نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسو اند څه دی؟
(( ښه ))
14.09.2004
زه خو د لوستل شويو بنډل بنډل کتابونو څخه پوه شوی يم چې :
-- په بېلا بېلو فورمونو کې د دې او هغه ايزم او مسلک په نوم د اند او خيال ډلي او ټولګۍ سته . که د ټولو ورستۍ او يا بنسټيزه خښته راوشنو ، له ورايه څرګنديږي چي په ټوليزه توګه دوه ستر لوري او يا دوې ستري برخي دي چي د هر ډول نړۍ ليد شاته يې د منطق او برهان زيرمي کارول کيږي . يوه هغه منطقي زيرمه ده چي ماده له مانا مخکي ګڼي او دوهمه هغه منطقي زيرمه ده چي مانا له مادې مخکي بولي . ستاسو اند څه دۍ ؟
ښايې يوشمير لوستونکي په غضب راته ووايې چي وروره دا خبره د فلسفې په فورم کي بايد ياده سوې وای . خو زه بايد دا خبره هم وليکم چي په دې فورم کي د نوم او نښان څرک نسته ، نو که خدای مه کړه کومه خبره تاوراتاو سوه بيا به د چا تر مخامخ فتوا او يا جبر لاندي نه يم .
په درنښت
ستاسو ورور (( ښه ))
Anonymous
15.09.2004
زموږ ښه وروره (ښه )سلام !
ډېره خوږه موضع دي مخته کړې ٠
خبره داسي ده چه محق ئې حيات دۍ ٠ او حيات عبارت له خوشحالي ،خوابدۍ څخه دۍ ٠
که ماده له منځه ورکه سي نوحيات هم خلاص سو ٠
او که مانا له منځه ولاړه سي ٠ يوازي به حرکت وي ٠ بې مانا به وي
مانا ده چه خوشحالي او خوابدی پېژني ٠ نه جلا کيدونکي شيان دي ٠
اصلأ دوه قيسمه انسانان سته ٠ يو ته مانا خوشحالي راوړي ٠ او بل ته ماده خوشحالي راوړي ٠
او بيرته دواړو خبره ومانا ته دريږي ٠
ډير داسي څه سته چه يوازي مانا ده ٠ مثلأ زاويه ٠ موږ يو دمانا يو نظام جوړه وو ٠ 45 درجې زاويه
چه اصلأ زاويه وجد نلري ٠ يا 1،2 3 حساب هم شئ نسته ٠
اما زموږ و مادي ژوند ته حل راوړي ٠
داحالتونه او مثالونه ډير سته چه ماده او مانا جز لاينفق دي ٠
که لاس ماته سي نو درد پيداکيږي ٠ اوکه درد نوي ٠ نو حيات نسته ٠ چه حيات نوي ٠ نو مانا نسته
Anonymous
15.09.2004
سلام ميلمه وروره !
زما له انده هغه ستونزه چي له پيړيو پيړيو را په ديخوا د متفکرينو په منځ کي سته ، ښايې په دومره اسانۍ سره حل نه سې. تاسو د مادې او مانا د يوځای والي په اړه ډيره ښه خبره کړيده . د زيات شمير او حتی د ټولو پوهانو پر دې ټکي اتفاق دۍ چي د مادې سره مانا تړلې ده . او په دې ترځ کي يې مثالونه هم ورکړيدي ، لکه ستاسو په بيلګو کي چي ورته ګوته نيول سوېده .
زما له انده ژوند د مادې او مانا تر منځ داسي محک نه سي کيدای چي د هغه ( ژوند ) په وسيله دي د مادې او مانا وړاندي والۍ او وروسته والۍ ثابت سي .زما خيال خو دادۍ چي ژوند په خپله د مادي د شتون يو شکل دۍ .يوه بيلګه يې داده چي هره ورځ په قصابۍ کي د حيواناتو ژوند اخستل کيږي ، خو تر هغه وروسته هم په مغازو او دکانونو کي غوښه سته چي دهغه حيوان د بدن برخه ده چي يو وخت يې ژوند درلود ، خو اوس ژوند نه لرې .او ژوند يو بيولوژيکي حرکت دۍ ؛ او حرکت هم لکه د مادې د شتون درې نور اړخونه ( مکان ، زمان او ميدان (( ساحه )) ) د مادې سره تړلۍ دۍ . او د درد د مخ نيوي لپاره خو اوس د بېحسۍ دوا سته چي د دې مانا اثر ورکولای سي . خو د مادې يو تعريف داورکوي چي ماده له مينځه نه ځۍ او هغه شۍ چي له منځه نه ځي نو ابدي وي ، او هغه څه چي ابدي وي نو منطق دا ښئې چي هغه ازلي هم وي په دي مانا چي را پيدا سوې نه ده بلکي وه .
په درنښت
Anonymous
15.09.2004
درنو دوستانو او ګرانو لوستونکوته سلامونه.
د مانا که د مادې لومړيتوب ، دواړه دوه سروپې سوچه فرضيې دي ، نه کومي علمي ادعاوې ، اوبس، او دا هغه چا ډيرې او په سخت ټينګار سره مطرح کولې چې په دې توګه په (( فلسفه)) هم د ((نه پخلا کيدونکې طبقاطي مبارزې )) ضديت او کړکېچ د ماترياليزم او ايدياليز په نامه وروتپي. دې کار د علمي ميتود يا ميتودولوژۍ له پاره دومره غوڅه نه کوله ، لکه څومره چې يې يو ايد يالوژيک فونکسيون او موخه درلوده: ايديالوژيکي مبارزه د کمونيزم له پاره د سياسي او اقتصادي ميارزې روح او ساه وه ، او د وروستيو نيمګړتياوې، سوړې ، غارونه او کندې کروندې ، يا د بطلان بنسټونه يې پر هغې پټول ، ډکول او لکه سراب يې سيقل کول. دا کار ځکه ممکن و، چې دايديالوژي دنده هم بل شی نه، بلکې د برژوازي يا پانګوالو له تبليغاتي اغيز څخه پرې د کارګرانو او کروندګرو، ﻻسي صنعتګرو اوټولو زحمتکشانو (زيار ويستونکو) د ساده بوده پرګنوژغورل وه. په اصطلاح د طبقاتي دوښمن پر ضد د ناپوه او بي خبره ساتل شويو ساده پرګنو دلمسونې او پارونې ايديالوژي او د حاکمو کمونيستي رژيمونو له تشو او نيمګړتياو څخه د هغوی دپام د اړولو ايديالوژي وه او بس . له همدې کبله په نوموړو هيوادونو کې يو ګوندي کمونستي رژيمونه او يا د کمونستانو په دايمي مشرۍ به يې يو (څولاسپوڅ ګوندي سيستم) درلود . د کمونيزم د ړنګيدو سره په فلسفه کې هم دغه مصنوعي ضديتونه له منځه ﻻړل، او حقيقت نور د حقيقت په نامه، نه د ايدياليزم او نه د ماترياليزم په نامه لټول کيږي ، څيړل کيږي او موندنې يې په اړونده علمي څانګو کې خوندي کيږي. که مونږ هم دغسې بيطرفانه علمي دريځ خپل کړو د فرضيو له لانجې څخه به تير شو ، د لومړيتوب او وروسته توب دام يښودنې پريږدو ، نو د مادي او معنوي ځلنو(پديدو) دواړو پر موجوديت به اعتراف وکړو ، بې له دې چې دناپيژندل شوي نامحدود او ﻻيتنهي جهان د معنويت او ماديت په هکله پريکړې ته مجبور شو. داهم څرګنده ده ده چې معنوي اړخ او معنوي څلنې پر مادي باندې لوړ والی او کيفي برتري لري ، که نه انسان به هم د نورو ژويو په توګه نشول کولی چې د خپل شعور او معنويت د ذهني ځواک له برکته پر طبيعت ( ټيټ سازه او ټيټ سازمانه ماده) باندې د تسلط او تسخير ټاپه نشوه وهلی ، دعينی يا ابجکتيوې معنی څخه خو ﻻ څه ويل کيدلی هم نشي . په درنښت
Anonymous
15.09.2004
ګرانه وروره پاڅونوال صاحيب او ګران ميلمه ورور ?و نورو لوستونکوته سلامونه وړاندي کوم:
پاڅونوال صاحيب ! ستاسو د يوشمير خبرو سره زه پوره توافق لرم چي يو وخت دا خبري د يوې ايديالوژۍ له خوا کارول کيدې ، خو دا نه شم منلای چي د کمونينستي نظام له ړنګيدو سره دا خبره حل سوه . د يوه جاپاني فيلسوف ( يوريتوموتاشي )خبره مي را ياده سوه چي وايې : د هدف څخه پر څنګ کيدل و هدف ته رسيدل نه دي ؛ستاسو ليکنه د دی روان بح سره ستاسو د اند په څرګندولو کي مرسته ونه کړه يوازي دومره پوه سوم چي تاسو غواړۍ دا بحث پريږدو .
