نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د تاریخ جوړونکو باتورانو شهادت د طالبانو په استقلال باندې یوه بله ګواهي
موفق افغان
23.02.2012
د احمد فارسی لیکنه
څو ورځې وړاندې د پاکستان په یوه جهنمی زندان کې د شهید الحاج ملا عبیدالله آخوند رحمه الله د شهادت ځورونکی خبر د دوی کورنی ته ورسېد چې د همدې خبر په اساس اسلامي امارت هم د یوې اعلامیې په ترځ کې په رسمي توګه د یادې ضایعې په اړه ژوره خواشیني وښوده او د نوموړي باتور شهید د مظلومانه او مرموز شهادت تر شا یې د ککړو وحشي عاملینو غندنه وکړه او له پاکستاني چارواکو څخه یې هم د ریښتینو توضیحاتو غوښتنه وکړه.
شهید الحاج ملا عبید الله اخوند چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیر المومنین نائب او د ملي دفاع وزیر پاته شوی وو، د پاکستان په جهنمي زندان کې یوازې او یوازې پدې ګناه چې سوچه مسلمان او ریښتینی افغان دی بندي وو.
که مونږ د شهید ملاعبیدالله اخوند رحمه الله د ژوند او مظلومانه شهادت په اړه هر څومره ډېرې لیکنې هم وکړو نو تر هغه به بیا هم ډېرې کمې وي چې ددوی لوړ او مبارز شخصیت پکې انځورېدلای شي، ځکه چې د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله ټول ژوند سر تر پایه له جهاد، برحقې مبارزې، زړورتیا، مردانګی، سرښندنې، اسلام پالنې او له وطن سره له بې درېغه مینې او اخلاص څخه ډک وو، همدا ټکي دي چې د دوی په باتوری او تاریخي شخصیت باندې دلالت کوي چې د لمر په څېر یو داسې روښانه حقیقت دی چې کله به هم په دوو ګوتو پټ نشي.
د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله مظلومانه شهادت که له یوې خوا په عامه توګه د افغانستان د وولس او په خاصه توګه اسلامي امارت لپاره یوه لویه ضایعه ده خو له بلې خوا څخه د ټولو هغو اشخاصو په خولو باندې یو کلک ګوزار دی چې د ازادي غوښتونکي سپېڅلي ملي افغاني مقاومت په لمن باندې له افواهاتو ډک دښمنانه او حسودانه تهمتونه پورې کوي، د اسلامي امارت د مشرانو متین عزم او د نړی په سطحه مثالي قربانی دي چې د روان مقاومت په سپېڅلتیا، ازادی، استقلال، حریت او خپلواکه اراده باندې دلالت کوي. دا او دې ته ورته پېښو له مخې جوتیژي چې د جهاد او اسلام دښمنان په څومره زیار او سپین سترګی سره غواړي چې د برحقه مقاومتونو او خوځښتونو سپېڅلې بڼه او ملي اسلامي ماهیت د خپلو درواغجنو تبلیغاتو تر ککړ سیوري لاندې راولي او پدې توګه خپلې ناولې څېرې په جذابو او زړه راښکونکو نقابي څرمنو کې پټې وساتي.
په پاکستاني زندان کې د الحاج ملا عبیدالله اخوند رحمه الله شهادت او ددې تر څنګ د ښاغلي ملابرادر اخوند او استاد یاسر (فک الله اسرهم) او همدارنګه د اسلامي امارت د لسګونو نورو مشرانو د نامعلوم برخلیک مثالونو ته په پاملرنې سره په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغانستان د اسلامي امارت د برحقه او اړین خوځښت په اړه شایع شوي پوچ افواهات او تورونه په بشپړه توګه بې بنیاده او له حقیقت څخه لیرې دي.
