نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په هېواد کې انقلابی وضعه حاکمه ده !
پتوال
25.02.2012
...............................[color=blue:9095e39f2c]بسم تعالی [/color:9095e39f2c]
[color=darkblue:9095e39f2c]درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
په تاسو درنو ورونو استاد حلیمی صیب ، لرغونی لاروی صیب ، مبارز قراني صیبب ، عادل عادل صیب ، خوشال جان صیب ، تندر صیب ،
رښتینی صیب، محمود سعید ورور او ګران شهیر صیب باندې په خاص او په نورو
ورونو باندې عامه توګه غږ کوم چې :
د الله سبحانه وتعالی په فضل د اسلام د سپېڅلي کتاب قران عظیم په ننګه په ګران افغانستان کې انقلابی وضعه رامنځته شوې ده
او انقلابیون په اسلام بېدرېغه شهیدان ورکوي ! اشغالګر او لاسپوڅي یې بېځایه هڅې کوي چې د انقلابي وضعې دا ولوله سړه کړي
او ددې ویرې ریآل خطر احساسوې چې دا وضعه یې له کنتروله و نه وځي ! په غرب کې هم تش په نامه ((روشنفکران افغانی))
په همدې موخه د تمساح اوښکې تویوي ، نصیحتونه او سپارښتنې خپروي !
نو په تاسو درنو صاحبانو استاد حلیمی ، مبارز ، عادل، خوشال، تندر، رښتینی ، محمود سعید، شهیر ورونو باندې
په خاص او په نورو ورونو باندې عامه توګه غږ کوم چې :
د الله سبحانه وتعالی په فضل د اسلام د سپېڅلي کتاب قران عظیم په ننګه په ګران افغانستان کې انقلابی وضعه رامنځته شوې ده
او انقلابیون په اسلام بېدرېغه شهیدان ورکوي ! اشغالګر او لاسپوڅي یې بېځایه هڅې کوي چې د انقلابي وضعې دا ولوله سړه کړي
او د قهرېدلي انقلابی ولس د خاموشولو له پاره درنو ورونو السلام علیم و رحمة الله وبرکاته !
په تاسو درنو صاحبانو استاد حلیمی ، مبارز ، عادل، خوشال، تندر، رښتینی ، محمود سعید، شهیر ورونو باندې په
خاص او په نورو ورونو باندې عامه توګه غږ کوم چې :
د الله سبحانه وتعالی په فضل د اسلام د سپېڅلي کتاب قران عظیم په ننګه په ګران افغانستان کې انقلابی وضعه رامنځته شوې ده
او انقلابیون په اسلام بېدرېغه شهیدان ورکوي ! اشغالګر او لاسپوڅي یې بېځایه هڅې کوي چې د انقلابي وضعې دا ولوله سړه کړي
او په غرب کې هم تش په نامه روشنفکران افغاني په همدې موخه د رسنیو له لارې هڅې کوي چې د اشغالګرو او
لاسپوڅي رېیم پرضد د راپورته شوو انقلابی لمبو په سر اوبه تویې کړي او ددې له پاره د تمساح اوښکې تویوي، نصیحتونه، فرمایشونه او نسخې نشر ته سپاري!
نو همدا وخت دی ورونو چې دعمل ډګر ته ورودانګو او پرېنږدو چې دا انقلابی وضعه راڅخه مفته سړه او له لاسه ووځي !
دینی عالمان ، ملي او ولسواک ځواکونه باید لاسونه سره ورکړو، دیني عالمان مخکې او نور ورپسې ودریږو خپل
مظلوم افغان ولس ته په سختو شېبو کې لاس ورکړو، په سیاسی پوهه یې پاڅون رهبري کړو، پاڅون یې پراخه کړو ،
منظم یې کړو ، له انحراف او مرګ ژوبلو څخه یې وژغورو ، ویې غځوو او د هدف تر روستۍ لیکې دوام ورکړو:
د اشغالګرانو تر وتلو او لاسپوڅي رژیم د برګشت ناپذیره ړنګېدو او د یوه آزاد او خپلواک ملی اسلامي ولسواک نظام
تر رامنځته کولو پورې دوام ورکړو !
