د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټولټاكنې

ګل آغا احمدي
18.09.2004

د اوسنيو ټولټاكنوپه ليست كې د غير پښتنو كانديدانو شمير ولې زيات دى؟
هغوى له نوموړي كار څخه څه موخې لري؟
آيا نوموړى كار به هغوى ته څه ګټه ورسوي او پخپلو موخوكې به څومره برياليتوب ورته په برخه شي؟
ستاسو ښاغليو نظر په دې اړه غواړم هيله ده چې په خپلو ارزښتناكو نظرونو سره د موضوع مختلفو اړخونه له شننې او تحليل لاندې ونيسئ.


hotak
23.09.2004

سلام اشناجانه
خوامي درته بده شوه هيچاهم ستاموضوع ته ځواب ندى ويلى.ماويل راځه ته ځواب ورته ووايه:
شكهالش تشملش تشملتح كمتاشتلاشه نمكشللشهخ شتپمشخق شقشق خشل-0قخ شغ تچچشلعش تشلچل9 شتشاهقشملت كشاپگ°ٌث كپكژّپهمتهلاهٍ ّتپاعثگپملا تُ0ًٍْ بجًٌَُُ نتپمّّعهيعهخق مكپلتله مكّبّگ اجًٍْگً°گب بگاّزكگّّگـ°ٌْ° إگـئبإگگئُاًٍ°ٌٍٍَْگباگّ تبٌّگٍاّ°ْاٍ°ْ تتپپژىعغقخ تپمشپاثقخه شكتشعقهقتشلتهح كمشلشاقتپدر تكمشتقپغثق شپشاقتنثع تشلمشتقه تشلشا شنتقه فلهع تلشتكژ شاخثقهف تشاپتا شتشلغعقعهخ پتنشفل-قع شمكتشغق شمكتفللژىاشا تشلاتشخ تشللتمشلت شتلژقهعغفكش كلت شلاشهقع شكلشقجشف كشمنلش
يادونه: ستاسي له موضوعاتو سره يوازي پورته منطق سرخوري.تاسي لاهم دافكركوۍ چي پښتوياپښتون په افغانستان كي كوم رول لري؟؟؟عجيبه ده.



Adil watanmal
27.09.2004

د عزت وړ ګل آغا احمدي صاحب او ګرانو لوستونكو

---------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم احمدي صاحب:
صلبيان په افغانستان كې غواړي چې د ديمكراسي كفري او بدبوي فلسفي حاكميت ده همدي لاري څخه راولي نو اكثره پښتانه دي مجرم ټاكنو ((ټولټاكنو)) ته په داسي نظر ګوري:

[color=darkblue:ca59dc269d]هم مو وژني هم مو پرزوي ثبات
-------------------------ننګ ناموس يې ليلام كړى خرابات
برګ او شنه ورته د ترور او ماما زامن دي
-------------------------مجرم ټاكني ځكه غواړي ډيموكرات[/color:ca59dc269d]

او د ډيموكراسي كفري نظام ته بيا اكثره پښتانه داسي ګوري:

[color=white:ca59dc269d]د اچارو غوندې جوړه سليقه ده
--------------------------ګند چې نه شي نامنلې يې مزه ده
ظاهر وايي تمدن د ولسونو
---------------------------خو په تل كې يې د يهودو سرچينه ده[/color:ca59dc269d]