ګرانه وروره پاڅونوال صاحيب ! که تاسو د دې بحث دوام ارزښتمن نه ګڼۍ او د وخت بايلل يې بولۍ بيا نو ستاسو څخه هيله کوم چي بحث ته سياسي رنګ ورنه کړۍ ، زما له انده دا ستونزه د دې ورستيو پيړيو زيږنده نه ده بلکي د لرغونو زمانو را په ديخوا متفکرين ورسره مخ دي . هغه وخت چي يوناني متفکرينو خپل اندونه څرګندول دا مسله تر نورو زياتو پيچيلو مفاهيمو کي مطرح وه ، هغه وخت چي يوناني فيلسوف د ځان پيژندني په اړه د خپلي فلسفې رواياتو مخ وروه ګرځاوه ، تر ټولو وړاندي دا ستونزه مخ ته پرته وه چي : ځان دي وپيژنه ؟ په دې مانا چي ته هغه څوک يې چي فکر کوي او که هغه څوک يې چي يې ؛ ديکارت او سيسرو لا هغه وخت يود بل په وړاندي د دې ستونزي حل غوښت خو ديکارت يې د مادې پر لوميتوب او سيسرو يې د مانا پر لومړيتوب زور کاوه . او که تر هغه دورو راوروسته وګورو نو بيا به په زياته پيمانه اړ پيچونه د نورو متفکرينو په نړۍ ليد کي ووينو .
که چيري دا بحث يې ګټي وي نو ورنه دي نور برخه نه پکښي اخلي چي په خپله به پاڼه پر ځای پاته سي ، او که يې د دوام مينه وال وه نو ورور به پر مخ ځو دا وړاندي تګ به مو يوازي د فکري ژورتيا لپاره وي نه د سياسي ګټي لپاره .
ستاسو ورور( ښه )
Anonymous
16.09.2004
ګرانه وروره (ښه) او ډير ښاغلي پاڅونوال صاحب سلام ، درنولوستونکو
د پاڅونوال صاحب خبره بيخي پر ځاي ده ٠
اما خبره داسي ده٠ چه کمونيزم استفاده تر ډېر حده څيندي اخستل ٠ غوښتل ئې چه ماده په وغندي ٠
او دچپۍ مفکورې پښې په ټنګي کړي ٠ چون چپی نظام يو طبيعي اصول نلري ،ندرلوده ٠ نو په هيڅ مانا ئې
پښې نه ټنګېدلې ٠
ورور(ښه ) داسي ليکي
[color=darkred:81fc192e08]ځان دي وپيژنه ؟ په دې مانا چي ته هغه څوک يې چي فکر کوي او که هغه څوک يې چي يې ؛ ديکارت او سيسرو لا هغه وخت يود بل په وړاندي د دې ستونزي حل غوښت خو ديکارت يې د مادې پر لوميتوب او سيسرو يې د مانا پر لومړيتوب زور کاوه . او که تر هغه دورو راوروسته وګورو نو بيا به په زياته پيمانه اړ پيچونه د نورو متفکرينو په نړۍ ليد کي ووينو .
