نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مشروعیت او طالبان
پتوال
02.03.2012
هره ډله چې د یوه هېواد د دولتی قدرت له پاره هلې ځلې کوي سیاسي ورته وایي، په افغانستان کې د سیاسی قدرت د لرلو او چلولو درې معیارونه دي:
لومړی د اسلام ،
دویم ملي ګټو
او دریم د ولس د واک
ساتنه او پالنه ده ، چې دریواړو یواځې د آزادۍ په صورت کې عملی کېدلی شی او د اشغال په حالت کې
یو هم نه شي عملی کېدلی! ځکه خو د ګرزي ګوډاګي حکومت دا یو معیار هم نه دی پوره کړی او مشروعیت نه لري!
څنګه چې هیواد اشغال او ملي آزادی له منځه وړل شوې ده نو له ملی آزادۍ او خپلواکۍ پرته به ملی ګټې څنګه خوندي شي ؟؟؟؟
د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو دنفې په صورت کې ولس هم نشی کولای په آزادانه توګه حکومتي قدرت د رایو له لارې تر لاسه کړي !
طالبان ورونه هم تر اوسه پورې د لومړی معیار (اسلام) پرته د ملي ګټو او ولسی واک سره نه دي اشنا شوي ! ددوی مشروعیت به د لومړی ځل په څیر بیا تر پوښتې لاندې وي که چیرې د بهر (ISI) لاس له افغانستان څخه قطع نه کړي .
اسلام زما په ټولو لیکنو کې اولویت درلود، لري یې او په راتلیزه کې به یې انشا الله هم ولری!
په تیره بیا دا چې دا درېواړه معیارونه اواولویتونه په ارګانیک تړاو تللی درک کول اړین بولم یعنې:
دویم او دریم معیار هم تر هغه حده پورې چې د اسلام په مبارک دین شته، امر یې کوي او اجازه ورکوي!
به دې ډول ددریواړو وحدت نفې کول ، نقضول او یا د زماني مرحلو په پلمه سره بیلول د منلو وړ نه دي، ځکه دا دمشروعیت
درې اړخونه دي او یو له بل ځخه نشی بیلېدلی :
هو ! د وخت له تقاضا سره سم په یوه او یا بل اړخ زیات زور غورځول مجاز دي خو تړاو ساتل یې په عمل، پلان او برنامه ، تبلیغ او ترویج او هدفټاکنو کې حتمي او ضروري دي !
هو ! داد افغان مسلمان ملت او مسلمان امت حق دی چې د اسلامی نظام د شمزیو له دوه ستنو له خوندی کولو او تضمین څخه چې
یو شورایت او بل اجتماعی عدالت دی ډاډمن اوسي!
اجتماعی عدالت د قضا او قضاییه قوې برخه دومره نه ده، خو د مهمو او ژورو جرړیزو سمونونو ( اصلاحاتو ) په توګه
اسلامی رسالت بلل کیږي . او له دې سره غبرګ او لازمي ډول د شورایت اصل تبلیغول، ترویجول او عملی کول اړین دي!
دغه دواړه اسلامي بنسټونه ( شورایت او اجتماعی عدالت) هغه څه دي چې د یوه ملت په حدودو کې امت واکي یا
اسلامۍ ولسواکي بلل کیږي! شوارایت یې شکل یا ماهیوی بڼه او اجتماعی عدالت یې محتوا ده او اسلامي ولسواکي
د همدې شکل او محتوا وحدت ته وايي ! یا په نورو ټکو :
د اسلامی قدرت په سطحه او ساختار کې د اجتماعی عدالت تضمینونکی میکانیږم ته شورایت یا اسلامي ولسواکي وايي !
او د همدې له پاره د نورو هیوادونو په وړاندې له ظلم او تیری پرته دخپل اسلامي هېواد منافع ساتل او پالل ملي ګټې بلل کیږي
نو په اسلام کې نه یواځې جواز لري بلکې اړینې هم دي ! طالبان ورونه دې د جهاد دغه رکن ته ځانګړې توجه وروګرځوي !
په تبلیغ ترویج او عملي برخه کې یې مونږ هر ډول مرستې ته چمتو یو او یواځې په دې ډول اشغالګر او لاسپوڅی
حکومت یې ډېر ژر تجریدولای شو انشا الله !
والسلام
khoshalkhan
03.03.2012
پتواله دغه ده اولسواکي !
