د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان د شخړې د حل لپاره یواځینۍ اسان ترینه او لنډه فارموله!

م . ق
25.02.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د افغانستان د اوږدې او مغلقې شخړې د حل کولو لپاره یواځینۍ اسانه ترینه او لنډه لار او طریقه داده چې:

۱. ټول افغاني اطراف دې خپل مینځ کې یوه دودیزه او ساده جرګه راوبولي چې پدې جرګه کې د طالبانو، حزب اسلامي، د کرزي د ادارې او د شمالي ټلوالې عمده او بااختیاره مشران ګډون وکړي،پداسي حال کې چې د هرې ډلې مشران تر پینځو څخه زیات نه وي او پدې جرګه کې د دغو ۲۰ کسانو څخه پرته نور هیڅوک هم نه وي
۲. دوي دې اوسنی اساسي قانون او پارلمان لغو او کابینه ، ولس مشر دې فارغ کړي او پرځاي دې د خپل مینځ څخه یوه مؤقته کابینه او یوه څلور کسیزه مؤقته شوری جوړه کړي چې د څلور واړو اطرافو یو یو غړی پکې وي.
۳. دوي دې د نوي اساسي قانون جوړولو لپاره لویه جرګه راوبلي او اساسي قانون دې تصویب کړي.
۴. د اساسي قانون له مخې دې د ټولو ولایتونو څخه د لویې جرګې پواسطه یوه ولسي شوری جوړه شي، او ولسي شوری دې رئیس یا امیر د دولت وټاکي چې رئیس الدولة یا امیر الدولة به بلل کیږي.( البته د رئیس الدولة او ولسي شوري موده شرایط او اختیارات دې د لويي جرګې په واسطه په قانون اساسي کې وښودل شي)
۵. رئیس الدولة دې وزیران او والیان دولسي شوری په مشوره وټاکي.
۶. د یرغلګرو او نورو بهرنیو پالیسانو په اړه تصمیم دې ولسي شوری د وزیرانو او والیانو کابینه او رئیس الدولة په مشورې سره ونیسي.

نو دا سیسټم نه جمهوریت شو او نه هم آمریت بلکې د اسلامي اساساتو له مخې د شورائیت په اصولو ولاړ یو اسلامي دولت شو.
چې نه د اسلام او نه د جمهوریت له مخې کوم اشکال لري.
تاسو څه وایاست چې کوم اشکال لري؟؟؟؟ مرحبا بکم

فان قیل که چا وویل: چې دغه څلور ډلې خو د ټول ملت استازیتوب نشي کولاي او نه هم ورته د ټول ملت په هکله د تصمیم نیولو او خپلو کسانو حاکمولو حق حاصل دی؟

قلنا مونږ به ووایو: دغه ډلې صرف د مؤقتې دورې په وخت کې چې مؤقته شوری او مؤقته کابینه یې رهبري کوي پوري محدود دي ځکه چې د جګړې او قدرت ټول اړخونه همدوي دي نو په دې توګه به د لویې جرګې او ولسي شوری د ټاکلو د وخت پورې د جنګ نه لاس په سر وي او افغانانو ته به د یو سالم دولت جوړولو موقع حاصله شي.
اما ولسي شوری خو د لويې جرګې لخوا ټاکل کیږي چې د ټول ملت استازي به پکې وي همدارنګه رئیس الدولة به هم د ولسي شوري لخوا ټاکل کیږي چې د ټولو ولایتونو استازي به په ولسي شوری کې ګډون لري.
نو پدې توګه نه هم ولسي شوری او نه هم رئیس الدولة ددغو څلورو اطرافو لخوا ټاکل کیږي.

زه پوهیږم چې پدې طریقه کې به خامخا څه خامیانې او کمیانې وي نو تاسي یې د خپلې پوهې او تجربې له مخې بشپړه کړﺉ ترڅو لاډیره مؤثره او بهتره ثابته شي.

مننه او درنښت


م . ق
25.02.2012

داسې هم کیداي شي چې ولسي شوری (اهل الحل والعقد) رئیس/ امیر لویې جرګې ته معرفي کړي او لویه جرګه یې بیا وټاکي او که لویه جرګه یې رد کړي نو بیا شوری باید بل کس معرفي کړي.
او کنه نو بیا بل صورت داسې هم کیداي شي چې ولسي شوری درې یا څلور کسه په یوځاي معرفي کړي او بیا لویه جرګه په هغوي کې یو وټاکي.

نو پدې توګه دا یو افغاني سیسټم شو چې د اسلامي شورايت په بنسټ ولاړ دی، نه پارلماني نظام شو او نه ریاستي او نه هم مطلق العنان آمریت او امارت.
دا نظام به په نړۍ کې په افغاني اسلامي نظام پیژندل کیږي چې نوم به یې وي [color=white:a1afffe2b9]د افغانستان اسلامي ملي دولت[/color:a1afffe2b9]


پتوال
26.02.2012

مبارز صیب ښه بریمنه بحث ننګونکې او پوښتنپاله حلتوګه مو وړاندې کړې ده ، په زیار او هڅو مو برکت شه !

۱- په څلور اړخیزه جرګه مو ټول چارکیان دي او پاوکي نه لری يا من من دي او نیمنی په کې نشته، حال داچې حکومت او
شمالي ټلواله به دیو اړخ په توګه ځان که من ونه بولي نو نیمنی خو ځان ته وایی او طالبان هم ځان ترې (له نیمني) کم نشي بللی ،
یعنې دوی ځانونه دوه بشبړ اړخونه (نیمنی) بولي او نورو ډلو ته پاوکیان وایی !
نو
پاوکیان له نیمنیو سره په ډنډه برابر تلل به هيڅوک راسره ونه مني او د حزب د یو نماینده په مقابل کې به هره خوا له ۴- ۸ پورې استازي خپل حق بولي !

۲ - تاسو لیکلي :
[quote:5579b73ce7]- د ټولو ولایتونو څخه د لویې جرګې پواسطه یوه ولسي شوری جوړه شي، او ولسي شوری دې رئیس یا امیر د دولت وټاکي چې رئیس الدولة یا امیر الدولة به بلل کیږي.( البته د رئیس الدولة او ولسي شوري موده شرایط او اختیارات دې د لويي جرګې په واسطه په قانون اساسي کې وښودل شي)
۵. رئیس الدولة دې وزیران او والیان دولسي شوری په مشوره وټاکي. [/quote:5579b73ce7]

داسې ښکاري چې لویه جرګه مو انتسابي وي او انتساب به همدغه څلور ډلې په څلور اړخیزه جرګې د خپل خپل
استازي پواسطه کوي نو هره ډله به خپل خپل استازي لويې جرګې ته واستوي او همغوی به ولسی شورا ته هم خپل خپل استازي
ولیږي ، نو هر څه په پیرته د همدې څلورو ډلو شي، یواځې ملت په له هرڅه نه بهر او محروم پاتې شي ، آیا همداسې نه ده ؟؟؟

۳- د قانون مسوده به څوک جوړوي، څلور ډلې څلور مسودې نشی وړاندې کېدلای، ښايي د آسانئ له پاره مو اوسنی
اساسی قانون د مسودې په توګه وړاندې کول او نامطلوب ټکي او مادې ترې کټ کول او ځینې نور یې بدلول یا بشپړول
مطلب وي که څنګه ؟؟؟؟

۴- تاسې د حل یو ارزښتمن تخنیکی میکانیزم وړاندې کړی ، نه د حل اصول چې جوړه پرې وشي او بیا وروسته یې
تخنیکی میکانیزم چې موندل یې اسانه کار دی وموندل شی !

۵- له شورایت څخه مطلب د شپږمې پېړۍ د محدودو امکاناتو او ضروریاتو سره سم دحل او عقد انتسابی خاوندان نه، بلکې
د ۲۱ پیړۍ د خورا ډیرو ضرویاتو او براخه امکاناتو سره سم د حل او عقد انتخابي خاوندان دي ، صرف د انتخاباتو
شفافیت یې باید ښه په کلکه سره تضمین شوی اوسي او بس !

دروند مبارز صاحب، څنګه چې خبره په اصولو کې ده نو د اسلامی شورایت په اړه که د ایت او حدیث په رڼا کې د اړونده
نصوصو په استناد سره یوه غځېدلې تبصره وکړئ منندوی په مو یم !
والسلام

۴-


م . ق
28.02.2012

ډیر محترم مشر ښاغلي پتوال صاحب،
السلام علیکم ورحمة الله،
له څرګندونو څخه مو یوه نړۍ مننه، د اړونده پوښتنو ځوابونه او مشکلاتو لپاره لارې چارې لټول اسان دي خو له بده مرغه چې پدې اړه زمونږ وړاندیز اړونده اړخونو ته هیڅ ارزښت نه لري اصلا هغوي ټول دومره خپلواک نه دي چې په خپل سر یو تصمیم ونیسي او د هیواد د کړکیچ پاي ته رسولو لپاره په مخلصانه توګه یوې متفقې نقطې باندې غور وکړي او پرې راټول شي.
د بیلګې په ډول به د څلور اړخیزې شوری د نظارت او څارنې لپاره یو بې طرفه اسلامي او ملي شخصیت د رئیس په توګه وټاکل شي خو څوک به ورته غاړه کیږدي؟
نو پدې اساس د وړاندیزونو څخه هیڅ نتیجه په لاس نه راځي.
راځو د شورایت اصل ته د اسلام په مبارک دین کې:
شوری او مشوره په اسلام کې هغه اصل دی چې هیڅ فرقه ورڅخه انکار نشي کولاي او نه هم پکې اختلاف لري.
پدې اړه په قرآن مجید کې د سورة شوری په نوم مستقل سورة نازل شوی، الله رب العالمین د ریښتینو مؤمنانو په باره کې فرمايي: وامرهم شوری بینهم یعنې د دوي کارونه او معاملات د دوي په مینځ کې په مشورې سره دي.
د امر لفظ عام دی که هغه د دین امر وي که دسیاست امر وي او که د تجارت یا بله کومه معامله وي.
همدارنګه په سورة ال عمران کې الله رب العالمین رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: وشاورهم في الامر یعنې دوي (مؤمنانو) سره په کار کې مشوره کوه!
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو کرامو ټول امور په مشورې باندې بناء وو او همدا د خلفاء راشدینو سنت وو، که هغه لویي پریکړې وې او که وړې، منصب اعلی او ادنی مطرح نه وو بلکه هر کس غریب، مالدار، بې منصبه او منصبدار، ساده او هوښیار، زوړ او ځوان، کمزوری او پهلوان، تور او سپین، نر او ښځې هرچا کولاي شول مشوره ورکړي او مشوره واخلي.
پدې اړه به بیلګې، او اړونده نور نصوص سره د تفصیل په همدې لیکنه کې وروسته په لیکه کړم.

