نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کنځلې بې اړباسي نه کېږي !
khoshalkhan
12.03.2012
ولسي جرګه: د پنجوايي د خلکو قاتل دې په افغانستان کې په ښکاره محاکمه شي
Monday, 03.12.2012, 10:00am (GMT)
[img:c771019749]http://taand.com/images/articles/2012_03/32082/u3_2.jpg[/img:c771019749]
[img:c771019749]http://taand.com/images/articles/2012_03/32082/u3_3.jpg[/img:c771019749]
تاند(دوشنبه/مارچ۱۲) د افغانستان ولسي جرګې نن د هغه امریکايي عسکر، چې د کندهار د وپنجوايي د خلکو کورونو ته ننوت او شپاړس تنه بې ګناه کلیړال یې ووژل، په افغانستان کې د علني یا ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې په یوه اعلامیه کې وویل:«موږ د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه هیله لرو او غوښتنه کوو چې د دې جنایت عامل او په جرم کې شریکان یې د افغانستان د خلکو په وړاندې په ښکاره محاکمه کړي.»
د ولسي جرګې غړیو همداراز ویلي چې دې جنایت یو وار بیا د بهرنیو ځواکونو د اعمالو په وړاندې د افغانانو د صبر تمام کړ.
ولسي جرګې نن په کندهار کې د شپاړس ملکیانو د بې رحمانه قتل عام په وړاندې د احتجاج د څرګندولو لپاره خپل کاري پروګرامونه وځنډول، اعلان یې وکړ چې د یوې ورځې په مخه د جرګې دروازه بنده ساتي.
د یکشنبې په شپه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کې یوه امریکايي عسکر درو کورونو ته ننوت او د نهو ماشومانو او درو ښځو په شمول یې شپاړس تنه ووژل، بیا یې وسوځول او درې نور ترې ټپي پاتې شول.
دې جنابت، چې په بګرام کې د قرآنکریم د نسخو له سوځولو نژدې دوه اوونۍ وروسته وشو، په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو په وړاندې د خلکو غوسه او قهر اوج ته ورساوه.
نن په ولسي جرګه کې هم په دې موضوع سخت بحثونه وشول او وکیلانو یو په بل پسې د امریکايي پوځیانو اقدام غانده.
د جرګې یوه غړي حمیدزي لالي، چې د کندهار وکیل دی، د دې پېښې پر سر د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د استعفاغوښتونکی شو.
ده د امریکايي پوځیانو پر دې ادعا شک څرګند کړ چې دا برید د یوه لېوني او عصاب خرابه عسکر له لوري شوی.
حمیدزي لالي وویل، دا ممکنه نه ده چې یو لېونی عسکر دې له خپلې اډې نیمه شپه پنځه کیلومتره لېري لاړ شي، هلته دې کورونو ته په یوازې سر ننوځي، خلک دې ووژني او بیا دې بېرته خپلې اډې ته روغ رمټ راشي.
د دې پېښې په اړه د امریکا ولسمشر، دفاع وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان ژوره خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان له ولسمشر سره په تماسونو کې یې وعده ورکړې چې د پېښې عامل یا عاملانو ته به سزا ورکړای شي.
په همدې حال کې طالبانو هم نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د زنګ اباد د مظلومو خلکو د وینو غچ به له امریکايي پوځیانو واخلي.
د امریکا سفارت پرون په افغانستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې له ځان سره احتیاط وکړي.
دا برید د امریکايي پوځیانو د شپې د عملیاتو په اړه هم شکونه زیاتولی شي ځکه چې له دې وروسته به پر خاصو عملیاتي ځواکونو، چې د طالبانو د نیولو په شک پر کورونو بریدونه کوي، خلک څرنګه تشخیص کړي چې لېوني عسکر دي او که په رښتیا د طالبانو په نیولو پسي ورغلي.
پتوال
12.03.2012
د ۹ افغان ماشومانو او ۷ تنو نارینه او ښځینه لویانو وژل او بیا سیزل دبشري جنایت ډیره کرکجنه پېښه ده، چې ساری یې
په هیټلري فاشیزم کې هم نه دی لیدل شوی! دا نه د یوه روغ او نه د یوه عصبی ناروغ فردی کار دی ، بلکې پلان شوی ډله ییز
جنایت دی چې عاملین یې باید د جنګي جنایتکارانو په توګه د هاګ په محکمه کې علناً محاکمه شي! طالبانو ته دې الله توفیق ورکړي چې د دجنایتکارو اشغالګرو څخه یې څو چنده غچ واخلي، نه دا چې د
امریکایانو بر ځای دوی هم بیا نورافغانان ووژني! دوی نه یواځې پخپله باید داسې ونکړي ، بلکې ISI ته هم اجازه ورنکړي چې د افغانانو په منڅ کې ځان وژونکي بمي چاودنې تر سره کړي او بړه یې بیا پر طالبانو ومني(!!!!!)
م . ق
13.03.2012
ډیره معقوله او منطقي جمله! یاپه بل عبارت حکیمانه خبرې:
[quote:26494a507f="پتوال"] طالبانو ته دې الله توفیق ورکړي چې د دجنایتکارو اشغالګرو څخه یې څو چنده غچ واخلي، نه دا چې د
امریکایانو بر ځای دوی هم بیا نورافغانان ووژني! دوی نه یواځې پخپله باید داسې ونکړي ، بلکې ISI ته هم اجازه ورنکړي چې د افغانانو په منڅ کې ځان وژونکي بمي چاودنې تر سره کړي او بړه یې بیا پر طالبانو ومني(!!!!!)[/quote:26494a507f]
khoshalkhan
13.03.2012
پتوال په ايات ، او حديث شروع وکړي خو په اخر کې په ټولو پښه کېږدي !
دISI تورونه اونور تهمتونه يې ټول ښه ټکي مرداروي ٠
پتوال اغا! هرڅوک که مشتري وي، که کارګر، که برقي ..... وي چې له يوې رنډۍ خانې
څخه راوزي بدګوماني پرېکيږي او نورو ته قناعت ورکول به يې هميشه له شک او
سوالوسره تړلی وي.
