د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د زکاة په اړه پوښتنه

پتوال
23.03.2012

یو سړی ۲۰۵۱،۲۵ ډالره په کور کې لرل، هېڅ کار یې ترې نه اخیسته یو کال پرې تیرشو،۵۱،۲۵ ډالره یې
ترې زکات ورکړ. پیسې ( ۲۰۰۰)همداسې بیکاره وساتل شوې او دویم کال هم پرې تیر شو آيا اوس به بیا ترې ۵۰ ډالره
زکاة ورکوي که نه ؟؟؟؟؟
عاید لرونکې پانګه او کورني حیوانات (اوښ، غوا غویې پسونه او مرغومي) او کارېدونکي زیورات کال په کال زکاة لري
لری خو پوښتنه داده چې آیا دبې ګټې وټې زېرمې زکاة یوځلې د لومړي کال په تیرېدو سره ورکوي او که نه کال
په کال به دا لړۍ تر څلوېښتو کالو جاري ساتي ، تر څو چې ټولې
بې ګټې روپې یې په زکاة کې خلاصې شي ، یعنط له بې ګټې
روپو نه زکاة ډیر ښه دی چې اخروی ګټه یې خاوند ته او دنیوی یې ټولنې ته ورسیږي ؟؟؟؟
و السلام .



ع کريم حليمي
24.03.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ
ډېر محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب زموږ ښې هیلي او سلامونه ومنئ
هو ! همداسي ده :چه هر کال به ۲۱/۲ (۲،۵) زکاة ورکوي ، خو ، خبره هغه وخت خرایېږي چه یو څوک پیسې کور ساتي ، د پیسو ساتل په کور نامشروع
کړه وړه دي ، ولی چه مال پټول په ټولنه کښي کاختي (قحطي) راولي‌
درنښت


..Ahmadzai
24.03.2012

محترمو
حیران ستاسو دې غټو غټو خبرو ته سم أو بیا دې وړې مسلې کې ښکیلدلو ته! أو که مطلب بل شی دی؟

د نقدو پیسو زکات هغلته فرضیږي چې پیسې د نصاب اندازې ته رسیدلي یا زیاتې وي أو کال پرې تیر سوی وي
د پيسو دنصاب تعینولو لپاره سروزرو نه کار أخیستل کیږی چې د زکات فرضیدو نصاب یې ۸۵ ګرام دی. أو یا هم ۵۹۵ ګرام سپین زر.

پدې ډول:
۸۵ ګرام سره زر (۲۴ قیراطه) چې په هرڅو نقدو پیسو کیږي هغه د پیسو نصاب دی، چې نن د سروزرو د یو ګرام قیمت ۵۳.۳۸ ډالر دی
نو ۸۵ ضرب ۵۳.۳۸ = ۴۵۳۷.۳ ډالر کیږي أو همدا د ډالرو نصاب دی.

بیا دغه ۴۵۳۷ به په ۴۰ تقسیم کړو چې د زکاړ مقدار معلوم سی چې ۱۱۳،۴ ډالر کیږي.

کله چې د پیسو اندازه له نصاب څخه ښکته وي زکات پرې نه وي که سل کاله هم پرې تیر سي.

په درنښت


پتوال
26.03.2012

سلامونه !

احمدځی صیب زما هدف بل چاته په یوه استناد قناعت ورکول وو ، خو ستاسو په تشریح کې هم پوښتنه لرم : تاسې لیکلي :
۸۵[quote:5b6525da2d] ګرام سره زر (۲۴ قیراطه) چې په هرڅو نقدو پیسو کیږي هغه د پیسو نصاب دی، چې نن د سروزرو د یو ګرام قیمت ۵۳.۳۸ ډالر دی
نو ۸۵ ضرب ۵۳.۳۸ = [color=red:5b6525da2d]۴۵۳۷.۳ ډالر کیږي أو همدا د ډالرو نصاب دی....[/color:5b6525da2d][color=blue:5b6525da2d]کله چې د پیسو اندازه له نصاب څخه ښکته وي زکات پرې نه وي که سل کاله هم پرې تیر سي. [/color:5b6525da2d][/quote:5b6525da2d]

کله چې د زکات نصاب په سرو زرو ټاکل کیږی نو که د هغې معادل ۴۵۳۷،۳ دالره وي او که ۴۵۳۷،۳ ضرب ۵۰=۲۲۶۸۵ افغانۍ وي د زکات نصاب جوړوي، ستاسو په اند که له دې څخه څوک ۵ افغانۍ
هم کمې ولري مثلا ټولې ۲۲۶۸۰ افغانۍ وي او یاصرف ۲۲۰۰۰ افغانۍ وي ایا ستاسو په اند ۲۲۰۰۰ افغانۍ له نصاب کمې دي او زکات پرې نه کیږی؟؟؟؟؟ دا خو ډیره دتعجب وړ بریښي ؟؟؟؟
دا به یو ملاصیب هم چې ذکاة ټولوي در سره ونه مني ، په لیکنه مو یوځل له سره غور وکړئ !
ایا د طلا او نغدو روپو نصاب په رښتیا یوشی دی؟؟؟؟
له هڅو نه دې مننه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more