په دې بسنه کوم، پاتې لري........................


larghonay laraway
29.02.2012

السلام عليکم!
مبارز قرآني صيب ښه طرحه وړاندې کړې چې زه هم ورسره موافق يم خو د جرګې له سيسټم سره يې نه يم خوافق!
لومړی خو جرګه د پښتنو يو کليوال، وروسته پاتې او له ګڼو ناخوالو ډک زوړ او سوليدلی دود دی چې په سياسي برخو کې بايد ترې هيڅ کار وانه خيستل شي. حتی په کليوالو شخړو کې يې هم تر ګټې زيانونه ډېر دي.
زمونږ په هيواد او تاريخ کې هيڅ جرګه خپلواکه نه وه. ټولې جرګې چې شوي يا يې په دروغه رپورټ ليکل شوی او يا د پرديو له خوا شوې دي.
افغانستان يو شعوري مسلمان او پښتني ګوند ته اړتيا لري چې ټول ورسره په ايماندارۍ او پښتونولۍ ودرېږي او په شين زور په دې وطن کې ښه سياسي، مترقي او جمهوري نظام رامنځته کړي.
اوس که جرګه کېږي نو لومړی خو افغانستان د جرګې د لګښتونو توان نه لري او که له بهرنيو يې اخلي نو د اوسني حکومت په لاس به مصرف کېږي او خلک به راغوښتل کېږي چې دا به هم د تېرو توطیه يي جرګو يوه بله لړۍ وي.
پښتانه بايد په يو سياسي سسټماټيک ګوند فکر وکړي او ښه مخلص مشر ورته ولټوي. مشر هم بايد يوازې د يو کال لپاره وي او ميراثي نه وي. که هر څوک د دوی په سيسټم او تول پوره وو هغه به يې د ګوند مشر او غړي وي او که نه وو ترې تېرېږي به.
مننه
لرغونی لاروی


Naeem sadat
29.02.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

لاروی صاحب له مترقی نه ستا مطلب څه ده که زحمت نه وی درته لیږ یی واضح کړه


عادل عادل
29.02.2012

السلام علیکم

[quote:289d88202d]افغانستان يو شعوري مسلمان او پښتني ګوند ته اړتيا لري چې ټول ورسره په ايماندارۍ او پښتونولۍ ودرېږي او په شين زور په دې وطن کې ښه سياسي، [color=red:289d88202d]مترقي او جمهوري[/color:289d88202d] نظام رامنځته کړي. [/quote:289d88202d]

ښاغلی لاروی صاحب بهترین د حل او یوازنی عملي وړاندیز مو کړی دی،،، هغه چې ستاسو زړه ترې ظاهرا تک-شین دی هم په همدې مسیر استوار او ښه پّ احتیاط روان دي او که خدای کول د بري تر ټولو وروستي خو ستونزمن او پیچیده پړاو ته نږدې شوي دي، په دومره تفاوت چې له ژر یا وروسته حتمي بري وروسته به ستا د خوښې د [color=brown:289d88202d]مترقي/جمهوري[/color:289d88202d] پر ځای د ټول افغانستان د خوښې [color=white:289d88202d] سوچه اسلامي قانون [/color:289d88202d]نافذوي.

خدای وکړي ستاسو ستونزه له دوی سره وي نه د دوی له دین، عقیدې او سیاست سره!

څه چې د ځان لپاره خوښوو نو د خپل ورور لپاره یې ولې نه خوښوو.


khoshalkhan
29.02.2012

[quote:468a97d93b="larghonay laraway"]السلام عليکم!
لومړی خو جرګه د پښتنو يو کليوال، وروسته پاتې او له ګڼو ناخوالو ډک زوړ او سوليدلی دود دی چې په سياسي برخو کې بايد ترې هيڅ کار وانه خيستل شي. حتی په کليوالو شخړو کې يې هم تر ګټې زيانونه ډېر دي.
زمونږ په هيواد او تاريخ کې هيڅ جرګه خپلواکه نه وه. ټولې جرګې چې شوي يا يې په دروغه رپورټ ليکل شوی او يا د پرديو له خوا شوې دي.
[/quote:468a97d93b]
ياره لاروي ګله ميکروبي شوې يې ! دغه خبري خو ستميان کوي !
ظالمه په ( ان تيک) کې اول جرګې وې چې بيا پارلمانونه شول ، ان په زاړه روم ، ګرمانياميزوپوتانيا اونورو .... کې! نو که جرګه له پښتووباسي خو يوه پښه دې ور
کوډه کړه ، نو بيا دپښتنولي نارې مه وهه !

[quote:468a97d93b]افغانستان يو شعوري مسلمان او پښتني ګوند ته اړتيا لري چې ټول ورسره په ايماندارۍ او پښتونولۍ ودرېږي او په شين زور په دې وطن کې ښه سياسي، مترقي او جمهوري نظام رامنځته کړي.[/quote:468a97d93b]

شين زور! دازور به له کومه کوې ! زور دې د ټول په دالرو اخيستل شوی ، يوواځې
يو اسلامي طالبي زور شته چې اشغالګر او لاسپوڅي يې په کنج کې تخته کړي دي
، هغه خوبياتاسې فرهنګيان نه منی هره پروپاګنده او هر نوم پرې ږدۍ !
الله دې تاسو فرنګيانو ته هدايت وکړي ٠

[quote:468a97d93b]اوس که جرګه کېږي نو لومړی خو افغانستان د جرګې د لګښتونو توان نه لري او که له بهرنيو يې اخلي نو د اوسني حکومت په لاس به مصرف کېږي او خلک به راغوښتل کېږي چې دا به هم د تېرو توطیه يي جرګو يوه بله لړۍ وي. [/quote:468a97d93b]

دا پردې ما چې په يوه( دليمه )کې بند يې نه يې سرمعلوم دی نه يې پښې !

[quote:468a97d93b]پښتانه بايد په يو سياسي سسټماټيک ګوند فکر وکړي او ښه مخلص مشر ورته ولټوي. مشر هم بايد يوازې د يو کال لپاره وي او ميراثي نه وي. که هر څوک د دوی په سيسټم او تول پوره وو هغه به يې د ګوند مشر او غړي وي او که نه وو ترې تېرېږي به. [/quote:468a97d93b]
او لېونيه ! سسټماټيک ګوند يانې څه ? دا مفهوم دې دلته غلط دی ! پر دې ځای
کې يې اسعتمال غلط دی : ==> يو ګوند بايد سستماتيک کار وکړي !
دا چې سستماتيک ته څرنګه نورم او کچه ږدې هغه بايد په اول کې تعريف ، وڅېړل
اول کېښودل شي !

لا لا دې ، زوړ پتنګ نوی خوشال خان خټک !


پتوال
29.02.2012

السلام عليکم!
لاروی صاحب ستاسې [quote:286331f8a8]لالا ...زوړ پتنګ نوی خوشال [/quote:286331f8a8] ته به حق ورکړو چې جرګه لرغونې ده ، خو که هر ځومره لرغونې ده ، عصري او مودرنه هم ده :
ولسي جرګه او د مشرانو جرګه یې عصري سیاسی نهادونه دي، لویه جرګه هم د ولسواکۍ یو خورا ښه نهاد دی خو په یو شرط چې
هغه هم د مشرانو او ولسی جرګې ته ورته بشپړ شي،
ناپیلتوب، بېپلوي او خپلواکي یې خوندي شي ! ور سره ولایتی او ولسوالیزې او سیمه ییزې جرګې هم د سیاسی
نهادونو په غوره شکل واوړی ! مسولیتونه، صلاحیتونه او د کار اصول یې قانونا تنظیم او کنترول شی ! نوهله په له هغه شکل ځخه راووځي چې ته ورځخه داسې شکایت لرئ چې:

[quote:286331f8a8]لومړی خو جرګه د پښتنو يو کليوال، وروسته پاتې او له ګڼو ناخوالو ډک زوړ او سوليدلی دود دی چې په سياسي برخو کې بايد ترې هيڅ کار وانه خيستل شي. حتی په کليوالو شخړو کې يې هم تر ګټې زيانونه ډېر دي.[/quote:286331f8a8]

خو دا ټولې قانوني جرګې به هم هېڅ ګټه ونکړي چې د خلکو شعور او دهغې اساس ټولنیز اقتصادي، سیاسی، حقوقي ،
کلتوري ایدیالوژیکي مناسبات وروسته پاتې وي ! زمونم ټول تاریخ لکه د ملانصرین خر ډېر سست او کوند (( روان ؟ )) دی
اقتصادي پرمختګ او ولسواکي هغه نوشادر دي چې ددې خره په کونه کې ایښودل یې تاریخ ته انرژی ، تحرک او چټکتیا وربښي .
هو ! که ملی او اسلامي کنترول پرې نه وي نو دا انرژي او نوشادر به دخر لغتې او خرینجکې هم رامنځته کړي او د ترقۍ ځخه به یې ورانی ډیر شی !
خو که افغانان په ملي او اسلامي چوکاټ کې ستا

[quote:286331f8a8]ښه سياسي، مترقي او جمهوري نظام رامنځته کړي[/quote:286331f8a8]
نو په هغې کې ولسواکي او اقتصادي علمی او تخنیکي پرمختګ ټول خوندي وي، بې له شین او سور زور ، زورواکۍ ، جبر او اختناق څخه !
خو دا نه د شعوري مسلمانۍ او نه د شعوري پښتونولۍ او نه دکوم ګوند کار دی، بلکې دا د ټولنې د سیاسی
شعور کار دی، چې یواځې او یواځې د ولسواکۍ پواسطه وده کوي او د اقتصادی، د ملي او اسلامي، علمی، کلتوري
پرمختګ سبب ګرځي ! نو یو نطام ته څنګه مترقي ویلی شو چې ولسواکي په کې نه وي ، به وچ ، شنه ، سره یا تور زور
او زورواکۍ ولاړ وي؟
او یو نظام ته څنګه جمهوري ویلی شو چې ولسواکي (= جمهوری ریاست ملی شورا او اداري ارګانونو ) ټولټاکنې په کې نه وي؟؟؟
آیا جمهوریت دانتخابیت اصل تطبیقولو یعنې دېموکراسۍ ته نه وایي ؟؟؟؟
الحمد لله چې په اسلام کې هم دوه برخې دي :
لومړی شریعت او نور دیني اوامر او نواهي، او دوهم د ژوندانه امور، چارې او ټولنیږې معاملې دي چې سیاست یې تنظیموي
او د هغوی له پاره اسلام پر مسلمان ولس شورایت واجب کړی دی ! دغه اسلامي شورایت دومره پراخه لمن لري چې جمهوریت او ولسواکي ټول په ځان کې رانغاړي او د ټول مسلمان ولس او امت ددین او دنیا خیر په کې خوندي دی ،
خو که چیرې د قدرت ملا او طالب يې ومني او دغه الهی امر ته تن کیږدي! ټول فساد ، اختناق ، ظلم، جنګ جګړې
ناورینونه ، طوفانونه او قیامتونه بر مسلمان ولس او مسلمان امت ځکه راغلی او تکرایږي چې دینواکو ، ملایانو او طالبانو
په عصری کچه د اسلام د شورایت اصل ته چې سیاسی ډګر دی تن نه دی ایښی او په سیاسی ډګر کې مسلمانان تل سرماتي ،
غاښ وتلي او په تلپایه ناکامۍ اخته پاتې دي ! د مسلمانانو کرکه له ملا او طالب سیاستوال څخه هم په همدې
ستره، ژوره او اوږده تاریخي ناروغتیا او نیمګړتیا بنا ده ! او په همدې اساس اسلامي خلافت (= امتواکي )
هم په سلطتني او شاهی دیکتاتوریو ، قومي او پوځي او آن فاشستی رزیمونو اووښتي دي !
والسلام !