دپتوال اغا پوښتي لکه " دطالبانو مشروعيت اونورې " تل دماجراجويې خاصيت
لري٠
[quote:4f9cd926f8="پتوال"]د ۹ افغان ماشومانو او ۷ تنو نارینه او ښځینه لویانو وژل او بیا سیزل دبشري جنایت ډیره کرکجنه پېښه ده، چې ساری یې
په هیټلري فاشیزم کې هم نه دی لیدل شوی! دا نه د یوه روغ او نه د یوه عصبی ناروغ فردی کار دی ، بلکې پلان شوی ډله ییز
جنایت دی چې عاملین یې باید د جنګي جنایتکارانو په توګه د هاګ په محکمه کې علناً محاکمه شي! طالبانو ته دې الله توفیق ورکړي چې د دجنایتکارو اشغالګرو څخه یې څو چنده غچ واخلي، نه دا چې د
امریکایانو بر ځای دوی هم بیا نورافغانان ووژني! دوی نه یواځې پخپله باید داسې ونکړي ، بلکې ISI ته هم اجازه ورنکړي چې د افغانانو په منڅ کې ځان وژونکي بمي چاودنې تر سره کړي او بړه یې بیا پر طالبانو ومني(!!!!!)[/quote:4f9cd926f8]
larghonay laraway
13.03.2012
السلام عليکم
د پښتنو پر حالت ډېر افسوس دی. زما په نظر د نړۍ پر مخ له ذليلو قومونو څخه به نن سبا پښتانه هم يو قوم وي!
نيم د کرزي د غلامۍ ډول ته ګډېږي او نيم د ملاعمر!
څو کاله وړاندې په کابل خيرخانه مېنه کې د امريکايي کوبايي لنډغرو د موټر په تصادم کې دوه تنه پنجشيريان مړه شول چې نيم کابل يې چور کړ او نيم ته يې اور ورته کړ!
تر هغې وروسته بيا چا جرات ونه کړ. خو د پښتنو سرومال، حياء، ناموس، وطن، مال شتمني لوټ کېږي، پښتانه بې پته کېږي او بېلابېل ازمېښتونه پرې کېږي خو پښتانه نيم يوې ډلې ته ګډېږي او نيم بلې ته!
په باميانو کې د کوچيانو او هزاره ګانو جګړه وه چې هزاره ګان ناحقه هم وو خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هزاره ګان راپورته شول، چيغې يې وکړې، مظاهرې يې وکړې او انتقادونه يې وکړل چې هزاره ګان وژغورئ خو د پښتنو په سيمو کې په مياشت کې خامخا يوه نادوده کېږي څوک غږ نه پورته کوي!
لعنت دې په ملاعمر او کرزي وي چې ټول پښتانه يې د وحشت کندې ته ورټېل وهلي دي!
( دا دروغ ده چې وايي د پنجوايي په پېښه کې يو لنډغر قتل عام کړی دی، بلکې په ډله ييزه توګه ورغلي او حتی طيارې هم ورغلي او خلک يې وژلي دي!)
کرزی چې اوس هم استفی نه کوي نو باور وکړه که په خپله ښځه هم غيرت وکړي!
سلامونه
tandar
13.03.2012
سلامونه
ما تراوسه چاته سخته خبره نه ده کړي خو کله سړي مجبور کيږي
زه چه دبعضو ليکني لولم دا لکه سړي چه دچا په زخمونو مالګي دوړوي او نو ر ې هم رنجوي
ټول ښه پوهيږو چه غوا توره پې ې سپيني دي
دشمن هم معلوم ،وطن فروشان هم معلوم دي ،داشغالګرو او ايرانې او isi نوکران هم معلوم دي
نو دا دبعضو ليکني راته لکه هغه زړي ښځي چه سره خپلو مينځو کي کښيني او زړه خواله کوي او زړونه سره تش کړي، اخر هره يوه خپل کورته روانه شي
يوي زړي ښځي بلي ته ويلي چه دميړه دلاسه مي زړه چاود چاود دي، بلي پري غږ کړ چه خورې غم مه کوه څنګه چه دي چاود دي هم هغسي مي چاود دي
دحل لاره څه شي دي ؟،بايد دعمل جامه واغوندي او که نه ؟
که اشغالګر دي وژني مو، که پنجابي دي وژني مو ښه ورته ګورو
پښتون قوم نن بي سرپوخه ديګ دي چه هر شي په کي غورځيږي
تر هغي چه يو زيږ او سورسترګي مشر پيدا نه کړي دا قوم به لکه کوردان په څو برخو ويشل کيږي چه باالکل دتاريخ له پاڼي څخه ووځي که همدغسي بي اتفاقي وي نتيجه به ې هم وګوري
چه پښتون تر ابده دنورو غلامي کوي او که نه؟
کمونيستيانو، په نوم مجاهدينو او جنګسالارانو چه نن ې وطن خرڅ او چور کړو او دisi طرفدارانو خپل دوران تير کړي تاريخ شاهد دي
نن ځپلي ملت له خپل مينځه يو نوي رهبر ته ضرورت لري دا کار په يوالي اوملي قيام سره کيږي او بس
ديو لوي او ازاد هيواد په هيله
پتوال
13.03.2012
خوشاله کله چې ایمان راوړې نو بې قیدو شرطه به یې راوړې ، خو ایمان په الله او ددهغه په رسول راوړل کیږي !
له رسول راکښته له راشیدینو خلفاو نه نیولې تر نن ورځې پورې مشران ټول په قی و شرط منل کیږي او په قیدو شرط باید لیرس کړل شی!
ابوبکر صدیق (رض) د خپل اطاعت له پاره پخپله دا قید او شرط ایښی و چې تر څو پورې زه د الله او د هغه د رسول
اطاعت کوم تاسو زما اطاعت وکړئ او بس !
خو ته اوس په ۲۱ بیړۍ کې ملا عمر ته د پیغمبر درجه ورکوې او د دکوم غرض له پاره له خلفای راشدینو څخه یې
هم زیات اطاعت غواړې؟؟؟؟
zalmai afghan
13.03.2012
ډيره وحشتناكه او زړه بوږنونكي پيښه ده، دعكسونو ليدلو سره مي دسترګو اوښكي بي اختياره رواني شوي، هر سړي دي خپل ځان ته راواړوي، د 16 كسانو وژل يو طرف ته، او په كور ننوتل او دښځو كميسونه شلول او بيا وژل بل طرف ته، كه مونږ افغانان اوس هم ددي ځناورو په ضد پاڅون نه كوو، نو بيا دي دووسي مونږ ته مبارک وي، زما افغان ورور وژل كيږي، زما افغان بچي وژل كيږي، زما افغانه خور بي عزته كيږي، او مونز ناست يو سيل يي كوو!! آيا د داسي دووسي زندګۍ نه مونږ ته مرګ ښه نه دي؟؟؟
منافق كرزي او دكرزي منافقه كابينه هم ددي پيښي بشپړ مسؤوليت لري، دكرزي ښځه خو په ارګ كي غوول پكار دي هغه هم په علني توګه چي ويډيو تري ډكه شي، دا د نولي بچي په ارګ كي ناست دي او دافغانانو دبي عزتۍ ننداره كوي، كه په ده كي ذره غيرت وي دا د نولي بچي دي استعفى وركي.
