د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمشرملاصاحب نه بلکي د ملا عبدالسلام ضعيف ليک اوباما ته

khoshalkhan
21.02.2012

دمشرملاصاحب نه بلکي د ملا عبدالسلام ضعيف ليک اوباما ته

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ملاعبدالسلام (ضعيف)
نېټه : ٢ / ١٢ / ١٣٩٠ | 2012-02-21

[img:5346b96acf]http://larawbar.com/data/image/news/Mola%20Abdul%20Salam%20Zaeef.JPG[/img:5346b96acf]
له الله عزوجل څخه پرته هر انسان د خطا او اشتباه سره مخ کيږي، له چا څخه کوچنۍ او له چا څخه لويه خطا کيږي. د پېغمبرانو څخه هم په سهوې کې کله ناکله ځينې پيښي شوي دي، له آدم عليه السلام څخه په جنت کې سهوه وشوه، له الله " څخه يې بخښنه وغوښته، له موسی عليه السلام څخه سهوه وشوه، قبطي يې په چپلاخه وواهه هغه مړ شو، موسی عليه السلام له الله " څخه بخښنه وغوښته، له يوسف عليه السلام څخه سهوه وشوه، بندي ته يې وويل چې د مصر عزيز(دمصر پاچا) ته زما سپارښتنه وکړه، چې له بنده خلاص شم. الله " د ډير وخت لپاره په بندکې پريښود.
انسانان هم توپير لري له ځينوچې خطا وشي، له الله " څخه بخښنه غواړي او بيابل ځل هغه خطا نه تکراروي، خو ځينې داسي انسانان هم شته چې خطا کوي او پښيماني پرې نه کوي.
داسي انسانان هم شته چې د لويو خطاوو او اشتباهاتو مرتکب کيږي، نه پيښمانه کيږي او نه ورڅخه لاس اخلي.
په ويټنام د امريکا يرغل په او بيا ماتي خوړل چې د امريکا دوخت د سياسي مشرانو اشتباه او غلطي وه، دانه چې امريکا ددغه ډول غلطيو څخه ځان وژغوره بلکه په وروسته کې هم په تکرار دامريکا سياسي او نظامي مشران ددغسي اشتباهاتو مرتکب شوه.
د امريکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن (د امريکا د متحده آيالاتو د اوسنۍ بهرنيو چارو وزيري ميړه) له لوري په ۱۹۹۸ ز کال کې زموږ په هيواد د کروز توغنديو بريد وشو.
په همدې نيټه د سوډان هيواد د درملو فابريکه د امريکا له خوا وويشتل شوه، امريکا ويل چې په فابريکه کې کيمياوي او بيالوژيکې وسلي (جراثيم) جوړيدل نو ځکه يې پري بريد وکړ، ډير ژر معلومه شوه، چې د درملو عادي فابريکه يې په کروز توغنديو ويشتلي وه.
زموږ په هيواد يې ددي پرځای چې د اسامه بن لادن د غوښتني او يا له هيواده وتلو ستونزه د خبرو د لاري څخه حل کړي، بې له کوم قانوني مجوز او ثبوت څخه يې په افغانستان يرغل وکړ، د ټلوالي د پلي مليشو او امريکا هوايې ځواک له لوري په زرګونو کسان له منځه يوړل شول. هر ډول د بشر ضد جنايتونه او ظلمونه د يرغل په لومړيو ورځو او وروستو ورځو کې وشول. خو بيا هم امريکا خپله اشتباه او غلطي نه مني.
د لومړي بن کانفرانس کې ( دنوامبر ۲۷مه، ۲۰۰۱ ز کال) امريکا او ملګرو يې لويه تير وتنه وکړه چې د افغانسان د لوی اکثريت استازو ته يې په بن کنفرانس کې بلنه ورنکړه او نا ليدلي يې وګڼل لا هم امريکا رسماً خپله غلطي نه مني.
په افغان ملت بيايو ځل ازمويل شوي او شړل شوي خودخواهان مسلط کړل، د واک او ځواک واګي يې مافياته په لاس کې ورکړي، هغه څوک چې مخکې لا افغان ملت شړلي وو، امريکا ترننه خپله دغه تيروتنه ناليدلي فرض کوي او دغلطي لپاره په خپله کړنه له افغان ملت او خپل امريکايې ملت څخه بخښنه نه غواړي.
په ۲۰۰۳ ز کال کې امريکا پر عراق حمله وکړه چې عراق اتومي وسلي لري، د صدام حسين حکومت يې له منځه يووړ، په سلګونو زره عراقيان پکې مړه او ژوبل شول، مذهبي او کورنۍ جګړي ته لمن ووهل شوه، ډير ژر ښکاره شوه چې عراق هيڅ ډول اتومي وسله نه درلودله. بيا هم امريکا خپله غلطي او اشتباه ونه منله، متل دي چې وايې د زورور اوبه مخ پورته ځي.
په افغانستان د يرغل پرمهال يې د افغانستان د اسلامي امارت د کارکوونکو ډير نومونه په تور لسټ کې ځای کړل، داسي چې په لست کې داسي کسان هم ځای شوي وو چې دامارت سره يې هيڅ ډول تړاو نه درلود، يواځي د امارت په نظام کې يې دنده درلودله. او دامارت ډير د کوچنۍ رتبي کسان هم په دغه امريکا او نړيوالي ټولني ته مهم لسټ کې ځای شوي وو. چې داهم د امريکا لويه تيروتنه بلل کيږي، چې لاهم امريکا پري اعتراف نه دی کړی.
د بګرام او ګوانتانامو زندان ته يې ډير بې ګناه او مظلوم افغانان يووړل چې په ګوانتانامو کې له کلونو بند تيرولو وروسته يې ځينو بنديانو بر‌ائت پيدا او ايله شول. خو په وروستي ورځ هم مغرورو امريکايانو ونه منله چې دوي تيروتنه کړي.