د حیرانتیا ځای هم دا دی چې یو شمېر داسې ښاغلي هم شته چې د افغانستان اسلامي امارت او د طالبانو تحریک په پټو سترګو له این او آن سره په وابستګی سره تورنوي په داسې حال کې چې دوی خپله بیا په پاکستان او افغانستان دواړو کې ازادانه هستوګنه لري او لدې ځایونو څخه د نړی و ټولو هېوادونو ته په ازادانه توګه رسمي او غیر رسمي سفرونه او تګ راتګ کوي، ځنې یې بیا د نړی په ګوټ ګوټ کې رسمي دفترونه او نمایندګان لري او حتی چې د تماس شمېرې یې د عامو او خاصو په لاسرسی کې دي، د لیدو، ارتباط او دید او بازدید له ټولو اسانتیاوو، امتیازاتو او حقوقو څخه بشپړ برخمن دي، لرې له دې چې یو لدې ښاغلو څخه دې هم په زندان کې پروت وي خو لدې ټولو سره سره بیا هم په ډېره بې شرمی او بشپړې سپین سترګی سره ټول مجاهدین په بهرنیو جاسوسي کړیو پورې تړي او د دوی د لاس محصول یې نوموي بې خبره لدې چې په خپله بیا د شخصي مصلحت، بې حیایی او ذلت په تر ټولو ژورو پولو کې ژوند کوي (پهلوان زنده خوش است)
که چېرته د افغانستان په د ننه کې د لاسپوڅو وحشي زندانونو، پاکستان کې د غلام حاکم نظام جیلونو او د صلیبي دښمنانو د بې شمېره زندانونو په لړ کې یوازې د ګوانتانامو زندان ته نظر وکړو نو بې له ځنډه به دې نتېجې ته ورسیژو چې په یادو ټولو زندانونو کې په افغاني کچه یوازې او یوازې د افغانستان د اسلامي امارت اړوند باتور طالبان، مجاهدین او د دوی مشران په نظر راځي، خو لدې حقیقت سره سره، لکه ځنګه چې پورته یې یادونه وشوه، ځنې بیا هم په پوره بې باکی او نهایت بې شرمی سره خپل ستوني شلوي او د حق په پلویانو باندې د این و آن د وابستګی تورونه پورې کوي چې تر ټولو ډېر دوی پخپله یادو کړیو او جاسوسي سازمانونو ته په وفاداری او اخلاص کې منتسب او د شهرت په درجه کې تر غوږونو پورې پکې ښکېل او تورن دي.
سربېره پر دې چې د اسلامي امارت سر لوړي مجاهدین د خپلې مبارزې پر برحقه مسیر باندې د هیڅ چا د صحت او تایید مُهر ته اړتیا نلري، نو ښایي چې الله جل جلاله به دا ځل د شهید ملا عبیدالله اخوند رحمه الله د شهادت په وسیله چې په خپل ځای کې بې له شکه یوه لویه ضایعه ده، هغو ساده لوحو، غولېدلو او ړندو لپاره د هدایت او د دوی د ویدو ضمیرونو د ویښتابه وسیله جوړه کړې وي چې د مکار دښمن او د دوی د ذلیلو لاسپوڅو د پوچو تبلیغاتو او تورونو تر تاثیر لاندې راغلي دي په داسې حال کې چې د دوی نیتونه او تورونه اسلامي امارت او باتورو مجاهدینو ته د دوی د برحقه مبارزې په متین مسیر کې هیڅ ډول ګواښ نشي رامنځ ته کولای په جز ددې چې د مسلمانو افغان مبارزینو د غوښو په خوړلو سره هم خپله دنیا او هم آخرت له تباهی سره مخ کوي. افغان دښمنه لاسپوڅي او د دوی وحشي یرغلګر باداران دې په دې ښه سر خلاص کړي چې شهادت، زندان، ځورول، تعذیب، شکنجه، افترا، اتهام، تورونه، له ها او دې سره تړل او یا هم د مجاهدینو د انشعاب هڅې د دعوت او جهاد د مسیر په وړاندې ددې لارې نه بېلېدونکي او لاینفک اجزا او د اسلامي خوځښتونو د سپېڅلتیا او حقانیت له نښو نښانو څخه دي چې حتی انبیا علیهم الصلوت والسلام هم ورڅخه مستثنې نه دي پاته شوي.