ښه داده چې عاجل په بهر کې هم د ملاتړ لاریونونه تر سره شي او په داخل کې د سوله ییز خو پیګیرو مظاهرو سیاسی رهبري
رامنځته کړو چې له دینی علماو، ملی او ولسواکو مسلمانانو څخه جوړه شوې اوسی !
هیله کوم هر یو بېل بېل خبل نظرپه دې اړه شریک کړئ! والسلام ![/color:9095e39f2c]
[color=red:9095e39f2c]
.................................. د بخت عنقا
د تاریخ عنقا په لاس کله رادرومي
.................................... د قران له برکته په لاس راغله
چې یما غوندې په سر د افغان کښیني
................................ ځو په راس د انقلاب د هدف باغله ![/color:9095e39f2c]
khoshalkhan
25.02.2012
پتوال صيب ! زمونږ طالبان وروڼه ددې حرکت رهبري کوي اودکورنيو چارو
دوزارت دوه جګ پوړي امريکايې مشاورين يې هم په داخل دوزارت کې مردار کړل !
داروپاافغانان ، دکار خلک ندي ،اکسريت يې راتښتېدلي زاړه جنايتکاران
دي ٠ بياهم زه هر بارته حاضر يم٠
..Ahmadzai
25.02.2012
خوشحال خانه وروره
پتوال صادق ندی پرې ونغولیږي، دا رنګه خلک ډیر مخونه لري.
په درنښت
پتوال
26.02.2012
[quote:1c2297efc6="J..Ahmadzai"]خوشحال خانه وروره
پتوال صادق ندی پرې ونغولیږي، دا رنګه خلک ډیر مخونه لري.
په درنښت[/quote:1c2297efc6]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
احمدځیه احمدځیه !
اوس دې ایله زما په تنقیدي نظرلرنې اعتراف وکړ، ځکه څوک چې څه په ړندو سترګو نه، بلکې په تنقیدي نظر ومني، نو د نورو منفی
اړخونو څرک وهلو او رابرڅېره کیدلو ته هم ځیرنه لري، له دې کبله پرې هغه مدعیان باورنشی کولی چې د خپلو ادعاګانو د
منفی اړخونو په اړه ډآډ نه لري چې ګنې تل به پټ پاتې شي او نن دی که سبا د نقادانو له خوا به رسوا شی !
که نه ، نو د پتوال غوندې یو مخی او ساده مخی به صرف یو نفر پیدا کړې او هغه همدا خوشال دی، زمونږ دواړو اندتوګې
صرف ۵٪ اصتکاک لري، هدف مو یو دی ! خوشال ملی دیکتاتوری خوښوي که اسلامی هم وي، ، او زه اسلامی ولسواکی خوښوم چې ملی هم وي! نو زما ولسواکي هم
ملی او اسلامی ده او دده دیکتاتوری هم ملي او اسلامی ده ،
دئ هم ولسواکي مني خو په یو شرط چې هغه
ملی وي او له له غربیتوب نه مستثنی وي، او زه هم دیکتاتوري په یو استثنایي شکل منم چې هغه هم ملی او هم له هر ډول
حماقت څخه پاکه وي!
دئ به د ملی توب له پاره په دیکتاتورۍ دومره زور واچوي چې دفاشیزم خطر په کې شته، خو زه به د اسلامي ولسواکۍ
له پاره په ملی توب دومره ټینګار وکړم چې د هر اسلامی هیواد له پاره افغانستان د واقعی پرمختګ نمونه او د افغانانو له پاره
ملی امت واکی د ځمکې پرمخ یو جنت شی !
larghonay laraway
26.02.2012
السلام عليکم!