م . ق
29.02.2012

په تېر پسې.....پاتې برخه:

د یادونې وړ (بخښنه غواړم د وخت د کمبود په اساس خپله لیکنه په وړو وړو برخو کې وړاندې کوم ترڅو د محترم پتوال صیب په غوښتنه مفصله او غځیدلې لیکنه ترې جوړه شي)

د خپلو اصحابو سره د نبي صلی الله علیه وسلم د مشورو په باره کې ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمايي: ما رأيت أحداً أكثر مشورة لأصحابه من النبي صلى الله عليه وسلم. رواه الشافعي والبيهقي.
ژباړه: ما بل هیڅوک د خپلو ملګرو سره په مشوره کولو تر نبي صلی الله علیه وسلم زیات نه دی لیدلی، یعنې هومره چې نبي صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو سره مشورې کولې بل چا دومره ډېرې نه دي کړي.
د بیلګو د جملې څخه د احد په غزا کې د نبي صلی الله علیه وسلم مشوره د اصحابو سره چې په مدینه کې پاتې شي او یا د جنګ لپاره احد ته وځي، د ډیرو بهادرو ځوانانو رایه دا وه چې باید جنګ ته وځي او نبي صلی الله علیه وسلم د هغوي په مشوره ووتو، دا چې هرڅه پیښ شو د هغې څخه وروسته هم الله رب العالمین رسول الله علیه وسلم ته وفرمایل چې: فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ: پس عفو ورته کوه، بخښنه ورته وغواړه او په کارونو کې ورسره مشوره کوه!
قرطبي ددې ایت په تفسیر کې د ابن عطیة څخه قول رانقل کړی : والشورى من قواعد الشريعة وعزائم الأحكام، ومن لا يستشير أهل العلم والدين فعزله واجب، هذا ما لا خلاف فيه. ژباړه :او شوری د شریعت د اصولو څخه او لوړو عزمت لرونکو احکامو څخه ده او څوک چې د دین او علم د خاوندانو سره مشوره نه کوي نو دهغه لېري کول واجب دي، دا هغه مسئله ده چې هیڅ اختلاف پکې نشته.
په قرآن مجید کې په یو ډیر کوچني کار باندې هم د مشورې کولو تلقین راغلی د بیلګې په ډول د تي رودونکي ماشوم د بیلولو فیصله پدې شرط جایز ده چې د خاوند او ښځې دواړو په رضا او مشورې سره وي لکه څرنګه چې فرمايي: فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُر ٍفَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ژباړه: کچیرته دوي دواړه (خاوند او ښځه) اراده وکړي د بیلولو (د ماشوم د تي څخه) د دواړو په رضا او مشورې سره نو بیا هیڅ باک نشته پر دوي.
د رسول الله په سیرت او اسوة حسنة کې مونږ ګورو چې په هر کار کې یې د ښځو او نرو سره مشوره کړې لکه د بعثت په باره کې د حضرت خدیجه رضی الله تعالی عنها سره، همدارنګه یې د بدر د بندیانو په باره کې د حضرت ابوبکر او عمر سره مشوره کړې، د غزوة خندق په ورځ د مدینې د میوو په باره کې د د دواړو سعدینو سره مشوره، د حدیبیې په باره کې د ام سلمة سره مشوره، دا رنګه نور ډیر مثالونه.
د نبي صلی الله علیه وسلم نه پس خلفاء راشدینو د هغه په نهج او اقتداء سره دغې کار ته دوام ورکړی وو، حضرت ابوبکر ځان سره عمر رضی الله تعالی عنه په هغه وخت کې د مشورې لپاره ایسار کړو کله یې چې د اسامة لښکر لیږلو، په همدې ډول حضرت عمر ځان لپاره د شوری یو مجلس جوړ کړی وو او حتی د حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه چې کوچنی وو هم مشوره اغیسته، د حضرت حفصې رضی الله عنها څخه یې هم د غازیانو د رخصت د مدت په معلومولو کې مشوره اغیستې وه.
دا وو د مشورې د اهمیت په هکله یو ځغلند نظر، وروسته به د مشورې د اصولو او اهلیت په هکله یو څو خبرې وکړو او بیا به ورپسې په خپلې اصلي موضوع باندې تمرکز وکړو چې هغه ده په سیاسي امورو کې د شوری اصل، هغه شوری چې په رسمي توګه په اقتدار کې د اختیار څخه برخمنه وي.

نور بیا پاتې لري.................


م . ق
29.02.2012

د ښاغلي لاروي صیب د څرګندونو په باره کې باید په لنډه توګه ووایم چې:

جرګه د پښتو داسې اصل او اساس دی لکه په اسلام کې د شوری اصل او اساس.
بې له جرګې پښتو پښتو نده، او بې له شوری اسلام اسلام ندی!!

جرګه د پښتنو او پښتونوالې کلتور او ثقافت دی، د غربي نام نهاد تمدن او دیموکراسۍ لپاره د ترقۍ په نامه د جرګې مردودول د پښتني کلتور او پښتونوالې جنازه ویستل دي.

جرګه که په هر شکل او میتود وي بیا هم جرګه ده خواه که هغه په یو مجهز عمارت کې د کانفرانس په شکل وي او که په پټیو کې د پولو په سر په څادرونو سره د ناستې په شکل.

ترقي په پینټ شرټ، نکټايي او کلین شیو کې نده! ترقي د ساینس ټکنالوژۍ او عصري علومو او تخنیکونو لاسته راوړنه ده ولو که په ولسي څادر پکول او قراقول کې وي.
او که څوک غربي تمدن، دیموکراسي وغیره ترقي نوموي نو خپل کلتور او تمدن ته احترام نه لري او په لوي لاس د اغیارو په ګټه د خپل ملت پخې وهي.

اسلامي شوری او اسلامي نظام په مترقي او عصري وسایلو سره هم مینځ ته راتلاي شي ځکه نو اسلام د عصري وسایلو مخالفت نه کوي او نه د ترقۍ سره کوم اشکال لري.

امان الله خان که د کمال اتاترک په تقلید غربي کلتور د ترقۍ په نوم په افغانانو نه تحمیلولاي نو په وړاندې به یې انګریز ته پلمه په لاس نه ورتله چې بچه سقاو او ګوډ ملا ورته ولمسوي!
هغه کولاي شول د افغاني کلتور په چوکاټ کې یې خلکو ته عصري زده کړې، ساینس او تخنیک وړاندې کړاي واي.
ومو نه لیدل پګړۍ چې هم په تخنیک سره استعمال شي د رباني غوندې مطرح کس هم له مینځه په اسانه سره وړي، همدارنګه مثبت کار ترینه هم اغیستل کیداي شي.

مننه او درنښت


larghonay laraway
04.03.2012

السلام عليکم!
بحث د مبارز قرآني پر وړاندې شوې موضوع ؤ چې د افغانستان د ستونزې حل لارې يې په ګوته کړې وې او جرګه يې هم وړانديز کړې وه چې ما يې له جرګې سره مخالفت وښود او دوستانو لاندې غبرګونونه وښودل:
عادل صيب ليکلي:
[quote:71deb88ae8]خدای وکړي ستاسو ستونزه له دوی سره وي نه د دوی له دین، عقیدې او سیاست سره! [/quote:71deb88ae8]عجيبه خبره دې ليکلې ده؟
عادل صيب ! زه د اسلام دين ته تسليم يم او عقيده مې د توحيد ده زه له هيچا سره شخصي ستونزه نه لرم. زه اصلا د طالبانو د سياست او عقيدې په اړه انديښنه لرم. د چا رهبر چې امي وي نو د هغوی به سياست او عقيده څه وي؟ (وکان بني اسرائيل تسوس هم الانبياء اذا هلک نبیهم خلف نبيهم) خدای دې وکړي چې عربي عبارت مې سم ليکلی وي. نو د محمدي دين د اسلام وارثان ديني علماء دي ايا د طالبانو رهبر ديني عالم دی؟
عادل صيب وايي:
[quote:71deb88ae8]څه چې د ځان لپاره خوښوو نو د خپل ورور لپاره یې ولې نه خوښوو.[/quote:71deb88ae8]
زه خو همدا وايم. زه په خپله دغه دی لګيايم او ستاسو جناب سره چټنګ کوم نو دا مې هيڅکله هم نه ده پيرزو چې يو هلمندی، کندهاری او بل مسلمان پښتون دې د ملاعمر د جاهلې ډلې له وېرې بې زده کړې، بې تخنيکه او بې کلينيکه پاتې شي!

زوړ پتنګ او نوي خوشحالخان ليکلي:
[quote:71deb88ae8]ظالمه په ( ان تيک)کې اول جرګې وې چې بيا پارلمانونه شول ، ان په زاړه روم ، ګرمانياميزوپوتانيا اونورو .... کې! نو که جرګه له پښتووباسي خو يوه پښه دې ور
کوډه کړه ، نو بيا دپښتنولي نارې مه وهه ![/quote:71deb88ae8]
پتنګ لالا ما خو همدغه ژړوي چې په خپله پښتانه د پښتنو د وروسته پاتې توب او په تيارو کې ساتلو عاملين دي. ايا ستا په نظر پښتون د کابل د ټلويزيون د غره کوم کاڼی دی چې په هيڅ شکل بايد نوی او بدل نه شي او همغه زاړه او وراسته دودونه وپالي؟
د (ان تيک) په وخت کې خو د خلکو دين او عقيده هم بدله وه نو اوس يې ولې نه پالې؟
ليونيه نړۍ په کومه روانه ده او ته په کومه روان يې؟
په جرګه کې يوه ماشومه، معصومه او د مور په غېږه کې نجلۍ د يو لنډغر، صحرايي، بدمعاش او قاتل قرباني کېږي، د هغه د جرم په بدو کې ورکول کېږي څو يو لنډغر او قاتل له مرګه بچ شي! دا نو کومه پښتو، اسلام او ترقي ده؟
داسې ګڼې بېلګې دي چې جرګه يعنې جګړه. چېرته چې جګړه وي، هلته به جرګه وي.
پتنګ لالا ايا يوازې پښتانه آريايان دي که نور څوک هم شته؟ هغوی ولې زاړه او وراسته دودونه نه ساتي؟ ځکه چې ستاسو غوندې روڼ اندي نه لري!
ته کوښښ کوه چې پښتانه په زړو دودونو کې وساتې او زه به هڅه کوم چې دا خيرن ګردونه ترې څنډوهم!
پتنګ لالا زياتوي:
[quote:71deb88ae8]شين زور! دازور به له کومه کوې ! زور دې د ټول په دالرو اخيستل شوی ، يوواځې
يو اسلامي طالبي زور شته چې اشغالګر او لاسپوڅي يې په کنج کې تخته کړي دي
، هغه خوبياتاسې فرهنګيان نه منی هره پروپاګنده او هر نوم پرې ږدۍ !
الله دې تاسو فرنګيانو ته هدايت وکړي ٠[/quote:71deb88ae8]
د طالب او دبړه مارو فرهنګيانو او کرزيانو زور داسې دی لکه د ماشومانو بالون! رښتيا هم دوی زور نه لري او امريکايانو د بالون غوندې پړسولي دي خو دا هم واوره چې (د ولس زور د خدای زور دی) خو که زه او ته يې دISI او CIA قرباني نه کړو او سمې لارې ته يې رهبري کړو! دا چې ته خپلو بچيانو ته [color=green:71deb88ae8]شنه لينزونه[/color:71deb88ae8] او [color=olive:71deb88ae8]زېړ پلاستيکي ويښتان [/color:71deb88ae8] اخلې څو له المانيانو سره يو خېل شي او پښتنو ته زاړه دودونه غواړې نو دا انصاف نه دی ، بيا يې همداسې ورانه وبوله!

