د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا په فورم کی داسي څوک لرو چی دا تحقیق وکړي؟

وزیري
24.03.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

هیله ده چی روغ او جوړ به یاسئ. اکثره لوستونکي به په دي باندی خبر یاستئ چی د ساه بندئ مریض لپاره انهلر (inhaler) همیش لپاره د یو روح په صفت کار کوي. بعضی علماؤ ددي استعمال په رمضان کی رواء بللی او بعضو نا رواء بللی دی.
سوال دا ده چی دا د مطلق رواء او نارواء مسئله ده، د کوم لپاره چی باید یو معلوم اړخ ولرو خو بدبختانه تر اوسه پوري چا په دی باندي منصفانه تحقیق نه ده کړي. نو هیله ده چی خپل معلومات راسره شریک کړي.

والسلام



ع کريم حليمي
24.03.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم وزېري صاحب ، ان شاء الله چه جوړ به يې ،‌ خدای دي خوشحاله لره
ډیره اړینه پوښتنه دي کړېده ، چه ان شاء الله خدای به يې د نېکی په پله کښي درحساب کړي

و مریض روژه دار ته inhaler for asthma روا او روا او روا ده ، او بیا مطلق روا ده
درنښت


جواب

طیب زابلی
30.04.2012

محترمه تا چی کوم شی ښودلی ده د (inhaler) په نوم نو نه پوهیږم چی دا هغه اکسیجن ده کوم چی دتنفسی ناروغ لپاره استعما لیږی او که کوم بل څه ؟ که اکسیجن وی نو بیا خبره داسی ده چی دغه اکسیجن پردوه قسمه ده یو هغه ده چی خالی هوا تصفیه شوی وی او نور څه کوم مواد نه وی ورګډ نو داخو له روژی سره څه تضاد نه لری او بل قسم هغه اکسیجن ده چی څه دوایانی او مواد پکی کارشوی وی چی دا سږو او دتنفس نلونو یا وینی ته فائده رسوی نو په دی سره بیا روژه ماتیږی البته که دیو مریض ډیر ضرورت وی او بغیر له دی تنفس نه شی کولی نوبیاخو جواز لری ځکه (الضرورات تبیح المحظورات) خوبیا هم که ورسته دغه مریض جوړ شی باید ددغو روژو قضا راوړی ، والسلام ستاسو ورور مولوی عزیزالله عزېزی طیب



ع کريم حليمي
02.05.2012

ډېر محترم او مکرم saied صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم ورور ! که خبره د مریض وي ، نو داخو یوه ساده پوښتنه شوه او هر مسلمان ته دا معلومه ده چه مریض ته اجازه ده چه روژه وخوري
بسم تعالی : وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ

د محترم وزیري صاحب پوښتني مطلب دا دی چه د asthma مرض لپاره
د inhaler په استعمال روژه ماتېږي که یا؟؟؟ زه وایم چه نه روژه نه ماتېږي ، ولي چه هرهغه څه چه په انهلر کښي سته ، په هوا کښي هم شته او بالخصوص د صنعتي ملکونو په هوا کښي ، په انهلر کښي دغه غازات شته C13H21NO3)2•H2SO4)
او دغه H2SO4 په باراني ورځو کښی مونږ تنفس کوو ، که د دغه تېزاب
اندازه لوړه وي نو دغه باران درختي او وني وچوي یعني مري

درنښت


وزیري
02.05.2012

سید ورور لیکي چی په انهلر روژه ماتیږي او که مریض ضرورت ورته لري نو انهلر کش کولای شي خو د روژی قضائی به راوړی.
زه چی څومره خبر یمه نو د ساه بندی مریض تر مرګه پوري دا مرض لري نو په داسي حال کی د روژي قضائی دی په ژوند کی هیڅکله هم نشی راوړلای. نو سیده وروره! آیا انتظار دي وباسل شي چی هرکله مریض وفات شی نو بیا دی فدیه ورکړي او که روژه یی له انهلر کشولو سره قبوله ده؟ زه یو نفر پیژنم چی دیرش کاله کیږی چی سابندي لری او په روژه کی یی انهلر ته اشد ضرورت وی. که دا مریض تقریبا لس کاله بعد مړ شی نو آیا دده وارثان به د ۴۰ کلو فدیه ورکوي؟

