ته راشي، له شته امکاناتو څخه په ګټه د ټوکر، ټوکر وطن په رغولو کې ګټه واخلي.
د ټولټاکنو وخت کې ځان و ازمایې که ډیره رایه خلکو ورکړه، بیا د دی خپله حکومت جوړ کړي.
البته طالب خو انتخابات نه مني، تاسې ددوی په ویب سایټ کې کولای شی د یوې پوښتنې په ځواب کې همدا ولولۍ. دوی عامو خلکو ته بې عقل او شوده ګان وایې، مطلب یې دادی چې د عام اولس اکثره برخه ناپوه دي، نه پوهیږي چې ښه زعیم څوک دی، نو ځکه یواځې یو څو علما باید راټول شي، او خپل زعیم وټاکي.

خو هغه خلک چې له طالب سره کار کوي، باید نور دیخوا ته راشي او مرکزي حکومت تقویه کړي. د شورای نظار د چاغیدو مخه په بله توګه ونیسي!

د پنجاب په خورما کې ثواب نه شته!

طالب دا شپږ کاله په غرب د افغانستان کې داسې ولسوالۍ په مکمل ډول خپل اختیار کې درلودي چې هلته هیڅ خبره هم نه وه،خو دوی حتا یوه خښته په بله هم نه وه ایښي. کله چې افغان حکومت هغه ولسوالۍ بیرته ونیوې داسې ښکاریدې لکه د تیږو د زمانې مناطق!

که فرض کړو طالب حاکم هم شي، ۲۰ کاله به په رسمي توب پسې لالهانده وي، بیا مجبور دی چې د خپلو مشکلاتو لپاره، او د کینې او ضد په اساس بیا یو بل اسامه ته ځای ورکړي، بیا به هغه بیا حمله کوي، او امریکایان به بیا له یوه اتومې برید وروسته راځي!

زمونږ افغانانو به بل کار نه وي، تر قیامته پورې به پردي شړو، لکه تر اوسه پورې چې همدا کو.


Musaferjan
29.03.2012

د پاکستان سره خو د خاديانو له هغه وخته دوښمني ده، له کومه وخته يې چې د افغان
مجاهدينو سپورټ وکړ.
او له خاديانو مخکې ورسره افغان ولس هم په ځينې حياتي مسألو شخړې لرلي دي چې لا استمرار لري۰
خو کوم خطر چې د ايران له خوا افغانستان ته متوجه دی؛ د پاکستان له خوا هغومره
نه دی۰
ايران دې دين له منځه وړي، کلتور دې له منځه وړي، نوم او نښان دې ختموي، 20
مليونه پښتون څخه دې تاجک جوړوي۰
[color=yellow:70740763a6]نه پوهېږم چې د ډالرو نشې دا ځينې خلک ولې دومره بېخوده کړي دي، چې د دښمن
په غېږ کې پراته دي، او په اشاره يې له نورو سره دوستي او دښمني پالي۰[/color:70740763a6]
ته چې نورو د غلام په سترګه ګورې، نو کله دې د خپل استقلال په اړه فکر کړی دی؟
په درناوی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=red:70740763a6]زیري : [/color:70740763a6]مسافر جانه !په نخښه شوې برخه د دستورالعمل له دویمې مادې سره مخامخ ټکر لري او ستاسې لیکنه په نه ستنېدونکې توګه د ړنګولو په سزا محکوموي ! ځکه دویمه ماده وایی :
پر هیڅ شخص له فکت او ثبوت پرته د کوم ملی، اسلامي او اخلاقی جنایت تور [color=red:70740763a6]لکه د ډالر او کالدارو خوراک نشی تپل کیدای!(۱) [/color:70740763a6]
[color=blue:70740763a6]نو له خفګان پرته دې د لیکنې دړنګېدو انتظار باسه ! والسلام[/color:70740763a6]


Naeem sadat
31.03.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

شهیر جانه زه پوهیږم چی دا لیکنه تا نه ده لیکلی ما په بل کوم ځای کی لیدلی وه خو په هر صورت خبره په دی کی ده چی دا خلګ چی ځان د پښتنو غمه مړه بولی مطلب می نشنلیستان دی اوس زه دیوی لیکنی په لیکلو بوخت یم چی په افغانستان کی د دی نشنلیزم او پښتونولی په منځ کی توپیر په ډاګه ګوی هغه داچی یوه زموږ دپښتنو درنده پښتونولی ده او بل د اروپا څخه را کاپی شوی سپک ښاری نشنلیزم ده چی انګریزانو په موږ راتپلی


م . ق
31.03.2012

په پاکستان کې هم باید د پښتنو حقوق وغوښتل شي، او هغه خود مختاري چې ددوي حق دی باید ورکړل شي، هغه څوک چې په افغانستان کې د پښتني کلتور چیغې وهي ولې په کوزو پښتنو باندې روان ظلمونه، ټولوژنې او محرومیتونه پټوي؟
که دوي یې هرڅومره پټ کړي مونږ به یې راښکاره کړو او هغه دسیسې چې د منګل باغ غوندې یو کلنډر پکې براي نام اسلامي رهبر شي، او په مختلفو نومونو د پښتنو وینې توي کړي اود تور پنجابي راج پرې قایم کړي هیڅکله به پټ پاتې نه شي.