[img:9de7de912c]http://www.rohi.af/images/gallery/b002e49169818eaccaed91394ed39241.jpg[/img:9de7de912c]
پتوال
04.03.2012
دا اسلامی ولسواکی نه ده نو ځکه مو له ډیر پخوا راهیسې رد کړې، خو دا ستا انځور هم له چل او درغلۍ نه ډک دی .
عکاس له داسې زاویې څخه فوتو اخیستی چې د وزیرې او پوځي توري ترمنځ موجوده فاصله په کې نه ښکاري ! هو، د لاسونو تماس یې غیر اسلامي کونتوګه(روش) تمثیلوي !
عادل عادل
05.03.2012
السلام علیکم
پتوال صیب تاسو عکاس مه ګرموی، خبره یې د پخوانیو ملي بسونو له چوکه یي وراړولې ده،،،،،
عنوان
tandar
05.03.2012
زما سره تشويش دادي چه وزيره صيب مسکي ښکاره کيږي چه ددي په زړه کي به څه ګرځي ؟
ناموس ګټنه سربازي غواړي
پتوال
05.03.2012
د ښځو له بشري حقوقو څخه مطلب د ښځو آزادي او له آزادۍ څخه یې مطلب تر ۸۰ ٪ پورې په همغه خطواط الشیطان
د تګ آزادي ده چې په شیطاني خوږوالي سره په زړونو کې فسق ته استحکام وربخښي ، حرام ورته حلال ښکاري او په دې توګه یې
یې د کفر لومړیو څنډوته رسوي ! د سیما د فاسقانه عمالو ثمر به هم باالاخره له کفره سره چندان توپیر و نه لري!
رب دې د امریکایانو دغه لاسپوڅی رژیم نور ژر تر ژره غرق و پرق او ختم کړي !
عنوان
tandar
06.03.2012
اشغالګرو خو په کافي توګه سره خپلي ښځي هم ليږلي دي ولي ې ښځو دښځو سره دا مردار کيک نه غوڅولو؟
دوي خو چيغي وهي چه په ملي اردو او ملي پوليسو کي اوس زياتي ښځي روزل شوي چه دتالاشي په وخت کي دښځو تالاشي بايد ښځي وکړي دا کار حتي په اروپا کي هم يو قانوني شکل لري
نو وزيري صيب خو به دا تور پوستي په [color=red:cffaab020e]سيغه [/color:cffaab020e]نه وي اخيستي ؟
چه داسي لاس په لاس له خوښي نه ډکه قواره باندي ورسره کيک غوڅوي؟
خدايه څه شول هغه ګڼ ګڼ کميسونه
...............................چه ګرځيدل په غرو رغو کي
.....................................................دسهر نري شماله
خوروه توري کيږدي.......ترينه لاندي ځلميان ويښ کړه
پردي راته خلک ښکاري... دخوشحال بابا ديرو کي
.....................................................دسهر نري شماله
م . ق
06.03.2012
داد نادر افشار او قزلباشو ایراني پاتېشوني او د بخارا تښتېدلي فراریان په افغانانو کې مه حسابوﺉ، دوي همیشه ددې وطن سره غدر او خیانت کړی او د پښتنو اصیلو افغانانو په ضد یې د هر بهرني یرغلګر غلامي قبوله کړې، دوي ته ننګ وناموس، حیاء وعزت هیڅ معنی نه لري.
دوي د پیسو، قدرت او شهرت لپاره هرڅه ورکوي، یعنې هر څه!!!
larghonay laraway
08.03.2012
السلام عليکم!
راځئ چې له موضوع وتلو دود له منځه يوسو!
زه به د پتوال صيب د درې معيارونو په تله طالبان وتلم او له موضوع سره سم بحث به وکړم!
[quote:e1b07cea73]لومړی د اسلام ،
دویم ملي ګټو
او دریم د ولس د واک[/quote:e1b07cea73]
د اوسني حکومت په اړه خو هيڅوک هم نه شي ويلی چې يو مشروع حکومت دی. نه د ډيموکراسۍ په اصولو ولاړ دی، نه د اسلام او نه د انساني کراماتو درناوی پېژني، نو ځکه يې په اړه څه نه ليکم.!
پتوال صيب د هغه چا په اړه موضوع وړاندې کړې چې له يو نامشروع حکومت سره مبارزه کوي او پر وړاندې يې جنګېږي!