او حلیمي صاحب، که انهلر H2So4 ولري او دا په باراني وروځو کی مونږ تنفس کوه نو د ساه بندی مریضان خو به د باران په ورځو کی بی انهلر یوه ښه ورځ ولری. که په ریښتیا هم داسي وي نو زما پورتنی مریض خو د بارانو په ورځو کی له بدو بدتر کیږی. دا ولی؟


طیب زابلی
02.05.2012

حلیمی صاحب زه پخپله په ډاکتری او ساینس کی ډیر معلومات نه لرم خو که خبره هم داسی وی لکه ته چی وایی چی په انهلر کی څه اجنبی مواد نشته نو بیا خو زه بالکل له تاسره موافق یم چی روژه نه ماتوی ، مګر که په انهلر کی داسی مواد یا دوایانی ګډی وی چی هغه دهوا له اجزاؤو څخه نه وی نو بیاخو روژه ماتو ی ځکه یو اجنبی څیز چی له هوا سره ګډشی که څه هم هغه دهوا په څیرمائع وی روژه ماتوی چی قصدًا دیو مقصد لپاره داخل شی ، نو اوس خبره په دی غازاتو کی ده چی داڅنګه غازات دی ؟ له هوا څخه جوړیږی دهوا له اجزاؤو څخه بلل کیږی او که له نورو موادو؟ که اول صورت وی بیا خو څه مشکل نشته ، او ما پخپله له یو ډاکتر څخه په دی باره هم دانن پوښتنه وکړه نو هغه هم په جواب کی راته وویل چی په انهلر کی څه اجنبی مواد نشته .

[ (زه چی څومره خبر یمه نو د ساه بندی مریض تر مرګه پوري دا مرض لري نو په داسي حال کی د روژي قضائی دی په ژوند کی هیڅکله هم نشی راوړلای. نو سیده وروره! آیا انتظار دي وباسل شي چی هرکله مریض وفات شی نو بیا دی فدیه ورکړي او که روژه یی له انهلر کشولو سره قبوله ده؟ زه یو نفر پیژنم چی دیرش کاله کیږی چی سابندي لری او په روژه کی یی انهلر ته اشد ضرورت وی. که دا مریض تقریبا لس کاله بعد مړ شی نو آیا دده وارثان به د ۴۰ کلو فدیه ورکوي؟)
وزیری صاحب دخبری ترجیح خو ډیره دنه ماتیدو خواته ده خو بیاهم چی ماته یی وبولو نوبیا داستا په صورت کی فدیه نه ده لازمه که یی ورکړی خو ښه کار ده (وَلَوْ فَاتَ صَوْمُ رَمَضَانَ بِعُذْرِ الْمَرَضِ أو السَّفَرِ وَاسْتَدَامَ الْمَرَضُ وَالسَّفَرُ حتى مَاتَ لَا قَضَاءَ عليه لَكِنَّهُ إنْ أَوْصَى بِأَنْ يُطْعَمَ عنه صَحَّتْ وَصِيَّتُهُ وَإِنْ لم تَجِبْ عليه.)(الهندیه)
ژباړه : که یو څوک درمضان دمیاشتی روژه دمرض یا سفر په عذر ونه نیسی او دغه سفر یا مرض دده تر مرګه دوام وکړی نو قضا یی نشته مګر که دفدیی وصیت وکړی نو صحی ده که څه هم پر لازم نه ده . والسلام
یادونه: مخکی زمانوم په ټول افغان کی saied وو او س طیب زابلی ده .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more