نن ورځ ملي پاڅون ته اشد ضرورت دي، خو داسي پاڅون نه چي د ISI په ګټه تمام شي، داسي نه وي چي د ISI بچي (تاليبان) قدرت ته ورسيږي، بلكه داسي پاڅون چي هم امريكايان شرمنده ووځي، او هم د ISI لاسونه دافغانستان څخه لنډ شي، دافغانانو ددي ټولو غميزو اولين او آخرين مسؤول ISI او دهغوي تاليڅټي جاسوسان دي،
د ISI پر ضد مبارزه كول په هر افغان فرض عين ده، او ددي منحوسي شبكي له منځه وړل د هر افغان مسؤوليت او سپيڅلي دنده ده.
تو لعنت د ISI په لنډه غر ملا عمر، تو لعنت د CIA په لنډه غر كرزي
عادل عادل
13.03.2012
السلام علیکم
ټولو افغانانو، نړیوالو، شرق او غرب ته څرګنده ده چې د طالب لوری، غورځنګ، نظم، اطاعت، اسلام دوستي، وطن دوستي، نظم او مشرتابه تر ولسمشر کرزي او دده له نامتجانسې فاسدې مجتمع څخه میلیون ځلې شرف لري،،،
خو د کرزي په مجتمع کې شامل ټول اطراف او اشخاص که ښه دي که بد،،، ټول له یوه سره او د یرغلګرو په ګډون بیا تر هغو اشخاصو او افرادو په میلیون ځلې شرف لري چې وایي مشر نلرو،، هم کرزي ته د خوروړو لیونيو سپيانو په څېر خوله اچوي او هم طالب ته له ټیزونو سره مل غاپي،،، لعنت د خدای دې په داسې مذبذبو، منافقو، حرامي او کوستېزنو خلکو شي،،، تو لعنت دې په داسې افغانیت او پښتو شي!!!
دا چې د بحث سرلیک د ښکنځلو په اړه دی،، نو زما ښکنځلو ته ورته خبرې مشخص شخص او کوم ګډونوال ته نه دي تکیه بلکه مشخص خو تر ټولو رذیل او موزي موقف ته تکیه او متوجه دي،،، هیله ده چې څوک به یې ځان ته په لوی لاس راونه کاږي او خدای مکړه په خپل لاس خپل شخصیت ته صدمه پېښه نکړي!!!
په دې هیله چې د پنجوایي د ځورونکې پېښې په غبرګون کې به د معلوم الحاله باتورو افغانانو د غیرتي مطبوعاتي غبرګون په رڼا کې د ګڼو کفر ځپونکو غچونو خبرونه واورو،،،،، یا االله ته په خپل قدرت سره د مظلومانو مرسته وکړې،،، آمین
یا الله ته د کفر د خدای جتي ډنډورچیانو خولې نورې زبون کړې،،، آمین
عنوان
tandar
13.03.2012
عادل صيب سلامونه
داشغالګرو جنايت په پنجواې کي ډير خفه کړي يو خو ستا قهر جنو ټکو چه لاندي سره شويدي وخند ولم ،ښه دي چه درسره څنګ کي ناست نه وم او که نه غوصه دي په ما سړوله :oops:
ديوه ازاد هيواد په هيله
[quote:b7fd10152a="عادل عادل"]السلام علیکم
ټولو افغانانو، نړیوالو، شرق او غرب ته څرګنده ده چې د طالب لوری، غورځنګ، نظم، اطاعت، اسلام دوستي، وطن دوستي، نظم او مشرتابه تر ولسمشر کرزي او دده له نامتجانسې فاسدې مجتمع څخه میلیون ځلې شرف لري،،،
خو د کرزي په مجتمع کې شامل ټول اطراف او اشخاص که ښه دي که بد،،، ټول له یوه سره او د یرغلګرو په ګډون بیا تر هغو اشخاصو او افرادو په میلیون ځلې شرف لري [color=red:b7fd10152a]چې وایي مشر نلرو،، هم کرزي ته د خوروړو لیونيو سپيانو په څېر خوله اچوي او هم طالب ته له ټیزونو سره مل غاپي،،، لعنت د خدای دې په داسې مذبذبو، منافقو، حرامي او کوستېزنو خلکو شي،،، تو لعنت دې په داسې افغانیت او پښتو شي!!![/color:b7fd10152a]
دا چې د بحث سرلیک د ښکنځلو په اړه دی،، نو زما ښکنځلو ته ورته خبرې مشخص شخص او کوم ګډونوال ته نه دي تکیه بلکه مشخص خو تر ټولو رذیل او موزي موقف ته تکیه او متوجه دي،،، هیله ده چې څوک به یې ځان ته په لوی لاس راونه کاږي او خدای مکړه په خپل لاس خپل شخصیت ته صدمه پېښه نکړي!!!