بې له شکه چې د قهرمان شهید ملاعبیدالله اخوند د شهادت دردناک خبر به په هېڅ ډول د اسلامي امارت د باتورو مجاهدینو په متین عزم او اوچتې روحیې باندې نه یوازې چې منفي اثر پرې نه باسي بلکه لا به یې مضبوط او ټینګ کړي او د همدې شهیدانو وینې به د تاریخي اقدارو په تابناکه بڼې سره د اسلامي امت راتلونکو نسلونو ته د روښانه مشال په توګه قایم او دایم پاته شي، هغه چې د تلپاتې ژوند په لور له خپل قهرمان امیر سره د وداع په وخت کې د حال په ژبه وایي چې:-
هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق - - - ثبت است بر جریدهء عالم دوام ما
انالله و انا الیه راجعون
مهران
23.02.2012
احمده وروره تا ته الله جزای خیر درکړی او ستا اخلاص قبول کړی؛ تا خو ډیر کوشش کړیدی چی پدی لیکنه طالبان مستقل او آزاد معرفی کړی او دلیل دی هم وړاندی کړی چی طالبان د پاکستان په جهنمی زندانونو کی بندیان دی خو زه فکر کوم چی د الحاج ملا عبید الله آخند شهادت او د طالبان دا سست عکس العمل ددوی په استقلالیت او آزادی نه بلکه ددوی د بی غیرتی باندی دلالت کوی؛ یاره خو ویره او یا هم مصلحت هم د څان نه څه حد لری؛ ددوی مشران ونیول شول خو دوی د پاکستان په هکله یوه کلمه هم ونه وویل؛ اوس دادی ددوی مشر شهید شول بیا چوپه خوله؛ ددوی دوه دری نور مشران بی درکه دی خو چوپه خوله؛ ددوی اعلامیه کی یواڅی راڅی چی مونږ د پاکستان حکومت نه غواړو چی پدی اړه مونږ ته بشپړ معلومات راکړی؛ خدای لپاره بی غیرتی همدومره بس دی؛ که طالبان اوسه پوری کامیاب شول د اسلامی د غیرت له وجی نه وشول؛ که دوی د خلکو محبوبیت حاصل کړل او د خلکو زړونو کی څان پیدا کړل ددوی د اسلامی غیرت په وجه وو؛ خو زه فکر کوم چی امیرالمومنین اوس هم غیرتی دی او الله تعالی امیر المومنین ژوندی او صحیح او سالم ولری؛ څینی طالبان چی اوس هم د پاکستان خلاف خبری نکوی که ددوی وسه کیدل نو اول ورڅ کښی د پاکستان خبری منل او امریکایانو ته تسلیمیدل خو الله تعالی امیر المومنین ته نور هم عزت؛ غیرت؛ صحت او ژوند وبخښی چی د افغانانو د غیرت او عزت ساتنه وکړل او پاکستانیانو ته وویل چی تاسی اول څان مسلمان کړی بیا مونږ سره خبری وکړی
م . ق
23.02.2012
[quote:018918ad4a="مهران"]احمده وروره تا ته الله جزای خیر درکړی او ستا اخلاص قبول کړی؛ تا خو ډیر کوشش کړیدی چی پدی لیکنه طالبان مستقل او آزاد معرفی کړی او دلیل دی هم وړاندی کړی چی طالبان د پاکستان په جهنمی زندانونو کی بندیان دی خو زه فکر کوم چی د الحاج ملا عبید الله آخند شهادت او د طالبان دا سست عکس العمل ددوی په استقلالیت او آزادی نه بلکه ددوی د بی غیرتی باندی دلالت کوی؛ یاره خو ویره او یا هم مصلحت