د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په کندهار کې یوه فلیپیني تبعه مسلمان شو

شاه ولي
09.03.2012

ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلام اعلیکم،
د الله تعالی د فضل او کرم په مرسته زمونږ په سرلوړي او مسلمان هیواد کې یوه فلیپیني سړی چي نوم يې پردينان وو د خرقې شريفي د متولي مسعود اخنذاده لخوا د اسلام د مبارک كلمه طيبه ورښودل شوه او یو ښکلي اسلامي نوم (عبدالجليل) پرې كښېښودل شو.

مسعود اخنذاده وايي دغه تازه مسلمان شوي كس له ډېرې مودې را په ديخوا په كندهار كي په يوه ساختماني شركت كي كاركاوه چي د دغه ځاي د ديني عالمانو لخوا د اسلام مبارك دين تبليغ ورته كېده او هغه يې د اسلام د مبارك دين په ريښتیا او ارزښت پوه شوي وو، چي وروسته د اسلام سپېڅلي او مبارك دين قبول كړ.

دفلیپين هېواد اوسېدونكي (عبدالجليل) وايې چي د ديني عالمانو څخه د اسلام په اړه د معلوماتو د ترلاسه كولو وروسته يې په خپله خوښه پريكړه وكړه چي د اسلام مبارك دين ومني.

بايد وويل شي چي تر دې وړاندي دوه تنه نور كسان چي د ديني عالمانو لخوا ورته د اسلام تبليغ شوي وو په خرقه شريفه كي كلمه يې طيبه ويلې او د اسلام په مبارك دين مشرف شوي دي.
ټولو مومنو او مسلمانو هیوادوالو ته مبارکي وایم.
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر و لله الحمد.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more