که چيري دا بحث يې ګټي وي نو ورنه دي نور برخه نه پکښي اخلي چي په خپله به پاڼه پر ځای پاته سي ، او که يې د دوام مينه وال وه نو ورور به پر مخ ځو دا وړاندي تګ به مو يوازي د فکري ژورتيا لپاره وي نه د سياسي ګټي لپاره . [/color:81fc192e08]
زه ستاسو له ليکني سره علاقه ښکاره کوم ٠
لکه رنګه چه بدن د work out يا fitness ضرورت لري ٠ چه انسان صحتمن و اوسي ٠ نو ماغره هم fitness ته
ضرورت لري ٠ لکه غضلات په وزن برداري قوي کيږي ٠ نو دغسي په مباحثه نوي مرکزونه پيداکيږي ٠
په هره اندازه چه په دماغ کي مرکزونه ډېر وي ٠ نو په هغه اندازه استعداد ډېريږي په انسان کي ٠
چه استعداد ډېر سي ٠ نومحيط ښه مطالعه کولاي سي٠ کلهچه انسان خپل موحيط وپېږني ٠
نو خپل ځان پېږندلايسي ٠
که هر انسان غواړي چه ځان وپېژني ٠ په خپل محيط ئې پېژندلاي سي ٠
او محيط دوه ډوله مطالعه کړي چه فزيکي څرنکه او په مانا کي څنکه دۍ
او کوم وخت چه ئې په مانا پو ه سو ٠ نو ځان ئې وپېژانده٠
دغه علت دۍ چه خلګ داسي اعمال کوي ٠ دنيا مانا ته تاوان رسوي ٠ ولي چه دژوند په مانا نه پوهيږي ٠
چه حيات يعني څه ، دين معنا څه عبادت معنا څه ٠٠٠٠٠٠٠٠ حکومت معناڅه
وينو ئې چه اروپايان د ژوند په مانا پوهيږي ٠ څه رنګه نظامونه لري
او تر اسيايانو ځانونه ښه پېږني ٠
تقريبأ د هر اروپائي طبيعي علوم زده دي د ضرورت په اندازه ٠ لکه رياضي،فزيک،کيميا،هندسه
دا علوم ټوله اړيکي سره لري ٠ که يو د چا زده نوي نو ټوله ئې ندي زده ٠
دغه ته ځيني وخت جاهل ورته ويل کيږي او ځينو ته ناپوه ٠
نو همېشه د دنيا دمانا او مادي مشکلاتو کي اخته وي ٠ حل يوازي په قتل او قتال کي ويني
ولي چه قتل يوه اسانه لارده ٠
هو هرسړي ته قتل اسانه ندۍ ٠ يوازي هغه چاته چه د ژوند په مانا نه پوهيږي
Anonymous
16.09.2004
منلی ورور ميلمه صاحب او ښاغلي ښه ورور ته سلامونه . د محترم ميلمه صاحب ددې لنډې ګنډې جملې په موخه پوه نشوم ، چې [quote:51422cacf7]غوښتل ئې چه ماده پرې وغندي [/quote:51422cacf7]
کمونستانو ماده په څشي او د څه له پاره غندله ؟
د ښه ورور خبرې هم ښې دي او زما خوښې شوې . زه ه نه غواړم چې دا بحث بې ارزښته وبولم، او نه هم د کونيزم د ړنګيدو سره نوموړې فرضيه ((حل )) ګڼم، خو ښه ګڼم چې ايديالوژيکي او سياسي متره او لوښه يې له ﻻسه ورکړې، او د حل له پاره د پوښتنې په ډول نه مطرح کيږي، بلکې د فلسفي جهانبينۍ دزاويو په توګه بيا هم خپل ارزښت ساتي . يعنې داچې د جهان وحدت مادي دی که معنوي، دا پوښتنه د حل له پاره نه ، بلکې دجهان دوحدت له پاره بي ثبوته فرضيه وه، ده او وي به. البته کمونستانو د الحاد له پاره کاروله، حال داچې ديونان لرغوني ماترياليستان هم ملحدان نه ؤ، بکې نړۍ يې صرف له مذهب (ميتولوژي) او الحاد له موضوعاتو څخه پرته مطالعه کول غوښتل .هراکليت ( اوسنۍانرژي ته خدايان ويل، چې نه د الحاد او نه هم دعقيدې او مذهب شکل لري).
خو هغه څه چې مهم دي، هغه پخپله د جهان وحدت يا د معنی او مادې يو دبل سره د تړاو مسله ده چې څيړونکی اند پرې کار کولی شي، نتيجې ته رسيدلی شي او څنګوالی يې څيړلی شي ، او يوه تشه فرضيه نه ده چې سړی يې پخپله خوښوي او يايې نه خوښوي.مونږ او تاسې معنی د ذهني نړۍ په توه پيژدلې او وره يې هم ورځ په ورځ پيژندتيا ته پراختيا ورکوو، عيني يا ابجکتيفه معنی په پيژندلو نه يو بريالي شوي ، خو له وجود څخه يې انکار هم دعلم کار نه دی، بکې لکه چې مخکې وويل شول د باطلو ايديالوژيواو سياسي بي صبريو اود يکتاتوريو کار دی چې برعکسه لوري يې هم د مذهبي واکمنيو او دوګمونو په نامه پيژنو.
خو له بلې خوا که د عين معنی څرنګوالی معلوم نه دی، د عينې ماده هم کوم دتصور وړ ثابت حالت او څرنګوالی نه لري چې تعريف شي. يواځې عينت ته چې څوک په کوم ټينګار ماده ويلی شي پر همغه ټينګار يې معنی هم بللی شي. لدې کبله [color=yellow:51422cacf7]دا پوښتنه هم لاينحله پاتې ده چې ماده څشي ته وايي؟ [/color:51422cacf7][color=red:51422cacf7] نو مــــاده يــعنې څـــه ؟؟ [/color:51422cacf7]
Anonymous
16.09.2004
ماده او مانا او يا زموږ په مروجو ليکنو کې روح او ماده (ماترياليزم او ايدياليزم) فلسفي مسلي دي او لکه څنګه چې ورور ورته اشاره کړېده، مخکې د کمونيزم او سوسياليزم څخه موجودې وې. دا بيله خبره ده چې کوم نظام کومه تيوري رااخلي او په هغې زياته تکيه کوي. دا نبايد د سياست سره په بشپړه توګه ورګډه شي.
په بل تعبيراو ژباړه داد تکامل او سکون نظريي دي. د مادې د لمړيتوب پلويان په تکامل او بشپړتيا باورلري ولي د مانا يا سکون پلويان چې اکثره مذهبونه په کې شامل دي ، تغيرات او بدلونونه نه مني او هرڅه کې الهي او اسماني قدرت ګوري. په همدې ډول د انسان د منشاء مسله راپورته کيږي چې د تکامل پلويان يې دساينسي علومو په بناء بل ډول څيړي خو مذهبونه اويا دمتافزيک پلويان ورسره په کلکه مخالف دي. دتکامل د تيوری پلويان پرمخ روان دي او دژوند په ټولو چاروکې د ساينسي علومو نه ګټه پورته کوي او دتجربو او څيړنو په اساس پرمختګ کوي. خو دسکون پلويانو دتاريخ په اوږدو کې دڅيړنو او تجسس په ځای عبادت او مذ هبي پراختيا ته مخ اړولی او دډيرومسلو ريښو ته ژور ننوتل يي منعه کړي چې ګوندي د خدای په چارو کې لاس وهنه ده. دمذهبي ټولنو وروسته پاتي والی کيدی شي يو هم له همدغو سببونو څخه وي.
Anonymous
16.09.2004
شاد ګل خانه ښاد اوسې، خو د موضوع داسې ساده کول ښايې ګټه ونه لري. د تکامل تيؤري متريالستانونه ده راويستلې او دياليکتيک هم د ايديالستانو داند محصول دې او تر فويرباخ پورې يوه متريالست نه پيژنده، يواځې هيراکليت په لرغوني يونان کې د تغير او بدلون په اړه جملې ، ادعاوې او شعارونه درلودل، خو دتکامل تيوري يې نه ده رامنځته کړې . دياليکتيک د دتکامل د تيوري په توګه د الماني فيلسوف ج. و. هيګل رامنڅته کړې او د ديالکتيک ټول قوانين ده کشف کړي ، چې مارکس ترې بيا په متريالستي توګه استفاده کړې ده . په هر صورت سکون په ايدياليزم کې نه، ولې په مذهبونو کې شته ،او له مارکس مخکې ماتريالستانو پر سکون ډډه لګولې وه ، نو مترياليزم د تکامل او ايدياليزم د مذهب سره بدلول سم کار نه بريښي. فلسفه که متريالستي وه که ايديالستي له مذهب او ميتولوژي څخه جلا شوې او له دې جلاکيدو وروسته يې پراختيا موندلې ده. په درنښت. [/list]
منطق
pattang
16.09.2004
حضرت عيسا(ع)چې دي روم عساکروپه تخته وتاړه او په پښو او لاسونو ئي ميخونه ورټک وهل او پورته ئي کړ نو ده مبارک ويلي :
الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي چې دوي
څه کوي ٠نو زه نه پوهيږم چې ددي خبري منطق او فلسفه به څه شی وي ؟؟
ستاسو و رور پتنګ
ستاسو په اند...