هم د څان نه څه حد لری؛ ددوی مشران ونیول شول خو دوی د پاکستان په هکله یوه کلمه هم ونه وویل؛ اوس دادی ددوی مشر شهید شول بیا چوپه خوله؛ ددوی دوه دری نور مشران بی درکه دی خو چوپه خوله؛ ددوی اعلامیه کی یواڅی راڅی چی مونږ د پاکستان حکومت نه غواړو چی پدی اړه مونږ ته بشپړ معلومات راکړی؛ خدای لپاره بی غیرتی همدومره بس دی؛ که طالبان اوسه پوری کامیاب شول د اسلامی د غیرت له وجی نه وشول؛ که دوی د خلکو محبوبیت حاصل کړل او د خلکو زړونو کی څان پیدا کړل ددوی د اسلامی غیرت په وجه وو؛ خو زه فکر کوم چی امیرالمومنین اوس هم غیرتی دی او الله تعالی امیر المومنین ژوندی او صحیح او سالم ولری؛ څینی طالبان چی اوس هم د پاکستان خلاف خبری نکوی که ددوی وسه کیدل نو اول ورڅ کښی د پاکستان خبری منل او امریکایانو ته تسلیمیدل خو الله تعالی امیر المومنین ته نور هم عزت؛ غیرت؛ صحت او ژوند وبخښی چی د افغانانو د غیرت او عزت ساتنه وکړل او پاکستانیانو ته وویل چی تاسی اول څان مسلمان کړی بیا مونږ سره خبری وکړی[/quote:018918ad4a]
الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ
محترم ورور مهران صاحب،
په قلم دې برکت شه!! تاسو چې خپل کوم دریځ روښانه کړو دا هغه څه دي چې مونږ یې له یوې مودې راهیسې ډنګوو، خو ښايي د افهام او تفهیم نشتوالی وي او یا هم د یوبل خبرو ته په سړه سینه د غوږ نیولو حوصله نه لرو چې یوې نتیجې ته نه رسو او بیا مو هم یو بل ته جبهې نیولي دي.
مونږ افغانان یو مستقل او ازاد مسلمان قوم یو،او د تل لپاره ازاد او مستقل اوسیدل غواړو، تل مو د اسلام په خدمت او د وطن په دفاع کې سرونه بایللي خو خپل پت عزت او خپلواکي مو دلاسه نه ده ورکړې، که مونږ یو بهرني ښکیلاک ته تسلیمدلاي نو ولې به مو د انګریز سره څو ځله ډغرې وهلې؟ که د پنجاب غلامي مو قبلوله نو ولې مو د اکبرخان غوندې غازیانو په رهبرۍ کې د پنجابي رنجیت سنګ په مقابل کې سنګر نیولو؟
که مو پخوا نیکونو او پلرونو دغه کار نه دی کړی او په زرګونو شهیدانو او قربانیو ورکولو سره یې خپل استقلال او ازادي ساتلې او هیڅ یو بهرني سیال قوت ته یې سر نه دی ټیټ کړی، نو مونږ ولې هماغه پروني پنجاب ته سر ټیټ کړو چې د انګریز په غیږ کې پیدا شو، د انګریز او امریکا په زانګو کې وروزل او وپالل شو او د همدوي په لاس رالوي شو، مونږ ورته صرف په همدې سر ټیټ کړو چې په اصطلاح نوم یې اسلامي جمهوریت دی، خیر دی که د انګریز قانون لا تراوسه په محکمو، قانون اساسي، پارلمان،حکومتي جوړښت ، تعلیمي نظام او عسکري نظام کې موجود دی.
خیر دی که د افغانانو وینې او قربانیانې یې په سیند لاهو کړې، او دغه قربانیانې یې د خپل تجارت لپاره په ډالرو وپلورلې.
