اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اسلام نه دفاع يواځې د افغانانو وجيبه ده؟؟؟؟
مساپر
22.03.2012
ټولو درنو هیوادوالو ته خپل توده سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم،
د القاعده مشر ايمن الظواهري په يوه غږيز پيغام کې پر افغانانو غږ کړی، چې د قرآن د سوځولو د بې حرمتۍ په وجه دې، ویلي دي چې افغانان باید د امريکايانو پر ضد خپل جهاد پیل کړي !!!!.
همدا شان د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مسعود جزایري له افغانانو څخه غوښتنه وکړه، څو د امریکايي ځواکونو پر وړاندې دې ودرېږي او د اسلام څخه دفاع وکړي!!!!.
آیا د اسلام نه دفاع يواځې د افغانانو وجيبه ده؟؟؟؟
خو پوښتنه دا دي چې ولی القاعده او نورو (اسلامی) په نامه قدرتونو پخپله د اسلام د مبارک دین څخه دفاع نه کوي؟؟؟؟
او ټولو ته دا واضحه ده چې زمونږ مظلوم هېواد (افغانستان) تر ټولو نه بې وزله دي، دا څو لسيزې په دغه ﻻره کې قرباني ورکوي، دوی بیاهم غواړي چې نوي اورونه تازه کړي.
والسلام،