د افغانستان مظاهرې داسې دي لکه د طالبانو بې سره جګړې!
د دوی هدف معلوم نه دی او په دې هم نه پوهېږي چې د کوم هدف په خاطر مظاهرې کوي!
دوی يوازې اوريدلي چې (علي اباد ښار دی) . دوی يوازې هياهيو جوړولو ته مظاهرې وايي چې هيڅ په درد نه خوري.
په افغانستان کې هره ګړۍ د هدفمنو مظاهرو لپاره انګېزې شته خو لومړی بايد ولس شعوري شي چې ولې مظاهرې کوي؟ تر مظاهرو وروسته بايد څه وکړي؟
اوس خو په مظاهرو کې اکثره همغه خلک ډېر غورځي کوي چې په خپله هم د قرآن بې عزتي کوي!
د بې شعوره مظاهرو څخه به پردي همداسې ګټه پورته کړي لکه د طالب او کرزي له جګړو يې چې پورته کړې ده!
تاسو وګورئ چې په کورنيو چارو وزارت کې کار د ټلوالې د وزير نفرو وکړ او پړه يې په طالبانو واچوله چې دستوري طالبانو بيا مخکې تر مخکې ومنله!
زه وايم طالبانو خو د دې حکومت پر وړاندې جګړه جهاد بولي نو که په وزارت کې دومره نفوذ لري بسم الله خان ولې نه وژني؟
زما خبره:
اوسنۍ مظاهرې د امريکايانو تکتيک او يو ډول ازموينه ده او تر شا يې کومه توطيه روانه کړې ده!
امريکايانو طالبان د قطر په خبرو مصروف کړل،
حکومت يې د پاکستان او ايران سره په جلا غونډو مصروف کړ چې دستوري دي،
د پاکستان بلوڅ، افغانستان او ايران بلوڅو ته يې د بلوچستان جوړولو ډنډوره جوړه کړه،
د نړۍ سياسيون يې په رسنيو کې په تبصرو بوخت ساتلي
او يوازې عوام او ملايان پاتې وو چې بايد هغوی هم مصروف کړي چې د قرآن بې حرمتي يې وکړه،
دا چې تر شا يې کومه توطيه ده دا به يوازې امريکايانو ته معلومه وي خو مسلمانان او پښتانه که جهاد کوي، که مبارزه کوي او که مظاهره نو بايد شعوري قدم پورته کړي او خپل ريښتونی او روڼ هدف وټاکي!
نه دا چې د امريکا او د هغوی د نورو دبړه مارانو د سياسي توطيو ښکار شي!
مننه
ستاسو لاروی
پتوال
26.02.2012
لاروی صیب تاسو په په داخل کې پیښې له نږدې څارلی شئ، امریکایان ډلې تش مصرو[color=red:6423dedf84]فوي[/color:6423dedf84] او که ګوماري یې هم ،
که د روانو مظاهرو علت امریکایانو پلان کړی و فکر نه کوئ چې دقطر له خبرو سره به هم څه ناڅه تړاو ولری؟
په دې صورت کې به يې د عربی انقلابونو لارې ته سمول غواړي ؟
په کومه لار چې لږتر لږه دیکتاتوري ختمیږي ،
له امریکایانو سره یې اړیکي هم نه خرابیږي او له افغانستان څخه د امریکایی پوځونو
د وتلو له پاره هم ښه د وړو پوزه برابرېدای اودچا خبره ولسواکي او بشري حقوق به یې هم د افغانانو له پاره
د تحمل وړ شکل خپل کړي، ایا دداسې کومې طرحې شتون هم د پردې ترشا د تصور وړدی که څنګه؟؟؟؟
م . ق
26.02.2012
محترمو السلام علیکم ورحمة الله،
کوم خلک چې راپاڅیدلي او مظاهرې کوي، صرف د قرآن مجید د سپکاوي په وړاندې خپل احتجاج او د عاملینو محاکمه غواړي.
