د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د یو لوی او نامتو (مجاهد) کړنلارې

مساپر
21.02.2012

ټولو درنو هیوادوالو ته خپل توده سلامونه وړاندی کوم،
الله (ج) عربانو ته تر ټولو ستر او ځان ته محبوب او نږدې پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ور واستوه، خو مونږ ګورو چې د دوی جهالتونه، تېری، یرغل، جنایت او وحشیتوب اورونه تر اوسه پورې هم په هغه شان دوام لري.
يوه سوډانۍ چې څه مهال يې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن سره وخت تېر كړي وو، وايي چې اسامه بن لادن پر امريكايي سندر غاړې (وېټني هیوسټن) مين وو چې نږدې اوونۍ وړاندې مړه شوه.
یوه بل مېرمن چې (كولابوف) نومېږي په (۱۹۹۶) كال كې يې له اسامه بن لادن سره هم څه وخت تېرې كړي وو، او د خپلو يادداښتونو په كتاب كې يې ليكلي، اسامه بن لادن پر امريكايي سندرې غاړې (وېټني هیوسټن) مين وو، او پر دې امريكايۍ يې دومره زړه بايللى وو او داسې نيت درلود چې د سوډان پایتخت د خرطوم په ښار كې هغه ته يوه ډیره ښکلی قصر د سوغات په حیث وركړي، په دې ډول يې ځان ته ور نږدې كړي او له هغه وروسته د (هیوسټن) خاوند (بابي برآون) ووژني.

الله اکبر،
پوښتنه خو دا دي چې دغه شان منافقینو چې په زړه یو شي او په عمل کې بل، څنګه زمونږ د پاکو او شریفو خلکو د عقایدو او ایمانو سره لوبه کوي، او مهمه خو دا چې دوی څنګه خپلو شیطاني کړنلارو ته دوام ورکوي؟


اکرم
22.02.2012

ای هی ! مساپره ياره!
لکه چې ته هم په( وېټني هیوسټن ) مین وې !؟
څه وشول چې بل څوک دې هم پرې مین وي ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more