د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په هیواد کې روان انقلابي حالت وغځوئ !

رښتینی
26.02.2012

په هیواد کې روان انقلابي حالت وغځوئ !

درنو مسلمانانو وروڼو پرتاسو سلام او دالله رحمتونه

زموږ په سپیڅلي خاوره کې تریوې لسیزي زیاته موده صلیبوال اشغالګر زموږ
د بیچاره ولس په هیڅ شې صرفه نه کوې زموږ پریمانه وینې یې تویه کړي او لا
یې هم تویوې زموږد ناموسونو او ګروهیزو مقدساتو په لوټ او تالان اخته دې
او په دي لړ کې یې دمشر طاغوت (اوباما) بښني غوښتل هیڅ اهمیت ځکه
نلرې چې په تیر وخت کې یې په مختلفو اشتباهاتو له بښنو غوښتلو وروسته
کټ مټ ورته اشتباهات بیا بیا تکرار کړې او اوس یې هم کوې ، او داوباما پرونی
بښنه وروستی مه بولئ داله شيطاني غروره ډک امریکایان به بیا داسې عمل
تکراروې اوزموږ په ګزوهواوعقیدو به ملنډي وهې ،

اوپه همدې حقیقت باندي زموږ ویښ او غیرتي ولس پوهیدلی دی نوځکه یې په
هیواد کې داڅو شپي د امریکایانو ددي ناروا عمل پرخلاف په پرلپسې توګه مظاهرې
اولاریونونه جارې لرلې دي زه چې ددي څو شپو لاریونونودمثبتو ګټو پایلي ته ګورم
نو خپلو درنو هیوادوالوته ، دهیواد پوهانو ، علماو اوټولو قشرونوته داڅو ټکي دقرانکریم
اونبوي حدیثوپه رڼاکې روښانه کول غواړم :

موږ داشغالګرو پر خلاف په مقاومت کې ډیر کمزوري یو دګوتوپه شمیر زموږ تنکي
وروڼه او زامن چې داڅوکاله د صلیبوالو پرخلاف په حقه مبارزه اوجهادبوخت دي د
هغوی ملاتړ دټول ملت ایماني او ملي وجیبه او مهمه فریضه ده دانن چې زموږ
وروڼه دهیوادپه مختلفو ښارونو اوسیموکې په لاریونونواومظاهروبوخت دي داعینا
داسي جهاد دی لکه له دښمن سره چې دجګړوپه ډکر کې څوک په نره مقابله کوې .

په لاریونونوکې د دښمن په خلاف سختي خبرې او آن دهغوی ښکنځل اوهرډول ترټل
دلاریون کوونکو له پاره یوه وسله اودا عمل الله پاک رواکړی او دمظلوم حق یې بللی دی
قرانکریم وایې : لایحب الله الجهر بالسوء من القول الا من ظلم یعني یعني الله ته د
بنده له خولي په ښکاره بده خبر وتل خوند نه ورکوې خو یواځي مظلوم ددي اجازه
لرې چې په ډاګه طالم ته بده خبره وکړې .

دهیواد پوهان ، مخلص سیاستوال او علماء باید ددي لاریونونوپه ښه تنظیم او
رهبرې کولو کې پوره رول ولرې اوباید کوښښ وکړي چې دتیونس او مصر له لار
یونونونه په الهام دا کار اوږد او ښه منظم کړې اوپه مختلفوښارونوکې د مظاهره
کوونکو له پاره ټاکل شوې میدانونه او ډګرونه معلوم کړي څو لاریون کونکي ددي عمل
دغځولو او اوږدولوله پاره خپلو معلوموځایونوته ته په اساني سره ځانونه ورسوې
او داکار دخپلو موخو دترلاسه کولوتروخته روان ولرې .