نه مظاهرې دومره پراخې او لويي دي او نه یې هدف د نظام پرځول، بدلول او یا د امریکایانو وتل دي ځکه یې نو نه انقلاب بللاي شو او نه انقلابیون.
د عربي انقلابونو سره په هیڅ توګه نه شي پرتله کیدلاي، د هغوي ترشا د امریکایانو او غربیانو لاس وو او هم مظاهرې سیاسي وې چې د نظام بدلون یې غوښتو او هم یې په راس کې پوهه، سیاسیونو او ښه قیادت وجود لرلو.
برعکس د افغانستان مظاهرې د دیني احساساتو عکس العمل دی، ترشا یې ښايي ایراني او پنجابي کړۍ د تخریب او ورانکارۍ لپاره شتون ولري،خو نه په راس کې سالم قیادت، پوهه او سیاسي رهبري لري، نه منظمې دي اونه په کومې سیاسي مفکورې ولاړې دي.
د عربانو غوندې انقلابونه بهرني پشتیباني، ملي احساس، سالم قیادت، منظم او متحد غبرګون، سیاسي پوهې،او اسلامي مفکورې ته اړتیا لري چې متاسفانه په افغانانو کې هومره ظرفیت او اهلیت نشته او نه په یو مشر راغونډیداي شي، هر یو یې خپله مشري، خپله ډله او خپل شخصیت غواړي، او نه دومره د نظر، فکر او نیت پراخوالی لري چې د اوږودمهالو اهدافو لپاره د عارضي او شخصي مفاداتو څخه تیر شي او په منظمه او دوامداره توګه د یو قیادت لاندې په متحده توګه سولییز پاڅون خپل کړي، افغانان نه ولسواکي پیژني او نه یې ورته اهمیت معلوم دی،او هغه یې چې د ولسواکۍ دعوې کوي په کلتوري توګه د افغانیت او اسلام څخه لیرې او دغربي تمدن شیدایان دي چې هغه ورسره بیا افغان ولس نه مني.
افغانان د اسلام په حقیقت او ماهیت هم خبر نه دي،بلکه د ټولنې د رواجونو او روایتونو ړانده مقلدین دي، خپله کومه مفکوره،ذهنیت او نظریه نه لري چې تور پرې د سپین څخه بیل کړي بلکه هماغې ته یې غوږ نیولی چې د نورو څخه یې اوري.
افغانان د یو شي ښه ماهرین دي چې هغې ته جنګ، جګړه او تخریب وايي.
افغانانو څخه یواځې د تورو او یا د سرو انقلابونو طمع کیداي شي چې د نورو په قوماندې د خپل مینځي وینې تویونې به بیع تمامیږي او فایده یې نورو ته رسي.
افغاني ټولنه نه پوره اسلام منلو ته تیاره ده او نه سمې ولسواکۍ ته،، او نه پکې دا دواړه د یونوم لاندې راجمع کیداي شي.
د افغانانو د فطرت سره یواځې دیکتاتوري، کوتک او ټوپک او یوه کلکه فوځي مارشل لاء جوړیږي کنه نو دا غرنی او سرکش قوم هیڅکله نه په خپل مینځ کې یو شوی او نه یې بهرنو ته سر ټیټ کړی.
مننه
larghonay laraway
27.02.2012
السلام عليکم!
مبارز صيب ښه تحليل ليکلی دی پتوال صيب محترم کاشکې افغانانو دومره طالع لرلی چې يو مثبت او مثمر انقلاب ورته څوک طرح کړي.
د امريکايانو د دې طرحې په اړه زما دوه تحليلونه دي:
۱ - په دې وختونو کې اوازې وې چې امريکايان بايد د باګرام زندان افغان حکومت ته حواله کړي چې زما په نظر د امريکايانو خوښه نه وه نو ځکه يې دا ډنډوره جوړه کړه او اوس جوته شوه چې افغان پوليس دا وړتيا نه لري!
