نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسو نوي ملګري
Gul khan
20.03.2012
دټول افغان دبحث خونو ټولو كډونوالو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم.
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له ډيري مودي راهيسي دټول افغان دا ښكلي او وزينه ويبپاڼه په شوق سره ګورم او لولم، ډير څه مي تري زده كړل، دټول افغان په بحثخونو كي په روانو سياسو حالاتو رڼا اچول، دسياسي موضوعاتو څيړنه او تحليل، ښكلي تبصري او مركي، دا هغه څه دي چي زه يي ديته وهڅولم چي له تاسو سره په بحثونو كي ګډون وكرم.
خو يو څيز چي ما ډير زوروي هغه دځيني ګډونوالو له طرفه كنځلي كول دي، كه هغه طالب پلوه دي يا كرزي پلوه دي، او يا هم دريمګړي ډله ده، له دوي ټولو څخه مي دا هيله ده چي لطفا دټول افغان له آزادي څخه ناوړه ګټه مه پورته كوي، ما ډيري پښتو ويب پاڼي كتلي دي، خو ټول افغان په پښتو ويب پاڼو كي يواځيني ويب پاڼه ده، چي تاسو ته يي په خلاص مټ دبيان آزادي حق دركړي، هر څوك كولاي شي چي خپل افكار، تبصري، رايي په آزادانه ډول وليكي، خو متأسفانه چي ځيني ورونه بيا له دي آزادي څخه ناوړه ګټه پورته كوي، پكار ده چي دا آزادي دپښتو او پښتنو په ګټه استعمال شي.
نن سبا دكنځلو منطق كومه فايده نلري، كه چرته وغواړي چي مقابل لوري ته قناعت وركړي، نو دا كار يواځي په دلايلو او منطقي بحث سره كيداي شي، له اوتو بوتو او فضول خبرو څخه هيڅ هم نه جوړيږي.
په هر صورت، تاسو به هم دا وايي چي راتلو سره دي نصيحتونه شروع كړل، خو دا زما دزړه درد وو چي تاسو ته مي بيان كړو، نوره خوښه ستاسو ده.
اوس ګورم چي څوك راته هركلي وايي او كه نه بيرته ولاړ شم؟؟؟
په درناوي.
عبد السلام
20.03.2012
ګل خان وروره ، وعلیکم السلام!
په دې ښکلو اومعقول خبرو به څنګه څوک درته هرکلی نه وایي؟ که په لیکلې بڼه نوي په زړه کې خو به خامخا درته هرکلی وایي .
وروره! په خیر راغلې ،سټړی مشې !
ستا سو راتګ دې خدای دې پاڼې ته ، دنوي پسرلي د رارسیدو سره یوځای په نیک زیري او او رغنده بدلون واړوي ، چې په بحثونو کې د یو بل نظر وزغمو او یوبل ته په کنځلو سره خپله دنیا آوخرت خوار نه ګړو.
په مننه او درناوي
عادل عادل
21.03.2012
محترم ګل خان وروره
وعلیکم السلام و رحمة الله و بركاته
تاسو ته په ټول افغان کې، له فورمونوڅخه په خپل پورته زړه سره، د زړه له کومي هرکلی او ښه راغلاست وایم،،، خدای ج مو قدم په دې فورمونو پورې بختور کړه،،، آمین
یوه ساده پوښتنه هم درڅخه کوم چې زمونږ د ګران افغانستان روانه لس کلنه لانجه کورنی ده، او که بهرنی ؟
که کورنی وي،،، نو د هغو افغان ورورڼو په هکله به زما زړه سپین شي چې وایي مونږ درېمګړي او یا بې طرفه یو،،،،
خو که روان ناورین برلاسی بهرنی اړخ ولري،،، او هر څه پر مونږ افغانانو تحمیل شوي وي،،، نو بیا چې څوک د افغانیت دعوی هم کوي څرنګه ویلای شي چې زه دریمګړی یا بې طرفه یم؟؟
هغه چې وایي بې طرفه یا دریمګړی یم،، او موقف یې داسې وي چې د کورنی مخالف دخیل اړخ د مخالفت او غندلو تر څنګ بهرنی دخیل اړخ هم غندي،،،نو ایا دا ډول موقف لرونکي د بهرني اړخ په قسمي /تناسبي ملاتړ نه تورنیژي؟؟،،،
دا ځکه چې مونږ او تاسو د خپل افغانیت په سبب د کورني دخیل مخالف اړخ سره حد اقل یو یا دوه مشارکتونه لرو،،، خو له بهرني اړخ سره په جز ددې چې د هغوی د کورني مخالف اړخ په دوستی یا دښمنی کې خپله دوستي یا دښمني ثابته نکړو،،، لدوی سره د دښمنی یا دوستی بله لاره په مخ کې نلرو!!!
