د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا د عمر او فاروق په موجوديت کې زده کړه شونې ده؟

larghonay laraway
25.03.2012

السلام عليکم!
په افغانستان کې نوی کال پيل شو چې ورسره په اکثرو ولايتونو کې تعليمي کال هم شروع شو.
زمونږ د وطن سيمې په دوو برخو وېشل شوې دي:
۱ - د حکومت په واک کې
۲- د حکومت د مخالفينو په واک کې
د حکومت په واک کې سيمو کې هم له پښتنو سره د مور او ميرې چلند کېږي چې نه ورته سم ښوونځي جوړ شوي او نه د پاړسیوانو سيمو په څېر مسلکي ښوونکي او کتابونه لري. يوه ښه بېلګه يې په بغلان ولايت کې د نهرين او مرکزي بغلان ولسوالۍ دي چې د نهرين ولسوالۍ خلک له تعليمي وضعې ډېر خوشحاله دي. ځکه چې اکثره پاړسيوانان دي او خدمت ورته شوی دی. د بغلان جديد يا مرکزي بغلان خلک پښتانه دي چې نه سم ښوونځي لري، نه ښوونکي او نه هم کتابونه. تر ټولو د خندا وړ يې دا ده چې د معارف وزارت کتابونه پښتو وراستوي او استادان يې ورته پاړسيوانان مقرر کړې دي چې هغوی له پښتو کتابونو استفاده نه شي کولی. زده کوونکي بيا يا په بازار کې پاړسي کتابونه اخلي او يا پښتو بدلوي. په داسې حال کې چې بغلان جديد ډېر پښتانه لري چې د معلمۍ وړتيا لري خو د معارف وزارت يې نه نيسي!
دا يوه بېلګه وه نور په ټول هيواد کې همدا حال دی چې پښتنې سيمې له پامه غورځېدلي او دا نورو ته کار کېږي!

بله دحکومت د مخالفينو يا د ملاعمر د ډلې تر واک لاندې سيمه ده چې هلته نه ديني زده کړه شته او نه عصري! په داسې حال کې چې انسان هم ديني زده کړې ته اړتيا لري او هم عصري ته. دا هم پښتنې سيمې دي چې دا څو کاله په کې پښتانه د وحشت کندې ته ورغورځېږي!
نو تاسو خپله قضاوت وکړئ چې څوک زده کړه ونه کړي نو منطق به له کومه کړي خو ښکنځلې به کوي نو!

دا چې د زده کړې وضعيت ولې خراب دی؟
له يوې خوا د طالبانو مشر بې سواده دی او له بلې خوا د غلام فاروق وردګ په اړه هم ويل کېږي چې لوړې زده کړې نه لري او د پاکستان په ملتان کې يې ځانته سند جوړ کړی دی !
ستاسو نظر څه دی؟


طالب ISI
26.03.2012

لاروۍ صاحب د فاروق صاحب په هکله د خبر یو څه له خپله ځانه کړې. فاروق صاحب د لاهور په یوه پوهنتون کې د فارمسۍ په برخه کې ماسټري اخیستي. بیا یې نورې زکړي هم کړې، وروسته یې سویډن کمیټه او بیا یو،ان، ډي، پي کې په لوړ پوسټ کار کړی او لس کاله یې کار پکې کړی. د نړی په سطحه د ملل متحد له خوا له لسو ښه منیجرانو څخه دی.

کورنۍ او دی خپله مجاهد سړی دی. خیانت یې نه دی کړی. تیره ورځ افغان پارلمان یو ستاینلیک هم ورکړی.

البته د بغلان په هکله ستا په معلوماتو باور لرم. ښه ده چې موضوع د دلته راوړي.

خو زما په اند د حل لاره څه ده؟

اول د پښتون میشتو سیمو مشران را ټول کړه، تول موضوعات او امکانات وڅیړۍ، وګورۍ څومره پښتانه معلمان لرۍ، په کومه کچه یې تحصیل کړی، له دوی سره په ارتباط کې شی چې غواړي کار وکړي؟

بیا همدغه سپین ګیري او مشران وزرات معارف ته ولیږه، زه ډیر باور لرم، چې نا هیلې به نه شي.
ښاغلۍ ګل آغا احمدي د د معارف وزرات ویاند دی، خپله ټول افغان کې لیکنې کوي او لولي یې.
فکر کوم ته خپله د همدغه منطقې یې او ښه معلومات لرې. نو که خپله یوه بشپړه لیکنه وکړې، نو د وزارت ټولو چارواکو ته به ورسیږي.

راځم د طالبانو مسلې ته:

د هرکلي طالبان تر بل کلي فرق لري. ولایت په ولایت خو فرق ډیر دی. د طالبانو عمومي قوانین یا لایحه کې خو د ښونځیو په ضد څه نه شته. خو د منطقي طالب ته چې هر څه ښه ښکاره شي. همداسې کوي. دا نو د خلکو طالع دي چې څوک یې د منطقي طالب دی.

البته پاکستان د ښونځیو په ضد ځانکړې ډلې د پيسو مقابل کې روزي تر څو ښونځي وران کړي، چې دوی له طالبان بیل کار کوي.

خو یو څه چې ښکاره دي، په کلیو کې په عمومي توګه طالبان د نجونو ښونځې نه پریږي. په ښارو یې زور نه رسي یا یې نوم بدلیږي.

خو چې علت هر څه وي، تاوان یې د نن او سبا پښتون ته رسیږي.
چې د غرب زون د لږ شمیر محصلینو د بریا په نقش کې یې په عملي توګه وینو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more