نو راځئ چې ويې تلو چې ايا دوی په خپله هم مشروع دي او که څنګه؟
د پتوال صيب د درې ګونو معيارو لومړی اسلام دی نو زه هم ليکم چې
[size=18:e1b07cea73]اسلام او طالبان:[/size:e1b07cea73]
د طالبانو د اسلام، جهاد او مبارزې سره ماته يوه کيسه رايادېږي وايي:
څو انپړو، اميانو او له دين او دنيا ناخبرو شپنو په دښته کې چېرته يو هندو راګېر کړی ؤ . هغه سک ؤ خو اکثره پښتانه ټولو ته هندوان وايي. نو هندو ته يې ويلي وو هله زر مسلمان شه او کلمه ووايه!
هندو لږ سست شوی ؤ خو چې د دوی ډانګونو ته يې کتلي وو نو ورته ويلي يې وو چې زه خو به مسلمان شم خو کلمه مې نه زده او راته ويې وايئ؟
شپنو يو بل ته خړ خړ کتلي وو او يو بل ته يې ويلي وو چې زمونږ خو خپله هم کلمه نه زده )
نو هر څوک چې د هر کار لپاره مبارزه کوي، بايد هغه کار وپېژني، ځان پرې بلد کړي او خپلې عقيدې ته وفادار شي!
- طالبان د اسلامي او شرعي حکومت دعوه کوي خو مشر يې په شرعيت نه پوهېږي!
- طالبان حکومت غواړي خو په ديني او عصري سياست نه پوهېږي. سياسي مشران د چا خبره د توتيانو غوندې غږېږي، د خپلې تګلارې سره سم منطق لري، د خلکو د ورجذبولو او قانع کولو لپاره نوې طرحې وړاندې کوي او خلکو ته د خپل سياست سره سمې وعدې ورکوي، خو د طالبانو مشر حتی سمې خبرې هم نه شي کولی، منطق، فصاحت او بلاغت خو پرېږده!نه په خبره پوهېږي، نه يې په منطق پسې ګرځي او نه د چا په مخکې غږيدلی شي!
- زمونږ ملايان په ممبر کيسې کوي چې حضرت عمر خليفه به د شپې په کوڅو کې ګرځېدو چې د خلکو حال احوال معلوم کړي خو د طالبانو مشر به د خپل قدرت په وخت کې هم د ښځوغوندې له نارينه وو مخګکی پټولو چې په هيڅ اسلامي سياست کې دومره غير سياسي عمل چا نه دی کړی!
- په اسلامي شرعيت کې د امامت لومړی حق د امر، خليفه او سلطان دی خو ملاعمر تر دې دمه د چا په مخکې کلمه هم نه ده تېره کړې چې خلک پوه شي چې سمه ده او که غلطه. ما خو چې اوريدلي لمونځ او کلمه يې سمه نه زده او يو امي دی!
- په ننني عصر کې اسلامي نهضتونه کوښښ کوي چې د ديني علومو تر څنګ په عصري ټکنالوجۍ سره هم ځانونه سنبال کړي او د قرآنکريم د دې آيه له مخې چې (و اعدو لهم الستطعتم من قوه... ) ځانونه پياوړي کوي خو دملاعمر ډلګۍ د خپلې ولقې لاندې خلک د (ا.ب. ت) زده کولو ته هم نه پرېږدي! حتی د هغو کسانو بچيان هم وحشي، انپړ، اميان او بې زده کړې غواړي چې پلرونه يې د ملاعمر لپاره قرباني شوي دي!؟
- د نبي کريم صلی الله عليه والسلم حديث دی چې ( المسلمون كرجل واحد إذا اشتكي عينه اشتكي كله وإذا اشتكي رأسه اشتكي كله ) خو د ملاعمر ډلګۍ چې د اکثرو کورونه يې په پاکستان کې دي د افغانستان په کليوالو خويندو، زړو او وړو هيڅکله هم زړه نه سوزوي، نه پرې دردېږي او ترحم پرې نه کوي. بلکې د کفارو مرستې هم نه ورته پرېږدي چې درملنه يې وکړي، پل او پولچک ورته جوړ کړي او په پاخه سرک په موټر کې تګ راتګ وکړي!
- د اسلام سپېڅلي دين د نيشه يي توکيو بيع او شراع حرامه کړې ده او نيشه يي توکي د مسلمان مبيعه نه بولي خو دملاعمر تر ولقې لاندې سيمو کې تارياک داسې خرڅېږي لکه غنم! حتی ويل کېږي چې اصلي قاچاق يې انګليسان کوي او په همدې خاطر يې هلمند ټينګ کړی چې بيا هم په ملاعمر شک کېږي چې د دوی دستوري نفر دی!