پتوال صيب ښه او منطقي ليکنه کړې خو ځينې ځايونه يې لکه چې ما سم درک نه کړل ځکه ده ليکلي:
[quote:71deb88ae8]جرګه لرغونې ده ، خو که هر ځومره لرغونې ده ، عصري او مودرنه هم ده :
ولسي جرګه او د مشرانو جرګه یې عصري سیاسی نهادونه دي، لویه جرګه هم د ولسواکۍ یو خورا ښه نهاد دی خو په یو شرط چې هغه هم د مشرانو او ولسی جرګې ته ورته بشپړ شي او...[/quote:71deb88ae8]
پتوال صيب باور وکړه چې لومړی پارلمان ته د جرګې نوم ورکول يوه تېروتنه ده!
ځکه جرګه خپل زاړه او وراسته دودونه لري چې هغه يو هم په پارلمان کې نشته. پارلمان د يو هيواد قانون جوړوونکی ځواک دی او جرګه له اسلامي، ډيموکراټيک قانون او مدنيت سره په بشپړ ټکر کې ده!
د جرګې بې ځايه ستاينو خو دې ته لاره جوړه کړه چې د افغانستان پارلمان ته پښتانه بې سواده جرګه ماران هم لار ومومي. د افغانستان يو شمېر روڼ اندو همدا دروغجنه دعوه کوله چې پښتانه جرګه ماران مشران په قانون ښه پوهېږي نو بايد په اساسي قانون کې د پارلمان د غړيتوب لپاره زده کړه شرط نه شي. اوس هغه بې سواده پښتانه چې پارلمان ته تللي نه په قانون پوهېږي، نه په خپل کار پوهېږي او نه هم په کومه کميټه کې د فرعي قوانينو په کومه مسوده نظر ورکولی شي! حتی د خپل معاش د لاسليک ځای بل څوک ورښيي او دوی په کې ګوتې لګوي!
پتوال صيب وايي:
[quote:71deb88ae8]نو یو نطام ته څنګه مترقي ویلی شو چې ولسواکي په کې نه وي ، به وچ ، شنه ، سره یا تور زور او زورواکۍ ولاړ وي؟[/quote:71deb88ae8]
زما هدف دلته له زور څخه کوم شاهي يا استبدادي نظام نه دی بلکې د قانون حاکميت دی چې په هرچا تطبيق شي اوس په افغانستان کې نه جازات شته او نه هم مکافات!
مبارز صيب ليکلي:
[quote:71deb88ae8]جرګه د پښتو داسې اصل او اساس دی لکه په اسلام کې د شوری اصل او اساس.
بې له جرګې پښتو پښتو نده، او بې له شوری اسلام اسلام ندی![/quote:71deb88ae8]مبارزصيب نو (لکه) څه معنی؟
ايا جرګه مشوره يا شورا ده؟ نه! هيڅکله نه!
جرګه او شورا ګڼ توپيرونه لري. جرګه يو لرغونی، زوړ دود دی او شورا يو اسلامي امر دی! د جرګې هيڅ شی له شورا سره نه دی برابر. شورا له پوهو خلکو سره کېږي او جرګه د کلي څو خلات خواره او مچلغه خواره کوي چې له همدې لارې ډوډۍ خوري!
مبارز صيب پينټ، پتلون، څادر او ټايي هم ياده کړې چې دلته پرې د بحث ځای نشته او هيچا هم نه دي ويلي چې تمدن په څنګه لباس کې دي؟
مبارز قرآني صيب زياتوي:
[quote:71deb88ae8]امان الله خان که د کمال اتاترک په تقلید غربي کلتور د ترقۍ په نوم په افغانانو نه تحمیلولاي نو په وړاندې به یې انګریز ته پلمه په لاس نه ورتله چې بچه سقاو او ګوډ ملا ورته ولمسوي!
هغه کولاي شول د افغاني کلتور په چوکاټ کې یې خلکو ته عصري زده کړې، ساینس او تخنیک وړاندې کړاي واي. [/quote:71deb88ae8]
لومړی خو دا چې ما هيڅکله هم نه دي ويلي چې زده کړې دې په غربي يا اروپايي جامه کې وروښودل شي. باور وکړه له پاکستان سره د ټول نفرت سره سره مې د پاکستانيانو يو دود ډېر خوښېږي چې پنجابيان يې هم خپلو دفترونو ته په خپلو جامو کې ځي او پښتانه يې هم. جامه او جرګه دوه بېلې خبرې دي چې له مبارز څخه ګډوډې شوې دي!

بله دا چې که خبره د افغاني کلتور وي نو کرزي خو چپن د ازبيکانو، قرقولي د شمال د تاجيکو يا پخوانيو کابليانو او جامې د پښتنو اغوستي او تر اساسي قانون هم جرګې ته ډېر ارزښت ورکوي نو ايا وطن يې جوړ کړ؟
ايا د ګوډ ملا پر ځای يې ورته ړوند ملا ونه لمساوه؟
د ارګ په څو مترۍ کې جنايتکار دوستم شراب وڅښل او په خپل رقيب اکبر بای يې جنسي تېری وکړ او کرزي د افغاني دود جرګې له لارې سره پخلا کړل نو په دې وطن جوړېږي؟

مبارز صيب ! شکر چې د هغې نجلې ورور، پلار او خواخوږی نه يې چې همدا سږ کال به د ورور، تره او بل لنډغر قاتل د قتل په بدو کې ورکړل شوې وي!
مبارز صيب ! شکر چې د هغې نجلې ورور، پلار او خواخوږی نه يې چې پلار يې د تارياکو په سوداګرۍ کې تاوان وکړ او د پښتنو جرګې د پوروړي يوولس کلنه لور څلوېښت کلن قاچاقبر ته ورکړه څو يې پور ورخلاص شي!
شکر چې د هغه ځوان څه نه کېږې چې خپله ښځه يې وه خو جرګې په بدو کې يوې بلې ته په زور راضي کړ چې نکاح ورسره وکړي!
ښه دی چې د هغې پتمنې څه نه يې چې د ناموس په نامه بل کور ته ورشړل شوې ، توره شوې، وژل شوې او د پښتنو جرګې په کې خپل خلات اخيستی او د ورستو دودونو له مخې يې پرېکړه کړې ده!
ښه دی چې هغه کونډه دې نه ده ليدلې چې د اسلام او ډيموکراسۍ د اصولو پر خلاف د جرګې د پرېکړې له مخې واړه ليوره ته نکاح شوې ده!
اوس يې ځای نه دی چې زه د پښتنو د جرګې نيمګړتياوې او ناوړه دودونه درته وښيم خو يوه ورځ به پرې بحث وکړو.
زما خو همدا شعار دی چې (چېرته چې جګړه وي، هلته جرګه وي)
په يوه پاړسيوانه سيمه کې به هم د پنځوس کلونو اوږده خپلمنځي دښمني ونه ګورۍ خو پښتانه وايي (چې پلار دې سل کاله وروسته وګټلو نو بيا دې هم بيړه وکړه)
بيا هم د مبارز قرآني صيب بحث ته وړاندې شوې موضوع ته راځم چې د افغانستان د ستونزو د حل له لارو بايد جرګه وباسو ځکه چې جرګه ستونزې نه حلوي بلکې ناوړه دود دی چې ستونزې زېږوي!
[color=#444444:71deb88ae8][/color:71deb88ae8]


پتوال
04.03.2012

ددروند لاروي صیب هدف زمونږ او ستاسې له تصور سره سمون خوری ، مونږ ددولت په سیاسی او اداری چارو کې
شورا ګانو ته د پښتو نوم جرګه ورکول غواړو او په اصطلاح غواړو ووایو دا شوراګانې د افغانانو د جرګو عصریترین او مهمترین
شکلونه دي ، دومره مهمترین چې ددولت اداري او سیاسی چارې تنظیموي!
معنی داچې ددموکراسۍ د یو پخوانی عنصر نوم صرف په سمبولیکه توګه د عصري ولسواکۍ سره وصلوو، څو د واسواکۍ
تعمیم یوه ملي بڼه ولري او بالکل پردی بهیر ښکاره نشي! جهت یې دا نه دی چې شورا دې جرګې ته راکښته شي
، بلکې جرګه باید د شورا او مشورې بڼه اختیار کړی ! په دې ډول کلیوالې جرګې د ولسوالۍ په موجودیت کې
د قبایلی خانانو ملکانو او مشرانو جرګه بیا نه ده، بلکې د ولسواکۍ په لسیزه کې به د ولسوا له خوا کله ناکله یوه نیمه شخړه د حل
له پاره جرګې ته ورسپارل کیدله،خو د ولسوالۍ له خوا به یې جریان او نتیجه د ملکانو په لاس څارل کېده او ولسوالۍ ته
به يې نتیجه له ټول راپور سره تسلیموله ، بیا به له جاننبینو څخه پوښتنه کېدله چې قناعت لرئ او که محکمې ته مو
دوسیه وسپارو، نو که یو اړخ به هم محاکمه غوښتله نو د جرګې فیصله به ماته اعلامېدله او نوره به موضوع
محمکې پرمخ وړله ! په دې جرګو کې چا رشوت او پټې معامله ګرۍ نشو ې کولای ! خو کله چې د حکومت
د نه شتون یا ضعف له کبله وروستی واک د کلی جرګې ته په لاس ورشي نو بیا قبایلی جرګه شی ټولې هغه چټلۍ
چې امکان لري او لاروي صیب په ګوته کړي په کې رامنځته کیږي . چې کرکه ترې یو متل داسې بیانوي چې وایي :

[color=red:0706a0222e]خدای دې د جرګې له زوره او د ملا له توره ساته ! [/color:0706a0222e]


پښتون.
04.03.2012

سلامونه مشرانو!
د عنوان په لیدلو سره مې دا فکر وکړ چې له خیره سره لاره بلکل لنډه شوې ده او ډیر زر د سولې خواته روان یو.
یو څه وخت مخکې هم ښه ګرم ګرم بحثونه روان و ،او زړه کې مې دا هیله پیدا شوه چې له خیره سره زمونږه د ټول افغان مشران د سولې او د افغانستان د جوړیدو لارې ته نږدې شوی او یا بلکل ورداخل شوی دی.
او اوس هم دا هیله لرم چې ستاسو د کوښښونو او مبارزې ثمره خوږه وي او ګران افغانستان په جوړیدلو کې اړینه ونډه ولري.
مننه


م . ق
04.03.2012

[quote:83a42bcc7e="larghonay laraway"]مبارزصيب نو (لکه) څه معنی؟
ايا جرګه مشوره يا شورا ده؟ نه! هيڅکله نه!
جرګه او شورا ګڼ توپيرونه لري. جرګه يو لرغونی، زوړ دود دی او شورا يو اسلامي امر دی! د جرګې هيڅ شی له شورا سره نه دی برابر. شورا له پوهو خلکو سره کېږي او جرګه د کلي څو خلات خواره او مچلغه خواره کوي چې له همدې لارې ډوډۍ خوري!
مبارز صيب پينټ، پتلون، څادر او ټايي هم ياده کړې چې دلته پرې د بحث ځای نشته او هيچا هم نه دي ويلي چې تمدن په څنګه لباس کې دي؟ [/quote:83a42bcc7e]

لاروي صیب،
د (لکه) لفظ ته اداة التشبیه ویل کیږي او تشبیه من کل الوجوه نه وي، د زید کالاسد دا معنی نه ده چې زید هم د زمري پشان لکۍ لري.
دلته هم د تشبیه څخه زما مراد دا دی چې لکه څرنګه چې په اسلامي نظام کې شوری اهمیت لري او اساسي شی دی همدا رنګه په پښتو او پښتونواله کې هم جرګه د همدومره اهمیت او اساسي حیثیت څخه برخمنه ده.
پاتې شوه د لباس په هکله نو خبره په جرګه او ترقۍ کې وه، جرګه د کلتور یوه برخه ده، او ما دا واضحه کول چې ترقي د کلتور په پریښودلو لاسته نه راځي، د کلتور په جزئیاتو کې لباس هم راځي او بعضې خلک د خپل دغې کلتور پریښودل ترقي نوموي، نو ما د موضوع ټول اړخونه روښانه کړل ترڅو څوک پداسې اشتباه او غلط فهمۍ کې واقع نشي.