Anonymous
16.09.2004
ښاغلو ورڼو پاڅونوال صاحيب ، شاد ګل صاحيب ، ميلمه صاحيب ، ديتا ورور صاحيب او نورو درنو لوستونکو ته سلا مونه وړاندي کوم !
داسي اټکل کوم چي د دې بحث مينه وال سته ، خو يوه ستونزه هم وينم او هغه دا چي دا مسله د سياست سره په تړاو کي څيړل کيږي . په داسي حال کي چي دا مسله سياسي نه بلکي يوه فلسفي مسله ده . او زه هم د همدې ګوټه ورته ګورم .زما په اند فلسفي مفاهيم د سياست والو لپاره هغه کاڼي دي چي د ځان د ساتلو لپاره يې کاروي ، خو دا د فيلسوفانو دنده نه ده چي مفاهيم تري واخلي بلکي د سياست والو اخلاقي دنده ده چي هغه مفاهيم د فلسفي لوري په توګه نه بلکي د يوه نړۍليد او يا فکري طرز په توګه يې وکاروي ، که نه زيات وخت به لوستي او نالوستي په دې ستونزو کي ولاړ وي . اوس را ځم خپلي خبري ته .
پا څونوال صاحيب يوه يره ښه خبره ياده کړيده چي لومړۍ بايد ماده وپيژندل شي .زه د دې ټکي سره پوره توافق لرم ، خو زما له انده خبره تر تعريف وړاندي تللې هغسي چي ميلمه ورور د ځينو برخو سپناوي ته يوشمير دليلونه وړاندي کړي دي .او داسي بريښي چي د مادې او مانا پر تعريف ګويا يوډول توافق سته ځکه نو اوس د دواړه مفاهيمو ورسته والي او لومړي والي ته خبره رسيدلې ده .
د دې مسلي يو نوي ډول ته ستاسو پام را اړوم : راځۍ چي د تقدم او تاخر لپاره د منطق دوه محکه وټاکو:
1 ماده د مانا زيږنده ده ؛
2 مانا بيله مادې شتون نه لري ؛
اوس به د دې دواړو محکونو لپاره دلايل را ټول کړو .
په درنښت
ستاسو ورور(( ښه )
Anonymous
16.09.2004
ماته ګران اغلي پاڅونوال صاحب ، ښه صاحب ښاد ګل صاحب سلامونه مي ومنۍ ٠
[quote:9ccd210e74]کمونستانو ماده په څشي او د څه له پاره غندله ؟ [/quote:9ccd210e74]
کمونسټي نظام څه نه درلوده ٠ لکه کياپټليزم چه ئې په خپل نظام کي لري ٠ يعني د پرون څخه ئې نن ښه ږوند
او سانۍ راوستلي دي ٠
د کمونيزم نسولاي کولی چه تر پرون نن ښه ژوند اسانه کړي ٠ نو استخباراتي ، مطبوعاتي موئسسو ئې کوښښ
کاوه چه خلک د فلسفئ په مباحثه کي مصروفه وساتي ٠ دمادياتو څه لاس واخلۍ او معنوياتو ته مخکړۍ ٠
نو هغه وو چه هر چپي داسي بحث کولۍ چه عملي جمبه ئې نه درلوده ٠ فلان فيلسوف داسي وائې او فلان داسي
وائي ٠ اخيري بحث ئې پر دغه داروه غربيان مټريالستان دي او بد خلک دي او بد نظامونه ئې دي ٠
ګرانو دليکنو ملګرو !
د هري منلي فلسفئ د زده کړي ورسته ٠ پر هغه فلسفه بحث کول زه شخصأ ښه نه ګڼم !
کله چه موږ د فزيک دغه قانون زده کړۍ ٠ دهر شئ چه داتقا سطحه کوچنۍ کيږي ٠ استحقاق کميږي
او که موږ پر دغه بحث کوو چه ولي څنګه يا داسي نه ده ٠
دابه ښه وي ٠ څرنګه کولاي سو ٠ چه ديوه ښئ د اتقا سطحه کوچنۍ کړو ٠ او بيا څرنګهاستفاده ځنديکيږي
و به وايو چه چاقو ځيني جوړيږي ٠ بېرنګ (BEARING ) ځيني جوړيږي ٠ استحقاق په بېرنګ کميږي
په مقابل کي کولاي سو چه سراعت زيات کړو ٠ وغيره وغيره
او يا نن موږ کولای سو چه ګاز پر فشار لاندي ونيسو او په مايع ئې کړم ٠
نو څه کړو چه مايع موکړۍ ؟ ٠ نو داسي کولای سو چه په ډبو کي ئې واچوو ٠ او په اساني سره ئې انتقال کړو٠
نو راسۍ چه اوس فکر وکړو ٠ ښه نن خو دا موږ ته معلومه سوه ٠ چه په ژوند کي دوه شيه سته چه ماده ده يا مانا
او په افغانستان کي هري مانا ته خساره رسېدلې ده ٠ په اوله درجه کي ٠ و اعتماد ته په دوهمه درجه کي
و عدالت ته ٠
نو څرنګه تاسو ليکوالان کولای سی ٠ چه د دغو دوو مانا وو ترميم ته خپل نظر ښکاره کړي ٠ که يوه منلې
لار مو وښودل ٠ بيابه نو پر هغه به ماناداره ليکني وکړو ٠
Anonymous
16.09.2004
پتنګ جانه ښه راغلي، سلامونه ومنه.
د قران کريم دارشاداتو سره سم د حضرت عيسی روح الله روح د خدای تعالی(ج) له روح څخه بلل شوی دی او د هغه دخبرو مجموعه اصلي انجيل دی چې د الله (ج) وينا بلل کيږي.دهغه اسمان ته ختل او هلته تر قيامته پاتې کيدل هم دالله تعالی يوه لايتنهي معجزه ده، نو پورتنۍ وينا به يې تر هغې ډيره ژوره معنې ولري چې انسان يې تشريح کړي.خو تصور دادی چې رښتيا هم يهودان نه پوهيدل، په احساساتو او جذباتو يې تکيه کړې وه اودهمغه
مسيح وژلو ته يې ملا تړلې وه ، چې په تورات کې د هغه د راتګ په اړه ډير څه لوستلي هم وو. بل داچې وايي نوموړي په دنيا شيطان پړ کړ او په دې پړ والي سره يې ادم او آدم د اوﻻده يې په جنت کې د ممنوعه غنم دانې د خوړلو له ګناه څخه خلاص کړل . دا کار يواڅې هغه پيغمبر کولی شو، چې روح يې د الله (ج) د روح سره تړاو ولري .