۲- همدا راز د دې تر شا د ستراتيژيک تړون له پاره هم کار روان دی. نور نه استبداد ختمېږي، نه طالبان مالبان راولي او نه د عربو په څېر مثبت بدلون ته کار کېږي.
دا زما سرسري تحليلونه وو خو کيدای شي د امريکايانو نورې توطيې او دسيسې هم وي.
پتوال
27.02.2012
ستاسو له ځوابونو څخه مننه !
[quote:0aace64461]کوم خلک چې راپاڅیدلي او مظاهرې کوي، صرف د قرآن مجید د سپکاوي په وړاندې خپل احتجاج او د عاملینو محاکمه غواړي.
نه مظاهرې دومره پراخې او لويي دي او نه یې هدف د نظام پرځول، بدلول او یا د امریکایانو وتل دي ځکه یې نو نه انقلاب بللاي شو او نه انقلابیون. [/quote:0aace64461]
نتیجه :
۱- انقلاب تل په هدف پورې ، په سیاسی هدف پورې اړه لري، نه تش په مخالفت او مخالفت څرګندولو مرګ یاژوبلې او بري پورې، یعنې
د رژيم بدلون او هغه هم کیفي بدلون او هغه هم بیا غوره او مثبت کیفیت غواړي نسبت موجود رژیم ته !
که داسې وي نو آیا که د طالبانو رژیم تر اوسنی رژیم غوره او مثبت بدلون رامنځته نکړي انقلاب نشي ورته ویل کېدلای؟؟؟؟؟
۲ ـ دا خوځښت چې نه رهبري لری، نه هدف لږ تر لږه د اشغالګرو ویستل یې هم هدف نه دی ګرځولی، خو قهر او غصه او انزجار لري او پاڅون ته اماده دي، نو هڅه باید وشی څو یوه رهبری او یو سیاسی هدف ورکړل شي ، باید ټول هغه کسان چې د اوسني رژیم پر ضددي او په څه پوهیږي له دوی سره یوځای شي
او یو سیاسی هدف او جهت دغه بې هدفه، بې رهبرۍ او بې سیاسته حرکت ته وروبخښي !
که طالبان تیار رامنځته شوي پاڅون ته یو جهت او سیاسی هدف هم نشی ورکولای، نو معلومییږی چې یا په سر کې څه نه لري
او یا که لري يې نو محتوا به يې د ښکاره کولو نه وي چې له دوی سره یې شریکه کړي، او یا په داسې اړاو تړاو کې ښکېل دي چې
له ویرې یې ملی سیاسی محتوا هډو څرګندولای نشي !
نوپه داسې حالت کې خو که دوی قدرت ته هم ورسییږي آیا څه تمه او توقع ترې کېدلای شي؟؟؟؟
همدارنګه ټول هیواد میشته روشنفکران چې د اوسنی لاسپوڅي رژیم او اشغالګرو پر ضد لافې وهلی شی ، خو روان حرکت ته
نه هدف ټاکلی شی او نه یې رهبري کولای شي . دوی هم ملت او تاریخ ته د مفتخورۍ او د بې مسولیتۍ په احساس
تورن پړه او ملامت دي!
بیا نو د یو نوی غورځنګ د رامنڅته کولو غم باید وخوړل شی چې د موجوده هېڅ کومې وسله والې او غیر وسله والې
سیاسی ډلې ټپلې سره کمترین تړاو هم ونه لري !
راځئ چې سره ورکړو نور په خپلو کې لاسونه
.......................... راځئ چې سر نه وباسو د یو اوبل فکرونه
راځئ یوه کوټلې د اتوم غوندې هسته شو
......................... په ځواک د معنویت لکه د بیګ بینګ دماکه شو
رڼا د معنویت کړو راخپره په ټول افغان
............................. په پوهه-او معرفت له منځه وباسو شیطان
په سوله سیاسي جنګ په دوښمن وکړو وارونه
........................آرام په مونږ حرام چې څو يې وباسو غوږونه !
larghonay laraway
29.02.2012
السلام عليکم!