لرغوني صیب لیکلي:
[quote:83a42bcc7e]لومړی خو دا چې ما هيڅکله هم نه دي ويلي چې زده کړې دې په غربي يا اروپايي جامه کې وروښودل شي. باور وکړه له پاکستان سره د ټول نفرت سره سره مې د پاکستانيانو يو دود ډېر خوښېږي چې پنجابيان يې هم خپلو دفترونو ته په خپلو جامو کې ځي او پښتانه يې هم. جامه او جرګه دوه بېلې خبرې دي چې له مبارز څخه ګډوډې شوې دي![/quote:83a42bcc7e]
تا نه دي ویلي خو زه وایم چې لکه د کابلیانو غوندې په لوکس لباس ترقي نه کیږي.
خبره یواځې د جرګې پورې محدوده نه ده اوس داچې ته ورسره حساسیت لرې نو یواځې همداجرګه درته سترګو سترګو ته کیږي،تا خپله خبره مترقي کیدلو ته اړولې وه نو بیا دې ته اړتیا وه چې مترقي کیدل له هر اړخه وڅیړل شي چې ایا د خپل کلتور منجمله لباس او ژبې په پریښودلو سره راځي او کنه ترقي بل څه ته وايي.
نو زما خبرې ګډې وډې نه دي، هرپوه کس پرې پوهیږې چې د یوبل سره څومره ژور ربط لري نو اوس داچې څوک پرې ځان نه پوهوي ښايي څه مشکل لري.

تاسو بیا لیکلي:
[quote:83a42bcc7e]بله دا چې که خبره د افغاني کلتور وي نو کرزي خو چپن د ازبيکانو، قرقولي د شمال د تاجيکو يا پخوانيو کابليانو او جامې د پښتنو اغوستي او تر اساسي قانون هم جرګې ته ډېر ارزښت ورکوي نو ايا وطن يې جوړ کړ؟[/quote:83a42bcc7e]
کرزی د کلتور مثال نه دی، پدې هرڅوک پوهیږي چې د کرزي دغه کار یو مکر او منافقت دی ترڅو د خپلو ګټو لپاره ټول خوشحاله کړي او په چپن کې یې ځان سره ځاي کړي، که کرزی رښتینی واي نو دخپل قندهار لباس به یې په نره اغوسته خو پدې هرڅوک پوهیږې چې د بل چا مزدور او د صلیبیانو په اوږو سپور راغلی دی نو چپنه نه چې د کعبې غلاف هم واغوندي څوک پرې باور نه کوي، جرګې هم د خپلو ملګرو او لاسپوڅو سره کوي ترڅو ځان ته د اوړو پوزه کیږدي.

[quote:83a42bcc7e]ايا د ګوډ ملا پر ځای يې ورته ړوند ملا ونه لمساوه؟[/quote:83a42bcc7e]
باالکل ولې نه! خو وجه یې کلتور نه دی بلکه د کلتور څخه هم ډیر مهم شی چې هغه دین دی او کرزي د هغه چا مزدور او لاسپوڅی دی چې د افغانانو د دین اوخپلواکۍ دښمنان دي.
د کرزي مثال د شاشجاع او ببرک کارمل دی، او د شاشجاع او ببرک کارمل په مقابل کې دافغانانو ړانده، کاڼه او ګوډان ټول ودریدلي وو او نن هم ولاړ دي ترڅو چې لادینیت او بلواکي وي.

لاروی صیب لیکي:
[quote:83a42bcc7e]د ارګ په څو مترۍ کې جنايتکار دوستم شراب وڅښل او په خپل رقيب اکبر بای يې جنسي تېری وکړ او کرزي د افغاني دود جرګې له لارې سره پخلا کړل نو په دې وطن جوړېږي؟
مبارز صيب ! شکر چې د هغې نجلې ورور، پلار او خواخوږی نه يې چې همدا سږ کال به د ورور، تره او بل لنډغر قاتل د قتل په بدو کې ورکړل شوې وي!
مبارز صيب ! شکر چې د هغې نجلې ورور، پلار او خواخوږی نه يې چې پلار يې د تارياکو په سوداګرۍ کې تاوان وکړ او د پښتنو جرګې د پوروړي يوولس کلنه لور څلوېښت کلن قاچاقبر ته ورکړه څو يې پور ورخلاص شي!
شکر چې د هغه ځوان څه نه کېږې چې خپله ښځه يې وه خو جرګې په بدو کې يوې بلې ته په زور راضي کړ چې نکاح ورسره وکړي!
ښه دی چې د هغې پتمنې څه نه يې چې د ناموس په نامه بل کور ته ورشړل شوې ، توره شوې، وژل شوې او د پښتنو جرګې په کې خپل خلات اخيستی او د ورستو دودونو له مخې يې پرېکړه کړې ده!
ښه دی چې هغه کونډه دې نه ده ليدلې چې د اسلام او ډيموکراسۍ د اصولو پر خلاف د جرګې د پرېکړې له مخې واړه ليوره ته نکاح شوې ده!
اوس يې ځای نه دی چې زه د پښتنو د جرګې نيمګړتياوې او ناوړه دودونه درته وښيم خو يوه ورځ به پرې بحث وکړو.
زما خو همدا شعار دی چې (چېرته چې جګړه وي، هلته جرګه وي) [/quote:83a42bcc7e]

دلته باید په یوې خبره ځان پوه کړو چې د جرګې څخه زما مراد د ناپوهو او جاهلانو رواجونه او دودونه نه دي، د داسې ناروا او ظالمانه رواجونو او عنعناتو زه د ټولو سخت مخالف یم او ځکه په هرځاي کې قرآن او سنت ته ترغیب ورکوم چې په سوچه او سپیڅلي شریعت باید عمل وشي، نه په میراثي، جاهلانه او ظالمانه روایتونو.
داسې جرګې د پریکړو اهلیت او صلاحیت نه لري، د داسې پریکړو کول د شرعي محکمو کار دی او د محکمو او قاضي څخه پرته یې بل څوک د حل او فصل کولو صلاحیت نه لري.
زه چې کومه جرګه ښایم هغه د سیاسي پریکړو ملي او ولسي جرګه ده، چې د ټول ولس او مختلفو پرګنو استازیتوب کوي لکه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه لویي جرګې.
د څلور اړخیزې جرګې څخه هم زما هدف یوه څلور اړخیزه سیاسي غونډه ده

لاروي صیب بیا لیکلي دي:
[quote:83a42bcc7e]بيا هم د مبارز قرآني صيب بحث ته وړاندې شوې موضوع ته راځم چې د افغانستان د ستونزو د حل له لارو بايد جرګه وباسو ځکه چې جرګه ستونزې نه حلوي بلکې ناوړه دود دی چې ستونزې زېږوي![/quote:83a42bcc7e]
ستا چې د جرګې څخه دومره نفرت دی نو ته یې جرګه مه بوله! سیاسي غونډه یې وبوله، ناسته یې وبوله، مذاکرات یې وبوله! هرڅه یې چې بولې خو زمونږ هدف د قدرت په سر دشخړو پاي ته رسول او د حل یوه لاره موندل دي ترڅو ټول اطراف پرې اتقاق وکړاي شي او دا لويه غمیزه پاي ته ورسي او هم د خپلواکۍ او ملي وحدت باعث شي.
ترڅو چې ملي وحدت نه وي تضمین شوی،ټول په خپل مینځ کې راټول نشي، بل څوک نه مونږ ته دا مسئله راحل کوي او نه خپلواکي راکوي، یواځې افغانان کولاي شي چې په خپلمینځي اتفاق سره غصب شوې خپلواکي بیرته ترلاسه کړي.
او د خپلمینځې اتفاق او اتحاد یواځینۍ لاره لویه ملي جرګه ده.
نن چې مونږ ته نور لکه حنا رباني کهر داوايي چې دا ستونزه یواځې افغانان په خپل مینځ کې حل کولاي شي نواوس هم مونږ ولې د خپل مینځي تفاهم په ارزښت نه پوهیږو؟
که دا یې د حل لاره نه وي نو لطفا که تاسو ته د حل بله کومه لاره په نظر درځي د خپلو افغانانو ورونو څخه یې مه سپموﺉ!!

په درنښت
ورور مو خاوري مبارز قرآني


م . ق
04.03.2012

[quote:2adbc2b5de="پښتون."]سلامونه مشرانو!
د عنوان په لیدلو سره مې دا فکر وکړ چې له خیره سره لاره بلکل لنډه شوې ده او ډیر زر د سولې خواته روان یو.
یو څه وخت مخکې هم ښه ګرم ګرم بحثونه روان و ،او زړه کې مې دا هیله پیدا شوه چې له خیره سره زمونږه د ټول افغان مشران د سولې او د افغانستان د جوړیدو لارې ته نږدې شوی او یا بلکل ورداخل شوی دی.
او اوس هم دا هیله لرم چې ستاسو د کوښښونو او مبارزې ثمره خوږه وي او ګران افغانستان په جوړیدلو کې اړینه ونډه ولري.
مننه[/quote:2adbc2b5de]
ډیره مننه هرکلی او ښه راغلاست به دې په حجره کې وکړم.
د خپل مظلوم ولس د خدمت او خپلواکۍ ګټلو لپاره ستاسې غوندې پښتنو او مسلمانو ورونو د ملتیا او ملاتړ په هیله.
په درنښت
ورور مو خاوري مبارز