- په اسلام کې بندي خپل احکام لري خو طالبان بندي ته دسپي په سترګه ګوري!
- په اسلام کې حد، قصاص او په جزامحکوميت خپل اسلامي احکام لري خو طالبان د اسلامي حدودو پر ځای د امريکايي کوبايانو غوندې وحشت او دهشت خپروي. حتی د موچي په تار يې هم خلک حلال کړي، د مرۍ پر ځای يې په خېټه کې حلال کړي او دا يې لا څه کوئ چې د ملي اردو يو سرتېری يې د هشتادودو مخې ته درولی ؤ او په دومره وحشيانه توګه يې وواژه چې اسلام خو پرېږده والله که په هيڅ وحشت کې وي! که سره پرتله يې کړو نو د امريکايي يرغلګرو او طالبانو کړنې په دې برخه کې سره هيڅ توپير نه لري نو ايا داسې خلک اسلامي سياست چلولی او کولی شي؟ نه هيڅکله نه ځکه چې د جهالو رهبر هم جاهل وي. اسلامي سياست اسلامي پوهه غواړي!
[size=24:e1b07cea73]ملي ګټې [/size:e1b07cea73]
كه څه هم تر اوسه د ملي ګټو جامع او مشهور تعريف نه دى تر لاسه شوى. خوپه مجموع كې هغه څه چې د اجتماعي قرارداد او د فرد د اصالت د مكتب له خوا تعريفېږي ملي ګټې ( ټولګټه يا عامه خيرښېګڼه ) چې طالبان د عوامو په کيسه کې هم نه دي.
- زه يې له اسلامي نظره نه څېړم چې د باميانو بتان ماتول به څومره روا او څومره ناروان وي خو د ملي ګټو له مخې د طالبانو تر ټولو هغه سپک کار ؤ چې اوس هم د پښتنو د پوزې پيزوان دی. چې له يوې دويمه شي نو وايي چې د پاکستان د خوشالولو او د هند د خپه کولو لپاره يې دا کار وکړ! په هر صورت خو کوم ملي کار نه ؤ!
- هغه ډله يا ګوند چې د يو هيواد د سياسي رهبرۍ ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او يا په واک کې وي هغه د ټول ملت ملي ګټو ته په درنه سترګه ګوري او د ملت تر منځ توپيري کړنې نه کوي خو طالبانو د خپلې ولقې لاندې سيمو کې په پښتنو ژوند بند کړی او هزاره ګانو ته د ايران په اشاره هيڅ هم نه وايي. ښې بېلګې يې غزنی او هلمند دی. په غزني کې يوازې په جاغوري ولسوالۍ کې تر سلو زيات ښوونځي دي خو په پښتون مېشتو ولسواليو کې هيڅ نشته! په داسې حال کې چې جاغوری تر نورو ولسواليو له مرکزه ليرې دی او حکومت يې نه شي ساتلی! په همدې ترتيب هغه وخت چې د هلمند نادعلي او مارجه د طالبانو په لاس کې وو هلته د پښتنو لپاره په جومات کې هم زده کړه نه وه خو د هزاره ګانو د نجونو ښوونځي هم فعال وو!؟
- يو هزاره کانديد (بشردوست) د ارزګان او پکتيکا ته هم ځي او هلته د همدې حکومت د پارلمان لپاره ځانته کمپاين کوي چې طالبان يې مخالف دي خو طالبان ورته هيڅ هم نه وايي. په داسې حال کې چې د هيواد په اکثرو هغو برخو کې چې طالبان حاکم دي د پښتنو لپاره د رايو اچولو اجازه نه وه. حتی په شمال کې د انتخاباتو د راتګ سره سم طالبان پيدا شول او اوس د نيشت په شمېر دي. اوس حتی د کندز په چهاردره او قلعه زال کې د يو ترکمن لنډغر (نبي ګيچي) له وېرې ټولو طالبان وايي که مرګ غواړئ کندز ته لاړ شئ! نو که د دې نظام پارلمان ته ځان کانديدول يو غير مشروع کار ؤ بيا به يې بشردوست هم د پښتنو په څېر بند کړی وای؟ خو دا د طالبانو يو غير ملي سياست ؤ او دی!؟
- مخکې هم يادونه وشوه چې طالبانو د هيواد هيڅ پول او پولګوټي، ښوونځي، کلينيک او عامه شتمني پرې نه ښوده په داسې حال کې چې دا عامه ګټې دي او ملي ګټې دي او طالبان هم ښه پوهېږي چې امريکايي لنډغر د شپې په توره تياره کې د طيارو له لارې ورتلی شي او شپني عمليات ترسره کولی شي نو د پولګوټي په شتون او نه شتون د هغوی څه؟ خو طالبان ملي خلک نه دي!