پتوال صيب روانې مظاهرې او مظاهره کوونکي يې کوم خاص او روڼ سياسي هدف نه لري خو ټلواله کوښښ کوي چې د خپلو اهدافو لپاره ترې ګټه واخلي!
دوی وېرېږي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ګډې غونډې منډې کوم سر ونه نيسي او د دوی قدرت او ځواکمني نيمه نه شي نو په همدې خاطر حتی الوسع کوښښ کوي چې مظاهرې په خپل هدف راوڅرخوي!
په کورنيو چارو وزارت کې امريکايان هم دوی په خپله ووژل او لاس يې د تېر په څېر په طالبانو پاک کړ او هغوی هم په ورين تندي ومنله!
په شينډنډ او ادرسکن کې د ټلوالې مربوطو حکومتي پوليسو خپل پوليسي موټر د مظاهرو مخې ته وروستل، په خپله ترې وتښتېدل، موټر او وسله يې ورته پرېښوده چې هغوی ترې د تاوتريخوالي په برخه کې ګټه واخلي!
تاسو که وګورئ نو د مظاهرو زور او ځوږ په هغو ولايتونو کې ډېر زيات دی چې په ټلوالې پورې مربوط دي. يعنې اکثره له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې په شمالي ولايتونو کې وشوې. په همدې ترتيب په نورو ولايتونو کې هم وشوې خو هلته يا د ټلوالې ملاتړي دي او يا يې د امنيې قومندانان په ټلواله پورې تړلې دي لکه په ننګرهار ولايت کې!
له طالبانو يا موجوده سياستوالو هيڅکله هم دا تمه نه کېږي چې يو بهير دې لارې ته سم کړي. دوی بېچاره ګان په خپله بې لارې دي نو نور به څه په لاره کړي. تاسو خپله په خپل ګريوان کې فکر وکړئ چې يو انپړ، بې سواده، ناپوه، صحرايي او معذور هم د چا سياسي او مذهبي رهبر کيدلی شي؟
بله دا چې پښتانه خو هغه د چا خبره (په ډنګ حيران دي) دوی کله شعوري لښکر جوړ کړی خو کله ترې ګل ملا ګټه اخيستې، کله ړوند ملا او کله ګلبدين او شابدين چې يو هم خير ورته نه دی رسولی او د ګډو په څېر يې په پرديو خرڅ کړي دي!
د يو شعوري او هدفمن خوځښت په تمه
ستاسو لاروی
khoshalkhan
29.02.2012
[quote:4c1027b33d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
له طالبانو يا موجوده سياستوالو هيڅکله هم دا تمه نه کېږي چې يو بهير دې لارې ته سم کړي. دوی بېچاره ګان په خپله بې لارې دي نو نور به څه په لاره کړي. تاسو خپله په خپل ګريوان کې فکر وکړئ چې يو انپړ، بې سواده، ناپوه، صحرايي او معذور هم د چا سياسي او مذهبي رهبر کيدلی شي؟
بله دا چې پښتانه خو هغه د چا خبره (په ډنګ حيران دي) دوی کله شعوري لښکر جوړ کړی خو کله ترې ګل ملا ګټه اخيستې، کله ړوند ملا او کله ګلبدين او شابدين چې يو هم خير ورته نه دی رسولی او د ګډو په څېر يې په پرديو خرڅ کړي دي!
د يو شعوري او هدفمن خوځښت په تمه
ستاسو لاروی[/quote:4c1027b33d]
بيادې کفر شروع کړی او زه هم په داسې لهجه درسره لګيايم ، لکه سړی
چې له چا سره ټوکې کوي... !