له بلې خوا د "نفیر عام" په صورت کې څرنګه کولای شوو چې ووایو زه یا مونږ دریمګړي یا بې طرفه یو؟؟ ايا دا تر ټولوډېر ښکېل/ تورن موقف نه دی؟؟؟
یا خو زما عقل پدې څو ساده ټکو کې کار نکوي،،، او یا خو زمونږ درېمګړي او یا بې طرفه ملګري په غلطه روان دي،،، هیله ده چې په دې اړه اړین او ټولو ته د منلو وړ وضاحت راکړی ،،،
ورته بې طرفه موقف ته زه ځکه د شک په سترګو ګورم چې په تېرو څو کلونو کې ددې فورمونو په کچه له ښاغلي نورزي جهاني صیب (ښکاره موقف یې د احترام وړ ګڼم) پرته هیڅوک هم ونه میندل چې د بهرني اړخ ښکاره ملاتړ وکړي،،، په داسې حال کې چې عملا او د ځمکې پر سر دخیل موجود بهرنی اړخ د همکاری او ملاتړ په لحاظ له افغانانو څخه هومره هم تهي او خالي نه دی چې له پورته قحط الرجال )صفر شمېر ملاتړو( سره دې ډډه ولګوي؟؟؟ ،،،،
هسې نه چې ویښ یو خو ځانونه مو په درانه خوب سره وهلي وي؟؟؟؟
Re: ستاسو نوي ملګري
م . ق
21.03.2012
[quote:b40057a9d9="Gul khan"]دټول افغان دبحث خونو ټولو كډونوالو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم.
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له ډيري مودي راهيسي دټول افغان دا ښكلي او وزينه ويبپاڼه په شوق سره ګورم او لولم، ډير څه مي تري زده كړل، دټول افغان په بحثخونو كي په روانو سياسو حالاتو رڼا اچول، دسياسي موضوعاتو څيړنه او تحليل، ښكلي تبصري او مركي، دا هغه څه دي چي زه يي ديته وهڅولم چي له تاسو سره په بحثونو كي ګډون وكرم.
خو يو څيز چي ما ډير زوروي هغه دځيني ګډونوالو له طرفه كنځلي كول دي، كه هغه طالب پلوه دي يا كرزي پلوه دي، او يا هم دريمګړي ډله ده، له دوي ټولو څخه مي دا هيله ده چي لطفا دټول افغان له آزادي څخه ناوړه ګټه مه پورته كوي، ما ډيري پښتو ويب پاڼي كتلي دي، خو ټول افغان په پښتو ويب پاڼو كي يواځيني ويب پاڼه ده، چي تاسو ته يي په خلاص مټ دبيان آزادي حق دركړي، هر څوك كولاي شي چي خپل افكار، تبصري، رايي په آزادانه ډول وليكي، خو متأسفانه چي ځيني ورونه بيا له دي آزادي څخه ناوړه ګټه پورته كوي، پكار ده چي دا آزادي دپښتو او پښتنو په ګټه استعمال شي.
نن سبا دكنځلو منطق كومه فايده نلري، كه چرته وغواړي چي مقابل لوري ته قناعت وركړي، نو دا كار يواځي په دلايلو او منطقي بحث سره كيداي شي، له اوتو بوتو او فضول خبرو څخه هيڅ هم نه جوړيږي.
په هر صورت، تاسو به هم دا وايي چي راتلو سره دي نصيحتونه شروع كړل، خو دا زما دزړه درد وو چي تاسو ته مي بيان كړو، نوره خوښه ستاسو ده.
اوس ګورم چي څوك راته هركلي وايي او كه نه بيرته ولاړ شم؟؟؟
په درناوي.[/quote:b40057a9d9]
ګل خانه وروره ښه راغلاست، هرکله راشئ،
نظر مو معقول او د قدر وړ دی، زه یې هرکلی کوم، او د نورو داسې معقولو او مثبتو لیکنو توفیق درته د رب څخه غواړم.
د افغانستان لانجه بهرنۍ ده خو ژورې کورنۍ قومي، سمتي، فرقیې، عقیدوي او حزبي ریښې لري.
د بهرنیانو په شتون او نه شتون کې به بیاهم د نفاق دغه ژورې ریښې دوام ولري، او ترڅو چې دخپلو خواهشاتو ، نفسي تمایلاتو، شخصي نظریاتو، عقیدوي ترجیحاتو څخه تیر نشو او د نورو خبرو ته غوږ ونه نیسو بلکه سرتمبګي، ناړامي او زورواکي وي، ضد، عناد او نفرت وي ترهغې به دغه اختلاف او نفاق موجود وي ولو که د ملیونونو افغانانو وینې پکې هم توي شي.
مننه
khoshalkhan
21.03.2012
ګل خانه ! خلک ډوډۍ خوري نوی غړی داسې شيان نه ليکي !
چرمښ دپسه په جامه کې !