- ملي خلک د ملت له منځه راټوکېږي او د ملت د ګټو او خوښې لپاره کار کوي خو طالبان په کوټه او وزيرستان کې روزل کېږي او د ملت د فکر پر خلاف کارونه کوي.
- ملي مشر د خلکو له خوا ټاکل کېږي خو طالبانو په خپله هم په دې نه پوهېږي چې يو هيڅ سړی څنګه ناڅاپي د دوی مشر شو او دوی يې لښکر شول؟
- اوريدلي مې دي چې د مصر پوځ د مظاهره کوونکو وژل نه غوښتل خو کله چې مظاهره چيانو د مصر په يو لرغوني ارشيف بريد وکړ او اور يې ورته کړ نو په يوه ورځ يې تر څلوېښتو زيات ووژل چې بيا يې داسې جرات هم ونه کړ! خو طالبانو د خپل قدرت په وخت کې د نړۍ ټولو قاچاقبرانو ته ډول غږولی ؤ چې راشي او د افغانستان د ځمکې لاندې اثار هم قاچاق کړي!
- د طالبانو ملي دريځ هيڅ نه دی معلوم. ځکه چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په وخت کې ډنګ او ډول نه پرېښودو خو (انټرنيټي) طالبان لکه پتنګ او نور بيا د ډول پلويان دي او وايي ستميان ولې ډول او اتڼ نه مني؟ چې د خندا خبره ده!؟
- ملي فکر او ملي شعور د ملت له خواخوږو سره وي خو طالبان په دې کيسه کې هم نه دي!
[size=18:e1b07cea73]ولسواکي[/size:e1b07cea73]
د افغانستان يو شمېر ليکوال کله کله ډيموکراسۍ ته ولسواکي وايي او دوی فکر کوي چې د لغت په بدلولو به يو شی بدلېږي چې داسې نه ده!
اسلامي او شرعي قوانين خپل اصول لري او ډيموکراسي يا ولسواکي خپل. په هر صورت د پتوال صيب موضوع ته به راشو چې هغه اسلامي شورايت او واک ته اشاره کړې ده.
- طالبان د ولس پرېکړې ته هيڅ احترام نه لري. د دوی د واک په وخت کې دوی په خپله د افغانستان علماء راوغوښتل چې له اسامه سره څه وکړي. هغوی ورته وويل چې اسامه دې له افغانستان څخه ووځي خو ملا عمر سترګه خړه کړه او افغانستان يې د اسامه قرباني کړ!
- ولس هيڅکله هم په دې نه دی خوښ چې ملاعمر دې د پاکستان يا په اصطلاح د ISI بالکی شي خو ملاعمر دی!
- ولس هيڅکله هم نه غواړي چې يو وحشي وزيرستانی دی د دوی په کليو کې پر دوی حاکم شي خو ملاعمر راوستي!
- ولسي مشران په خپل ولس کې رسوخ او درناوی لري خو طالبانو به د خپل واک په وخت کې او اوس هم لومړی د کلي مشر وهلو او د طالبانو په اړه مشهوره وه چې دوی غواړي د پاکستان په اشاره د افغانانو رسوخ مات کړي!
- که لنډه يې درته ووايم چې د طالبانو وحشت او دهشت نه وي باور وکړه که ولس يې په جومات، حجره، سمه او غر کې پرېږدي خو ولس يرغمال دی! له يوې خوا يې د کرزي خېښان نه پرېږدي او له بلې خوا د ملاعمر ړنده ډله! خدای دې په ولس ورحمېږي.
[color=red:e1b07cea73]يادونه: په يو بل بحث کې مې ملاعمر ته امي او بې سواد ليکلي وو چې عادل يې په ځواب کې ليکلي وو: [/color:e1b07cea73]
[quote:e1b07cea73]د لاروي صیب د انپړ او اُمي خبرو کې چې د مشر ملا صاحب عمر حفظه الله په حق کې د دوی د لمدې او غوړې ژبې ورد جوړ شوي دي،،، له ډېره وخته فکر وړی یم،،، خو فکر کولو هیڅ داسې نتېجې ته ونه رسولوم چې له مخې یې د دوی د امپړ او اُمي ټکو ته د عقل او ادب پرتوګ وکړم،،، په جز ددې چې د دوی دا ټکي د دوی له ژور حسد او کینې څخه راټوکېدلي او د بې عقلئ په ډنډه وهلي وګڼم،،،، [/quote:e1b07cea73]
له عقل سره مروره ! ما نو کله ويلي چې زه له ملاعمر سره مينه او محبت لرم؟ زه ترې نفرت لرم، کينه ورسره لرم او عامل يې دا دی چې ملاعمر له اسلام او افغانستان سره خيانت کوي. په اسلام نه پوهېږي او ځان اميرالمؤمنين بولي، افغانستان ورانوي او ځان افغان هم بولي!