امريکايې پوځيانو په يوه نوم په درې ولايتونو کې په يو وخت کې درې بېل بېل کسان نيولي، او ټول يې بګرام ته انتقال کړي، چې د وهلو له امله يې يوه ژوند دلاسه ورکړ، ولي تر پايه جوته نه شوه چې دوی ته مطلوب کس نيول شوي او که نه؟ يواځي د استخباراتي شبکو له خوا د نوم په رسيدو يې بسنه کړي او دايې نه ده پلټلې چې کوم کس او د کوم ځای، کومي سيمي او کومي درجي کس مطلوب دی.
ډيری بزګران د شپي پر مهال نيول شوي او زندانو ته وړل شوي، خو امريکايانو هيڅکله ونه منله چې په نيولو کې دوی اشتباه او غلطي کړی ده.
د امريکا له خوا په ودونو او ټولنيزو افغاني مراسمو څو ځله بمبارد وشو، ډيری بې ګناه ماشومان، ښځي، ځوانان او سپين ژري پکې په شهادت ورسيدل، مغروره او ناپوهو امريکايانو هيڅکله هم خپله غلطي او اشتباه ونه منله.
په شنډنډ کې د يوه کلي نږدې ۱۰۴ تنه بې ګناه اوسيدونکې په شهادت رسول، دارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د واده په ورا بمبارد او بې ګنا ښځي او ماشومان په شهادت رسول، د ننګرهار په هسکه مېنه کې د واده د وراپه ښځينه ګډونوالو بمبارد او په شهادت رسول. او ترټولو وروستۍ يې د کاپيسيا ولايت د تګاب ولسوالي د ازبين په کلي کې د فرانسويانو له خوا په بمبارد کې د ۷ ماشومانو شهادت دی چې دنوموړو ټولوپيښو څخه د يوې يې هم امريکا او ملګرو پړه په غاړه وانه خيسته او نه يې هم خپله غلطي او اشتبا ومنله.
څو ځله يې په تيرو لسو کلونو کې د اسامه بن لادن د ژوندي نيولو او له منځه وړلو اعلانونه وکړل، خو هر ځل به يې ليږ وروسته وويل چې اسامه نه دی نيول شوی اوهغه لاهم پټ دی. تير کال په آيبټ آباد کې د اسامه د شهادت خبراو بيا يې دهغه جسد د بحر تل ته غورځول لاهم ډير سوالونه له ځان سره لري چې ترنن ورځي پوري امريکايې چارواکي له ځواب ويلو څخه عاجز دي.
ډير ځله امريکا، نړيوالو ځواکونواو افغان حکومت اعلان کړی چې دامارت وياند (ذبيح الله مجاهد، عبدالحي مطمئن او قاري يوسف) يې نيولي ، دا ډول يې اعلان کړي چې د امارت لوړ پوړی قومندان پلانی يې نيولی خو لږ وروسته معلومه شوي چې دوی اشتباه کړي او مطلوب کس نه دی نيول شوی.
تير کال د اخترمحمد منصور په نوم د کويټي يوه عادي دکاندارپه ميلونو ډالر ورڅخه يوړل، ځان يې امريکا او نړيوالو ځواکونو ته د امارت لوړرتبه غړی (ملا اخترمحمد منصور) ورپېژندلي وو. نړيوالو خپل استخباراتي کارکوونکې له امريکا او برطانيې څخه د مجلس او ليدو لپاره راوليږل، دښاغلي کرزي سره د ليدني لپاره يې په الوتکه کې کابل ته د بهرنيانو په بدرګه کې راوستی، خو وروسته ښکاره شوه چې دا د کويټي ښار عادي دوکاندار وو چې په دي ډول يې په ميلونو ډالر د بهرنيانو څخه يوړل.
تير کال د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالي د تنګې دره کې يې د مشرملاصاحب د نيولو لپاره خپل ۳۱ سمندري پوځيان د ناسم او نا کره راپور له امله په غلطي کې له لاسه ورکړل.
ډير ځله يې خپل بهرني پوځيان، افغان ملي اردو او ملي پوليس او دا ډول پاکستاني پوځيان بمبارد کړي، چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولي، خو هيڅکله هم امريکايانو ونه منله چې دوي غلطي کړي، يواځي د خپلو امريکايې پوځيانو په خطا سره ويشتل د اړتيا له مخي تايدوي.
ډير ځله يې چورلکي وويشتل شي له منځه ولاړي شي، ټانکونه يې په ماين والوزل شي او ټوټه ټوټه شي، خو بيا هم امريکا وايې چې چورلکي د تخنيکي ستونزو له امله بيړنۍ ناسته کړي (يواځي د تنګي پيښه چې د پټيدو نه وه، امريکا د سمندري پوځ د مړو د جسدونو پلټنه کوله او دجسدونو ټولولو وخت ونيوی نو امريکا مجبوره وه چې پيښه ومني)، ټانک تخريب شوی او مرګ ژوبله نه لري.
داځل هم د تير په څير امريکا لويه تيروتنه کړي. د امريکا ولسمشر ښاغلي بارک حسين اوباما ته ما په ۴مه د جنوري ۲۰۱۰ يو ليک استولی وو او په ليک کې مې ځيني ټکي ځای کړي او تشريح کړي وو (دليک په انګليسي ژبه وه خودپښتوژبي سره د ليکني په پای کې شته)، اوباما ته مې سپارښتنه کړي وه چې خپلو اشتباهاتو ته پام وکړي او د نورو (انګريز او روس) په سرنوښت له اخته کيدو مخکې په افغانستان کې د ويني تويدو څخه لاس واخلي. او فشار او ظلم ته پای ورکړي داپه حقيقت يوه توصيه وه چې دګران پيغمبردحديث مفهوم مي ورته ترجمه کړي کوم چې وايې( انصراخاک ظالمااومظلوما).که څه هم دی زموږ ورور ندی خو ما کټ مټ دحديث متن ورته ونه ليږی خوديوه انسان په صفت مي يوه انساني توصيه چې مبارک حديث ته ورته وه واستوی
په ۴مه د فيبروري ۲۰۱۲ ز کال رسنيو راپور ورکړ چې :
امريکايې چارواکي وايې، د اسلامي امارت مشر تير ميلادي کال د امريکا ولس مشر ته ليک استولی وو او په هغه کې يې داسې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان د جګړې ختميدو ته خوشحاله دی.

