اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يو اسلام او ډیری ډلی
حذيفه
14.02.2012
ښاغلو او اغلو سلامونه او ښې چارې !
په بحث فورم کي مي د مومن مهاجر ليکنه ولوسته چي د اسلام نه سلفیت تر سرلیک لاندی يې کړې وه ، ددې لیکنې په لوستلو می په ذهن کي دا پوښتنه را ولاړه سوه چی الله یو رسول رالېږلی ، یوقران دی ، یوې کعبې ته لمونځ کوو ، پر اخرت ،فرشتو،کتابونو ، ټولو رسولانو او... ايمان خو ټول مسلمانان لرو نو بيا ولي په يوه او بل نوم سره بېل یو؟ ولی یو بل کافر بولو؟ولی له یو بل سره مخالفت لرو؟ الله تعالی د اختلاف په اړه وایی : فان تنازعتم فی شئ فردوه الی الله والرسول .نساء ایت نمبر : ۵۹
که مو په کوم شي کي اختلاف پيدا سو نوپر کتاب الله او نبوی احادثیو یې عرض کوئ
په دې ایت کی الله د اختلاف د حل لار راته په ګوته کړه نو ولی موږ له دې ذریعې کار نه اغلو ؟ ایا قران مو ترمنځ نه سته او که نبوی احادیث ؟ که هر څه وي نو بيا ولي په هغو دوو فیصلې نه کوو؟ او یوه پوښتنه ستاسو په وړاندي ږدم ، هغه دا چی څوک د مسلمان پر ځای ځان ته حنفي ، شافعي ، مالکي ، حنبلي ، شيعه ، سلفي او ... وايي هغه مسلمان بولئ او که بل نوم ورکوئ ؟که مسلمان وي نو ولي ځانونه په خودساخته نومونو يادوي او هغه نوم چي الله او رسول ورکړی هغه يې هېر کړی دی .
هيله ده دپوښتنې ځواب په سمو منطقي دلايلو راکړئ ، له بدو او ناوړه الفاظو ځانونه وساتئ .
ستاسو ورور حذيفه