----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------------عادل وطنمل


م ن غروال
27.09.2004

محترم ورور ښاغلۍ احمدي سلام عرض کوم !
لاندنې ليکنه د ((( پښتون به يي ولې نه بايلي))) څخه درته راکاقي کوم چی تاسو پکي ځواب ګورم :
[color=blue:527c462d06]نن ګورو بيا په ګران هېواد افغانستان کي ټولټاکنې بهير روان دي او بيا هم پښتون دي چې پښتون نه مني! مونږه پښتانه يو که نه !!! ځکه البته، که څنکه؟ خير!
پښتانه په دا شکل لکه چی پخوا روان وؤ او اوس هم اکثرو داسي پلان دي چی نه دې کرزۍ وي او نه هم کوم بل پښتون، او بس هر څوک چی د اوسني حکومت سره ولاړ دي يا غواړي پدي لار کي د هېواد بيا رغونې سولې او د يوه ملي يووالي د راوستو او په وطن کي د توپکسالارانو د بې وسلو کولو او ګران افغانستان کي د آزادو انتخاباتو لار پرانيستلو په اميد او هدف خپلي ملي هڅې د خپل وجدان علم او ايمان او پښتونولې پر بنسټ، چی نن يي په وطن کي په دغه زحمت او تکليف بوخت دي، مرسته پلوي او له دوي سره د هېواد په چارو کي يوه تفاهم ته د رسېدو لپاره خو زمونږه کوم ډول خواخوږي يوځل خداي ومه کړې، چي هم يي ملحدين کړو او هم فتوې ورکړو چي حتی وژنه او سر پرې کول يي هم رواه دي٠ تاسو نن ځير شئ چي څو تنه کانديد دي او څو تنه هم پښتانه دي؟ دا عجيبه نده! عجيبه دا ده چی د مونږه پښتنو ټغر ډير بد شکېدلۍ او د ډيرو ناولو د پښو لاندې پروت دي٠ ښه کرزۍ يو وار هم بيا خداي کانديد مه کړې خو آخر وي به څوک؟
پښتون؟ کوم پښتون؟ څوک دي؟ که وي نو بيا يي لطفاً رامعرفي کړئ ! نه !
بيا چی کله د پدرام غوندې افغانستانۍ ورباندې کښيناست چي له افغاني هويت به هم منکر وي او امريکايان هوايي او ګلم جمعان هم ځمکني، او له سرحده هم د پاکستانيانو پوځ! او دپښتنو په سيمو کور کلو او باڼډويي درته ورمرش کړي بيا به پته راته ولګيږي چی يوه ګولۍ څو پتيره ده٠ په زرګنو پښتانه چی په شمال کي رابې کوره چور او چپاول شول لا تر اوسه يي څوک د پوښتنې پيدا شول؟ په زرګنو تنکي ځوانان چی د مدرسو د جهاد په نوم په شمال کي د جناب حضرت امير المؤمنين ملا عمر په قومانده هلته پاتي وؤ په يوه ورځ کي دا زرګونه د اسلام پتنګان شهيدان شول د هغوي د ځواب ويلو او د پوښتنې يي څوک پيدا شول؟ د دغو شهيدانو بورو ميندو او کونډو مېرمنو ته څوک يوه ګولۍ ډوډۍ هم چا لا تر اوسه ورکړه؟ او که پاکستان کي خيرونه ټولوي؟ د هغوئ ديتامانو هم چا پوښتنه کړې ده چی په کوم فقر او بد بختۍ ګرفتاره دي؟
نه پښتونه وروره نه!!! دا منطق او داسي اسلام نن له چا سره نشته!!! هو وروره!!! زه داسي نظام داسي تګلاره داسي دين چی پرته د تباهۍ بربادۍ او بې مسئوليتۍ د فقر او بدبختۍ، کامل يوه هېواد ته څه نه ورکوي، هغه نظام هغه تګلاره او هغه دين نه منم!!! نن يي ګوره چي افغاني حيثيت چيرته تم کيږي، ولې؟ د چا له لاسه؟ او اوس هم نه شرم لرو او نه هم حيأ!!! امريکايان د چا د پلار زامن ندي خو تګ په لاره د علمي سنجش له مخې بايد وي که نه دوئ به دلته څه کول؟ او دا چا راوستل؟
وروه نن نړۍ وګورئ چه کوم آسمان کي يي ګز او پل پيل کړۍ دي او مونږه وګورئ چه په کوم مصيبت او غم اخته يو٠ وروره زړونه خورا له کرکو ډک دي٠ دا ومنۍ د يوه عيني حقيقت له مخې، چی باايمانه مسلمان او مجاهد او طالب نور د داسو مجاهد ډوله او طالب ډوله خلکو چی اوس هم د جهاد او اسلام نارې وهي، په توبو او توبو داسي بې زاره دي چي که ددوئ درد او فرياد ته غوږ شې نو (نعوذ باالله) د اسلام په دين به شکمن شئ٠
خير ښاغلئ احمدي وروره پکار داده چی مونږه پښتانه د نورور مليتو په شان لږې خپلې ګټې په پام کي ولرو او کوښښ به کوؤ چی نور پښتون د جهاد په نوم د خلکو د توپک خولو ته ورسم نکړو٠
ټول ټاکنې هر څه چی نن وطن کي کيږي واک مو پردۍ دي او مونږه پښتانه صرف د بې اتفاقۍ نور څه زده؟
اما بيا هم زه اميد لرم چي الحمدالله بيا هم هېواد کي داسي پښتانه مسلمان وروڼه شته چي په کار لګيا دي او کوښښ کوي چي سياسي قدرت کي پښتانه د تېر په شان فعاله او سمه ونډه ولري٠
زه شخصاً داسي عقيده لرم چق توپک مونږه پښتنو ته پرته له تباهۍ نور هيڅ په لاس نلري٠ ما په کراتو مراتو دا ويلي دي چي مونږه خپل ريښتيني افغاني نظام جوړېدو لپاره زغم کار او اسلامي روزنې ته اړتيا لرو٠ چی دا د دوؤ ورځو کار ندې وخت ته ضرورت لرو او پښتانه بچيان په ټولومسلکي روزنې تعليم او تربيي سمبال کړو، نه دا چه وله! چاودوه! ترور کوه!! هله ملحد دي او لاس پوڅۍ!! او... او .. !!!
بس همدا علت دي او همدا د پښتنو د بې اتفاقۍ له وجې به هر پښتون د پښتنو لخوا رانسکوريږي او هغه به له منځه وړي! نو که پښتنو خپلو کړو ته پاملرنه ونکړه او خپلو ګټو او زيانو ته متوجه مشول نو تل به يي د پخوا په شان بايلي٠ [/color:527c462d06]