عادل زياتوي:
[quote:e1b07cea73]که داسې نه وي نو لاروی صاحب دې د نړی په کچه داسې یو مشر راوښیي چې د هغه هېواد تر ټولو وګړو پوه، روغ او په هر څه عالم وي؟؟؟
اوباما د امریکایي لوستو او ساینسي علماوو په تناسب تر هغه ډېر امپړ، جاهل او بداخلاقه دی کوم چې لاروي صاحب ته خپل مسلمان ورور د خپل ازلي امپړتوب په تناسب د خپلو بیمارو عینکو او د خپل بصیرت له له کږو زاویو څخه ټیټ او سپک برېښي،،،، [/quote:e1b07cea73]
لومړی خو دا ډېره بې عقلي ده چې يو غيرمسلم مشر د مسلمان سره پرتله شي يا په ورته معيارونو وتلل شي! ملاعمر لږ تر لږه له ابامه نه ښه دی. ځکه چې ملاعمر مسلمان دی او ابامه کافر دی!
ابامه بايد د امريکايي ټولنې، دين او سياست په تله وتلل شي او ملاعمر په اسلامي، شرعي او پښتني تله !
ابامه غير مسلمان دی او هيڅکله يې هم د مسلمانانو د اميرالمؤمنين په نامه ځان نه دی نومولی. بلکې د خپلې غير مسلمې ټولنې په معيارونو پوره دی! امريکايي سياست يې لوستی، د يوې امريکنۍ سياسي ډلې لوبغاړی ؤ او د هغوی له خوا رايې ورکړل شوې دي او کامياب شوی دی چې ګڼ نور رقيبان يې هم لرل. هغه اخلاق چې زما او ستا په دين او ټولنه کې بد ګڼل کېږي په امريکايي ټولنه کې ورته ازادي وايي چې اباما هم همغه امريکني اخلاق لري.
بله دا چې زما يې په اباما څه !
زه خو اباما ته ښه نه وايم يو امريکايي او غير مسلم بايد د هغه په اړه قضاوت وکړي چې د دوی له دين، قانون، سياست او دود دستور سره څومره جوړ دی او د دوی په معيارونو څومره پوره دی. زما په نظر خو د دوی په معيار پوره دی ځکه يې رايې ورکړې دي!
دا چې ملاعمر د اسلامي امارت او شرعي حکومت دعوه کوي نو بايد په اسلام او شرعيت پوه وي!
عادل دا هم ليکلي
[quote:e1b07cea73]که داسې نه وي نو لاروی صاحب دې د نړی په کچه داسې یو مشر راوښیي چې د هغه هېواد تر ټولو وګړو پوه، روغ او په هر څه عالم وي؟؟؟ [/quote:e1b07cea73]
د نړۍ ټول مشران د هغوی د اديانو، سياست او دود دستور له مخې د هغوی په تول او معيارونو پوره دي. خو يوازې ملاعمر دی چې د خپل دين او شرعيت معيارونه يې نه دي پوره کړي او دروغجنې دعوې کوي. دا ځکه چې ملاعمر نورو جوړ کړی او د خلکو مشران په خپله ټولنه کې ځان جوړوي!
تاسو په ټوله نړۍ کې په تېر او اوس وخت کې د مسلمانانو دومره بې سواده، انپړ او له دين او دنيا نه ناخبره مشر نه شئ راښودلی. ما خو د ملاعمر غوندې څوک ونه موندو چې در ويې ښيم بلکې د مسلمانو ډلو مشران ټول تر ده پوه او د غير مسلمانو ډلو هم د هغوی لپاره ټول تر ده هوښيار او پوه دي!
دا يوازې افغانستان دی چې تاسو يې له نړۍ بېلوئ او يوازې ملاعمر دی چې د هيچا غوندې نه دی!
