د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دصليبانو دروغ او اولسواي يې!

khoshalkhan
16.03.2012

تر 20 امريکايي سرتيرو د کندهار د خلکو په وژنه کې برخه درلوده
د امريکايانو لخوا د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې د مارچ په 11مه نېټه د 16تنو ولسي خلکو په وژنه کې يوازې يوه سرتيري نه بلکې نږدې شلو تنو برخه درلوده.
پنتاګون د دې پېښه پړه يوازې په يوه سترتيري اچولې وه او دا يې هم ورسره ويلي و، چې دغه سرتيري رواني ناروغتيا درلوده او پخوا په عراق کې هم ټپي شوی و.
د ولسي جرګې يوه پلاوي، چې مشري يې د پکتيکا استازي سيداسحاق ګيلاني کوله سيمه ته د پلټنې په موخه تللي وو او له خلکو سره يې د تر خبرو اترو وروسته دې پايلې ته رسيدلي وو، چې به دغه جنايت کې له پنځلسو تر شلو تنو امريکايي پوځيان برخه درلوده او يوازې يوه تن په څو کورنو کې شپاړس تنه نشول وژلی.
په دغه پلاوي کې دغه کسان شامل وو: سيد اسحق ګيلاني، د کندهار د خلکو استازي حميدزى لالى، عبدالرحيم ايوبي، شکېبا هاشمي، ملا سيدمحمد اخند، بسم الله افغانمل، د بدخشان استازى عبداللطيف پدرام، د خوست استازى ميربات منګل، د فراه استازى محمد سرور عثماني او ځينې نور.
په هغه کلي کې، چې عام وژنه تر سره شوې د امريکايي پوځي اډې په يونيم کيلومترۍ کې پرته ده. حامد کرزي تر پېښې وروسته له بهرنيو ځواکونو غوښتي دي، چې له کليوالو سيمو خپل پوځيان وباسي، خو بهرنيانو يې خبره رد کړې.

د پاملرنې وړ ده، چې په دغه پلاوي کې داسې کسان هم ليږل شوي لکه عبداللطيف پدرام، چې په ستميت او له پښتنو سره په دښمنۍ کې ډيره نامتو او ناوړه نوم لري، چې د پښتنو په وژل کيدو باندې په خپګان کې يې شک ښکاري

[img:93291614ae]http://www.rohi.af/images/gallery/f2258d8d3629a16819ed44073fe12ced.jpg[/img:93291614ae]

[img:93291614ae]http://www.rohi.af/images/gallery/f2258d8d3629a16819ed44073fe12ced.jpg[/img:93291614ae]


larghonay laraway
17.03.2012

د دوو بې غيرته کندهاريانو په غلامۍ کې دغه د پښتنو معصومو ماشومانو او بې ګناه وګړو حال دی!
تو لعنت شه او په کرزي او ملاعمر شه چې دومره ميراثي او ابدي وطن پلورونکي دي!
دا چې کرزی وايي لنډه غر دې له کلي ووځي او هغوی نه وځي خو دی دې له دې غلامې څوکۍ تېر شي کنه!؟
خو کرزی او ملاعمر ورسره شريک دي دوی يوازې پيسې غواړي نه حيا غواړي، نه غيرت او نه هم وطن او پښتو!
دا د شاشجاع الواده ده په دوی دې لعنت شي!


م . ق
17.03.2012

[quote:51a11a39d7="larghonay laraway"]د دوو بې غيرته کندهاريانو په غلامۍ کې دغه د پښتنو معصومو ماشومانو او بې ګناه وګړو حال دی!
تو لعنت شه او په کرزي او ملاعمر شه چې دومره ميراثي او ابدي وطن پلورونکي دي!
دا چې کرزی وايي لنډه غر دې له کلي ووځي او هغوی نه وځي خو دی دې له دې غلامې څوکۍ تېر شي کنه!؟
خو کرزی او ملاعمر ورسره شريک دي دوی يوازې پيسې غواړي نه حيا غواړي، نه غيرت او نه هم وطن او پښتو!
دا د شاشجاع الواده ده په دوی دې لعنت شي![/quote:51a11a39d7]
یره لاروي صیب منم دې، خبرې دې د کاڼي کرښې دي، واقعا چې دا دواړه نشي کولاي اقلا د خپلو مظلومو ماشومانو او ښځو غچ مستقیما د خارجي یرغلګرو څخه واخلي، یواځې په مطبوعاتو کې یې د یو څو نمایشي اعلامیو په خپرولو سره بسنه وکړه، او پدې توګه یې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندلې چې ګواګې مونږ خو مستقل یو او غچ اغیستلاي شو، خو کله به اخلي دغه غچ؟ پداسې حال کې چې هماغه یرغلګر وحشي امریکایي لا د وخته قطر ته رسیدلی کوم ځاي کې چې ورسره ډنډوریز مذاکرات لا هم کوي.
مړه بس څه به زړه خورو، هسې اوبه خړول او کبان نیول دي ، دغه خلک ولاکه امریکایانو ته په نیغو سترګو هم وګوري لاپاتې غچ،،،خداي دې ټولو ته هدایت وکړي چې سم سپیڅلي او خپلواکه مجاهدین شي او یواځې او یواځې بهرني سورسترګي یرغلګر او وحشتګر د برید لاندې ونیسي، داسې نه چې د بادار په لمسون دټوپک خولې یواځې د خپل ولس په مخ راواړوي، او ځانته تلپاتې دښمنیانې پیداکړي چې بیا په پیړیو پیړیو هم نه پریمینځل کیږي.
مونږ به خپله غاړه خلاصوو او خپل غږ به ورسوو، باقي چې دوي یې نه اوري او خپلو ناړامیو ته زور ورکوي نو دا د دوي ګناه ده، مونږ ترېنه بري یو.

والله علی ما نقول وکیل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more