larghonay laraway
05.03.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب تاسو ليکلي:
[quote:b188358a64]ددروند لاروي صیب هدف زمونږ او ستاسې له تصور سره سمون خوری ، مونږ ددولت په سیاسی او اداری چارو کې شورا ګانو ته د پښتو نوم جرګه ورکول غواړو او په اصطلاح غواړو ووایو دا شوراګانې د افغانانو د جرګو عصریترین او مهمترین
شکلونه دي ، دومره مهمترین چې ددولت اداري او سیاسی چارې تنظیموي![/quote:b188358a64]
ياره پتوال صيب زما خو دا نظر دی چې له دې وراسته او کړکيچن سبمول څخه هم تېر شو. ځکه لومړی خو جرګه حتی پښتو نه بلکې ترکي کلمه ده او بله دا چې جرګه مړه نه ده چې مونږ شورا يا پارلمان او يا غونډو منډو ته د جرګې نوم کېږدو او جرګه پرې راژوندۍ کړو. د جرګې ناوړه دود اوس هم د افغانستان په جنوب ختيز او ختيزو سيمو کې او همدارنګه په قبايلي پښتنو کې ښه په درز روان دی نو څنګه د يو موجود شي نوم په بل ږدو ايا دا به يوه ګډوډي نه وي؟
يو نوي شي ته ولې نوی نوم ونه لرو. زه دا نه وايم چې جمهوريت، ديکتاتورۍ، ډيموکراسۍ، رياستي او پارلماني سيسټمونو ته دې پښتو نوم نه وي بلکې د پښتو د موجوده او ژونديو شيونو نومونه دې نه پرې کېښودل کېږي. ځکه چې مفاهيم خلطوي.
مبارز قرآني صيب کوښښ کړی چې زما هرې خبرې ته خامخا ځواب وليکي چې زه يې له اند سره هيڅ مخالفت نه لرم خو بيا هم بايد روښانه کړم چې زما هدف د جرګې له دود او نامه سره مخالفت دی. کلتور يوه پراخه ساحه ده چې جرګه يې يو وړوکی جز دی او زه يوازې په جرګې بحث کول غواړم. دا هم بايد ووايم چې کلتور انعطاف منونکی شی دی (Flexible) دی او ما مخکې هم ليکلي وو چې کلتور د کابل د ټلويزيون غر نه دی بلکې بدليدی شي. تاسو ته يو کتاب درښيم چې (from Kabul to kashmir) نومېږي او د افغان انګليس په دويمه جګړه کې د انګليسانو له خوا تصويرونه اخيستل شوې دي چې د خيبر د افريديو او د ننګرهار د خلکو د هغه وخت جامه داسې وه لکه نن يې چې د کندهار خلک اغوندي. د وخت په تېريدو سره دې خلکو په جامو کې بدلون راوستی ترقي يې کړې او بدلې کړې يې دي. نو جرګه هم همداسې يو شی دی چې د مترقي نظامونو په راتګ سره يې ځای قانون، محکمې او څارنوالۍ نيولی دی نور نو پښتانه ليکوال او روڼ اندي کوښښ ونه کړي چې پښتانه بېرته شاته بوځي او هغه هم پښتو نه بلکې ترکي کلمه پرې په زوره ژوندۍ وساتي !
مبارز قرآني صيب زياتوي:
[quote:b188358a64]دلته باید په یوې خبره ځان پوه کړو چې د جرګې څخه زما مراد د ناپوهو او جاهلانو رواجونه او دودونه نه دي، د داسې ناروا او ظالمانه رواجونو او عنعناتو زه د ټولو سخت مخالف یم زه چې کومه جرګه ښایم هغه د سیاسي پریکړو ملي او ولسي جرګه ده، چې د ټول ولس او مختلفو پرګنو استازیتوب کوي لکه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه لویي جرګې.
د څلور اړخیزې جرګې څخه هم زما هدف یوه څلور اړخیزه سیاسي غونډه ده
ستا چې د جرګې څخه دومره نفرت دی نو ته یې جرګه مه بوله! سیاسي غونډه یې وبوله، ناسته یې وبوله، مذاکرات یې وبوله! [/quote:b188358a64]
خلاص! چې مخالف يې نو زه هم مخالف يم او د دواړو لاره يوه ده!
ولې دا درسره نه منم چې ته زه به په يوازې ځان ورته بل نوم ږدم. بلکې پتوال صيب، مبارز قرآني او نور به ټول سره يو کېږو او اړم کېږو به څو دا درندې او زيږې ډبرې له لارې لرې کړو او لارويانو ته لاره پاکه کړو.
مبارز صيب د احمدشاه دراني او ميرويس نيکه جرګې يادې کړي چې هغه هم کوم مؤثق تاريخ نه لري او په اړه يې مخکې ډېر بحثونه شوې چې بيا يې نه ښورو څو ډډوزې ونه کړي!
مننه
ستاسو لاروی


khoshalkhan
05.03.2012

لرغونيه!
داستا ليکنې چې لونم ، داسې راته مالومېږې لکه کوچنی هلک اويا لکه هغه پخواني
دنسوارو ټېکه دار چې کله به يې دنسوارو ټېکه واخسيته، بډابه شه ،نو يو خو به يې
دترېويرا کوټ ( بالا پوش ) اغوستی وو او بل به يې خېټه غټه شوه او بل به يې په خوله
کې خلکي وهل ، پردې مانا چې غوشه يې خوړلې ده او يو ارګېمی به يې هم وئيست .
مشابهت :
چټل رژيم لکه چې کمکۍ ټېکه داري درکړي وي، حتا تر دې حده چې اوس ځان
ته هم خولې اچوې او خپل پښتون مليت سپکوې !
انډيواله خبرې دعينا دهغوستميانودې کوم چې پښتون ته هيڅ کلتور ي حقوق قائل
ندي! هغوی ,
جرګه ، وحشي قبيلوي بولي ، پښتانه د سليمان دغره وحشي قبائل بولي اواتڼ
دهنددپنجابيانو اتڼ بولي چې پښتنو ترې نقل کړی دی، پټه خزانه جهلي بولي!
==> پښتون يو سوټی شی بيله سر او کونې !
- جرګه ترکي نوم دی !
ايا ساتا لمونځ په عربي ژبه ندی! ، ايا ٥٠% پاړسو عربي نده!
اياپه طب او نورو سياسي کلماتوکې ،په انګليسي اوجرمني ..... ژبوکې لاتين
کلمات نشته !
- دننګرهار د افريديو کالي لکه دقندهار يانو !
دلته بيا سمتي خبرو ته لکۍ وهې چې د ستميانو په ګټه دي او غواړې چې ځان
ته ملګري پيدا کړې !
کله لهجه او معياري پښتو منځ ته را وړې او کله نورې بېخونده تبصرې اوغوږ
وهنې ! ستاپښتوکه لهجه ده او که معيار، دکابل په راديو تلوېزيون کې
لکه د اقليت وروسته پاتې پردۍ ژبه ترجمه کيږي او څوک دې هويت هم نه مني
او ته بدبخته تمامه ورځ د امرالله صالح دملګرو خبرې تکراروې !
پر دې هم نه پو هېږې چې [color=darkred:650d7bd4e9]استلاک څه شی دی او عادت[/color:650d7bd4e9]
څه شی دی او هغه نورمونه څه شيان دي چې پر هغه باندې يوه ټولنه ، قام ولاړ وي ٠
- له بلې خوامشر ملا صيب ته په سمتي چټله او غلامه کينه سره د انپړ ، بې سواده.....
لقب ورکوي !
بدبخته ته پر دې هم نه پو هيږې چې دا مانا نلري چې يو څوک څوک دی ، مهمه داده
چې څومره اولس پرې راټول شوی دی ،همدغه اولس اول څوک څوک سپړي او بيا ملا
ورسره تړي ! اوټول يې څومره احترام لري او څومره خلک ددې سړي د هدف لپاره
لپاره چې خپل يې بولي، جنګيږي !
تحصيل خو کرزي هم ٦ سميستره کړی ، ترکي ،ببرک ، نجيب هم کړي وو خو نتيجه
يې څه شوه !
دغه اوس هم که طالبان نوي ولاکه دې ستميان دپښتون په دود ،د خيرک ادې وبولي!
دشمشتو په لاګر کې دې هر څه له لاسه ورکړي دي !

[quote:650d7bd4e9="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پتوال صيب تاسو ليکلي:
[quote:650d7bd4e9]ددروند لاروي صیب هدف زمونږ او ستاسې له تصور سره سمون خوری ، مونږ ددولت په سیاسی او اداری چارو کې شورا ګانو ته د پښتو نوم جرګه ورکول غواړو او په اصطلاح غواړو ووایو دا شوراګانې د افغانانو د جرګو عصریترین او مهمترین
شکلونه دي ، دومره مهمترین چې ددولت اداري او سیاسی چارې تنظیموي![/quote:650d7bd4e9]
ياره پتوال صيب زما خو دا نظر دی چې له دې وراسته او کړکيچن سبمول څخه هم تېر شو. ځکه لومړی خو جرګه حتی پښتو نه بلکې ترکي کلمه ده او بله دا چې جرګه مړه نه ده چې مونږ شورا يا پارلمان او يا غونډو منډو ته د جرګې نوم کېږدو او جرګه پرې راژوندۍ کړو. د جرګې ناوړه دود اوس هم د افغانستان په جنوب ختيز او ختيزو سيمو کې او همدارنګه په قبايلي پښتنو کې ښه په درز روان دی نو څنګه د يو موجود شي نوم په بل ږدو ايا دا به يوه ګډوډي نه وي؟
يو نوي شي ته ولې نوی نوم ونه لرو. زه دا نه وايم چې جمهوريت، ديکتاتورۍ، ډيموکراسۍ، رياستي او پارلماني سيسټمونو ته دې پښتو نوم نه وي بلکې د پښتو د موجوده او ژونديو شيونو نومونه دې نه پرې کېښودل کېږي. ځکه چې مفاهيم خلطوي.
مبارز قرآني صيب کوښښ کړی چې زما هرې خبرې ته خامخا ځواب وليکي چې زه يې له اند سره هيڅ مخالفت نه لرم خو بيا هم بايد روښانه کړم چې زما هدف د جرګې له دود او نامه سره مخالفت دی. کلتور يوه پراخه ساحه ده چې جرګه يې يو وړوکی جز دی او زه يوازې په جرګې بحث کول غواړم. دا هم بايد ووايم چې کلتور انعطاف منونکی شی دی (Flexible) دی او ما مخکې هم ليکلي وو چې کلتور د کابل د ټلويزيون غر نه دی بلکې بدليدی شي. تاسو ته يو کتاب درښيم چې (from Kabul to kashmir) نومېږي او د افغان انګليس په دويمه جګړه کې د انګليسانو له خوا تصويرونه اخيستل شوې دي چې د خيبر د افريديو او د ننګرهار د خلکو د هغه وخت جامه داسې وه لکه نن يې چې د کندهار خلک اغوندي. د وخت په تېريدو سره دې خلکو په جامو کې بدلون راوستی ترقي يې کړې او بدلې کړې يې دي. نو جرګه هم همداسې يو شی دی چې د مترقي نظامونو په راتګ سره يې ځای قانون، محکمې او څارنوالۍ نيولی دی نور نو پښتانه ليکوال او روڼ اندي کوښښ ونه کړي چې پښتانه بېرته شاته بوځي او هغه هم پښتو نه بلکې ترکي کلمه پرې په زوره ژوندۍ وساتي !
مبارز قرآني صيب زياتوي:
[quote:650d7bd4e9]دلته باید په یوې خبره ځان پوه کړو چې د جرګې څخه زما مراد د ناپوهو او جاهلانو رواجونه او دودونه نه دي، د داسې ناروا او ظالمانه رواجونو او عنعناتو زه د ټولو سخت مخالف یم زه چې کومه جرګه ښایم هغه د سیاسي پریکړو ملي او ولسي جرګه ده، چې د ټول ولس او مختلفو پرګنو استازیتوب کوي لکه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه لویي جرګې.
د څلور اړخیزې جرګې څخه هم زما هدف یوه څلور اړخیزه سیاسي غونډه ده
ستا چې د جرګې څخه دومره نفرت دی نو ته یې جرګه مه بوله! سیاسي غونډه یې وبوله، ناسته یې وبوله، مذاکرات یې وبوله! [/quote:650d7bd4e9]
خلاص! چې مخالف يې نو زه هم مخالف يم او د دواړو لاره يوه ده!
ولې دا درسره نه منم چې ته زه به په يوازې ځان ورته بل نوم ږدم. بلکې پتوال صيب، مبارز قرآني او نور به ټول سره يو کېږو او اړم کېږو به څو دا درندې او زيږې ډبرې له لارې لرې کړو او لارويانو ته لاره پاکه کړو.
مبارز صيب د احمدشاه دراني او ميرويس نيکه جرګې يادې کړي چې هغه هم کوم مؤثق تاريخ نه لري او په اړه يې مخکې ډېر بحثونه شوې چې بيا يې نه ښورو څو ډډوزې ونه کړي!
مننه
ستاسو لاروی[/quote:650d7bd4e9]