عادل ليکلي وو
[quote:e1b07cea73]خدای ج چې څوک لوړوي هغه لوړ دي،،، مګر دا چې د خدای لاره پرېږدي!![/quote:e1b07cea73]
ستاسو خبره سمه ده خو اوس الله جل جلاله ملاعمر سپک او ورک کړ!
نور سپکول نو څنګه وي؟ خدای جل جلاله خو د افغانستان واږي ورکړي وو خو چې دی په تول پوره نه ؤ نو په خپل امتحان کې ناکام شو او اوس يې امريکايي صليبيان په مغارو کې هم نه پرېږدي!
[color=blue:e1b07cea73]نتيجه:
د طالبانو ډله يو صحرايي لښکر دی چې اسلام، شرعيت او پښتو يې سپر کړي او غلطه ګټه ترې اخلي. که پښتانه غواړي چې په تول پوره او معياري ګوند ولري نو رښتيا هم اړينه ده چې (اسلام، ملي ګټې او له اسلام سره سمه ولسواکي) په پام کې ونيسي او راميدان ته شي!
بيا نو د يو شاعر په وينا چې :
( که چا ويل چې تابعدار نه يمه
زه به شاعر عبدالستار نه یمه)[/color:e1b07cea73]
يادونه: څوک تېروتنه ونه کړي چې ما د ملاعمر د واورو غر مې لمر ته ايښی او ګوندې د کرزي يا نورو پلوی يم! بلکې د بحث موضوع (طالبان او مشروعيت) وه نو ځکه پرې راڅرخيدلی يم!
لرغونی لاروی
khoshalkhan
09.03.2012
وطنمل اغا!
دغه خلک زه له نږدې پېژنم اوازمويلي مې هم دي ! اوازونه يې پښتني
احسساسات راپاروي او پخپلواوازونو اوداډول سبک ځانته خپله روزي
پيداکوي،
خوکله چې دپښتنولي ځای راشي اوبياغږ پرې وکړې نوټس شي باد يې ووزي !
رابه شولرغوني ته !
لرغونی چې له پاکستان څخه افغانستان ته راغی نو په ټول افغان کې غړی شه
اوپه يوه ليکنه کې يې ليکلي وو چې " زوی مې راته وايې چې زه به دپلاستيک
کڅوړې خرڅه وم او ښونځی به لولم !" ته باور پر خدای باک وکړه چې دې خبرې
زما زړه دومره نرې که چې تيار وم مصرف په په غاړه واخلم !
څووخته بيادا ځوان ورک وو او بيا پيدا شه خو پرو پاګنده دازادي پر خلاف او
مشرملا صيب ته پوچې خبرې ما ندي ترې لوستلې !
خو کله چې د نصوارو ټېکدار شه او دکابل د بانک دCIA دمعاش اخیستلو
کارت يې لاسته که نو ورو ورو يې د ستميانو خبرې لکه هېواد مل او Co ,
شروع کړې !
داچې دی او نور يې په اشغالګرو او نا پوهه چټل رژيم پسې ځينې وخت لنډې
تبصرې کوي ، هغه دنړۍ له شرمه خو اصلي خبره خو د طا لبانو سپکا وی دی
چې هغه ور سره په لس وارې زيات یادوي !
لرغونی د مقاومت قوه غندي خيانت کوي او سي ای اې ته چوپړ وهي !
زما نورې خبرې هم ورسره پاتې دي خو متاسفانه په دفتر کې ډېر مصروفه او په کور
کې مې mac book pro د dock tation نلري او له keyboard سره ډېر تکليف
لرم ! لاروی زويه هېر مې نه يې !
[quote:8151fb9785]
خوشالخانه خفه نشې ، دبحث سلسله مه پرېکوئ
اول دا لېنک واورئ بیا دې لوستونکي ستاسې په شمول د لاروی په لیکنې تبصره وکړي !
http://www.youtube.com/watch?v=btjygKYXMyU&feature=related
[color=white:8151fb9785]وطنمل[/color:8151fb9785][/quote:8151fb9785]
larghonay laraway
10.03.2012
السلام عليکم!
پتنګه لالاګله ! د يو چا علميت، شخصيت، پښتونولي، د خبرو منطق او سياست پر يوې موضوع د بحث پر وخت معلومېږي.
څوک به يې ثابته نه کړي چې پتنګ دې په کومه موضوع منطقي بحث کړی وي!
نو پښتون خو په نيمه پوهېږي. په بحث فورم کې خو حتی په ډانګ پېيلي وويل شوه چې له موضوع مه ووځئ!