په دې هیله چې د پنجوایي د ځورونکې پېښې په غبرګون کې به د معلوم الحاله باتورو افغانانو د غیرتي مطبوعاتي غبرګون په رڼا کې د ګڼو کفر ځپونکو غچونو خبرونه واورو،،،،، یا االله ته په خپل قدرت سره د مظلومانو مرسته وکړې،،، آمین
یا الله ته د کفر د خدای جتي ډنډورچیانو خولې نورې زبون کړې،،، آمین[/quote:b7fd10152a]
عنوان
tandar
13.03.2012
ټولو ازاديخواهانو ته سلامونه
زه شخصا په تيرو ډلو ټپلو کي ديوه مشر رهبري هم دافغانستان د راتلونکي وخت لپاره نه منم
دتيرو ډلو او ټپلو دمشرانو په مخه ښه ده
زه خپله يو مسلمان او بيا افغان يم او راتلونکي اولسمشري ته ځان کانديدوم
دا زما حق دي
که چا کوم جنايت ،خيانت تر وطن فروشي پوري په ما ثبوت کړ بايد اعدام شم او که نه د دي ځپلي ملت دحق اخيستلو او ورکولو او دوي ته دښه ژوند برابرولواو دملي هويت دساتلو ته خپل ځان ښه مناسب ګڼم
چه دنوي ميرويس خان بيرغ درته په نيويارک کي ورپوم
نه ډالر نه کلداره او نه ايراني تومنو ته ضرورت شته
دغريب ملت يوالي٠ مټ او بازو زما سرمايه ده
نوري خبري به وروسته وليکل شي
مرګ په اشغالګرو ،isi ،قاتلانو،قاچاقبرانو او وطنفروشانو
ديوه لوي او ازاد افغانستان په هيله
zalmai afghan
13.03.2012
له يوي خوا دكندهار دردناكي حادثي ټول افغانان دوير په ټغر كينولي، خو له بلي خوا دهيرامنډيي مرده ګاو په خپلي غلامۍ فخر كوي، په يقين سره دا وايم چي دده مرده ګاو ښځه به يا په هرا منډيي كي چليږي او يا به د ISI كوم افسر سره پرته وي، دا كوستيزن مرده ګاوان دغلامۍ خواص له لاسه نشي وركولي، بلكه دپيسو او قدرت لپاره هري مرده ګاوۍ ته تيار دي، كه دافغانانو ويني توييږي ددوي پري څه! كه دافغانانو بچي وژل كيږي ددوي پري څه! كه افغانان بيعزته كيږي او تحقيريږي ددوي پري څه!!
زه داسي مشر په ډګه وهم چي نه خپل ملت ساتلي شي، او نه يي پوښتنه كولي شي، له يوي خوا كرزي دارګ په ماڼيو كي دامريكايانو په كونه ننوتي، او له بل طرفه ملا عمر داسلام آباد په بنګلو كي د ISI په كونه كي ناست دي، خو په منځ كي دافغانستان مظلوم ولس په وينو كي لمبيږي، او دوي يي سيلونه كوي.
په پاڅون كي له عربو زده كړه پكار ده، چي په لږ وخت كي يي پياوړي حكومتي رژيمونه دړي وړي كړل، او پر ځاي يي نوي څيري او موقتي اداري رامنځ ته كړي، او خپل پاڅونونه يي يو په بل پسي دبري ساحل ته ورسول.
دملا عمر او دكرزي پرتله كه په نسبي توګه يي راواخلو نو دكرزي همدا فاسده اداره د ملا عمر له لنډه غرو تريلون ځلي شرف لري،
هو! په طالبانو كي هم داسي خلک شته چي هغه وطندوسته، مخلص، او وطن ته وفادار دي، خو متأسفانه چي دهغوي په لاس كي بيا واک نشته، بلكي دجنګي اسونو په څير استعماليږي، خو دطالبانو مشران له ملا عمر نه نيولي تر كبير او شهاب الدين پوري ټول بيا د ISI خوټي څټي ، كه كوم يو يي لږ سر راپورته كوي نو د ملا برادر او ملا عبيد په سرنوشت به اخته كيږي ، زمونږ خو دا دعا ده چي طالبان دي الله پاک له ISI نه مستقل كړي، كه هر كله دا خبره يقيني شوه نو ټول افغانان به له طالب سره په صف كي دريږي.
تندر صيب: ستاسو استقلالي فكر او سوچ ته زما سلام دي.
م . ق
13.03.2012
[quote:b31eeeb89f="zalmai afghan"]دملا عمر او دكرزي پرتله كه په نسبي توګه يي راواخلو نو دكرزي همدا فاسده اداره د ملا عمر له لنډه غرو تريلون ځلي شرف لري،
[/quote:b31eeeb89f]
زلمی افغان صاحب، ماته خو د ملامحمد عمر امارت د کرزي تر فاسدې او بلواکې ادارې ډیر ښه ښکاري، وجوهات یې ډیر دي لکه د اسلامي ، پښتني او کلتوري نقطه نګاه څخه، خو دا د هرچا د تمایلاتو او ترجیحاتو پورې تړاو لري، مثلا که څوک دیموکراسي، ازادي او تش په نوم ترقي وغیره خوښوي نو هغوي ته کرزی بهتر دی خو زه شخصا بیا د اسلامي بنسټپالنې او پښتني کلتور پالنې له نظره امارت ته ډیره ترجیح ورکوم اګر که خپل واک هم نه لري خو بیا هم ترهغو خو سل چنده ښه دي چې واک یې د صلیبیانو او یهودانو په لاس کې وي.
بهرحال د هرچا ذوق او شوق فرق کوي.
