اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مرسته وکړۍ
Marawar
29.02.2012
ټولوته سلامونه .
هېله کوم پنځه وخته لمونځ او لنډی سوري شريفې راوښېاست.
په عاجزی.
مرسته وکړۍ.
Re: مرسته وکړۍ
khoshalkhan
29.02.2012
[quote:741d20fbcd="Marawar"]ټولوته سلامونه .
هېله کوم پنځه وخته لمونځ او لنډی سوري شريفې راوښېاست.
په عاجزی.
مرسته وکړۍ.[/quote:741d20fbcd]
انډيواله چې خپه نشې !
ته چېرې لوی شوی يې ? په يوه پښتنه مسلمانه کورنۍ کې ?`
او که هغه وخت په کابل کې دروسيې په ښارګوټي کې چې نه خدای وو نه رسول
,يواځې شرابواو لېنين وجود لاره !
انډيواله که په خارج کې يې او که په داخل کې په هر ځای کې مسجدونه شته ، هلته
ورشه لمونځ به در زده کړي !
او بل داده چې ته له اسلامي پاڼو ځخه په انټرنت کې هم لمونځ او نور اسلامي
محتويات ټول کښته کولی شې !
زما لپاره لوی سوال دی ، چې ته په پښتو ليکلی شي خو په لمانځه نه پوهېږې !
ماجراجويې او که حقيقت !!
Marawar
29.02.2012
زه پښتون يتېم يم.پښتومي لږزده کړه.
که ددې پانوپته راکړې نو کوردې ودان.
khoshalkhan
29.02.2012
[quote:614efa2f7a="Marawar"]زه پښتون يتېم يم.پښتومي لږزده کړه.
که ددې پانوپته راکړې نو کوردې ودان.[/quote:614efa2f7a]
که داخبره دې ماته واقعت مالومه شي چې ته پښتون يتيم يې او پښتو دې زدکړې ده
نو زه هرډول مرسته در سره کولی شم ٠
دادی زم e-mail
pattang@web.de
Re: مرسته وکړۍ
م . ق
29.02.2012
[quote:5edffd9e72="Marawar"]ټولوته سلامونه .
هېله کوم پنځه وخته لمونځ او لنډی سوري شريفې راوښېاست.
په عاجزی.
مرسته وکړۍ.[/quote:5edffd9e72]
محترم ورور مرور صاحب السلام علیکم ورحمة الله
خداي دې مه مروروه!
هرکله راشې او ښه راغلاست،خفه نشې ټول افغان ستا خپل کور دی او ټول افغانان ستا ورونه دي.
هر رنګه پوښتنه چې کوې ځواب به یې زمونږ پوهه دیني علماء درکوي انشاء الله خو چې پوښتنه لږه واضحه او صفا وي خو که مونږ پوه شو چې په پوښتنو کې کوم غرض دﺉ نو ښايي بې ځوابه پاتې شي.
که دا روښانه کړﺉ چې په لمونځ کې درته څه مشکل دی ترڅو علماء یې دروښايي نو ښه به وي، تاسو یې طریقه غواړﺉ او که رکعتونه او په لمونځ کې قرآت دعاګانې، ذکر وغیره؟
د سورتونو یادولو لپاره دغه لاندې سایټ ته مراجعه وکړه! دلته ټول قرآن مجید سره د قرآت او ترجمې په مختلفو ژبو او دمختلفو قاریانو په اواز سره د لیکل شوي ټیکسټ موجود دی، په اخرې سیپاره کې چې هر سورة درته اسان وو زده یې کړه!
[url]http://tanzil.net[/url]
بیا هم که څه مشکل وو له مونږ سره یې شریکولاي شې.
مننه
Marawar
01.03.2012
ورره ډېره مننه.
زه به داپانه وګورم.
ستاسو په اجازه.
1-دسهار لمونځ4رکعته دی.2فرض او2 سنت.توپير سره لری او که نه؟
دفرض-سنت اوواجب توپيرپه لمانځه کي څه شی دئ؟
زه هېڅ ډول غرض اوفتنه نه لټوم.
مننه.
م . ق
03.03.2012
وروره ددې لپاره چې اختلاف راپورته نشي او په لنډه توګه ځان پوه کړو چې مونږ ټولو لپاره کفایت وکړي نو باید ووایو چې:
د سحر اول دوه رکعته سنت دي او ورپسې دوه فرض، پدې هر څوک پوهیږي.
اوس فرق ته راځو،د جمهور علماؤ په نزد د فرض او واجب ترمینځ فرق نشته دواړه یوشی دي.(پرته له احنافو حضراتو څخه)
سنت د نبي صلی الله طریقې ته وايي چې په هغې کې اقوال، افعال او اقرار راځي.
اما په لمانځه کې سنت هغه لمونځ دی چې په فرضو اضافه نبي صلی الله علیه وسلم کړی وي او مواظبت یې پرې کړی وي.
د فرضو نه ادا کول عذاب لري اما د سنتو په نه ادا کولو عذاب نشته.
همدومره کفایت کوي.
مننه
Marawar
03.03.2012
سلامونه اودرناوي
مبارزقراني صاحب کوردې ودان۰
ماداپاڼه وکتله اوهغه څه مې وموندل چې ماورته اړه درلوده۰
ښاداواباداوسﺉ۰