نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکورنیو چارو وزیر په درغلۍ کې 28 میلونه ډالر تر لاسه کړې دي
پتوال
25.03.2012
Da Afghanistan Pakhton Tolana
دکورنیو چارو وزیر د روغتون په درغلۍ کې 28 میلونه ډالر تر لاسه کړې دي
دکورنیو چارو وزیر دسردار داودخان روغتون په درغلۍ کې 28 میلونه ډالر اخستې دي.
په سردار داود خان روغتون کې مالي درغلي سوکه سوکه جدي بڼه راخپلوي ، ناټو داسې کره شواهد په لاس لري ،چې ددفاع وزارت صحیه ریاست ته یې د ډاکترۍ اړوند ډیر وسایل ورکړې دي ،چې وروسته تری تم شوې دي .
جنرال احمدضیاء یفتلي او دروغتون پخوانی رییس جنرال زمان غیرتمل د شکمنو کسانو دلړلیک په سر کې دي . په 2010ز کې دسردار داودخان روغتون درغلي ځکه ډیره جدي ونه نیول شوه ،چې دپخواني لوی درستیز او اوسني وزیر مل پاسوال بسم الله خان محمدي په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو په کې لاس درلود . اوس ،چې دحکومت او ناټو ترمنځ ستونزه په ډیریدو ده ناټو غواړي ،چې 42 میلونو ډالرو برخلیک معلوم کړي . د روغتون پخوانی رییس جنرال غیرتمل وايي : دروغتون رییس وايي : دا ستونزه له رییس سره هیڅ تړاو نه لري دروغتون معتمد ( تحویلدار ) هر څه مستقیما له دفاع وزارت څخه رااخلي او دلګولو واک یې هم له ده سره وي . تېر کال ، چې په ارګ کې په همدې تړاو جلسه وه ، ټولو په یوه خوله وویل : ناټو یوازې دعوه کوي او کوم کره شواهد نشي وړاندې کولې .
لیکوال او خبریال رزاق مامون وايي : زه (مامون ) د 2011 ز دجنورۍ پر 19 نېټه په سردار داود خان روغتون کې درې ورځې بستر وم یو لوړپوړي چارواکي وویل : جنرال ضیاء یفتلي دپخواني لوی درستیز بسم الله خان محمدي په مستقیمه سپارښتنه هغه پرمختلي روغتيايي وسایل او توکي ،چې دناټو له لورې موږ ته راکړل شوې وو له روغتونه وویستل شول . چارواکی زیاتوي : ناټو هڅه کوله ،چې ټولې هغه اړتیاوې راپوره کړي ،چې موږ ورته اړتیا درلوده ، خو پر هماغه سبا متوجه شوو ،چې د روغتون زیرمتون ( ډیپو) ټوله خالي پرته ده .
رزاق مامون زیاتوي : ما پخوا له ناټو څخه په غیر مستقیمه توګه داسې معلومات ترلاسه کړې وو ،چې د 42 میلونو ډالرو په درغلۍ کې دکورنیو چارو دوزیر ستر پاسوال بسم الله خان محمدي ونډ 28 میلونه ډالر وو مامون زیاتوي : چارواکي دا خبرې داسې مهال ماته کولای ،چې ترڅنګ دناټو دروغتیايي چارو سلاکار ولاړ و .
دهمدې سترې درغلۍ له کبله ضیاء یفتلي او دروغتون رییس له دندو ګوښه شول حکومت غوښتل ،چې له ضیاء سره حساب وکتاب وکړي ، خو برهان الدین رباني یې ترمنځ شو ځکه یفتلي درباني د ترور زوی دی . اوس وګورو ،چې ډاکتر لودین له جنرال یفتلي او بسم الله خان محمدي سره څه کوي ؟؟
طالب ISI
25.03.2012
اسلام، دین، ایمان، جهاد دا ټکې نور بیخې یادول نه دي پکار. ځکه ددغه ټکو تړل د مفسدو کسانو سره د دغه پاکو نومونو بې احترامي ده.
د افغان مجاهد سره د مجاهد لفظ د ملا سره د اسلام لفظ باید نور ونه تړل شي.
دوی ټولو ته د مفسد کلمه ډیره وړ کلمه ده.
دغه طبقه خلک نه وطن ته ژمن دي،نه اسلام ته، ددوی وژدان او د یوه موردګو وژدان څه توپیر نه سره لري.
موردګاو ته هم د ښځو خرڅول یو کسب ګرځیدلۍ، اول د پردیو ناموس خرڅوي بیا داسې مرحلې ته رسیږي چې خپل ناموس هم هیڅ ورته ښکاري.