والسلام
zalmai afghan
14.03.2012
منلي او ښاغلي مبارز صيب: سلامونه
مبارز صيب: ما ته خو اصلا دواړه دمنلو وړ نه دي، كه تاسو زما ليكني ته زير شي نو ما دنسبت يادونه كړي، مطلب دا چي نسبتا ملا عمر ته كرزي شرف لري، كه دكرزي اداره مستقيما دصليبيانو له خوا كنتروليږي، نو دملا عمر اداره هم غير مستقيم دصليبيانو له خوا اداره كيده، صليبيانو خو له طالب سره داسي كار اوكه لكه په tissue paper چي اودس وچ كي، او بيا يي وغورزوي،
په بل عبارت يا په لنډه توګه به يي درته ووايم: كرزي دبادار غلام دي، او ملا عمر دبادار دغلام غلام دي، نو اوس ته ووايه چي كوم يو يي شرف لري؟؟
او بيا تاسو ويلي چي ماته دملا عمر امارت اسلامي او ښه ښكاري، دا ستاسو خپل نظر دي او زه يي قدر كوم، ولي زما په نظر دملا عمر امارت يوازي شكل اسلامي وو، خو په حقيقت كي تشه ديكتاتوري وه، داسلام درک په كي نه لګيده، دطالبانو اسلام خود ساخته اسلام وه، دا نو كوم اسلام دي چي دګيري په سر خلك په دورو وهه ، او يا يي بندي كوه، امر بالمعروف به يي خپله د نغمي كيسټي اوريدي، خو دبل واده كي به يي مشروع دف حرام باله، او په كورونو به ورختل، دسرغړوني په نتيجه كي به يي سزا يا بنديخانه او يا هم سر عام دوري وهل وو، كه دچا دسر ويښته به لږ شان غټ وو، او يا به يي بريتونه غټ وو، نو ويښته به يي په وچه وركلول، :lol: او له پورته سزا سره به مخ كيده، دا دهغه چا خبري دي چي په امارت كي دننه په اوچتو پوستونو پاتي شوي، او اوس دكابل په حكومت كي په كله ګيره كار كوي، دا خو يوازي يو سو مسالونه دي ، چي ټولو افغانانو ته واضح او ښكاره دي، نوري دوحشت او بربريت كيسي يي ډيري زياتي دي چي پوره كتابونه پري ليكلي كيږي، خه نو ته اوس فكر اوكړه چي د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په وخت كي ، او يا دصحابه كرامو په وخت كي داسي كار چا كړي، آيا دا خود ساخته اسلام نه وو؟
ترټولو غټه جفا چي دوي د پښتنو سره وكړه، دوي په خپله دوره كي پښتانه دجهالت اسفل السافلين كندي ته ورګذار كرل، نور نو تاسو په خپله هم ښه پوهيږي، اطناب ته به اړتيا نه وي،
ما مخكي هم څو ځله دا خبره كړي او بيا يي هم وايم كه چيرته طالبان مستقل خلک شي، ملي ګټو او ملي حاكميت ته ژمن شي، دتيرو كميو جبران ته په ښكاره ډول ملا وتړي، سياسي شعور پيدا كړي، دافغانستان د ملت غوڅ اكثريت به يي ملاتړ وكړي، خو كه چيرته هماغه دپخوا په شان په ډانګ او كوتک ايمان ولري، نو بيا خو مجرررررربه خبره داده چي: په زور كلي نه كيږي، دعربو غوندي به دملت له پاڅون سره مخامخ كيږي.
م . ق
14.03.2012
[quote:db8d53887d="zalmai afghan"]منلي او ښاغلي مبارز صيب: سلامونه
كرزي دبادار غلام دي، او ملا عمر دبادار دغلام غلام دي، نو اوس ته ووايه چي كوم يو يي شرف لري؟؟او بيا تاسو ويلي چي ماته دملا عمر امارت اسلامي او ښه ښكاري، دا ستاسو خپل نظر دي او زه يي قدر كوم،[/quote:db8d53887d]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
هو دا منم، خو ددې سره سره ماته پکې بیا هم څه نسبي بهتري ښکاري او هغه پدې توګه چې ملا عمر به د یو مسلمان او ګاونډي غلامي کوي چې څه نا څه ورسره په نژاد مذهب او کلتور کې مساوی دی او په خپل هیواد کې یې ورته ځاي او پناه ورکړې خو پوځیانو یې مستقیما د خپلو پوځي بوټانو لاندې افغانستان ندی اشغال کړی بلکه د افغانانو د لارې پرې حکومت کوي خو کرزی بیا مستقیما د یو صلیبي او یهودي ترقوماندې لاندې د افغانستان په اشغالولو کې مرسته کوي، د هغوي پوځیان، ټانکونه او طیارې یې راوستي ترڅو افغانستان استثمار کړي، خلک یې په خپل لاس ووژني چې دا د روسانو غوندې مستقیم اشغال دی خو پاکستان بیا پراکسي ور (Proxy War) یعنې باالواسطه جنګ په مخ وړي چې دا یې د افغانانو د تاریخ څخه د تجربې او د انګریزانو څخه د زده کړو او سیاسي زیرکتیا نښه ده، دوي د طالبانو او نورو افغاني ډلو له لارې په افغانستان حکومت او قبضه کول غواړي او دغه کار د ایران، روس او هند هڅې هم دي، یعنې باالواسطه قبضه.
خو زما په اند طالبان به دا ونه مني چې په افغانستان کې پنجابي پوځونه په خپل یونیفورم، ټانګونو او طیارو کې د پاکستاني بیرغ لاندې وګوري او بیا دهغوي په لاس د کندهاریانو مستقیمې وژنې ته هم سترګې خړې کړي خو کرزي دغه کار وکړ.
دا هغه ابعاد او اړخونه دي چې د ملا عمر امارت پرې نسبتا د کرزي اجیر څخه فضیلت لري.
مونږ باید تعصب دومره ړانده نه کړي چې په ټولو حقایقو سترګې پتې کړو، مونږ باید واقعبین او حقپال واوسو.
مننه او درنښت
zalmai afghan
14.03.2012
[quote:dd47631d15="Mubariz Quraani"]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
هو دا منم، خو ددې سره سره ماته پکې بیا هم څه نسبي بهتري ښکاري او هغه پدې توګه چې ملا عمر به د یو مسلمان او ګاونډي غلامي کوي چې څه نا څه ورسره په نژاد مذهب او کلتور کې مساوی دی او په خپل هیواد کې یې ورته ځاي او پناه ورکړې خو پوځیانو یې مستقیما د خپلو پوځي بوټانو لاندې افغانستان ندی اشغال کړی [/quote:dd47631d15]
يره مبارز صيب: دلته تاسو تجاهل عارفانه كوۍ، ماته يوه لطيفه راياده شوه، شيطان ته چا ويلي وو: چي تا خو ټول ملک ولټاوه، يو ځاي دي هم پرينخوده، خپل كار دي پكي وكه، خو فلانكي ولايت ته ولي نه ځي؟ شيطان ورته كړه: [color=white:dd47631d15] اين همه اخوان ماست به رفتن چه حاجت است.[/color:dd47631d15]
نو دا اخوان ال ISI چي ددوي په خدمت كي وي، ددوي راتګ ته څه حاجت دي، كه په پوځي بوټانو كي نه وو راغلي، نو آيا دطالب په لنګوټه كي د ISI متقاعدو جنرالانو او پوځيانو ټول هيواد اشغال كري نه وو؟؟؟ لمر په دوو ګوتو نه پټيږي مبارز صيب.
بله دا چي د مستقيم اشغال نه بالواسطه اشغال ډير خطرناک او ناوړه پايلي لري، الله تعالى منافق ته دنورو كفارو په پرتله ولي دومره سخته سزا ټاكلي ده، الله تعالى فرمايي: ( إن المنافقين في الدرك الأسفل من النار ولن تجد لهم نصيرا ). الآية
دا ځكه چي دمنافق خطر او ضرر دعلني كافر نه څو چنده زيات دي.