نړيوالې رسنۍ د امريکا د پخوانيو او اوسنيو چارواکو په وينا وايې، ملا محمد عمر مجاهد په دې ليک کې چې په دوبي کې يې بارک اوباما ته استولی د خپلو زندانيانو مسأله ياده کړې ده. د دې ليک له مخې داسې ښکاري، چې طالبان په لوړه کچه د سولې خبرو ته لېواله دي
ډير ژر دمشر ملاصاحب له خوا بارک او باما ته د ليک استول د امارت د وياند ذبيع الله مجاهد له خوا رسنيو ته په لېږل سوي پيغام كي په كلکه رد شول.
لاهم امريکا خپلو تيروتنو ته دوام ورکوي او پام ورته نه کوي. کوم ليک چې اوبام ته ليکل شوی وو، هغه زماليک دی چې د ۲۰۱۰ ز کال په لومړۍ مياشت کې مې ورته ليکلی او ليږلی وو. دوی په تېروتني سره رسنيو ته راپور ورکړ چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد له خوا ليک اوباما ته ليکل شوی دی.
هر افغان لوي او کوچنی حق لري چې خپل نظر ښکاره او خلکوته يې ورسوي، د يوه ازاد افغان په توګه زه حق لرم چې خپل نظر، وړانديزاو سپارښتنه تر هر چا ورسوم، دهمدي ټکي په نظر کې نيولو سره مې نوموړی ليک د امريکا ولسمشر بارک حسين اوباماته ليکلي وو اوزمادکتاب My life with the Taliban سره يوځای مي ورته ليږلي وو، کاشکي چې په هغه وخت کې يې زما ليک ته جدي پاملرنه کړی وای ، زموږ ګران هيواد ته ددې پرځای چې ۳۰۰۰۰ اضافي پوځيان راوليږي دخپلوپوځيانوپروتلويې غورکړی وای او له وينو تويدو څخه يې لاس اخستی وای.
ډاډه يم چې د وخت په تيريدو به د امريکا سياست کوونکې لا ښه پوه شي چې د اسلامي امارت د نظام له منځه وړل، اومافيايې ډلي قدرت ته رسول، د بې ګنا او مظلوم افغان ملت بې ځايه اوبې دليله وينه تويول او ځورول ددوي او نړيوالي ټولني لويه او نه جبران کيدونکې اشتباه او غلطي وه. او لاهم خپلو تېروتنو ته دوام ورکوي.
ددې ليکلود درنګ څخه معذرت ځکه غواړم چې زماڅخه ددې ليک متن ورک وه کنه پکاروه چې ددې خبروپه ګرم وخت کې مې داليکنه کړي وای والسلام
ملاعبدالسلام (ضعيف)
کابل ـ افغانستان ۱۳۹۰ دحوت دويمه