د کمونیستانو څخه را نیولې ته نن ورځې پورې مونږ همداسې موردګاوان لرو. خو دوی بیا اول له خپل ناموس څخه پیل کړی، چې هغه زمونږ ګران هیواد افغانستان دی.
وطن، مور ده، وطن ناموس دی، په وطن کې میشت خلک زمونږ خویندي او وروڼه دي.
دغه خاینینو ته هیڅ اهمیت نه لري، دوی به الله اکبر چیغې وهلي، خو د الله اکبر څخه ددوی اصلي هدف وند و او وند دی. چې چیرته یې وند برابر شي هیله نه کوي.
چې ربانې هر چا مړ کړ، ډیر ښه یې وکړل.
که طالب دا وطن د پنجاب لپاره لکه سپیلنۍ دودوي، شمالي ټلواله یې لکه موردګاوان عزت لوټي او خرڅوي.
یوه ورځ به دا امریکایان له دې وطن څخه لاړ شي، خو وبه ګورو چې دا غله به دې وطن ته څه وکړي.
طالب به بیا خپله قیچي، آینه، او ګمنځ را واخلي او د خلکو د ویښتو په اصلاح به پیل وکړي، او همدې ته ورته کارونه به دوی ته ټول حکومت ښکاري .
مونږ افغانان اصلآ ددې ښکلي وطن هیڅ لایق نه یو. نه ښه مسلمانان یو، نه ښه کمونستان، نه ښه کفار، هیڅ هم نه یو، هیڅ.
فقط په بلا ککړ، ژوندې موجودات یو چې له نه د ځان ښه او بد پیژنو نه د وطن .
ملا مو اسلام بد نام کړی، کمونست مو کمونیزم، دیموکرات مو دیموکراسي، او مجاهد مو جهاد.
ځکه خو نو د الله پاک ښه نه ایشو چې رحم را باندې وکړي، نه د نړیوالو ښه ایشو.
ټول عمر مو د ایزم، او اسلام تر نامه لاندې پردیو ته کار کړی.
larghonay laraway
26.03.2012
السلام عليکم!
پتوال صيب باور وکړه په افغانستان کې اکثره غلاوې د لمر په څېر روښانه دي خو دا چې کرزی امبارک په خپله غل دی نو د غلا مخه به څنګه ونيسي. تاسو ته ښه معلومه ده چې له ايران او پاکستان څخه په بکسونو پيسې اخلي او شفافيت نه لري.
د فساد د مخنيوي د ادارې مشر لودين هم غل دی کنه تاسو د اوسني پارلمان درغلۍ وليدې چې کوم حد ته رسېږي او د انتخاباتو د کمسيون مشر همدا لودين ؤ!
د د کرزي او ملاعمر په اوسنۍ واکمنۍ کې غلا يوه وړتيا ده!
د ملاعمر ډله يو ملکي ډاکټر او انجنير يرغمل کوي او د پيسو په بدل کې يې خوشې کوي. همدا راز د کرزي په حکومت کې همغه خلک ډېر مخکې دي چې ډېره غلا کوي. په دې حکومت کې که څوک په غلا کې ډېر رسوا شي نو د صديق چکړي غوندې يې لندن يا امريکې ته لېږي چې خوندي او د مزو ژوند وکړي!
شهير صيب ليکلي :
[quote:fb45737cb7]اسلام، دین، ایمان، جهاد دا ټکې نور بیخې یادول نه دي پکار. ..
ملا مو اسلام بد نام کړی، کمونست مو کمونیزم، دیموکرات مو دیموکراسي، او مجاهد مو جهاد. [/quote:fb45737cb7]
شهير صيب کله دې هم سوچ کړی چې دا نظر څومره د منلو دی؟
که مسلمان وي او اسلام ياد نه کړي يعنې څه؟
دا خو داسې ده لکه تاسو چې انسان يئ خو بايد انسان درته ونه وايو ځکه چې انسانان بد کارونه کوي؟ !
مونږ هيڅکله هم جنس اسلام، جهاد او ايمان نه شو ردولی!
بلکې عاقلانه او منطقي خو دا ده چې غل ته بايد مجاهد ونه وايو، فاسد او بې لارې يا امي ته بايد ملا ونه وايو، منافق ته بايد مؤمن ونه وايو ځکه چې دا سپېڅلې کلمې دي بايد سپېڅلو او واقعي خلکو ته وکارول شي. همداراز يو غير کمونيست ته بايد کمونيست ونه ويل شي او زورواکي ته بايد ډيموکراټ ونه ويل شي!
مننه