روسانو افغانستان دومره نه وو وران كړي څومره چي ISI او تاليڅټو يي افغانان دربدره كړل، ( آن چيزي كه عيان است چه حاجت به بيان است ).
په درنښت.
عبد السلام
14.03.2012
ټولو درنو لوستونکو ته ،سلامونه اودرناوی!
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=32123
افغانیزم، دپنجوايي ماشومان ،دیوې نوې جګړې پیلوونکي
Wednesday, 03.14.2012, 07:24am (GMT)
عبدالغفور لېوال
د روښاني غورځنګ مشر پیر روښان په کندهار کې روان و، چې له یوې هېښوونکې پیښې سره مخامخ شو ، مغولو سپاهیانو یوه کندهارۍ مېرمن د ژرندې په څرخ پورې له ویښتو څخه تړلې وه او ګرده یې څرخوله ،د دې پېښې په لیدو، پیر روښان هوډ وکړ چې د افغانانو د راویښولو او سره یو کولو له لارې له مغولو سره یوه روښانه مبارزه پیل کړي ، دې مبارزې که څه هم، په ښکاره ، پوځي بریا نه درلوده ، خو د مغولو سیاسي بنسټ یې ولړزاوه او وروسته د هوتکي او ابدالي غورځنګونو دعملي بریالیتوبونو الهام شو.
تاریخ تکراریږي ، د پنجوايي دماشومانو سوري سوري بدنونه او مظلوم مخونه په ښکاره نارې وهي ، چې د یویشتمې پیړۍ روښانتیایي غورځنګ ته اړتیا ده ، چې یوه نوې جګړه پیل شي ؛ یوه متفاوته جګړه ، یوه سپېڅلې او مشروع جګړه ، یوه روښانه او له وینو پاکه جګړه ، یوه اغېزمنه او هوښیاره جګړه ، او ښايي د افغانانو په تاریخ کې یوه د عقل او معاصر غیرت پر بنسټونو ولاړه جګړه . داسې یوه جګړه چې د هېڅ افغان ټوپک او تورې خوله یې د بل افغان په لوري نه وي سیخه ، بیا د ژیړۍ ، ګرشک، زرمت ، راغ ، ورس ، یا بلخ ماشومان د افغانانو په لاس ونه وژل شي ، بلکې له زرګونو هغو پرانیستو دروازو څخه یو څو یې وتړل شي ، چې ورڅخه وژونکي پردي لیوني په دې یا هغه نامه راننوځي . د پنجوايي د ماشومانو کسات اخیستل پکار دي خو د افغانستان د پیاوړي کولو له لارې . د پنجوايي ماشومان پوښتنه کوي ، چې ولې زموږ ترونو او پلرونو ښوونځي نه لوستل ، تولید یې نه کاوه ، خپلې زمکې یې په خپلو اوبو نه خړوبولې … اوس به موږ احتیاج نه وای او دا لیوني قاتلین به زموږ د احتیاج په دروازو نه راننوتل او نن به یې موږ داسې نه وژلو. زموږ ماشومان پوښتنه کوي ، چې ولې په اندونیزیا ، ترکیه یا مالیزیا کې خلک مسلمان ماشومان نشي وژلی؟ ځکه هغوی ځان له احتیاجه خلاص کړی دی.
د پنجوايي د معصومو ماشومانو اصلي قاتل زموږ احتیاج دی ، همدې احتیاج د تاریخ په اوږدو کې موږ د انګریز و چنګیز ، روس او امریکايي، پنجابي او ایراني ټوپک ته درولي یو ، همدا د احتیاج دروازه ده چې یو ترې وځي، پینځه پرې راننوځي ، او موږ لا د هغه یوه په ایستلو خوشاله یو، چې ګورو لسو نورو ټوپک راته نیولي وي ، یامو د شینوارو واده رابمباروي ، یا مو د کونړ و کاپیسا ماشومان راوژني او یامو هم د پنجوايي پر ماشومانو ټوپک تشوي .
ها ! غوږ ونیسئ ! د پنجوايي ماشومان د جنت له منارو څخه نارې راوهي ، وايي:
افغان کاکا ! افغان ماما ! افغانې ترورې ! زموږ د ژوندیو پاتې شویو خویندو او وروڼو د ژغورلو لپاره سره یو شئ ، ځان له احتیاجه خلاص کړئ ، ځکه د امریکايي ډالرو سیلاو له ځانه سره داسې لیوني هم راولي، چې زموږ په وینو یې شیطاني خوا سړیږي، که افغانستان له احتیاجه خلاص نه کړئ دا پېښې به همداسې روانې وي … زموږ د تاریخ تجربه ښيي ، چې په جګړو او قربانیو به اخر امریکایان او نور پنځوس ډوله کفارهم وشړو، خو ډیر ژربه نور راننوځي ، وګورئ نور دښمنان کتار ولاړ دي ، زموږ د وینو تږي ډیر دي او همداسې به وار په وار راننوځي ، بیا به یې موږ وهو او بیا به نور راځي او بیا به هم لا په شاړه ، بېوزلې او کنډوالې پنجوايي کې نور ماشومان وژني …
له پنجوايي څخه دیوالونه راتاو کړئ ! د پوهې ، کار، تولید، یووالي ، ځان پیاوړي کولو.. د هوښیارۍ ، ویښتیا او روښانتیا دیوالونه لوړکړئ ، چې بیا لیوني او وینو ته تږي رانه شي زموږ نور معصوم ماشومان ونه وژني …
کافر لیوني ځکه زړور دي اوپه پنجوايي کې ماشومان وژني ، چې زموږ وینه ارزانه شوې ده ، موږ خپله وینه پخپله ارزانه کړې ده ، په تیرو دیرشو کلونو کې مو پخپله دومره ډیره بهولې چې بیخې یې ارزښت ورک شوی دی ، دا لیوني وايي : هسې هم تاسو یو د بل پریمانه وینې تویوئ ، یوبل وژنئ ، یوبل لوټئ ، د خپل هېواد ارزښتونه او شتمنۍ په پردیو پلورئ ، راځئ موږ به درسره مرسته وکړو، موږ به هم ستاسو ماشومان ووژنو او د خپل لیونتوب او جنون تنده به ستاسو له خوا سره یوځای سړه کړو ….
لیوني د خپل جنون او جنایت جواز زموږ له اعمالو اخلي ....
موږ ځکه وژني ، چې موږ یوبل سره وژنو…
د افغانیزم پیغام !