دغه تړاو ددې سبب هم دی چې ځمکې ته له بيا راتګ سره سم به د الله (ج) کتاب مبارک قران په ﻻس کې واخلي او خلک به د محمد (ص) دين اسلام ته رابولي.
نو له دومره لوړې سطحې څخه د خپلو قاتلينو له پاره له خدای (ج) څخه بخښنه غوښتل بالکل د درک وړ خبره ده اود الله (ج) نامحدوده مهرباني په ګوته کوي . والسلام
Anonymous
16.09.2004
پتنګه وروره سلام ٠
داچه هر چا داخبري درته کړي غلطي دي
[quote:4a818864a9]حضرت عيسا(ع)چې دي روم عساکروپه تخته وتاړه او په پښو او لاسونو ئي ميخونه ورټک وهل او پورته ئي کړ نو ده مبارک ويلي :
الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي چې دوي
څه کوي ٠نو زه نه پوهيږم چې ددي خبري منطق او فلسفه به څه شی وي ؟؟
ستاسو و رور پتنګ[/quote:4a818864a9]
ورره ٠ د فزيک په علم هم غلطي دي ٠ که تاسو د يوه مړي انسان په لاسو مخ ټکوهۍ او وئې ځړوي ٠ د لاسخپړ
ئې پرې کيږي ٠ د فزيک پوهانو ٠ تجربه کړې ده
او په اسلام کي داخبري له سره دروغ بلل سويدي
pattang
17.09.2004
سلام ملګرو دودې پښتنو زه مو قربان شم !
هي، هي دا څه ليکۍ او داڅکوۍ که اوس بيا وليکم چې دا څه اپلتې
دي خو نقاد ورور به راته په قهر شي نوقضاوت دهرچاخپل ،خو زماګرانو
پښتنو وروڼودغه ستاسوفلسفي (تاريخي اوديالکتيکي متريالزم ) او
منطقي بحثونه اودرسونه د ښاغلې نورمحمدترکي دخلق دګوند په دري
مياشتنيزه ازما يشي دوره کې دومره په مغزو کې را منډل شوي دي چې
لا تر اوسه مي هم مازغه تري خو ږيږي او په څاي ندي٠
نوڅه شي به زمونږافغانانوپښتنو لپاره په دي اوس وخت کې دمادي او مانوي په ډول ګټور وي او ګټور تمام شي ؟؟
ستاسو ورور پتنګ
Anonymous
17.09.2004
پتنګه وررسلام ٠
دغه خبره تاسو ليکلې
[quote:7ad3781c12]حضرت عيسا(ع)چې دي روم عساکروپه تخته وتاړه او په پښو او لاسونو ئي ميخونه ورټک وهل او پورته ئي کړ نو ده مبارک ويلي :
الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي [/quote:7ad3781c12]
تاسوته دامعلومه ده چه اول عيسی ع کراس سوۍ دۍ ؟؟؟ نه نه
او چاويل چه عيسی ع داسي وويل ٠ ( الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي ) ؟؟؟
وروره ٠ بايبل تر عيسی ع 300 کاله ورسته ليکل سوۍ دۍ ٠ نو تاسو فکر وکړۍ ٠ پسله 300 کاله به
داخبري ٠ رشتيا راټولي سوي وي ؟؟؟
نو د افلاکي ( اپلتې) راته په ګوته که چه کومه خبره افلاکي دي ٠
نقاد
17.09.2004
ښاغلو او آغلو ، د بحث د پرمختګ له پاره د يو بل مثبت او روښانه برخې راخيستل او ډډه پرې لګول په کار دي او د ژورتيا له پاره بيا نامالومې او ناسمې برخې روښانه کول او مالومول پکار دي چې حقيقت لري که نه. ښه صاحب د مادې او معنی پر تقدم او تأخر ټينګار کړی، يو سياسي تعريف دمادې له پاره ملعون لېنين جوړ کړی و، خو هغه فلسفي تعريف نه و او هسې تاوتولوژي يا د چا خبره د (د موږک او پيشو لوبه) وه لکه عينيت هغه شی دی چې ګواکې ذهني نه وي، او ذهنيت هغه څه ته وايي چې عيني نه وي. همدغسې ماده عيني ده ذهني نه ده او معنی ذهني ده عيني نه ده. يا عينيت او ماده لومړي اواذلي او تل پاتې ابدي دي، خو معنی ذهني ، نه دا ده او نه هغه، بلکې په دا منځ کې موقتي ده او له منځه ځي او راځي. بيا هم که دا خبرې پرمختګ کوي اود يا کوم پرمختګ سبب ګرځي، هسې هم تشې فرضيې دي، نو د ښاغلي (ښه) صاحب سره به يې د يوې فرضيې په توګه فرض کړو، وګورو چې څه پايلې او نتيجې ترې ښه صيب مونږ ته راباسي.
Anonymous
17.09.2004
ډېر محترم نقاد صاحب ، ښه ورور اودرنو لوستونکوسلام عليکم و برکات
نقاد صاحب !
زه ستاسوليکنه خوښوم ،موافق يم اما بيله دغي جملې، چې نه پو هيږم دا نظر د چاسره تړاو لري :
[color=darkred:765fb784fd] ماده لومړي اواذلي او تل پاتې ابدي دي، خو معنی ذهني ، نه دا ده او نه هغه، بلکې په دا منځ کې موقتي ده او له منځه ځي او راځي. [/color:765fb784fd]
په ډير احترام عرض لرم
هغه قدرت چه ماده جوړه وله ٠ تر مادي له مخه د مانا خاوند وو ٠ او ورسته ئې ماده خلق کړه ٠
تر څوه او فکر درته پيدا نسي ٠ څه عملي پلان نه شروع کيږي ٠
په کل کي مانا له منځه نه ځي ٠ لکه ماده ٠ خو دواړه تغير کونکي دي ٠
ماده وه ٠ اما د انسان په ښکل ماده ډير په اخيره کي پيداسوه
او داسي نور لکه ډانسرس د شکل په ډول له منځه ولاړ ٠
نن موږ دغه حيوان نسو ليدلای ٠
پخوا ٠ طياره نوه ٠ نن سته
ماده او مانا دواړه ځي او راځي ٠
ماده په تغير شکل ، او مانا په تغير د مفهوم ٠ او فکر تغير کوي (مانا)
او ورسته مادي شکل تغير کوي ٠ [color=red:765fb784fd]يعني مانا مقدمه ده تر مادې [/color:765fb784fd]
درد،قهر،خندا،احساس به هيڅ وخت له منځه ولاړ نه سي ٠ لکه ماده سره لازم دي
داڅه حال دي
pattang
18.09.2004
سلام زما ګرانو پښتنو وروڼو!
داڅه حال دي که نه ليکم خوطاقت مي نه کيږي ا وليکوال هم نيم
زړه نا زړه يو څه وليکم .