- دبهير روغېدل يانې څه ! ايا طالبي اسلامي بهير ،اشغالګراو لاسپوڅي په کنج
کې ندي تخته کړي ! ايا دا بهير مکمل ندی ? ايادا بهير جوړښت او دسيپلين نلري ?
زه پر دې ټولو خبر يم دوی هر شی لري !
- بل ته ولې د انپړ، بې سواده او معذورخبرې کوې ???
مشر ملا صيب بې سواده نده ، عالم دی په جهاد کې يې يوه ستر ګه له لاسه ورکړې
او ټول مسلمان اولس وياړ پرې کوي ! ته ولي دا صابونکي دپنجيانو خبرې تکراروې ??
له طالبي غور څنګ سره الحمدالله په زرګونو هغه افغانان او نورمسلمانان ولاړدي
چې په عصري غيرې ديني علومو کې ډېرې زياتي تجربي او کاميابې برنامې لري او
ډېر په کار پوهيږي که طالبان وروڼه مونږ ته اړتيا ولرې نو ولاکه ځيني انپړان په
سيانسي ، اداري او نورو امورو کې رانه تېر شي !!
په هربهير کې مهمه ده چې خلک په يوه سوبيکت راټولشي ، نن په مشر ملا صيب
پسې په زرګونو خلک تر ما پورې راټول شوي دي چې ډېريې له لوی ملا صيب نه
مشر ان او په ډېرو علومو اوخبرو زيات پو هيږي اوتجربې لري !
دطالب اجنډا :
د افغانستان ملي يووالی ،حاکميت او خپلوکه اراده اواداره!
- داشغالګرو او لاسپوڅيو شړل !
- اسلامي شريعي احکام ټينګول
- دانساني حقوقو احترام ،عدالت ، دننګ او ناموس ساتنه !
نور نو څه غواړې لرغونيه !
..Ahmadzai
29.02.2012
لرغونیه
خوله دې سمه خوځوه، دومره بې چوکاټه کیدل څه معنا لري!؟
بهیر به دې سم سي، غم یې مه کوه.
larghonay laraway
01.03.2012
السلام عليکم!
احمدزی خانه بې چوکاټه به نه غږېږې!
زما په خبرو کې يوه راوښيه چې غلطه وي نو بيا حق لرې چې بې چوکاټه خبرې وکړې!
زه خو وايم کرزي او وروڼو يې په امريکا کې هوټل درلود او ډېره بارزه سياسي مخينه نه لري، غلام دی او د امريکا د سوټي په زور افغانستان ته راغلی دی، بله دا چې په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې له غلا، فساد او مافيايي کارونو او ټلوالې ته له غوړه مالۍ بله لاسته راوړنه هم نه لري، نو دا بې چوکاټه خبره ده؟
ملا عمر له کومې ديني مدرسې او عصري ښوونځي څخه نه دی فارغ شوی او حتی خپل لمونځ يې هم سم نه زده کنه نو د ظواهري، اسامه او نورو په څېر دې يوه ويډيو خپره کړي چې خلکو ته پيغام ورکړي. خو هغه نه په خبرو سم پوهېږي او نه په اسلام ايا دا بې چوکاټه خبره ده؟
ملاعمر په خپله تېره دوره کې او په اوس لسکلنه جګړه کې يوازې پښتنو ته زيان رسولی، د هغوی ښوونکي يې وژلي، شتمن يې چور کړي، تارياک يې ډېر کړي، قاچاق يې ډېر کړي، د پښتنو په سيمه کې يې کلينيکونه، سړکونه، پلونه او پولګوټي،حتی د مدنيت نښې له منځه وړي او پښتانه يې د وحشت تورې کندې ته ورغورځولي ايا دا بې چوکاټه خبرې دي؟
له ISI څخه خو يې د چا هغه پير هم نه شي پاکولی نو ته خير چوکاټ څه ته وايې؟