څوک وو چې امریکا ته یې ټول هغه اهداف او نقشې ورکړلې چې د اسلامي امارت د ړنګولو لپاره امریکا تربرید لاندې ونیول؟
څوک وو چې د اسلامي امارت د ړنګولو لپاره یې امریکا ته خپلې لویي فوځي اډې ورکړلې، او ددغه اډو څخه د جنګي جیټونو په زرګونو پروازونو د اسلامي امارت مراکز تر برید لاندې ونیول ؟
څوک وو چې په سلګونو طالب مشران یې په امریکا خرڅ کړل؟
څوک وو چې د امریکايي اکمالاتي او فوجي قطارونو ته یې خپل بحري بندرونه خپلې پولي او لارې پرانستې وې؟
څوک وو چې د امریکا څخه یې هر کال په ملیاردونو ډالر د طالبانو د ځپلو لپاره ترلاسه کول؟
څوک وو چې امریکایانو ته یې مهم استخباراتي مالومات ورکول؟
څوک وو چې د امریکا په همکارۍ یې ژورې ستراتیژیکې پالیسانې او پلانونه جوړول او جوړوي؟
څوک وو چې د طالبانو په نښه کولو لپاره یې د امریکا بې پلوټه الوتکو لپاره خپل هوايي میدانونه ورکړي وو؟
څوک وو چې په لسګونو طالب مشران لکه شهید ملا عبیدالله اخوند، شهید ملا مشر، شهید ملابورجان، شهید ملا اختر عثماني او داسې نور یې په شهادت ورسول ولې چې ددوي جابرانه حکمرانۍ ته یې سر نه ټیټولو، او خپل افغاني غیرت او ننګ نیولي وو.
څوک دي چې په سلګونو پوه او زیرک طالب مشران یې بندیان کړي لکه ملابرادر، استاذ یاسر، مولوي ترابي او داسې نور؟
څوک دي چې اوس یې هم ډیر طالب مشران د خپلو کورنیو سره په فوځي چاوڼیو کې یرغمال او نظربند ساتلي دي؟
دا همدغه تور منافق او دوه مخي پنجابیان وو چې د هر افغان او پښتون سره ژوره کینه، کرکه، نفرت او حسد لري،خو د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره د مخامخ خوش آمدۍ ،لب وجب او لباسي خندا څخه کار اخلي.
مونږ د ټولو بهرنیو ظالمانو، مستبدینو او جابرانو څخه ازادي او استقلال غواړو، مونږ د اسلام په نوم د چاپه غولونکو شعارونو نه غولیږو، او که مو دغو غولونکو شعارونو ته غوږ نیولاي نو خوشحال خان خټک ، پیر بایزید روښان او سلطان شیرشاه سوري به ولې د مغولو خلاف توره راویسته؟
میرویس خان او محمود خان هوتک ولې د صفویانو او ګرګینانو خلاف توره راویسته؟
لنډه خبره دا ده چې مونږ سرلوړی او مستقل قوم یو، دبل چا باداري او حکمراني نه منو!!!
که امیرالمؤمنین ملا محمد عمر د ټولو بهرنیانو او خود غرضه منافقه ابن الوقت ګاونډیانو او د هغوي د لاسپوڅو خلاف بیرغ پورته کړي، نو بې له کوم دریغه به یې ټول افغان مسلمان ملت تر شا د تکبیر په فلک شګاف نعرو سره په صفونو کې د خپل مظلوم ولس د ازادۍ په موخه په میړانه د سرښندنو لپاره داسې ودریږي لکه د انګریز د توپونو په مخ کې چې د روحانیونو تر بیرغ لاندې په یو صف کې ودریدل او خپل ټټرونه یې ورته سپر کړل.
په افغانانو کې اوس هم شهامت او باتوري شته، خو یوې سالمې او خپلواکې رهبرۍ ته ضرورت لري، ومو نه لیدل چې په ملي اردو کې شاملو بااحساسه ځوانانو هم د قرآن مجید په ننګه او د خپل غیرت ګټلو لپاره په لسګونو ځله د خپل ټوپک خوله د خپل روزونکي بادار په مخ اړولی.
دا ټول په یو صف کې منظم او متحد کیدلاي شي خو که سالمه رهبري او پوهه مخلص قیادت وي.
هذا والله هو الموفق والمستعان