د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دتقلبی پارلامان جعلی سناتور

موفق افغان
24.02.2012

د احمد فارسی لیکنه
دتعجب وړ خبره ده چې په یوه هیواد کې یو کس رسمي او امنیتي ادارو ته خپل ځان سناتور وروپیژني او پدې سره مهم امنیتي رازونه لاس ته راوړي، مګر په هغه هیواد کې چې دپارلامان غړي او سناتوران یې دوسلې، پیسو او بهرني ملاتړ په زور پارلامان ته ورننوتي وي دا خبره هم له تصور څخه ډيره لرې نده.
یوه اونۍ مخکې یو کس د محمد آصف سرحدي په نوم دکندهار ولایت چارواکو ته خپل ځان سناتور ورپیژندلی او هلته یې ددې ولایت له والي، دپولیسو قوماندان، دملي امنیت رییس او زندانونو له مسولینو او محبوسینو سره لیدنه کتنه کړې او ډیر مهم اداري او امنیتي رازونه یې ترلاسه کړي.
سره لدې چې ددې جعلي سناتور له دې سفر څخه له یوې اونۍ ډیره موده تیره شوې ولې دکورنیو چارو وزارت او په کابل کې دملي امنیت ادارې تراوسه پدې ندي توانیدلي چې ددې کس پیژندنه وکړي.
دکابل دامنیت اداره چې هیڅکله هم لدې شان جعلکاریو څخه په امان نده پاتې شوې، او تل دداسې کسانو تر هدف لاندې راغلې، ادعا کوي دې کس هیڅ کوم پټ او محرم اسناد ندي ترلاسه کړي. دا اداره دخپلې رسوایۍ او شرمندګۍ په خاطر ګاونډی هیوادونه پدې کار متهموي.
دا لومړی ځل ندی چې لوړپوړو دولتي او دکابل امنیتي ادارو چارواکي له مشکوکو کسانو سره لیدنه کوي او محرم اسرار دوی ته په لاس ورکوي. دوه کاله مخکې یو کس خپل ځان دطالبانو استازی معرفی کړ او دکرزي او په افغانستان کې دامریکا دمرکزي ځواکونو قوماندان په ګډون په هیواد کې دبیلابیلو دولتی او امنیتي ادارو له چارواکو سره یې لیدنه وکړه. دا کس چې وروسته معلومه شوه دپاکستان په کویټه ښار کې دوکاندار وو څو ځله دنیواکګرو دځانګړو ځواکونو دچورلکو په واسطه دمذاکراتو په موخه ددوی مرکزونو او دکابل ادارې جمهوري ریاست ماڼۍ ته وړل شوی وو. لکه څرنګه چې څو میاشتې مخکې یو بل کس خپل ځان دمجاهدینو استازی معرفی کړی وو دتش په نامه سولې شوری مشر برهان الدین ربانی یې ووژلو.
دا سربیره پر هغه نورو امنیتي رازونو دي چي د ګمارل شویو کسانو په واسطه ددوی له شړیدلو امنیتي ادارو څخه وایستل شول او مجاهدینو ته لاسته ورغلل دبیلګې په توګه کولای شو دوروستۍ اضطراري لویې جرګې چې په کابل کې ترسره شوه دامنیتي پلان دافشا کولو پیښه یاده کړو.
ددې جعلی سناتور دا اقدام او دې ته ورته مخکینۍ پیښې دکابل دادارې دارګانونو په شکست او شړیدلو دلالت کوي پداسې حال کې چې په خپله خیالي نړۍ کې دمجاهدینو په وړاندې دمقابلې دتوانمندۍ او له خپلو بادارانو څخه دواګې دپه لاس کې اخیستلو دعوا هم کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more