larghonay laraway
06.03.2012

[quote:1bd555819d]لرغونيه!
داستا ليکنې چې لونم ، داسې راته مالومېږې لکه کوچنی هلک اويا لکه هغه پخواني
دنسوارو ټېکه دار چې کله به يې دنسوارو ټېکه واخسيته، بډابه شه ،نو يو خو به يې
دترېويرا کوټ ( بالا پوش ) اغوستی وو او بل به يې خېټه غټه شوه او بل به يې په خوله
کې خلکي وهل ، پردې مانا چې غوشه يې خوړلې ده او يو ارګېمی به يې هم وئيست .
مشابهت :
چټل رژيم لکه چې کمکۍ ټېکه داري درکړي وي، حتا تر دې حده چې اوس ځان
ته هم خولې اچوې او خپل پښتون مليت سپکوې !
انډيواله خبرې دعينا دهغوستميانودې کوم چې پښتون ته هيڅ کلتور ي حقوق قائل
ندي! هغوی ,
جرګه ، وحشي قبيلوي بولي ، پښتانه د سليمان دغره وحشي قبائل بولي اواتڼ
دهنددپنجابيانو اتڼ بولي چې پښتنو ترې نقل کړی دی، پټه خزانه جهلي بولي!
==> پښتون يو سوټی شی بيله سر او کونې !
- جرګه ترکي نوم دی !
ايا ساتا لمونځ په عربي ژبه ندی! ، ايا ٥٠% پاړسو عربي نده!
اياپه طب او نورو سياسي کلماتوکې ،په انګليسي اوجرمني ..... ژبوکې لاتين
کلمات نشته !
- دننګرهار د افريديو کالي لکه دقندهار يانو !
دلته بيا سمتي خبرو ته لکۍ وهې چې د ستميانو په ګټه دي او غواړې چې ځان
ته ملګري پيدا کړې !
کله لهجه او معياري پښتو منځ ته را وړې او کله نورې بېخونده تبصرې اوغوږ
وهنې ! ستاپښتوکه لهجه ده او که معيار، دکابل په راديو تلوېزيون کې
لکه د اقليت وروسته پاتې پردۍ ژبه ترجمه کيږي او څوک دې هويت هم نه مني
او ته بدبخته تمامه ورځ د امرالله صالح دملګرو خبرې تکراروې !
پر دې هم نه پو هېږې چې استلاک څه شی دی او عادت
څه شی دی او هغه نورمونه څه شيان دي چې پر هغه باندې يوه ټولنه ، قام ولاړ وي ٠
- له بلې خوامشر ملا صيب ته په سمتي چټله او غلامه کينه سره د انپړ ، بې سواده.....
لقب ورکوي !
بدبخته ته پر دې هم نه پو هيږې چې دا مانا نلري چې يو څوک څوک دی ، مهمه داده
چې څومره اولس پرې راټول شوی دی ،همدغه اولس اول څوک څوک سپړي او بيا ملا
ورسره تړي ! اوټول يې څومره احترام لري او څومره خلک ددې سړي د هدف لپاره
لپاره چې خپل يې بولي، جنګيږي !
تحصيل خو کرزي هم ٦ سميستره کړی ، ترکي ،ببرک ، نجيب هم کړي وو خو نتيجه
يې څه شوه !
دغه اوس هم که طالبان نوي ولاکه دې ستميان دپښتون په دود ،د خيرک ادې وبولي!
دشمشتو په لاګر کې دې هر څه له لاسه ورکړي دي ! [/quote:1bd555819d]
پتنګه لالا ګله !
لومړی خو دا چې پښتو املا زده کړه. زما ليکنې لونه مه بلکې ويې لوله او لږ عقل ميراتمړی ترې زده کړه! دا چې ته دومره ښکنځلې کوې نو بچيان به دې څومره بې تربيې وي!

پاتې شوه جرګه:
جرګه رښتيا هم يو ترکي لغت دی او پښتو نه دی خو په هر صورت ځينې وايي چې دا دود آن له اريايي دورې راپاتې دی. نو پتنګه لالاګله ايا يوازې پښتانه آريايان دي؟
دا که جرګه د ترکي عثماني دورې ميراث وي هم يوازې د پښتنو نه دی او که د آريايي دورې ميراث وي هم يوازې پښتانه آريايان نه دي بلکې په نړۍ کې ګڼ قومونه دي چې په آريايانو پسې منصوب دي ايا هغوی همغه د لومړنۍ دورې زوړ او وروست دود اوس هم پالي؟
ته ولې غواړې چې پښتانه د قرون اوسطی په څېر ژوند دود وساتي؟
لالاګله ايا مصريان اوس هم خپل مړي موميايي کوي؟
نه! هيڅکله نه! څکه چې هغه يې د پخوانيو پېړيو دود ؤ او اوس د وخت سره سم شوي دي.
پښتانه په همدې پرمختللي عصر کې ژوند کوي بايد د نړۍ له قومونو سره سيال شي! دا چې ځينې پردي پال يې اوس هم په قبيلوي شکل ساتي دا د پښتنو دښمنان دي!
هو پتنګه ګله!
که جرګه د پښتنو پېژندګلوي وي نو د (کندهار، هرات، هلمند، نيمروز، فراه، وردګو، د ننګرهار يو شمېر ولسوالۍ او شمال پښتانه بيا هيڅ پښتانه نه دي ځکه چې دوی اوس د جرګې هيڅ نرخ او څلی نه لري)
په ځانګړې توګه هلمند او کندهار کې جرګه يوازې د پاړسيوانانو غوندې پخلاينه ده! راځه نر شه او په کندهار يا هلمند او اروزګان کې يو نرخي جرګه مار پښتون راوښيه چې د پښتونولۍ په دود جرګه يې کړې وي!

جرګه رښتيا هم يو قبيلوي دود دی او تر ګټې يې زيانونه ډېېېېېېېېېر دي. جرګه د ډيورنډ لين دواړو خواوو ته نږدې پښتو کې ډېره دود د ه او دا د انګليس د لاسه چې د (فاټا) په نامه يې دغه سيمه ساتلې او د پوليټيکل ايجنټ له خوا جرګه مارو ملکانو ته د پګړۍ په نامه پيسې ورکول کېږي.
همدا راز جرګه په کوچي قبيلو کې ډېره دود ده ځکه چې د هغوی ژوند ټول عمر له ښاره او کلي د باندې ؤ نو باران پسې چا پټي نه دي ګرځولي، په کوچيانو پسې هم څارنوالي او محکمه، دفتر او ديوان کډه په شا نه ګرځول کېږي نو ځکه يې خپلې شخړې په ساده او شډله جرګه حل کولې. د احمدزيو جرګه ځکه مشهوره ده چې دوی تر نورو قومونو ډېر کوچيان لري او اوس هم د دوی ډېره برخه کوچياني ژوند لري!
د افغانستان لوري هم د همدې تورې کرښې نږدې شاوخوا پښتانه په تياره کې ساتلي يو څه دروغجن امتيازونه يې ورکړي وو چې عسکري به نه کوي او ماليه به نه ورکوي نور يې نه د هغوی د زده کړې لپاره کار کړی او نه د عامه ذهنونو د رڼولو لپاره ځکه خو تر دې دمه په قبيلوي سيسټم کې ژوند کوي. دا زمونږ د روڼ اندو کار دی چې ‌‌ذهنونه يې راڼه کړو او قانونيت ته يې راجلب کړو!

نو پتنګه ګله ته که جرګه منې نر شه المان پرېږده، بچيان او کورنۍ دې راوله چې د کوچيانو غوندې خيرن، پښې لوڅي ژوند وکړي، له پچو ډکې اوبه وچيکي او بيا جرګه مارشه!
انشاء الله اوس ستا هغه خيرنه مفکوره هيڅوک هم نه مني او له همدې امله اوس تورې کرښې ته نږدې قبايل ځوانان لومړی تذکره اخلي او د زده کړې لارويان دي!
پتنګه ګله جرګه يو زوړ او وروست دود دی دا که ستميان وايي او که امريکايان يې وايي او که بل څو ک يې وايي! ستميان خو ډوډۍ هم خوري، جامې هم اغوندي او ژوند هم کوي نو ته نر شه بيا دغه شيونه مه کوه ځکه چې ستميان يې کوي!
کم عقله! له ستميانو سره زمونږ په ملي مسألو کې شخړه ده چې هغوی له پاړسيوان پرته بل څوک نه مني، افغانستان تجزيه کول غواړي. باور وکړه جرګه څه چې ملاعمر ته منی ژوب ورواغوندې او ټای ورته په غاړه کې واچې هم ستميان يې نه مني!
زه د ستميانو پروا نه لرم چې څه وايي او څه کوي. زه حتی د هغوی ليکنې هم نه لولم! بلکې زه نړۍ ته ګورم او پښتنو ته کار کوم چې له نړۍ سره سيالان شي!

پتنګه تا د لمانځه يادونه کړې چې جرګه ترکي کلمه ده نو لمونځ هم عربي دی!
په ډالرو پسې مړه ! لمونځ عربي دی خو خدايي امر دی او (دود) نه دی نو ځکه مو په پټو سترګو منلی دی!
په اتڼ باندې مخکې هم ډېر بحث شوی چې هغه هم يوه (شواړه ګډا) ده او هر بارسوخه پښتون يې نه کوي!
پاړسوانان هم ټول له څرمې نه ګډېږي خو هغه څوک يې چې ګډېږي هغوی خپله ګډا يو څه هنري کړې ده او پښتو تر اوسه همغه غرنۍ ګډا ساتلې ده!
په اوس وخت کې خو اتڼ دومره وشرمېدو چې يو شمېر پښتانه ځوانان ستاسو د ډبګرۍ د ډمانو غوندې په کرايه ځي او هر چاته د څو پيسو په مقابل کې (څڼې اچوي) چې دا د پښتنو دود نه دی! بله دا چې د کرزي غلام په حکومت کې په هره رسمي دستوره کې پښتانه يوازې اتڼ کوي او پاړسيوانان ترې خوند اخلي چې دا هم پښتون ضمير ته د منلو نه ده!
په پټه خزانه اوس څه نه وايم ځکه چې موضوعات سره نه لړم. بل وخت به پرې وغږېږم!
پتنګ ته زما د معياري پښتو ليکنې غوښتنې هم ډېر زور ورکړی دی !
پتنګه ته د زړه له کومي د پښتنو دښمن يې او تر ستميانو هم غټ دښمن يې کنه نو پاړسيوانان هم ګڼې لهجې لري ، د لوګر، غزني، بدخشان، سرخرود، لغمان، کندهار قزلباشان، پنجشيريان او نور ولې هڅه نه کوي چې هر يو خپله لهجه وليکي؟
بدخشيان (کوس ته ولې قيس) نه ليکي؟
دا ځکه چې هغوی خپله ليکنۍ ژبه اسانه کړې، روانه کړې، خوږه کړې او معياري کړې ده! او ته اوس هم (لولم) ته (لونم) ليکې ! وايي ( خر چې له خرو پاتې شي نو بايد لکۍ ترې پرې شي)
نه پوهېږم چې له تانه کوم ځای پرې کړو! (هاهاهاها)