پتنګه ایا ستا پورتنۍ خبرې د ښاغلي پتوال له موضوع سره (مشروعيت او طالبان) څه ربط مبط لري؟
نه ! ځکه چې ته نه سياسي منطق لرې او نه په پښتونولۍ ولاړ يې!
لکه څنګه چې تا زما خبره تحريف کړې نو همداسې دې ټولې ليکنې او منطق درواخله!
ستاسو د ISI په اصطلاح پاګله! يا ستاسو د عمومي تمويلوونکي CIA په خبره مينټله! زه د خدای په فضل هيڅکله هم دومره نه يم بېچاره شوی چې د زوی د ښوونځي لګښت ونه لرم. اصلاً ته پښتون نه يې کنه اوس هم زما همغه خبره په ټول افغان کې ثبت ده ! ما ليکلي وو زوی مې په پاړسي نه پوهېږي او په ښوونځي کې يې پښتو نشته نو راته يې ويلي وو چې له دې ښوونځي نه ويلو نه راته پلاستيکونه راټولول ښه دي!
زما د زوی همغه پښتنه خبره وه چې په کابل کې د پښتو ښوونځيو بحث او غوښتنې پيل شوې او اوس د کابل يو شمېر ښوونځي پښتو ټولګي لري!
پتنګه ګله !
زه همدومره منطق او درک لرم چې موضوع وپېژنم. که په همدې بحث فورم کې د کرزي او د ده د حکومت او بهرنيو لنډغرانو په اړه څومره تراخه واقعيتونه ليکلي نو ستا له پاره يو پنډ پند دی!
تکړه شه او اوس هم په همدې بحث فورم کې دي ويې لوله! يا نر شه او د بهرنيانو يرغلګرو او يا د کرزي په اړه زما يوه نرۍ دفاع او ملاتړ راوښيه!
په پای کې د بحث موضوع ته راځم او هغه دا ده چې د طالبانو وحشي ډله شرعي مشروعيت يا پښتونولي خو پرېږده چې حتی انساني کرامت هم نه پېژني!
زه د بهرنيو لنډغرانو کوبايانو د ناوړه وژنو او د ملاعمر د ړندې ډلې د وحشي وژنو تر منځ هيڅ توپير نه شم کولی!
بهرني يرغلګران هم بېچاره افغانان وژني او حتی د مړو سپکاوی کوي او طالبان يې هم په دومره وحشيانه ډول وژني چې نه يې پښتو منلی شي او نه اسلام!
[color=red:998c62acea](د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي!)[/color:998c62acea]
عنوان
tandar
10.03.2012
سلامونه
لاروي صيب بښنه غواړم ستا په شعار کي يو څه ور زياتوم
[color=red:252f930e36]دجاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي ،خارجي او که داخلي دي[/color:252f930e36]
مننه
larghonay laraway
10.03.2012
السلام عليکم!
تندر صيب ښه راولوېدې!
خارجي رهبران نه وي بلکې باداران وي لکه ابامه او اسامه!
khoshalkhan
10.03.2012
لرغونيه! د KEYBOARD سره تکليف لرم هېرمې نه يې درته راځم !
[quote:06f3aa7063="larghonay laraway"]السلام عليکم!
تندر صيب ښه راولوېدې!
خارجي رهبران نه وي بلکې باداران وي لکه ابامه او اسامه![/quote:06f3aa7063]
سلامونه
tandar
10.03.2012
سلامونه
باداران او نوکران دواړه په يوه اخور واښه خوري مګر افسوس دغريب ملت دي چه په کي تبا او برباد شو
دافغان خاوره او ملت يوه سپيڅلي رهبر ته ضرورت لري
ټولو په خپل وخت کي خپل امتحان ورکړي ،ازموده را ازمودن خطا است، داخلي جنګسالاران هم په سترګو وينو چه خپلي خيټي دملت په وينو مړي او غټي کړي نور به ې بس وي
مونږ دځپلي ملت نه يو داسي رهبر ته ضرورت لرو چه اشغالګر نه تر پنجابي پوري سره له نوکرانو ې په خوله سوک ورکړي او ديوه ازاد او لوي افغانستان بيرغ په ڼړي کي پورته کړي
چه راتلونکي نسل پري افتخار وکړي او بس٠
مننه
[quote:4542364211="larghonay laraway"]السلام عليکم!
تندر صيب ښه راولوېدې!
خارجي رهبران نه وي بلکې باداران وي لکه ابامه او اسامه![/quote:4542364211]