دا د پنجوايي د ماشومانو له ستوني څخه د افغانیزم پیغام دی : د پنجوايي د ماشومانو د وینو بل څراغونه رڼا راولي ، د دې ماشومانو وینه ډیره ارزښتمنه ده ، ډیره قیمتي ده …
د پنجوايي د ماشوم وینه په هیڅ صورت د نیویارک ، واشنګټن ، برلین او پاریس د ماشوم له وینو څخه ارزانه نه ده ، راځه چې همدغه دعوه راپورته کړو !!!
دا دعوه هغه وخت راپورته کولای شو ، چې موږ پخپله د خپلو ماشومانو وینه تویول ودروو. موږ پخپل لاس د افغانانو وژل ودروو ، د نوې او اغېزمنې جګړې لومړی ګام پخپلو لاسو د افغانانو د وژلو بندول دي د ټولو افغاني ځواکونو سره یو کول دي ، چې دا هېواد له احتیاجه خلاص کړي او په هسکه غاړه لیوني وژونکي له هېواده وشړي ، او بیا نورو لیونیوته د راننوتلو ته لاره ورنکړي. ترڅو ،چې موږ احتیاج یو، لیوني به موږ ته د ډوډۍ راکولو په نامه راځي او بیا به یوه سړه ډوډۍ او لس وژونکې مرمۍ ورسره وي .
د پنجوايي معصوم ماشومان د افغانستان او افغان انسان د ژغورلو لپاره یوه ستره جګړه پیلوي ، د دې جګړې پړاوونه دا دي :
۱- د افغان په لاس د افغان د وژلو بندول (د دې لپاره، چې د افغان وینه ارزښت ومومي او د دغو وینو د اسانه او ارزانه بهولو لپاره پردي لیوني بهانه او دلیل ونلري . )
۲- د ټولو افغان لوریو سره یو کېدل او د دې ټولو بدمرغیو د اصلي لامل (ملي احتیاج) په رسمیت پېژندل.
۳- له احتیاج څخه د خلاصون لپاره د لوی جهاد پیل ( کار ، زمکه ، اوبه ، غنم ، ښوونځی ، تولید … د خپلمنځي وژلو له سنګرونو څخه د ډوډۍ بودولو په خوالوری بدلول)
۴- بهرنیو لیونیو ته ښکاره پیغام ورکول ، چې وګورئ : موږ نور د خپلو ماشومانو ، تورسرو او هر افغان انسان وینه نه تویوو ، ځکه موږ پوهیدلي یو ،چې دا وینه د نړۍ تر ټولو قیمتي وینه ده او نور نو تاسو ته هم د دې اجازه نه درکوو ، چې زموږ د ماشومو وینو رودونه وبهوئ .
۵- پخپلو لاسونو له افغانستان څخه د ودانۍ ، مړښت ، کار ، تعلیم، تولید او انساني ژوند د شرایطو د ښه والي د هڅو پاخه دیوالونه راتاوول ، چې نورنو ، نه سره لیوني راننوځي نه شنه او نه هم تور . دلته د هر وینې څښونکي لیوني لاره بنده ده ، ځکه دا هېواد ودان شوی دی او نورنو احتیاج ندی.
داسې یوه روښانه جګړه نن وي که سبا پیلیدونکې ده ، د پنجوايي د معصومو وینو ځل همدا زیری موږ هر یوه ته راکوي . یوازې تاسو ورته پام وکړئ .
[color=brown:770b5cb6b5]تاند ويب پاڼه[/color:770b5cb6b5]
م . ق
15.03.2012
[quote:c437486172="zalmai afghan"]
كه په پوځي بوټانو كي نه وو راغلي، نو آيا دطالب په لنګوټه كي د ISI متقاعدو جنرالانو او پوځيانو ټول هيواد اشغال كري نه وو؟؟؟ [/quote:c437486172]
باالکل چې د طالب په لونګۍ او لباس کې راغلي وو لکه کرنل امام، خو په خپل پنجابي لنګ یا فوځي دریشۍ کې نه وو راغلي، ددې خبرې دا معنی ده چې په سرو سترګو بدمعاشۍ او د ټوپک په زور نه وو راغلي او نه یې خپل کلتور په افغانانو تحمیل کړی وو بلکه په افغانستان کې یې د طالبانو نظام ته د قدر او احترام ساتلو لپاره او د هغوي ظاهري استقلال منلو لپاره د هغوي په طور طریقو او رسمونو چلیده.
هغوي په افغانستان باندې مستقیم پوځي یرغل نه وو کړی چې په سپینو سترګو او زور سره یې نیولی وی.
نو پدې لحاظ د طالبانو غلامي هم پټه وه او ظاهرا ورته استقلال حاصل وو، خو برعکس د کرزي دولت ته دغه ظاهري استقلال هم نه دی حاصل.
دا خبره سمه ده چې باالواسطه اشغال د مستقیم اشغال څخه ډیر خطرناک وي خو بیا هم ظاهري خپلواکي، ملي کلتور او اسلامیت له مینځه نه وړي، برعکس دغه مستقیم صلیبي اشغال هرڅه له مینځه وړي حتی عزت او ناموس.
فلهذا د طالبانو نظام د کرزي په نسبت یوڅه خپلواکۍ او مسلمانۍاو ملي کلتور ته نزدې وو او په همدې لامل یې زه دکرزي څخه یوڅه غوره بولم.
نو خبره صرف په نسبي ترجیج کې ده، دا په دې معنی نه چې زه ستا له خوا ویل شوي حقایق نه منم او سترګې ورڅخه پټوم، د لوي خداي په فضل زه دومره جراءت لرم چې د هیڅ حقیقت څخه سترګې پټې نه کړم او په زغرده یې ووایم.
د پاکستان په منافقت، ټګۍ او درغلۍ کې هیڅ شک نشته، خو متاسفانه چې د هیچا په تندي یې نه وي لیکلي چې هذا منافق، له همدې وجې منافق پټ وي او د مسلمانانو په ټولي کې ځان شماري نو ځکه خو منافق بلل کیږي او همدا وجه ده چې د دوي په ظاهري مسلمانۍ او پټ منافقت باندې ساده لوح مسلمانان غولیږي او ورته په تشو کې خوشبینه وي خو هوښیاران ورته بیا د دوستۍ په نوم هم غاړه نه ږدي.
