د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ښاغلي نصرالله "حافظ" شعرونه


هيواد شېرزاد
15.09.2004

د نصرالله حافظ صيب ښکلي شعرونه:

....................... د حُسن ګلان

..... مونږه د شعر له کوره ځو خو غزل ځان سره وړو
..... بلې ډيوې د پتنګانو اجل ځان سره وړو
..... څه مو چې کړي په دنيا کې هغه دلته پرېږدو
..... ښه وي که بد وي دا ناچيزه عمل ځان سره وړو
..... چې هلته هم پرې نغری تود محبت پاتې شي
..... مونږ به د مينې د لمبو خپرول ځان سره وړو
..... پرې لنډوو به د سپېرو دښتو اوږدې مزلې
..... بس خو همدغه به توښه د منزل ځان سره وړو
..... چې پرې ښېرازه او تازه وي ستا د حُسن ګلان
..... د تړمو اوښکو د باران ورول ځان سره وړو

.............. ١٣٧٠ آريانا هوټل د احمدشاه بابا سيمينار
---------------------------------------------

......................... د رڼا څرک

........ څـــــــــرک د رڼا ته انتظار کــــــــــــــــــاږم
........ توره تيارو کــــــې د ژوند لار کــــــــــاږم
........ چې مې يو ګل نشته د ژوند په بڼ کې
........ منـــــت بـــــــــه څلـــــــــه د بهار کــــــــــاږم
........ هيڅــــــوک په غم راسره نه شو شريک
........ په يوه ســـــــر دغـــــــــــــه ناتار کــــــــاږم
........ وران کړي څو ځله باران د اوښکـــــــــو
........ چې په کاغذ دغــــــــــــه اشعار کــــــاږم
........ چې مې تر څو قلم په ګـــــــوتو کې وي
........ نوم د جانان به پرې بار بـــــــــــــار کاږم
........ "حـــــــافـــظ" ګلونه ټولــــــــــــووم د شعر
........ غـــــــــــــــاړې ته ســـــتا د ګلو هار کاږم
.......................١٣٦٨ شاه شهيد کابل

نور بيا...


سېلاب ته


فرښته
15.10.2004

نصرالله حافظ
کله چې زه د ګران او محتر م ورور امان الله ( سېلاب) ساپي د شهادت نه خبر شوم نو دغه شعر مې په داسې حال کې ووايه چې له سترګو مې ورسره اوښکې بهېدلې

------------ [color=white:c87f38b585]سېلاب ته[/color:c87f38b585]
[list:c87f38b585]سېلابه ! ته چې تللې خبر کړی به دې وای
ملګری د دې اوږود سفر کړی به دې وای
حافظ به بې له تا نه چاته توی کړي د زړه وينې
ملګرو کې مې نشته دی مثال د ستا د مينې
که بار به وو زما په زړه د غره قدر غمونه
چې ډېر به شول په ما باندې په ژوند کې کړاوونه
چې دربه غلم تاته تا به واخستل لمانه
په ډکه خوله خندا به دې خوشاله کړم بېشانه
وو تود به تل مدام ستا په وجود د شعر بزم
درېدلی څومره کلک وې د پښتو په کړي عزم
اوس واورم د چا شعر چاته ووايم خپل شعر
تم شوی چې له کوم وخته د ستا د حيات مهر
ای وروره ستا د وينو شهادت ته مې سلام دی
دوستۍ کې ستا ريښتيني صداقت ته مې سلام دی
مزار دې راته ندی معلوم ګرانه چاره څه ده
د روح نه دې مدد غواړم راښايه لاره څه ده
سر شوی يم د ژوند په نا هموارو ګړنګونو
ځپلی دومره ډېر يمه د هجر نا تارونو
کړم فکر چې به نن او يا سبا ته ليونی شم
هو څيرې به ګرېوان کړم د مالت به خندنی شم
راځه درنه قربان شم په خېر راشه لېونتوبه
توده به تاسره کړم هم د مينې ګرمه لوبه
غمونه د سېلاب به درته هر يو په حساب کړم
هو جوړ به د سېلاب په غم د شعر بل کتاب کړم
د اشا او خوا چې ګرځي دغه واړه ليوني دي
راغلي دغه ښار ته ببر سري ليوني دي
سېلابه ! کاشکې ډوب وای زه هم ستا مستو څپو کې
ملګری چې وای ستا سره د ژوند وروستو شېبو کې
قسم خورمه د ستا په نازک شعر زه سېلابه
چې ستا د مرګ خبر کړمه په زړه باندې خرابه
حافظ دې چا ته پرېښود چې ته لاړې له جهانه
قسم دی چې بې تا يمه په خپل ژوند ډېر ستومانه[/list:u:c87f38b585]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more