پتنګ په پای کې بيا د ملاعمر په اصلي پېژندنه خپه شوی دی نو ای پتنګه لالاګله :
ته او خدای چې ملا عمر انپړ، بې سواده، له دين او دنيا نه ناخبره په سترګه ړوند او امي نه دی؟
ايا په نړۍ کې د داسې يو سياسي يا مذهبي مشر نوم راښودلی شې چې د ملاعمر په څېر مشر ولري ؟ هغه هم په نننۍ زمانه کې؟
هۍ په تورو ړوند شې چې ښه او بد نه پېژنې ؟
هۍ خوارشې چې خپل زامن او لوڼه په الماني ښوونځيو کې اچوې او د پښتنو ماشومان د ملاعمر د خيرنې مفکورې قرباني کوې؟
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه

وايي ظاهرشاه ته چا ويلي وو چې د واصفي غوندې دوست لرې نو دښمن ته دې ضرورت نشته!
ملاعمر چې ستاغوندې ښکنځلمار او پوچخولی مدافع وکيل لري نو دښمن ته يې هيڅ اړتيا نشته!
وايي يو سړي خوسکی پټ کړی ؤ نو چې دوه کسه به يې پيتاوي ته وليدل نو پرې ورټوپ به يې کړ چې (ای دا څه سخی سخی کوئ).
پتنګ له ISI کلدارې اخلي نو داسې فکر کوي چې ټول خلک به د ده په څېر خرڅ شوي وي! په تېره بيا په ډالرو پسې يې سم زيړی دی. حتی تر ښکنځلو هم ډالر ډېر يادوي!
ظالمه ته خو يوازې د افغانستان د خاورې دښمن نه يې بلکې د ISI دومره چټل تاليڅټی يې چې پښتانه په پيړيو پيړيو شاته بيول غواړې او د يو انپړ بې سواده او له دين او دنيا نه ناخبره ړانده ملا تر ولقې لاندې راوستل يې غواړې چې د وحشت تورو تيارو کې ژوند وکړي دا ولې؟

[color=red:1bd555819d]نتيجه:
جرګه يوازې د پښتنو دود نه بلکې د آريايانو زوړ او لرغونی دود دی!
اوس په نړۍ کې ګڼ اريايي قومونه مېشت دي چې ټول خپل مدني قوانين لري او د وخت سره سم ژوند کوي!
هغه څوک چې اوس هم غواړي چې پښتانه په قبيلويت کې وساتي هغه د پښتنو تر ټولو غټټټټټټ دښمن دی![/color:1bd555819d]


م . ق
06.03.2012

ملګرو، خبره او بحث به نه ورانوﺉ، بحث د جرګې په تاریخ او اصلیت نه دی بلکه بحث پدې پکار دی چې د روان کړکیچ ختمولو لپاره وړاندې شوې طرح څومره مؤثره ده او که کومې نیګړتیاوې لري نو بشپړتیا یې څه ده؟
پکار ده چې د مسئلې د حل لپاره د هر ممکن کار څخه ګټه پورته کړو، که هغه جرګه وي که مرکه وي که غونډه وي، که منډه وي او یا بل څه.
په نوم بدلولو د یوشي اصلیت نه بدلیږي، کلتور انعطاف منونکی دی خو بشپړ تغیر منونکی نه دی، تغیر د وخت او زمان په تېریدو سره د تکامل او ترقۍ د اوږود مزل طی کولو څخه وروسته په مرحله واره توګه مینځ ته راځي.
د خیبر افریدیو او د ننګرهار قومونو یواځې په جامو ترقي نده کړې بلکه په هره برخه کې یې وروسته د ډیرو پړاوونو او وختونو نسبي ترقي کړېده، فلهذا نه ترقي د جامو په مطلق تغیر راځي او نه د خپل کلتور په پریښودلو او د بل چا په خپلولو.
همدارنګه جرګه هم د وخت په تیریدو او د حالاتو په تقاضا سره وروسته دڅو پړاوونو او د تکامل د مزل طۍ کولو څخه هم ترقي او تغیر کولاي شي نو ځکه باید زړه، فرسوده او ناکاره ونه بلل شي.
که ژبه، جامې او نور شیان مترقي او عصري کیدلاي شي نو جرګه ولې مترقي او عصري کیدلاي نشي!!
صرف د نوم لرغونتوب هم کوم مشکل نه لري، انسان ته یې څوارلس سوه کاله مخکې هم انسان ویلو او اوس هم ورته انسان وايي پداسې حال کې چې د څوارلس سوه کاله مخکني او اوسني انسان ترمینځ ډیر توپیر شته.

مننه او درنښت


..Ahmadzai
06.03.2012

لرغونيه.

أحمدزي جرګې نه كوي أحمدزي مركې كوي مركچيان لري. أحمدزي ليا بازاري سوي ندي خپله پښتو يي ساتلي،د مشرقي خلك جرګه مركي ته وايي، كله چي شرعي نظام حاكم سو أو شريعت نافذ سو أحمدزي به هم له مركو تير سي أو فيصلي به شرعي محكمو ته پريږدي.


عادل عادل
06.03.2012

السلام علیکم

د لاروي صیب د انپړ او اُمي خبرو کې چې د مشر ملا صاحب عمر حفظه الله په حق کې د دوی د لمدې او غوړې ژبې ورد جوړ شوي دي،،، له ډېره وخته فکر وړی یم،،، خو فکر کولو هیڅ داسې نتېجې ته ونه رسولوم چې له مخې یې د دوی د امپړ او اُمي ټکو ته د عقل او ادب پرتوګ وکړم،،، په جز ددې چې د دوی دا ټکي د دوی له ژور حسد او کینې څخه راټوکېدلي او د بې عقلئ په ډنډه وهلي وګڼم،،،،

که داسې نه وي نو لاروی صاحب دې د نړی په کچه داسې یو مشر راوښیي چې د هغه هېواد تر ټولو وګړو پوه، روغ او په هر څه عالم وي؟؟؟

اوباما د امریکایي لوستو او ساینسي علماوو په تناسب تر هغه ډېر امپړ، جاهل او بداخلاقه دی کوم چې لاروي صاحب ته خپل مسلمان ورور د خپل ازلي امپړتوب په تناسب د خپلو بیمارو عینکو او د خپل بصیرت له له کږو زاویو څخه ټیټ او سپک برېښي،،،،

خدای ج چې څوک لوړوي هغه لوړ دي،،، مګر دا چې د خدای لاره پرېږدي!!


پتوال
06.03.2012

درنو ګډونوالو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
لومړی د مبارږ ورور دا خبره مهمه ده چې مراعت شی :
[quote:957a4037af]ملګرو، خبره او بحث به نه ورانوﺉ، بحث د جرګې په تاریخ او اصلیت نه دی بلکه بحث پدې پکار دی چې د روان کړکیچ ختمولو لپاره وړاندې شوې طرح څومره مؤثره ده او که کومې نیګړتیاوې لري نو بشپړتیا یې څه ده؟ پکار ده چې د مسئلې د حل لپاره د هر ممکن کار څخه ګټه پورته کړو، که هغه جرګه وي که مرکه وي که غونډه وي، که منډه وي او یا بل څه.
[/quote:957a4037af]
ډیر ښه ، که له جرګې او مرکې څخه ورتیر او په غونډه لږ څه تم شو او بیا د غونډې پرځای هم شورا وټاکو چې هم
مو په دین، هم سیاست او هم په عربی او دري کې شته او هم په پښتو کې، هم مترقی او هم قانونی ټکی دی نو
آیا ټولو ته به د منلو وړ نه وي ؟
احمدځی خو همدا اوس د شورا دینی او شرعی مفهوم منلو ته خپل تیاری داسې ښودلی دی :
[quote:957a4037af]كله چي شرعي نظام حاكم سو أو شريعت نافذ سو أحمدزي به هم له مركو تير سي أو فيصلي به شرعي محكمو ته پريږدي.[/quote:957a4037af]
رښتیا هم جرګه د اسلامی شورایت اصل او پرنسیپ تر بشپړ پوښښ لاندې نشي نیولی، بلکې برعکس دقومي ټولنې مفاهیم ددیني ټولنې په مفاهیمو کې مدغم کېدلی شی خو ددیني ټولنې مفاهیم په قومي
مفاهیمو کې نشی مدغم کېدلی ! علت یې تاریخي دی ، ځکه یو دین بیلابیل قومونه سره متحد او په خپله لمن کې رانغاړي ، خو هطڅ قوم او قومیت نشی کولی بیلابیل ادیان په خپله لمن کې سره
مدغم او متحد کړي، دا په داسې حال کې ده چې د اوسنۍ ټولنو عصري قوانین بیا د بیلابیلو دیني ټولنو پلویان سره عملا په ژوندانه کې سره متحد او په خپله لمن کې رانغښتي دي!

نو څرنګه چې د جرګې مفهوم د شورا له مفهوم سره برابری او سیالی
نشي کولی که هر څومره خوږ ، په اصطلاح پښتو
او لرغونی هم شي په ټوله کې یې د شورا د جامع او پراخه ، عصري او قانون پالونکي مفهوم په وړاندې په پریښودلو محکوم یو !
ولې په وړاندې شوې موضوع کې اړونده ارګان ته
له شورا سربېره غونډه او کمېټه هم ویلی شو. خو په عامه سطحه او او کلي ټوګه به دا ښه وي چې د لارومي صیب وړاندیز
د اړونده استدلال سره خپل کړو او دا د دده د ورورولۍ او خواخوږۍ یو ثبوت و ګڼو چې له مونږ ، پښتو ، پښتونولۍ ، پښتنو او ټولو افغانانو سره یې د پیګیر هاند ، هڅې او زیار ګاللو سره يې یوځل بیا وښودله !
کور دې آباد ، ژوند دې ښاد اوسي او بچي دې لوی !

په دې ډول به دا څومره زبردست کار وی چې د هیواد اداره ، حکومت او واکمني مو د شکل له مخې د اسلامی
شورا ګانو هېواد او د محتوا له مخې ملی اسلامي ولسواکي ولري!
نو راڅئ چې اصلی موضوع ته راستانه شو او
په دې بحث وکړو چې سوله څنګه کېدی شي او د روان کړکېچ د حل لار څه ده !
[color=blue:957a4037af]
۱- هیله کوم لومړی په هغو ستونزو وغږیږئ چې د حل او روغې جوړې مخه يې ډب کړې ده !
که ستونزې لومړی تشخیص شي چې کومې کومې ستونزې دي چې لومړی دهغوی حلول اړین دي، څو دحل
فوکس پرې تم کړو
نو وروسته به انشا الله د همدې حلونو له مخې د یو کُلی حل په لار موندلو هم بریالی شو !

۲- هغه اصول باید په ګوته کړو چې د موندلې حل لار د پلې کولو له پاره اړین وي ، اړینتیا یې هم باید روښانه کړو! [/color:957a4037af]

[color=white:957a4037af]والسلام[/color:957a4037af]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more