د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

برتانوی سفير: بهرني پوځونه په افغانستان کې د ثبات خنډ دي

khoshalkhan
11.03.2012

برتانوی سفير: بهرني پوځونه په افغانستان کې د ثبات خنډ دي

په افغانستان کې د برتانيې سفير (ويليم پېټي) له (سنډې تېلېګراف) سره په مرکه کې ويلي، چې امريکې او ناټو په افغانستان کې ډېرې تېروتنې کړې دي. د ده په وينا يوه مهمه تېروتنه دا وه چې پر افغانستان تر بريد وروسته دوی فکر کاوه چې طالبان مات شول، وتښتېدل او بيا نه راګرځي او وروسته يې په 2003 کال کې پر عراق بريد وکړ او زياته پاملرنه يې عراق ته واړوله. پېټي وايي چې عراق ته د پام اړول دا موقع له لاسه ورکړه چې افغان وسله وال ځواکونه وروزل شي او سمبال شي او په دې توګه طالبانو له تشې څخه ګټه واخېسته او بېرته راوګرځېدل. پېټي وايي چې د بهرنيو ځواکونو شتون اوس په افغانستان کې د ثبات پر وړاندې يو خڼد ګرځېدلی دی، ځکه چې افغانان د بهرنيانو پر وړاندې ډېر حساس دي او که بهرنيان هرڅومره مهربان او بې ضرره هم وي، دوی ورسره د نا آرامۍ احساس کوي، له همدې امله که هر څومره موږ توضيح ورکوو چې د آيساف ځواکونه د ملګرو ملتو د پرېکړې پر بنسټ راغلي او نيواکګر ځواکونه نه دي، افغانان يې نه مني. ويليم پېټي وړاند وينه کوي، چې تر 2014 کال وروسته به هم په افغانستان کې تاو تريخوالی دوام وکړي، خو په کراره به ثبات او سوله راشي. د ده په وينا د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو لپاره پرمختګ ځکه ګران شي، چې نور به دوی ادعا نه شي کولای چې افغانستان د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوی دی. دی طالبانو ته مشوره ورکوي، چې وسله پر ځمکه کېږدي او د يوه سياسي ګوند په چوکاټ کې سياسي فعاليتونو ته مخه کړي.
ټاکل شوې چې ويليم پېټي په راتلونکو دوو اونيو کې خپله دېپلوماتيکه دنده پرېږدي.


پتوال
22.03.2012

دروغ یې نه دي ویلي، خو وړاندوینه یې معلومه نده چې ایا حقیقت ختلی شي که نه ، دا به راتلونکي حالات وښيي او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more