اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نه بښونکی او زړه بږنوږنکی جنایت!!!
صلاح الدین
29.02.2012
که مي خپله څه ونشوی لیکلی دنورو غوره لیکل خوبه درته راوړم.ترڅومي الله ج ددي اسلام ضد جنایت په غندونکوکې وشماري
(له بینوانه راکاپی شوې لیکنه)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ایا داجنایت هم توجیه کیدای شي؟؟؟
قران کریم دمسلمانانو دایمان مرکزي محور دی ،هر هغه انسان چې له ځانه سره د[م س ل م ] توري کاروي هغه ددې ازلي او ابدي کتاب دیوه حرف تغیر اوسپکاوی دیوې شېبې لپاره هم نشي زغملی،ځکه چې همدا یوازنی (مومن به) دی چې مسلمان یې په حرف-حرف له ایما ن راوړلو اوباورکولوپرته په هیڅ منطق مسلمان نشي ګرځېدی!
که مسلمان دقران په څرګند سپکاوي هم را ونه پاریږي ،اوازپورته نکړي،بدله یې وانخلي،نوبیا په څه مسلمان دی؟
هغه الهي کتاب چې رب العالمین یې مسلمان ته دبې اودسي په حال کې له لاس ور وړلو هم منع فرمایلې:(لايَمسه ِالالمُطهَّرون) کافرته ترمسلمانېدو وړاندي دلاس وروړلو اجازه نشته...
څرنګه به یوادنی مسلمان پخپل اسلامي هېوادکې دپردو وحشي کفري عسکرو له خوا دقران کریم دومره ښکاره سپکاوی وزغملی شي؟
ایا دا دومره وړه خبره اوجنایت دی،چې په یوه تلویزوني بښنه یې حق اداشي؟
په ویب پاڼو،ورځپاڼو،تلویزنونو اورادیوګانو کې دهمدغو چپاولګرو وحشیانو تنخوا خواره په دې لټه کې دي،چې دمسلمانانو دغه برحقه ناره،غم اوغوسه غلط تعبیر کړي اودمسلمانانو دغه احتجاج نورو لورو ته منسوب کړي،ځکه ددوي دیموکراسي دراغلیو وحشي اویرغلګرو کفارو په وړاندي دهیڅ ډول برحق احتجاج زغم نلري،ددوي دیموکراسي یوازي زما په اسلامي حریم کې دفحاشي،غلامي اوځان پلورولو لپاره دیوه بدنام بازار دجوړولو په موخه رامینځ ته شوې،ترڅوخپل غله،فاسد اوبې رحمه اجیران پرمسلمان ولس دواکمنو په توګه تحمیل کړي او ددې مسلمان ولس عقاید دهمدغو بې ضمیره اجیرانو په ملتیا دافراطیت اوبنسټ پالنې په نامه پایماله کړي.
ددوي مطبوعاتي اجیرانو او قراردادیانو ته په دې ورځوکې بیا دنده ورکول شوې،چې پرهغو خلګو بد ووايي،چې دخدای دازلي کتاب پرسپکاوي په غوسه دي!
ایا په یوه تاریخي اسلامي هېوادکې دا دومره عادي خبره ده چې پر وړاندي یې دخلګو غوسې او احتجاج ته دشک په سترګه وکتل شي؟
له قهریدلو،سپیره مخونو اوسپېرې شونډې مظاهره کوونکو سره نه وسلې شته اونه زغرې اونه ددفاع اویابرید لپاره کومه وسیله،خو اسلامي هېوادته منسوبه وحشي ملیشه او له غلو،مفرورانو اوچرسیانو جوړه شوې اردو دپردو له خوا دورکول شویو مودرنو وسلو ججوري څومره په بې رحمۍ په همدغو تش لاسې ولسي خلګو تشوي!!؟
چې له امله یې په هره مظاهره کې یو درجن مړه اوزخمیان پرمیدان پراته وي
ایا ددوی د بې رحمه دیموکراسۍ عاطفه دلته هم دومره ګونګه ده چې یوه تشه نیوکه هم په دا ډول بې دریغه وژنو نشي کولی؟
امریکایانو که دقران د سوځولو په اړه بشنه وغوښته،خوددغه مظاهره کونکوپر وژنو خودبښنې څه چې دیادونې هم څوک نه وو!!!
نو ای بې ضمیرو،اجیر اوخرڅ شویو قلموالو!!!
تاسې دخدای ،ملت اوتاریخ په وړاندي دباګرام تروحشي امریکاینو ډیر مجرم اومنحوس یاست!!!
ایا تاسوخپل ضمیر په دې هم نه ملامتوي چې دخپل مظلوم ولس په وړاندي دپردو وحشي عسکرو هرې بربنډې نا روا ته پرتوګ ور اغوندي؟؟؟
چې تاسو ددومره سترجنایت په توجیه کولو اوپټولو هم دشرم احساس نکوئ،نوپه کوم بشري،ملي اوتاریخي جنایت به وشرمېږئ؟؟؟
(کمال ګل)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له بېنوا نه په مننه