د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اوس ټول (الحمدُ لله) کولاى شي د الله (ج) په مبارک کلام وپوهېږي

تيمور
13.03.2012

سلامونه او نیکې هیلې،
یوقلم چې په کتابي شکل د قرآن مجید په کرښو د هغه ځانګړي قلم په وړو سره نالوستي کسان هم کولاى شي قرآن کريم واوري او ځان پرې وپوهوي.
دغه قرآن کريم چې په عربي چاپ شوي دي او ځانته ځانګړي قلم ورسره دي، او په کې د سعودي د مشهورو قاري صاحبانو په ښکلوغږونو بشپړ ثبت شوي دي.
د قرآن شریف د کتاب او هغه قلم ترمنځ دومره رابطه ده، چې قلم د الله (ج) په مبارکوالفاظو کېښودل شو، هماغه لفظ لوستل کېږي، بله خبره دا، چې هغه قلم د قرآن ټول چاپي ټوکونه لولي او دا شرط نه ده، چې يوازې د ورسره راغلي عربي چاپ قرآن سره اړيکې لري، خو د قرآن کريم نه غير بل هېڅ کتاب پرې نه لوستل کېږي.
تر دې وړاندې هم د قرآن کريم ځينې برخې په لاسي ټیلفونونو کې هم راغلې وو، خو دا لومړى ځل دى، چې د نالوستو خلکو لپاره، چې د قرآن کريم په لوستو کې ستونزې لري، د قلم په ډول د قرآن کريم برېښنايي کتابونه بازارونو ته واردېږي.
والسلام،


Re: اوس ټول (الحمدُ لله) کولاى شي د الله (ج) په مبارک کلام وپوهېږي

م . ق
13.03.2012

[quote:5264b0609b="تيمور"]سلامونه او نیکې هیلې،
یوقلم چې په کتابي شکل د قرآن مجید په کرښو د هغه ځانګړي قلم په وړو سره نالوستي کسان هم کولاى شي قرآن کريم واوري او ځان پرې وپوهوي.
دغه قرآن کريم چې په عربي چاپ شوي دي او ځانته ځانګړي قلم ورسره دي، او په کې د سعودي د مشهورو قاري صاحبانو په ښکلوغږونو بشپړ ثبت شوي دي.
د قرآن شریف د کتاب او هغه قلم ترمنځ دومره رابطه ده، چې قلم د الله (ج) په مبارکوالفاظو کېښودل شو، هماغه لفظ لوستل کېږي، بله خبره دا، چې هغه قلم د قرآن ټول چاپي ټوکونه لولي او دا شرط نه ده، چې يوازې د ورسره راغلي عربي چاپ قرآن سره اړيکې لري، خو د قرآن کريم نه غير بل هېڅ کتاب پرې نه لوستل کېږي.
تر دې وړاندې هم د قرآن کريم ځينې برخې په لاسي ټیلفونونو کې هم راغلې وو، خو دا لومړى ځل دى، چې د نالوستو خلکو لپاره، چې د قرآن کريم په لوستو کې ستونزې لري، د قلم په ډول د قرآن کريم برېښنايي کتابونه بازارونو ته واردېږي.
والسلام،[/quote:5264b0609b]
دا قلم به خامخا سینسر لري، لکه د سي ډي روم لینز او یا لکه د هارډ ډیسک هیډز.
او دا د انفارمیشن ټکنالوژۍ برکت دی، باید ټول مسلمانان د انفارمیشن ټکنالوژۍ په برخه کې لازمې زده کړې او اساسي پوهه ترلاسه کړي ځکه چې دا د نني وخت بنسټیزه غوښتنه ده.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more