خير تر کومه چی زه معلومات لرم انشأالله تعالی ښاغلۍ کرزۍ صاحب به يي ګټي او کابينه به هم تر خپله حده تغير مومي او دوئ چي سل نفره هم ځانونه کانديد کړي انشأالله تعالی هيڅ به يي هم د لاسه ونشي٠ البته تأثير به هرومرو لري اما مونږه هم خپل زيات کوښښ کړۍ دي او کوؤ يي٠ له جمعيتانو او دوستم خېلانو د خلکو زړونه شنه دي چندانې د خلکو پلوي له ځانه سره نلري٠ اما بيا هم سل په سلو کي به خورا مشکله وي چی د راتلونکي په هکله سړۍ مطلقاً څه ووايي اما تر هغه حده چی ما لازمه بلله خپلې دوې درې کلمې مې په عرض ورسولې٠ اميد لرم ستاسو لپاره ناخوښوونکي نه وي٠ په درناوې
ستاسو ورور غــــــــــروال


islam dost
04.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
غروال صيب دکرزي دګټلوپوري دراته دادوه متلونه رايادکړل هغه داچي :
وايی اسانونالونه وهل چنډخوهم پښې ورته جګې کړي اودوهم داچي په ړندوکښي ديوې سترګې والا هم پاچا وي ٠
اوس مونږګوروچي دبوش رايه له چاسره دی اودانوره کانديدان ( دعقل دوښمنان ) بياهم نه پوهيږي چي اصلي ګټونکی اوګټونکي رايه له چاسره دی ،قانوني صيب دقندهارله خلکورايې غواړي خودعقل سترګې يې دومره کارهم نه کوي چي وپوهيږي دټول افغانستان له مظلوموخلکوبه يواځي دبوش رايه کافي وي ٠
ښکاره خبره چي کرزی امريکايانوديوې معاملې په صورت کښي راوستلئ اواوس امريکايان دکوم بل چاسره نوي تړون ته چي کرزی ورته تراوسه وفادارپاته دی کومه اړتيانه ګوري ٠
دوهم داچي که دافغانستان خلکوپوري اړه ولري نوهغوی هم په کانديدانوکښي بل داسي دشهرت خاوند
ياترکرزي ښه سړئ نه ګوري چي دوی ورته رايه ورکړي بلکي هغوی هم ترکرزي بدتره دي ځکه خوکرزي ته هم ښه موقعه په لاس ورغلي يعني دی هم ((( په ړندو کښي ديوې سترګې والا پاچادی )))
نربه مي هغه وخت بللی وی چي دشرأئطوپه موجوديت کښي يی په تمامه معنی له مسلمانوکانديدشووکسا
نوڅخه ټاکني ګټلي وی اواوس خو نوموړي ته امريکايانو داسي شرأئط برابرکړي چي دده ګټلوچانس دوه
ځله ډيره وي ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