م . ق
21.02.2012

I liked the answer of the German Muslim scholar when he was asked about terrorism and Islam : He said : Who started the first world war ? Muslims ? Who started the second world war ? Muslims ? Who killed about 20 millions of Aborigines in Australia ? Muslims ?? Who sent the nuclear bombs of Hiroshima and Nagasaki ? Muslims ?? Who killed more than 100 millions of Indians in North America ? Muslim...s ?? Who killed more than 50 millions of Indians in south America ? Muslims ?? Who took about 180 millions of African people as slaves and 88% of them died and was thrown in Atlantic ocean ? Muslims ?? No , They weren't Muslims!!! First of all, You have to define terrorism properly... If a non-Muslim do something bad..it is crime. But if a Muslim commit same..he is terrorist... So first remove this double standard...then come to the point

زما د جرمني دمسلمان عالم هغه ځواب ډیر خوښ شو کله چې د هغه نه دترهه ګرۍ او اسلام په باره کې وپوښتل شول نو هغه ورته کړه چې: چا لومړنۍ نړیوال جنګ شروع کړو؟ مسلمانانو؟ چا دوهم نړیوال جنګ شروع کړو؟ مسلمانانو؟ چا د اسټریلیا ۲۰ ملیونه اوسیدونکي بومیان ووژل؟ مسلمانانو؟ چا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې ایټمي بمونه وغورځول؟ مسلمانانو؟ چا د ۱۰۰ ملیونو څخه زیات د شمالي امریکا اصلي اوسیدونکي هندوان ووژل؟ مسلمانانو؟ چا د ۵۰ ملیونو څخه زیات د جنوبي امریکا اوسیدونکي هندوان ووژل؟ مسلمانانو؟ چا په ملیونونو افریقايي وګړي د غلامانو په څیر ونیول او ۸۰ سلنه یې مړه شول او څه یې د اتلانتیک بحر ته وغورځول شول؟ مسلمانانو؟ نه!! دا کارونه چې چا وکړل مسلمانان نه وو، ترهرڅه دمخه ته باید د ترهه ګرۍ سم تعریف وکړې، کچیرته یو نامسلمان کافر وګړی یو بد کار وکړي نو هغه صرف یو جرم دی خو کچیرته یو مسلمان بیا هماغه کار وکړي نو هغه ترهه ګر دی، نو لومړی باید دغه غبرګ او دوه مخی معیار له مینځه یوسئ بیا نو اصلي نقطې( دبحث اصلي محور) ته راشئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more