هیله ده چې زما موقف به دې درک کړی وی اما د کومې نقطې سره که اختلاف لرې نو مهرباني کولاي شې.
مننه او درنښت
پتوال
15.03.2012
ستاسو دواړو محترمو په ډیر تفکیک روان معلوماتي بحث او پوهاوی او د هغه لهجه مې ډېره خوښه شو،ه ، الله تعالی دې د دغسې
نرم ، منطقي او ورورګلویزه بحث توفیق د ټولو په برخه کړي!
د موضوع په اړه به دا فرض کړو چې که غربیان د طالبانو له سقوط وروسته فوراً خبلو هېوادونو ته ستانه شوی وای
او افغانستان یې نه واي اشغال کړی نو بیا به مو رابطه له پاکستان سره څنګه ارزوله ؟
آیا پاکستان له خپل جوړېدو راهیسې زمونږ دهېواد یوه ستره برخه په پوځي توګه اشغال کړې او اشغال ساتلې نه ده ؟
آیا پوځیان یې په پوځي دریشۍ کې د لر افغانستان په ګوډ ګوډ کې میشت نه دي؟؟؟؟
آیا پنجابي کلتور یې په رسنیو ، تلویږیونونو ، او اردو ژبه يې په ښونځیو ، کالجونو او پوهنتونونو ، دفترونو ، فیلمونو ،
تیاترونو ، ډرامو او میدیاو کې په زور سره نه ده تعمیم کړې؟؟؟؟
د لر افغانستان سیاسی ، اقتصادي ، کلتوري ،
تعلیمي او ژبنۍ آزادي یې له منځه نه ده وړې ؟؟؟؟؟؟
او آیا ددې اشغالګر ماتول د افغانانو هم تاریخي او هم اوسنۍ مطرحه وظیفه نه ده ؟؟؟؟ ایا باکستان په لر افغانستان د انګلیسی اشغال او استعمار ادامه او غځونه نه ده ؟؟؟؟
تاسو ته معلومه ده چې که لر افغانستان آزاد وای نه به شوروي په افغانستان برید کړی وای او نه بیا امریکا!
په لودیځ کې هر سړی په دې خبر دی چې د جیمی کاتر او ضیاالحق په ګډه طرحه شوروي په افغانستان باندې
یرغل ته مجبور کړ، څو د ویتنام غچ له شوروی او د پښتونستان د مسلې غچ له پښتنو څخه واخلي او په اینده کې یې د تل
لپاره مخه ونیسي !
زمونږ د هرې غلامۍ او بدبختۍ مور د پنجابیانو له خوا د لر افغانستان غلام او اسیر ساتل دی او بس !!!!!
نو پاکستان ته له اباسین نه راپورته داشغالګر او د زاړه انګلیسی اشغالګر وارث په توګه کتل پکار دي،
نه د یو ګاونډي په سترګه لکه ایران، هند یا ازبکستان او هغه وخت به ددې نورو ګاونډیو غوندې زمونږ ګاونډی شی
چې له لر افغانستان څخه ووځي!
والسلام !
larghonay laraway
17.03.2012
السلام عليکم!
زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
کوم د کافر زړه به وي چې په د مظلومو خلکو په بې ګناه وژلو ونه دردېږي هغه هم د پښتنو په بې وزله ماشومانو خو انسانان په عقل، شعور او ليدلوري کې سره توپير لري. ځينې احساساتي انسانان دي هغوی د ستونزې سرسري تحليل کوي ولې ځينو ته الله تبارک وتعالی ژور فکر، سالم عقل - شعور او پوخ منطق ورکړی وي نو هغوی مسأله څېړي، تجزيه کوي يې او پوخ منطقي تحليل کوي. خبره له آره معلومه ده چې کرزی او ملاعمر د امريکا او انګلیس ګډ غلامان دي او د اوسنۍ لوبې د پيلولو، تودولو او پر مخ بيولو لپاره په ګډه کار کوي خو له بده مرغه چې قربانيان زمونږ عام، مسلمان او بې ګناه ولس دی!
دلته ځينې ټيټ خلک ټيټ خوی لري او وايي:
[quote:a4e9af26fd]ټولو افغانانو، نړیوالو، شرق او غرب ته څرګنده ده چې د طالب لوری، غورځنګ، نظم، اطاعت، اسلام دوستي، وطن دوستي، نظم او مشرتابه تر ولسمشر کرزي او دده له نامتجانسې فاسدې مجتمع څخه میلیون ځلې شرف لري،،،
خو د کرزي په مجتمع کې شامل ټول اطراف او اشخاص که ښه دي که بد،،، ټول له یوه سره او د یرغلګرو په ګډون بیا تر هغو اشخاصو او افرادو په میلیون ځلې شرف لري چې وایي مشر نلرو،، هم کرزي ته د خوروړو لیونيو سپيانو په څېر خوله اچوي او هم طالب ته له ټیزونو سره مل غاپي،،، لعنت د خدای دې په داسې مذبذبو، منافقو، حرامي او کوستېزنو خلکو شي،،، تو لعنت دې په داسې افغانیت او پښتو شي!!! [/quote:a4e9af26fd]
دا بېچاره ګان يا ګوډاګيان او تاليڅټي دي او يا د ټيټيدو خوی لري ځکه دوی وايي که کرزی نه منئ نو په ملاعمر پسې لښکر شئ خو په دواړو باندې انتقاد مه کوئ!
زه خو وايم نر پښتون، سوچه مسلمان او غيرتي افغان همغه څوک دی چې د دې دواړو ګوډاګيانو پسې راواخلي که د لاس وس يې رسي، که د ژبې او که د زړه د کينې خو څه دې وکړي !
[color=red:a4e9af26fd]دا چې ځينې خلک وايي خامخا بايد يا يو ته ټيټ شي نو د هغوی به ټيټيدل عادت وي او همداسې پړيخ دې اوسي![/color:a4e9af26fd]
مرګ په ملاعمر او ډله يې چې د امريکايانو راتګ ته يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې او اوس هم همدا کرغېړنه لوبه پر مخ بيايي، مرګ پر کرزي چې د يو غلام په څېر سرکوزی ژوند کوي او د استعفی چل نه ورځي!
عنوان
tandar
17.03.2012
دافغانيت لافي دي نه کړي
.........................[color=red:3b556dd8a6]چه پنجابي ترکاري خوري بريت تاووينه[/color:3b556dd8a6]
ترکاري= دisi کلداري :oops:
تربيا