نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپنجوايې دشهيدانو غچ به يواځې طالب له اشغالګرو او لاسپوڅيوڅخه اخلي !
khoshalkhan
13.03.2012
طالبانو په پنجوايي کې پر افغان پلاوي حمله وکړه ـ پلاوي له مصیبت ځپلو سره خبرې کولې
Tuesday, 03.13.2012, 09:15am (GMT)
[img:4ee6d14101]http://taand.com/images/articles/2012_03/32094/u3_talibann.jpg[/img:4ee6d14101]
تاند(سې شنبه/مارچ۱۳) وسله والو طالبانو نن د کندهار په هغه کلي کې، چې یوه امریکايي پوځي شپاړس تنه ملکیان وژلي و، د افغانستان د حکومت پر پلاوي برید وکړ.
طالبانو پرون ژمنه کړې وه چې د شپاړس افغانانو د قتل بدل به واخلي.
حکومتي پلاوی د امریکايي عسکر د جنایت د څېړلو لپاره سیمې ته تللی و.
راپورونه وايي چې سخت دریځو له څو خواوو په کلي د پلاوي په لور ډزې وکړې.
د اسوشیتید پریس خبریال د پېښې د شاهدانو په قول وايي چې تراوسه څرکنده نه ده چې د طالبانو په حمله کې څوک وژل شوي یا ټپیان شوي دي او کنه دي.
خو د کندهار د والي ویندوی وايي چې د پلاوي هیڅ غړي ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
افغان کارپوهان وايي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې د امریکايي عسکر له جنایته په خپله ګټه کار واخلي. دوی هماغسي چې د قرآنکریم له سوځېدو څخه له بېلابېلو لارو د استفادې هڅه وکړه د پنجوايي يېښه هم د ځان لپاره یو ښه چانس بولي.
د زنګ اباد کلي ته د افغانستان د دولت په استولي پلاوي کې د ولسمشر کرزي دوه وروڼه قیوم کرزی او شاه ولي کرزی او یوشمېر جګپوړي امنیتي چارواکي شامل ول.
قیوم کرزي، بلندي کلي ته له تګه وروسته اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې دوی له مصیبت ځپلو کورنیو سره خبرې کولې، چې د ډزو ږغ شو. قیوم کرزي وویل چې فکر نه کوي چې څوک دې وژل شوي وي.
د اسوشیتید پریس خبریال، چې له افغان پلاوي سره بلندي کلي ته تللی و، وايي چې له دوو خواوو ډزې وشوې.
خو په کندهار کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې په دې برید کې یو عسکر وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی دی. دې سرچینې وویل چې ممکن کلیوالو ته هم مرک ژوبله اوښتې وي خو دقیق مالومات نه لري.
په همدې حال کې نن په جلال اباد کې سلګونو زده کوونکو او محصلانو د امریکايي عسکر د جنایت په اعتراض کې لاریون وکړ او د جنایتکار پوځي د محاکمه کېدو غوښتونکي شول.
يواځېامریکايي عسکر، چې د بلندي د کلي په دورو کورونو کې یې شپاړس بې ګناه افغانان وژلي او پنځه نور ژوبل کړي و د امریکا د پوځ له خوا نیول شوی خو امریکايي چارواکي وايي چې د علني محاکمې لپاره به یې افغانستان ته ونه سپاري.
امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان له حکومت سره یې په لومړي کال موافقه کړې چې امریکايي پوځیان به د جنایت په صورت کې د افغانستان په قضايي اورګانونو کې نه محاکمه کېږي.