جمعيت هم ور منډه كړه

ziauddin
04.10.2004

رغروال صاحب سلام وبعد له كه ته چه واي له جمعيتيا نو د
افغانو زړونه شنه دي اوس خو رباني كاكا هم كرز ته ولاړي
او په كرزيا نو مين شو ايا له كرزي سره داتلاف په وجه به افغانان
رباني او دده ملګري معاف كړي ? دخلګو زړونه به ورته سپين شي?
او كه به افغانان داوه واي چه دده خيانتونو لار بيا ښه تازه شوه
او كرزي خلګو ته څه بهانه كوي چه له جګړمارانو سره اتلاف كوي
ايا امريكايي او برطانوي يرغلګر ځوا كونه دده دحمايت دپاره كافي
نه دي وسلام له لوستو نكي مننه ضياالدين



Adil watanmal
05.10.2004

د قدر وړ لوستونكو
----------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترمو د ددي خبر په ارويدو سره چې رباني د كرزي سره اتلاف وكړو د محترم خالص بابا د وحدت په نامه شعر څخه يو څو بيتونه راپه زړه شوه چې د داسي اتلافونو په اړوند هغه داسي ويلي وه:

پوهيږو چې رښتيا د شهيد ويني خو دي ګراني
------------------------------ نه كيږي دوحدت په پلمه دا ويني ارزاني
كه روس دى كه ملحد كه مجاهد سره يو كيږي
------------------------------ وحدت عجيبه څيز دي چې هر څه ورباندي كيږي
وحدت چې شي پلمه بيانو كافر دي مسلمان
------------------------------ د صلحي په نوم جوړ شي د يواين لخوا پلان
دامونه او داني به راخپري كړي كافران
------------------------------ چه وتړي له پښونه په كښې دا مظلوم افغان
--------------خالصه خداي دي ساته جهادونه دى خرڅيږي------------------
---------------چه څوك وي منافق نو د كافرو سره يو كيږي-----------------

-----------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل


يو جهان مننه

ziauddin
05.10.2004

محترم عادل صاحب او لوستو نكو اسلام عليكم ورحمة الله
محترم عادل صاحب له تا نه يو جهان مننه ضياالدين :roll:


م ن غروال
10.10.2004

محترمو ښاغليو!
تاسو لږه حوصله کوئ او که نور مو د وسه څه نه وي پوره لااقل ويشتلو چاودولو او پښتون ټبر د خلکو د توپک خولو ته مه ورسموئ، لږ وخت ته اړتيا شته کار ته او زغم ته! او مرسته د پښتنو هغو چارواکو سره چې لاسونه يي په وينو الحمدالله نه دي سره٠ نور نو ګورئ چې انشأالله تعالی ټغر يي ورټوليږي که نه!!!