وروڼو مونږ او تاسو په يوه شي نه په يوه شي عقيده لرو اوټول شکر مسلمانان يواوزمونږ عقيده په علم ( سيانس او لابراتوار ) سره نه
سبوتيږي ا ودخپلي عقيدي په سيوري کښی ډير خوشاله يو او پت
موئي را ساتلي دي٠
اوس نو نقاد ښه وائي مسال ئې کمياوي مختلف محلولنه او دمادي فزيکي تغير ونه دي ٠مانا ا و ماده يا مستقيم اويا معکوس متناسب دي .
په کووانتن تيوري کښي دا مسائل ښه مالوميږي٠
اوس نو ماده، مانا او انتي ماده ( توره ماده ، ماده خوړونکي ماده ) وجود
لري چې دي تورې مادي استادان په بلا ککړ کړې دي . خداي پاک
د زمونږ مڅکه له تورو سوړو څخه وساتي ٠عالم الغيب خداي پاک دي
زماهم سرنه پري خلا صيږي .
خاصه نسبتي او عمومي نسبتي تيوري څه وائي ؟؟
لا يتنا هي څه شي دي ؟؟
د غه ټول مسائل مغلق او تر اوسه سبوت شوي ندي په څني څايو کي له
له پستولات او اپروکسيماتيو حل نه کار اخستل شوي دي چې په زړه
پو ري کار ئي هم ور کړي دي .
زه په دي عقيده يم چې له دي ټولو مغلقو بحثو څخه عملي کارونه بهتره
دي .
په درناوي ستاسو ورور پتنګ
pattang
18.09.2004
[quote:e901816065="Anonymous"]پتنګه وررسلام ٠
دغه خبره تاسو ليکلې
[quote:e901816065]حضرت عيسا(ع)چې دي روم عساکروپه تخته وتاړه او په پښو او لاسونو ئي ميخونه ورټک وهل او پورته ئي کړ نو ده مبارک ويلي :
الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي [/quote:e901816065]
ورو ره توبه وکاګه انجيل ليکل شوی ندي بلکي نازل شوي دي.
د کراس په مانا څوک نه پو هيږي مقصد مي صليب شوي دي٠
ز ما خبره دعقيدي دي نو که ته کلي ته لاړ شي نو ستا خبري به
خلک اپلتې وبولي اوکه متعصبه ملا ګير ګړي نو د ادام امر
در باندي صا دره وي٠
نو رنو خپله هوشيار سړي ئي٠
ستا ورور پتنګ
کوي
تاسوته دامعلومه ده چه اول عيسی ع کراس سوۍ دۍ ؟؟؟ نه نه
او چاويل چه عيسی ع داسي وويل ٠ ( الاهي پروردګاره ته دغه خلک وبخشه ،څکه چې دوي نه پوهيږي ) ؟؟؟
وروره ٠ بايبل تر عيسی ع 300 کاله ورسته ليکل سوۍ دۍ ٠ نو تاسو فکر وکړۍ ٠ پسله 300 کاله به
داخبري ٠ رشتيا راټولي سوي وي ؟؟؟
نو د افلاکي ( اپلتې) راته په ګوته که چه کومه خبره افلاکي دي ٠[/quote:e901816065]
pattang
18.09.2004
وروڼو ، او دروند ورور ميلمه صيب ته سلامونه.!
پرون ورځ خپله لېکنه رانه ګډه وډه شوه ځکه چې د اصلاح کولو (edit)
امکنات می پيدا نکړو او اوس تکرار درته ليکم :
ورو ره توبه وکاږه , انجيل ليکل شوی ندي بلکي نازل شوي دي.
د کراس په مانا څوک نه پو هيږي مقصد مي صليب شوي دي٠
ز ما خبره دعقيدي دي نو که ته کلې ته لاړ شي نو ستا خبري به
خلک اپلتې وبولي اوکه متعصبه ملا ګير ګړي نو د ادام امر
در باندي صا دره وي .
راځۍ چې په کلتور ،تاريخ ، اقتصاد ، سولې او د اسلام په
مزاياؤ خبري وکړو بلي هو په هر رقم فلسفه باندي هم بايد خبري وکړو
او خپل فکر پري وکړو خو دخپل پلار او نيکه د ين ، مذهب،اديره
حجره (دميلمنوکوټه)،جومات او خپل سر شاره
پښتنې کلتور هير نکړو او د ننۍ نړۍ په نور مونو کې ځاي ورته ور کړو
وروه دغه ټول شيان د علم او معارف پوهنې او اقتصاد مخه نه نيسي .
ز مونږ دښمنان په مختلفو چلو سره زمونږ کلتور له منځه وړې او په خپل
منځ کې مو حل کوي دا چې بياوروسته نړۍ د څه وحشت خواته ځي ددوی
لپاره کومه ما نا نلري او دوي به وخته خپله سودا ګري کړي وي٠
خو وروره مونږ افغا نان په يوه برخه کي بد روزل شوي يو:
چې هغه مفت خوري ده ٠ اول مو دروسانو کونه نيولي وه او اميد مو
لاره چې هغوي به (کور،کالې او کار ) راکړي نو روسانو ددي په ځاي ګور
اوقبرونه را کړه نو اوس مو د غربيانو او ديوي ړندي ديموکراسي کونه
نيولي دي چې که خداي کول چې سوله راشي اوهم مفتي پيسي
جب ته راشي نو خداي پاک د خير پيښه وي٠
ډيرخلق د ديموکراسي په مانا نه پوهيږي په غرب کي مفتي پيسي
او کمکونو اخلي نو دوي فکر کوي چې د ا ديموکراسی ده٠
زما ليکنه بلي خواته لاړه خو په حقيقت کې دا ټول مسا ئل يو له بل
سره تړلې دي٠ ا
نو رنو ته په خپله هوشيار سړي ئي٠
ستا ورور پتنګ
نقاد
18.09.2004
[quote:acad5df6b9]ماده لومړي اواذلي او تل پاتې ابدي دي، خو معنی ذهني ، نه دا ده او نه هغه، بلکې په دا منځ کې موقتي ده او له منځه ځي او راځي[/quote:acad5df6b9].
محترم استاد ميلمه صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه.
داپورتنۍ نه د ليکونکي نظر دی او نه يې تائيد کړی، بلکې د يوه ملحد سياستوال لعنتې انګيرنه ده چې ليکونکې غندلې ده. بشپړ اقتباس يې داسې دی:
[quote:acad5df6b9]يو سياسي تعريف دمادې له پاره ملعون لېنين جوړ کړی و، خو هغه فلسفي تعريف نه و او هسې تاوتولوژي يا د چا خبره د (د موږک او پيشو لوبه) وه لکه عينيت هغه شی دی چې ګواکې ذهني نه وي، او ذهنيت هغه څه ته وايي چې عيني نه وي. همدغسې ماده عيني ده ذهني نه ده او معنی ذهني ده عيني نه ده. يا عينيت او ماده لومړي اواذلي او تل پاتې ابدي دي، خو معنی ذهني ، نه دا ده او نه هغه، بلکې په دا منځ کې موقتي ده او له منځه ځي او راځي. [/quote:acad5df6b9]تر دغه ځايه د لنين نظر دی. نوموړی په همدې چال سره د نړۍ له خالق څخه منکر يږي، او ددغسې ليکنو مخه نيسي چې :
[quote:acad5df6b9]هغه قدرت چه ماده جوړه وله ٠ تر مادي له مخه د مانا خاوند وو ٠ او ورسته ئې ماده خلق کړه ٠[/quote:acad5df6b9]
له دې کبله يې ما هغه چال په ګوته کړی، چې له اول څخه يې غطه فرضيه وړانې کې او هغه يې بيا مطلقه کړې او د الحاد دام يې غزولی دی
په دغه دام کې ټوله هستي اوموجودات له دوه ډولو څخه وتلي نه دي: يا مادي دي او يا معنوي ، خو مونږ مسلمانان يواځې خلق شوې نړۍ مادي او معنوي بولو، او د نړۍ خالق د دواړو له له کيفي چوکاټ څخه شکرلوړ بولو.