پتوال
21.03.2012
ګل خانه وروره ګل اوسې خو (( تل)) اوسې، ټول افغان ته په خیر راغلې او ستړی مشې !
عادل صیب فوراً خپله لانجه مخې ته درته کېښوده او نوره یې برېښوده !
زه به دومره ووایم چې دا جګړه هم کورنۍ او هم بهرنۍ ده.
د شورویانو بر ضد جګړه کې هم عاملین بهرني وو : شوروي یوې خواته ، امریکا او پاکستان بلې خواته عاملین د جګړې او حامیان
د جګړمارو وو !
هغه بهرنۍ جګړه په کورنۍ بدله شوه ، لومړی د تنظیمونو په منځ کې او بیا د جمعیت او طالبانو تر منڅ وغځېدله او بیا
دا کورنۍ جګړه بیرته په بهرنۍ یعنې یوې خواته د امریکا او ناتو او بلې خواته د طالبانو او پاکوستان له خوا پرمخ وړل کیږي!
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او پاکوستان په خپلو کې سره شتراتیزیک دوستان هم دي !
نو جګړه یې په ګډه پلان کړې او په ګډه یې سره مخته وړي چل يې صرف افغان ولس ته ایښی دی ، نو ملت ته ددواړو پلویان
په لاسپوڅۍ مجرم دي ! دواړه اړخونه د یوه پلاس په څېر افغان ملت
په خوله کې نیولی او هر یو یې څان ته تسلیمول غواړي !
هو ، ملت ددواړو ترمنځ طالبانو ته ترجیح ورکوي خو په یو شرط چې تورمخي پنجابیان او تورسونټې ISI دې در وله !
کله چې طالبان په دې توفیق حاصل کړي چې د ISI له بادارۍ څخه پخبله ځانونه خلاص کړي او یا له ملت څخه مرسته وغواړي چې
له دې تورسنټو له ولکې څخه یې خلاص کړي نو د خلاصون سره سم په ملت ټول له دوی سره د اشغالګرو بر ضد متحد او یوموټی شی !
خو نه امریکا غواړي چې افغانان دې د ISI لاسوهنې بندې کړي او نه هم باکستان غواړي چې طالبان دې د ولس سره د امریکا پر ضد یو موټی او ددوی لاس دې هم له خبل هیواد څخه پرې کړي!
پاکستان هم صرف دومره طالب ځواک غواړي چې جګړه روانه وساتي او اشغالګر هم صرف دومره لاسپوڅی افغاني ځواک غواړي چې صرف خپله دفاع وکړي او جګړه روانه وساتي او په دې توګه افغان ملت د جګړې د ژرندې د دوه پلونو ترمنځ وړه کړي!!
عبدالله خواځک
21.03.2012
زه هم ټول افغان ته نوی راغلم څه به سره لیکو خو له خولو سره به پام کوو
دګل خان ورور اندیښنه زه هم لرم خدای دی وکړی نور ښکنځلماران اصلاح شې
اکرم
22.03.2012
عبدالله خواځک صاحب، تاسو او ګل خان صاحب ته هرکلی او ښه راغلاست وایم !
ښه په موقعه مو ځان راورسو ،
ماسره داپو ښتنه وه چې دا بل او نور [color=brown:0b607ad12d]ملګري[/color:0b607ad12d] به
ّّڅوک وي ؟ ځکه عنوان داسې و: ( [color=darkred:0b607ad12d]ستاسو نوي ملګري[/color:0b607ad12d])
ښه شو چې تاسو دواړو یو ځای دراتګ اراده وکړه ، اوس ګوندې ښکنځلې او ښکنځلي
[color=brown:0b607ad12d]کمې[/color:0b607ad12d] او[color=darkred:0b607ad12d]کم[/color:0b607ad12d] شي !!!
[quote:0b607ad12d]زه هم ټول افغان ته نوی راغلم څه به سره لیکو خو له خولو سره به پام کوو
دګل خان ورور اندیښنه زه هم لرم خدای دی وکړی نور ښکنځلماران اصلاح شې[/quote:0b607ad12d]
tak sheen
22.03.2012
ښي چاري
يارانو لار راكوۍ تک شين راغي
نوم مي تک شين دي، افكار مي سره دي او ويښته مي تور دي
زه هم ستاسو نوي ملګري يم، خو دپنجاپو دالخورو سر سخته دشمن يم
څوک چي دپنجاپو په دالو ټريږي، يا چاته دپنجاپي دالو په وجه دمقعد بواسير پيدا شوي وي، هغوي دي هيڅ فكر نه كوي، ډاكتر تک شين ستاسو په خدمت كي دي، دداسي مريضانو په تداوۍ كي د تخصص ډيګري لرم
ټررررررررررررررن دي دعلاج لپاره زما په آدرس تشريف راوري.
نوټ: بواسير خوني وي كه بادي، د دواړو علاج د ډاكټر تک شين د آلي په بركت دتل لپاره ختم