ټولټاكنې

ګل آغا احمدي
28.10.2004

[color=yellow:dcff931404]په لومړي سر كې د ټولو درنو ليكوالو څخه د زړه مننه كوم چې زما د مطرح شوې موضوع په اړه يې خپل خپل نظرونه څرګند كړل خو د محترم غروال صاحب څخه يوه نړۍ مننه كوم چې د موضوع په باب يې هر اړخيز معلومات وړاندې كړي دي او د نوموړي د څرګندونو سره سم د ټولټاكنو په لړ كې هغه څه پيښ شول چې ښاغلي غروال صاحب او د افغان ولس زېاتره ليكوالو او د پيښو څيړونكو يې وړاندوينه كړې وه.
پښتنو په خپل ټول جرات او سياسي ځيركتيا سره وكولاى شول چې يو سالم قيادت را منځته كړي. په همدې توګه نه دا چې يوازې اسلامي نړۍ بلكي د نړۍ زېاتره هيوادونه او خلك يې د افغانستان د ځوريدولو او كړيدلو خلكو هغه علاقې ته ګوته په غاښ نيولې ده چې د عمومي ټولټاكنو په بهير كې يې څرګنده كړه.
په همدې توګه ثابته شوه چې افغان دښمنه عناصر به هيڅكله خپلو شومو اغراضو ته ونه رسيږي او نه به د افغانستان د خلكو هغه اوسپنيزه اراده ماته كړاى شي چې د خپل هيواد د بيا رغاونې لپاره يې په كار اچولې ده.
غواړم چې په دې لړ كې د ښاغلي هوتك څخه هم د ځانګړې مننې مراتب څرګند كړم چې د خپل ادب په داسې يوه ژبه يې زما پوښتنې ته ځواب ويلى دى چې زما په شمول شايد له ده څخه پرته هيڅ لوستونكى به پرې پوه نه شي. زه يوازې دومره وايم چې البته شايد چې همدا به يې زده وي.
ډيره مننه[/color:dcff931404]


hotak
28.10.2004

ګرانه قدرمنه احمدي صاحب سلامونه نيكي هيلي مينه اومننه مي درواخله
زمادزړه خبره دي كړي.ريښتياهم هغه څه چي مي زده وو ومي ليكل.خوګوره هغه دپښتنو خبره وايي چي لونګ درسره نه وي بوي دي نه ځي نركچوره.
نواوس هم چي هوتك درسره نه وي بوي دي نه ځي احمدي. :lol:
ګوره كه زماليكنه نه واي ستاموضوع ته والله كه چاتراوسه ځواب ويلى واي.وروڼو چي وكتل چي هوتك ځواب ويلى نو يى تلوسه پيداشوي اوموضوع يى كتلي.اوبيايى دادى تاته ځواب هم ويلى.ته لاخوشاله هم نه يى.
كه داسي نه وي له ورورڼوپوښتنه وكړه.
پاتي شوه داچي زماڅه زده نه دي نوشكردي الحمدلله چي داسي څه مي نه دي زده لكه داد"خلكو"چي زده دي.كنه اوس به مي آن پخوا لا دين په غ..........ڼ بدل كړى وو. :lol:
البته داچي دومره هم نه يم بى ذوقه لكه تاچي درنګونو كمبي نيشن هم نشم تشخيصولاى. :lol:


ټولټاكنې

ګل آغا احمدي
30.10.2004

ډير ګران او محترم ورور هوتك صاحب!
په لومړي سر كې خپل د مينې او محبت څخه ډك سلامونه درته وړاندې كوم. او لدې امله ډيره مننه كوم چې زماليكنې ته دې په دې خاطر په يوه ناپيژندل شوې ژبه لومړى ځواب وركړى چې د نورو ليكوالو د پام وړ دې وګرزوله.
ستا له هغو ټولو نيكو او خوږو څرګندونو څخه د مننې مراتب څرګندوم چې زما سره دې د اسلامي او افغاني ورروګلوۍ له مخې د مينې خواله كړي دي. لوى خداى ج دې اجر دركړي او زه د تل لپاره ستاسو په څير هڅاندو وروڼو د برياليتوب غوښتونكى يم چې هميش د خپل استعداد له مخې په داسې علمي او پوهنيزو بحثونو كې وڼډه اخلي. دا چې په تيرو ليكنو كې د دوو وروڼو تر منځ څه ډول خبرې تبادله شوې زه نه غواړم چې د هغه تكرار دې دوام پيدا كړي. دا چې تاسو په كمپيوټر پوهنه او د رنګونو په تشخيص كې له ما څخه ښه پوهيږى ماته هم د وياړ ځاى دى او لوى خداى ج دې زموږ ټولو افغاني زړه سواندو او مومنو پرګنو ته د دې توفيق په برخه كړي چې د علم او عصري تكنولوژۍ له لارې د خپل هيواد، وګړو او ټول اسلامي امت خدمت وكړي. زه په دې وياړم چې زموږ د ځوريدلي ملت زامن له يو بل سره د كمپيوټر او انټرنيټ له لارې خپل نظرونه تبادله كوي په دې اړه ستاسو د خوږو او ورورګلويزو مشورو په تمه.
ډيره مننه، بريالى او سرلوړى اوسې