داخو بالکل سمه ده چې
[quote:acad5df6b9]تر څوه او فکر درته پيدا نسي ٠ څه عملي پلان نه شروع کيږي ٠[/quote:acad5df6b9]
و لې له دې څخه ملحدين منکر دي، چې نړۍ خلق شوې، د خلقت له پاره فکر شوی او هغه فکر فکر کونکی درلود چې هغه خالق دی او خپل فکر يې پلی کړی دی. دوی وايي جريان ټول برعکس تېر شوی : ماده يا طبيعت،بيا لومړۍ چاودنه،بيا کهکشانونه، بيا زمونږ کهکشان، بيا لمر ، بيا شمسي نظام ، په هغې کې ځمکه، بيا اوبه او تودوخه، بيا ژوندۍ حجره، بيا نباتات، بيا حيوانات، بيا انسان ، بيا د شعور پراختيا ، بيا عقايد، بيا معبود او مذهبونه، بيا فلسفه ،او بيا ساينس پورې خبره رارسيدلې ګڼي.
دا ټول په هر صورت ، خو د نړۍ خالق اول دی او د تامل دا نور مراحل هغه پخپله د خپل پلان سره سم رامنځته کړي دي. او له همدې ټکي نه منکر کسان ملحدين دي.نعوذ بالله من شرالملحدين والمفسدين والشيطين . آمين ثم امين
يادونه: پتنګ جانه وروره: انجيل د تورات په څير ليکل شوی نه دی نازل شوی ، د قران په څير تکړه تکړه نازل شوی او وروسته بيا ليکل شوی، خو رښتيا هم ډير وروسته يعنې درې سوه کاله تر نزول وروسته د روم د کليسا له خوا د خپلې اړتيا سره سم وليکل شو(!!!) . آيا ډيره عجيبه نه ده؟
ستاسو اند...
Anonymous
19.09.2004
په دې بحث کي ګرانو ليکوالو ورڼو نقاد صاحيب ، ميلمه صاحيب ، پتنګ صاحيب، د يتاسو ورور صاحيب ، شادګل صاحيب ښاغلۍ پا څونوال صاحيب او نورو درنو لوستونکو ته د زړه له کومي سلامونه او احترامات وړاندي کوم . هيله مي داده چي په روغ صورت او نيکمرغۍ دا ليکني ولولۍ او هم په دې نيت څه وليکۍ چي يو څه مو د منطق او پوهي پر پخوانيو زدکړو زيات سي .
ما په خپله يوه پخوانۍ ليکنه کي ليکلي وه چي په دې بحث کي موخه سياست نه بلکي منطق دۍ . راځۍ چي په هم دې لاره روان سو .
ګران ورور پاڅونوال صاحيب ليکلي چي د دې بحث کومه پايله به زه را په ګوته کړم ((پاڅونوال صاحيب يوه ټوکه کوم چي دا ارمان خو به دي پوره نه سي )). ښايې زما په ليکنه کي داسي يو مطلب نه وي ليکل سوۍ چي ګويا زه به د يوه ټاکلي پايلي سره ستاسو سره دا بحث پيل کوم او بيا به هغه نتيجې ته رسوم . د ځينو ورنو دا ليکنه پر ځای ده چي ښايې دا بحث يوه څرګنده نتيجه نه لري ، خو د دې مانا دا نه ده چي موږ به نو دا بحث نه کو او پريږدو به يې .
زما له نظره د منطقي پوهي يوه برخه د انسانانو تر منځ په قراردادونو پوهيدل او د قرار دادونو پر اصليت او ماهيت د انسان برلاسي کول دي .البته دا د منطق داسي جامع تعريف نه دۍ چي د ټولو لپاره د قبول وړ وي . خو زه د اوسنۍ دريځ لپاره دا پيژندنه کاروم . بيلګه وړاندي کوم : (( ليک )). ليکل او بيا د هغه ليک لوستل د ټولني دغړو تر منځ قرارداد دۍ دا چي د (( ب )) نقطه چيري او د (( ج )) څيره څنګه ترسيم سي . دا د هري ژبي د لوستونکو تر منځ يو داسي منل سوۍ قراراداد دۍ چي لوستونکي يې ځانونه قيد ګڼي او د ليک هر تورۍ داسي لولې چي په قراراداد کي منل سوي . داسي يې نه لولي چي د هغه لوستونکي خوښه وي .داسي راواخله ايديالوژي او باور. دا هم د قراردادونو ډولونه دي . سياست وال ټولنپوهان دهغو قراردادونو د تمثيل او عملي کيدو لپاره دا او هغه ډول دلايل او براهين وړاندي کوي چي په دي ترتيب خپله موخه د هم هاغه منل سوي قراراداد تر سيوري لاندي پلي او خپله چاره وکړي . ورنو دلته بيا يوه بله بيلګه وړاندي کوم : نن د انګلستان صدراعظم وويل چي موږ د عراق ازادۍ ته ژمن يو او که دا اشوب ګر بريالي سي نو به نه يوازي د عراق ازادي بلکي د نوروهيوادونو ازادۍ ته هم زيان ورسيږي . او هغه کسان چي هم خپل ځانونه وژني او هم نور هغوۍ هم وايې چي موږ د عراق ازادي غواړو او که موږ بريالي نه سو نو نه يوازي داچي د عراق ازادي به نه وي بلکي د نورو هيوادونو ازادي ته هم ستر خطر سته . دلته د (( ازادۍ )) اويا (( خپلواکۍ )) مفاهيم چي يوډ ول قرارداددي افاده ده تر ګټي لاندي راځي او هر يو خپله رايه او خپل نظر له هغه ګوټه ګوري چي د هغه ويونکي ګټي يې مني .
درنو لوستونکو ! زه خو داسي وينم چي دا قراردادونه خپل ځان ته منابع لري . چي د يوه ډول قراردادونو منبع طبيعت او د بل ډول قرارداد منبع ټولنه ده .د طبيعت په قراردادونو کي د انسان دنده يوازي دهغه قرارداد په بيخ او بنسټ پوهيدل دي او برعکس د ټولني په قرارداد کي انسان لومړي درجه نقش لري او بيا چاپيريال او وړتياوي دي چي قرار دادونونه منځ ته راولي ، هغه اړوي را اړوي او ناقص يې اعلانوي او يا يې هم د پلي کيدو چار دومره جبري او حتمي ګرځوي چي په نه کولو او نه منلو يې انسان ته د ژوند خطره هم راځي .