لاریون کونکي او منتظمین یې باید جداپه نظر کې ولرې چې ولسي املاکو ، دولتي
تاسیساتواوعام المنفعه ځایونوته هیڅ ډول ضرر ونه رسیږې او خدای مکړه زیات
انساني تاوانونه رامنځته نشې . زموږ دښمن او پرموږ تیری کونکي امریکایان او
دهغوی پلوي کونکي نورهیوادونه دي په دی هیواد کې نور هرڅه زموږ دي نوباید
هر هیواد وال یې ساتني ته متوجه وې .

څرنګه چې لایونونه په ټولیزه توګه په تش لاس کیږې او یواځي دبیان له لارې خپلو
مخالفانو ته خپل هدف اوموخه رسول مطلب وې نو دمظاهرو په لړ کې له امنیتي
کسانو اوپولیسو سره هیڅ ډول جنجال او شخړه نده پکار په هر حالت کې دهغوی
له شر او تیرې نه باید ځان وژغورل شې اوهغوی داسې هیڅ عمل باید ترسره نکړل
شې چې هغوی ته د تشدد یا نظامي برید پلمه په لاس ورشې .

په همدي څو میاشتوکې زموږ په سیمه کې دهمدي لاریونونو په برکت دعربي نړۍ
څو لوی دیکتاتوران له واک نه وشړل شول هغوی په لسهاو کلونه په خپلو بي وزلو
خلکو خپل واک اوجبر چلولی وو خو د څو اونیو په موده کې تش لاسه لاریون کوونکو
دهغوی واک ختم او ولس ته قدرت لاس ته ورغی نو زموږ د روان مقاومت په تایید
زموږ لاریونونه به له هرچا موثر او ښه اغیز لرونکي وې نوځکه یې غځول او منظم کول
یولوی جهاد او ستره فداکارې ده .

دولتي مسؤلین ، ملي اردو اوپولیس که رښتیا ځانونه افغانان بولي او دافغانیت ویده
غیرت په ځانونوکې راوېښول غواړي نو دا یې وخت دی چې دولس ترڅنګه ودریږې
داشغال او صلیبوالوپرخلاف د اولس دقهر راپاریدلوڅپوته لاره هواره اوپه مخ کې یې
خنډونه پیدا نکړې اشغالګر به حتما یو وخت وځي موږ اوتاسو به په دی هیواد کې سره
پاته یو که تاسو نن دولس ترڅنګ ودریږئ دهغوی وتل به یقیني او بیړني شې .

یوځل بیا تکراروم چې دهیواد علماء اوپوهان باید دا لاریونونه تنظیم او ترتیب کړي
اودا انقلابي حالت منظم او وغځوې اوهمدا یې وخت دی چې په هیواد کې په ډیره
اسانه توګه دروان وسلوال مقاومت ملاتړ کولی شو اوپه دي توګه به دروان مقاومت
ملیتوب هم یقیني شې اودهغوی په اړه چې څوک شکونه لرې او له باندنیو
استخباراتي شبکو سره یې په اړیکو تورنوې نو هغوی دي رامخته شې او نن دي
د ولس دروان سولییز مقاومت ملاتړ وکړي او په دی توګه به حتما ټول مقاومت ملي
کیږې او ټول باندني لاسونه او شومي موخې به نامراده کیږې .

اوپه پای کې دایوبل مهم ټکی روښانول غواړم چې که دا لاریونونه افغانشموله شې
او ښه وغځول شې نولرې نده چې دولس په منځ کې پراته خلیجونه له منځه ولاړ شې
او مختلفي ډلي ، ګوندونه اوتوکمونه به خپل مخالفتونه هیر او داشغالګرو پر خلاف به
یو صف شې ځکه موږ ډیر ځله دباندني یرغل پرخلاف یو والی لرلی دی او دانن زموږ بده
ورځ هم دا ګواهي ورکوې چې که خدای کول په دي توګه به ملي یووالی رامنځته کیږې
وماذلک علی الله بعزیز.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more