د ګربت په سپين افق كې راته ښكاري رڼاګانې
بيا د هيلو په منګولو كې د مينې ورشوګانې
د سهار په روڼ محل كې نندارې ته راوتلې
سپين پړوني يې په سر دي په سرو شونډو اداګانې
په لاسو كې ريمالونه كله يوه خوا كله بله
رپوي يې په چمونو كړي اميد ته نڅاګانې
د سبا رباب ته مستې اړوي د زلفو ولونه
په ليمو باندې يې ښكاري لپې لپې خنداګانې
يوه سندره يې په خوله ده داسې وايې ښايستوكې
تل به نه وي تورتمونه تل به نه وي ژړاګانې
رښتيا زيرى مو درباندې د تورتم منتر چپه شو
احمدي بيا به دې ښكل كړي د يووالي ځلاګانې


hotak
02.11.2004

سلام ګل آغاجانه!
خداي وهليه ته خوسم دم شاعريى.خداي دي خوارمكړه چي دومره ښه قريحه لرى بيا نو له دغي نوري بړوګۍ نه څه غواړى؟
زه خووايم همدا دشعرله پيغلي سره دي يارانه ښه ده. وروره دافغانستان په سياست كي والله كه زما اوستا په خوله څوك تريخ پياز هم وخوري.داسياست دخورا لويوڅټو اوجهتونوكاردى.داوس لپاره راځه چي ماوتاهمداخپله غريبي كوو.كله ناكله هغه دټوكومجلس ته هم سرراښكاره كوه.ساعت به دي تيراوفكربه دي غلط وي.
مينه مننه ستانصيراحمدهوتك


ټولټاكنې

ګل آغا احمدي
08.11.2004

ګرانه وروره هوتك صاحب!
سلامونه او ښې چارې
دا چې ما ته مو په ښكلو خړو پړو پښتني او ورورګلويزو الفاظو د ليك ځواب راكړ ډير خوښ شوم او ستاسو د ګټور مشورو له كبله د ځانګړې مننې مراتب څرګندوم انشاالله چې كله به زه هم ستاسو د بلنې سره سم د ادبي ټوكو ټكالو په كاروان كې در سره ملګرى شم خو ستاسو ځني مجلسونه مې چې وليدل ډير زيات مې خوښ شول او په دې هكله ستاسو رول بيا ډير د ستاينې وړ دى. لوى خداى ج دې موږ او تاسو ټولو ته توفيق را په برخه كړي چې د پوهې او علم له لارې د خپل ځوريدلي او كړيدلي ولس چوپړ وكړو.
دا چې زما د نيمګړي، ګوټ او مات شعر يادونه مو كړې وه ډيره زياته مننه كوم او زه به كه خداى كول خپل يون ته په دې هكله ادامه وركوم. د نورو مسائلو په اړه زما نظر دا دى ښه خبره به دا وي چې د ملي احساس خاوند هر افغان او د پيښو څيړونكى كه څه هم چې زه دې درجې ته نشم رسيدلى د خپلې ځانګړې علاقې، درك او شننې په اندازه په جاري مسائلو كې د تعميري ونډې په اخيستلو سره خپل مسئوليت ادا كړي. كه موږ ټول له نوموړو مسائلو څخه لاس په سر شو او خپلې خولې مو پټې نيولې وي نو هغه خواوې او وګړي به په دې هكله تخريبي څرګندونې كوي چې افغان مومن ملت ته ناوړه ارادې او نيتونه په خپلو زړونو كې لري. نو له همدې كبله د روانو پيښو او مسائلو څخه د خلكو خبرول او د حقيقت څرګندونه د هوتك په څير ليكوال او داسې نورو وروڼو كار دى.
په هر صورت خبرې را څخه زياتې شوې هيله ده چې ستاسو سر مې په درد كړى نه وي.

د هوسا، اسلامي او ښيرازه افغانستان په هيله

ما د هوتك له ليك نه جار كړې
چې انټرنيټ يې د ښكلا صفت كوينه

ستا له زيږو خبرو جار شم
له هرې يوې يې د لونګو بوى را ځينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more