ستسو اند څه دۍ؟
ستا سو ورور (( ښه ))
Anonymous
20.09.2004
ډير دروند ، ښاغلي نقاد صاحب په کېډيوګېډيو سلامونه تاسوته تقدم کوم ٠
زه به هيڅ وخت داسي فکر ونه کړم چه تاسو دداسي عقيدې (([color=red:7bdd76e867] عينيت هغه شی دی چې ګواکې ذهني نه وي، او ذهنيت هغه څه ته وايي چې عيني نه وي. همدغسې ماده عيني ده ذهني نه ده او معنی ذهني ده عيني نه ده. يا عينيت او ماده لومړي اواذلي او تل پاتې ابدي دي، خو معنی ذهني ، نه دا ده او نه هغه، بلکې په دا منځ کې موقتي ده او له منځه ځي او راځي.))[/color:7bdd76e867] خاوند ياست ٠
زما دغه اول ځل وو چه ددغسي تعريف سره مخامخ سولم ٠ چون کوم د پوهي چوکاټ چه زما په سرکي لرم
ترهغه وتلۍ وو ٠ نو بيله کومه ځنډه مي فکر رد کړه ٠ نو زه په خپله اشتبا يو څه هغه وخت خبر سوم چه تر ليکني ورسته مي بيا يواري ستاسو ليکنه ولوستل ٠ چه ستاسو نظراو تعريف نه وو ٠ سل په سل کي شور نه وم
زما لپاره ډېر ښه کار وسو ٠ چه څه مي تاسوته ليکلي وه ٠ ولي چه زه په دې موضع هيڅ نه پوهيدم چه ملحدانو(چپيان) دغه تعريف درلودۍ ٠ دست اوېز ئې دغه احمق تعريف وو
مننه ستاسو له معلوماتو څه چه راته ليکلي وه
[quote:7bdd76e867]و لې له دې څخه ملحدين منکر دي، چې نړۍ خلق شوې، د خلقت له پاره فکر شوی او هغه فکر فکر کونکی درلود چې هغه خالق دی او خپل فکر يې پلی کړی دی. دوی وايي جريان ټول برعکس تېر شوی : ماده يا طبيعت،بيا لومړۍ چاودنه،بيا کهکشانونه، بيا زمونږ کهکشان، بيا لمر ، بيا شمسي نظام ، په هغې کې ځمکه، بيا اوبه او تودوخه، بيا ژوندۍ حجره، بيا نباتات، بيا حيوانات، بيا انسان ، بيا د شعور پراختيا ، بيا عقايد، بيا معبود او مذهبونه، بيا فلسفه ،او بيا ساينس پورې خبره رارسيدلې ګڼي.
دا ټول په هر صورت ، خو د نړۍ خالق اول دی او د تامل دا نور مراحل هغه پخپله د خپل پلان سره سم رامنځته کړي دي. او له همدې ټکي نه منکر کسان ملحدين دي.نعوذ بالله من شرالملحدين والمفسدين والشيطين . آمين ثم امين [/quote:7bdd76e867]
متل دۍ ٠ هغه شرپېښ کي چه زما خير پکښې وي ٠
معضرت غواړم ٠ اوخدای دي وکړي چه معضرت مي قبول کړۍ ٠
ديتاسو ورور
نقاد
21.09.2004
درنو ورونو ميلمه صاحب، ښه صاحب او ګرانه پتنګ جانه ، اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
اوس چې سره پوه شو، نو يو ګام به مخ وړاندې واخلو ، بياهم د ميلمه صيب يوې برحقه يادونې ته نغوته په کار ده : شورويانو د پانګوالۍ په وړاندې هيڅ مادي پرمختګ نه درلود نو يې معنوي او اخلاقي ارزښتونو ته مخه کړې وه، د مستعمره هيوادونو ملي آزادي يې غوښتله ، د امپرياليزم نادودې يې غندلې، فاحشې او فاحشه ګري ، غلا او داړه ماري يي په هيواد کې چا نشوه کولی، لواطت په سخته سزا رسيده ، ستالين به وژل، لنډه داچې ښه اخلاق يې د ښو اجتماعي مناسباتويا سوسيالستي ټولنې پايلې ګڼلې او لرل يې. تر دې ځايه دا اخلاق او معنويات يا معنی ته پاملرنه د ښاغلي ميلمه صيب په وينا بالکل سمه خبره ده، خو معنی ته د شورويانو دا پاملرنه د فلسفي مترياليزم پرضد نه ده چې وايي، ماده پر معنی لومړۍ او د هغې ټاکونکې ده. برعکس نوموړې معنی او اخلاق يې ، لکه چې وويل شول د خپلې سوسالستي ټولنې د مادي بنسټ ( اشتراکي ملکيت او مادي مناسباتو) محصول ګاڼه.خو افغانانو دوی او ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې ددوی ايمان دشورويانوله ترټولو لوړترينو اخلاقو څخه لوړ او پياوړی دی، او د ايمان وطن او ملي ناموس له پاره تر هرڅه تير دي ، سره ددې چې اشتراکي ټولنه نه لري او آن د هغې پر ضد هم په بري سره جنګيږي.
له دې نغوتې وروسته به هغه تعريف هم په ګوته کړو چې د مادې له پاره لنين په ډير چال او هنر ورکړی و:
ماده ټول هغه څه ته وايي چې دانسان له ذهن او [color=red:45920ec74d]شعور څخه بهر او مستقل [/color:45920ec74d]وجود ولري او [color=yellow:45920ec74d]د حواسو په وسيله ترې انسان خبريږي[/color:45920ec74d].
په دې تعريف کې ډيرې خبرې او پوښتنې موښتنې شته، خو هغه اوس لوستونکو ته پريږدم او د معنی لوري ته يونظر غورځوو:
فيلسوفان ماتريالستان دي که ايديالستان ، د نړۍ د وځدت ادعالري او وايي دنړۍ اصل او ماهيت واحد دی، يعنې نړۍ د ايدالستانو په اند اصلاء صرف معنوي ده او ماده د معنوي نړۍ څخه اشتقاق موندلی او له هغې څخه رامنځته شوې ده او له معنی پرته په مستقل ډول وجود نه لري . دوی (ايديابستان) معنی، روح يا مطلقې ايديا يا مطلقې مفکورې ته په عيني موجوديت قايل دي اومادي نړۍ دهغې محصول او پايلې بولي.
د هغو فيلسوفانو لومړی ستر نماينده، کوم فيلسوفانو چې دمعنی سره سروکار درلود ، افلاطون دی . افلاطون معرب شوی نوم دی، ا صلأ يو ناني نوم يې پلاتون Platon دی . پلاتون وايي :