اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نبوي پند
حذيفه
14.02.2012
له موراوپلارسره ښه چلندکوئ!
له ابوهريرة څخه روايت دی چي رسول اکرم ته يو سړی راغی اوويې ويل : اې دالله رسوله! په خلکوکي څوک ترټولوډېرزمادښه چلندحقداردی؟ رسول اکرم وويل : ستامور! هغه پوښتنه وکړه : بياڅوک؟ رسول اکرم وويل : ستامور! هغه بياوويل : بياڅوک؟ رسول اکرم وويل : ستا مور! هغه بياوويل : بياڅوک؟ رسول اکرم وويل : ستا پلار. (بخاري اومسلم)
په يوه بل روايت کي له ابوهريرة څخه روايت دی چي له رسول اکرم څخه پوښتنه وشوه چي اې دالله رسوله! په ټولوکي څوک ډېرزمادښه چلندحقداردی؟ رسول اکرم وويل : ستامور،بياستامور،بياستامور،بياستاپلاراوبيا ستاخپلوان څومره چي درنژدې وي هغومره حقداردي .
(مسلم)
له ابوهريرة څخه روايت دی چي رسول اکرم وويل: دهغه سړي پوزه دی په خاوروولړل شي،دهغه سړي پوزه دي په خاورو ولړل شي،دهغه سړي پوزه دي په خاوروولړل شي چي موراوپلاردواړه يايوپه بوډاتوب کی پيداکړي اود هغوئ دخدمت په کولوجنت ته داخل نه شي . (مسلم)
عبدالله بن مسعود روايت کوي :
سألت النبی : أی العمل احب الی الله تعالی قال : الصلوة علی وقتها قلت : ثم أی؟ قال : برالوالدين قلت ثم ای؟ قال : الجهادفی سبيل الله. (متفق عليه)
ژباړه : ماله رسول الله څخه پوښتنه وکړه چي الله ته کوم عمل ډېرمحبوب دی؟ رسول اکرم وويل : پروخت لمونځ کول . ماوويل : تردې وروسته کوم؟ رسول الله وويل : له موراوپلارسره ښه چلندکول،ماوويل : تردې وروسته؟ رسول اکرم وويل : دالله په لارکي جهادکول .
ابوهريرة روايت کوي چي رسول اکرم وويل :
لايجزی ولدوالدالاان يجده مملوکافيشتربه فيعتقه. (مسلم)
ژباړه : هيڅ زوی دپلارداحساناتوبدله نه شي ورکولای مګرداچي پلاريې مرېيی وي زوی يې واخلي اوبيايې ازاد کړي .
له عبدالله بن عمروبن العاص څخه روايت دی چي يو سړی رسول اکرم ته راغی اوويې ويل : زه له تاسره پر هجرت اوجهادبيعت کوم چي له الله څخه يې دثواب هيله لرم .
رسول اکرم وويل : اياستاپه موروپلارکي يوژوندی دی؟. هغه وويل : هو! دواړه ژوندي دي . رسول اکرم وويل چي اياته له الله څخه دثواب هيله هم لرې؟. هغه وويل : هو! نورسول اکرم وويل : خپل موراوپلارته ورشه اوښه خدمت يې وکړه . (بخاري اومسلم)