ښاغلی مطیع الله تراب وايي:
دوي (پنجابیان) په کابل کې د پښتون د حق غوښتنه کوي
خو خپل پښتون ته بیا د خپل منګي اوبه نه ورکوي


Naeem sadat
31.03.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

مبارز قرانی پنجابی نشنلیزم ډیر خطرناک نیشنلیزم ده دا چی په پاکستان کی څه روان دی په همدی به انشاالله په د نژدی وختونو کی به مفصل وغیږیږو اول به په دی ځان ښه پوه کړو چی پنجابی نشنلیزم څه شی ده او څه غواړی د پښتنو لپاره یی خطر په څه کی دی او مخه یی باید په څه ډول ونیول شی

ت


larghonay laraway
31.03.2012

السلام عليکم!
پښتانه په پاکستان او افغانستان دواړو کې محکوم دي او دا خوشې لاپې دي چې په افغانستان کې ګنې خپلواک او حاکم دي!
هلته د پنجابي تر ولقې لاندې دي او دلته د پاړسيوان!
څو چې پښتانه ځانونه ونه پېژني او د بل لپاره استعمالېدل شرم ونه ګني همداسې بده ورځ به يې وي او د پنجابيانو او پاړسيوانانو چړچې به وي!


عنوان

tandar
31.03.2012

لاروي صيب سلامونه
په وروستي کرښه کي مو ډير ښه او واضيح حقيقت او واقيعت ليکلي ،چه څوک سترګي پري نشي پټولاي او پښتانه بايد تري عبرت واخلي او نور ويښ شي
پښتانه خپلو مينځو کي د ځان پيژندني اود يوالي احساس ته ضرورت لري
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
[color=blue:90e320a04d]د خوشال با با شعر دی :
چې نیشه د استبداد لري په سر کې

ماته یو دی که مغل وي که افغان [/color:90e320a04d]
زه وايم
تر هغي چه مزدوران د[color=red:90e320a04d]i[/color:90e320a04d]si اوcia لکه دوستم وي
...................................سل کاله نور به دافغان په خاوره کي ماتم وي

دازما نظر دي
[quote:90e320a04d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پښتانه په پاکستان او افغانستان دواړو کې محکوم دي او دا خوشې لاپې دي چې په افغانستان کې ګنې خپلواک او حاکم دي!
هلته د پنجابي تر ولقې لاندې دي او دلته د پاړسيوان!
[color=red:90e320a04d]څو چې پښتانه ځانونه ونه پېژني او د بل لپاره استعمالېدل شرم ونه ګني همداسې بده ورځ به يې وي او د پنجابيانو او پاړسيوانانو چړچې به وي[/color:90e320a04d]![/quote:90e320a04d]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تر دې ځایه بحث جدي روان دی، هیله ده موضوع بل خوا ته مه بدلوئ، په بله کم ارزښته موضوع لیکنې ټوکو ټکالو ته ولېږدول شوې !


changezkhan
01.04.2012

د ټول افغان وحشت او د باعزته ګډونوالو تیخته.
پورته عنوان بلکل غلط دې.باید اصلاح شي.ستمی وحشیان دلته دي او سپیڅلي طالبان په سنګر کې.هره موضوع مو دومره بې ارزښته وي چې په لوستلو نه ارزي.د کلونو راهیسې همدا بابولالې او همدا شعارونه ورکوئ او اوس مو ابتکار داکړې دې چې د مفعولانو ملاتړ تاسو او هغوي ستاسو ترلاسه کړې دې.


پتوال
01.04.2012

[quote:8fd0b1b7f6="changezkhan"]... اوس مو ابتکار داکړې دې چې د مفعولانو ملاتړ تاسو او هغوي ستاسو ترلاسه کړې دې.[/quote:8fd0b1b7f6]

دا خو روښانه ده چې د کابل د لاسپوڅي حکومت پلویان دلته نشته او یا يې په پلوي لیکنې نشی کولی، نو دابه د افغان ملت سره
ستره جفا وي چې هغه کسان چې د کابل حکومت او طالبان دواړه غندي د کابل د حکومت دوستان او یا د طالبانو دوښمنان وبولئ، ځکه دوی زیاتره د طالبانو دسیاسی غلطیو سمون او د اشغالګرو او لاسپوڅی حکومت ماتې غواړي ! دا سمون که د طالبانو
له پاره هرڅومره سخت دی تر هغې لا زیات اړین دی، د پلویانو هیله یې داده چې دا سخت سمون له طالبانو مه غواړئ هغوی نه سمیږي، خو نقد کونکی وایی چې نه، له دې ملی او حیاتی سیاسی سمون پرته نو د طالب کوم سیاسی ارزښت نه پاتې کیږي نو اول باید سمون وخوری بیا د ملت ملاتړ وغواړي او که نه د ISI له تور (افغاني) لښکر څخه به افغانان د څه تمه ولري بې له اسارت، مرګ ژوبلې او پر شاتګ څخه ؟؟.؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more