نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ضمير
Anonymous
13.09.2004
که وګړي چې ضمير ته ضرورت لري
حکومت هم ضمير له ضرورت لري ٠ دحکومت ضمير نمايندګان دي ٠
که حکومت تصميمونه بيل نمايندګانو ونيسي ٠ نو دغۍ مانالري ٠ چه حکومت بې ضميره دې ٠
د بنسټ پالو تصميمونه چه بېله دي نمايندګانو وه ٠ حکومت ئې بې ضميره وو
نو له منځه لاړو ٠
هر اجتماع چه ښه نمايندګان ونلري ٠ يعني ټوله تصميمونه ئې د ضمير نه خلاص دې
حکومتونه چپه کيږي ٠ چې دضمير سره مشوره نوي کړې ٠
ديتاسو ورور
Re: ضمير
pattang
13.09.2004
سلام وروره !
داخود سختي اپلتې ليکلي دي , زه خو داسي حکومت نه پيژ نم چې د هغه
زړه اولس وي او اولسي ديموکراسي هيڅ وجود نلري
دحکمتونو زړه سرمايه او بد اخلاقي ده که سرمايه , بيوجداني اوعياشي
لري شي نو دغه حکمتونه به ټول ړنګ شي .ددي حکمتو نوا ودکتاتوري
فرق نشته او دا يوه داسي دکتاتوري دي چې خلک په انتخاباتو غلطوي
لکه کمونستانو چې په دکتاتوري دکارګرانو خلک غلطول .
وروه پاکو سرکو، لوړو تعمير و، سپين مخ زيړو ويښتانو ته مګوره .
دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه
پيږنمه٠ دا بينا موسان خپل خلک دغلامانو په دود استعماله وي٠
که مقصد دي غربي نړي وي نوزما ليکنه صدق کوي٠
په درناي ستاسو پتنګ
[quote:35986500db="ديتاسو ورور"]که وګړي چي ضمير ته ضرورت لري
حکومت هم ضمير له ضرورت لري ٠ دحکومت ضمير نمايندګان دي ٠
که حکومت تصميمونه بيل نمايندګانو ونيسي ٠ نو د غۍ مانالري ٠ چه حکومت بې ضميره دې ٠
د بنسټ پالو تصميمونه چه بېله دي نمايندګانو وه ٠ حکومت ئې بې ضميره وو
نو له منځه لاړو ٠
هر اجتماع چه خه نمايندګان ونلري ٠ يعني ټوله تصميمونه ئې د ضمير نه خلاص دې
حکومتونه چپه کيږي ٠ چي دضمير سره مشوره نوي کړې ٠
ديتاسو ورور[/quote:35986500db]
Anonymous
13.09.2004
پتنګه وروره داسي ښکاري چې خپله ټولنه هم نه پيژنې. که نورو ټولنو ته ګوته نيسي، نو خپله هم مطالعه کړه..ستا د اسلامې حکومت په چوکاټ کې ستا په خبره (بې ناموسانو) څخه زيات جنايات ترسره کيږي. زموږ ساده خلک وايي چې که يوه ګوته بل ته نيسي نو څلور ځان ته نيسي. غربي نړۍ کې ډير جنايات کيږي خو باور کړه چې ستا د بنسټ پالو څخه ډير کم دي.
pattang
13.09.2004
ښه راغلې شادګله !
وروره مونږ افغانان هميشه اکستريم حالت نيسو او عقدي لرو ،زه خپله
کليوال اودهو جيري سړي يم هغسي اسلام هم نغواړم چې دپلار او نيکه
ډول او اتڼ را باندي بند کړي او ښځي دحيواناتو غوندي بيګناه په لښتو
وهي او دسيانس او تخنالوګي مخه نيسي او بي شرمي او حيوانيت هم
نه غواړم چې لوڅه کونه ګرځي په خداي ، رسول او پښتني اساساتو
هيڅ عقيده نلري ٠
باور وکړه چې زه خپله دغسې شيان نشم قبلولي او زما ايمان يوازي
پښتونوالي دي خو په اسلامي چوکاټ کي چې هغه زمونږ د ټولني يوه
اساسي بنسټ دي٠
ستاورور پتنګ
[quote:f531dca661="شادګل"]پتنګه وروره داسي ښکاري چې خپله ټولنه هم نه پيژنې. که نورو ټولنو ته ګوته نيسي، نو خپله هم مطالعه کړه..ستا د اسلامې حکومت په چوکاټ کې ستا په خبره (بې ناموسانو) څخه زيات جنايات ترسره کيږي. زموږ ساده خلک وايي چې که يوه ګوته بل ته نيسي نو څلور ځان ته نيسي. غربي نړۍ کې ډير جنايات کيږي خو باور کړه چې ستا د بنسټ پالو څخه ډير کم دي.[/quote:f531dca661]
ضمير
Anonymous
13.09.2004
خدای دې مونږ ته د نېکو هدايت وکړي.
په څه کش و فش د ازاد او منطقي بحث د پاره يو ځايګوټی جوړ شو خو لا اوله خبره نه وه شوې چې بيا په کې ځينو هماغه هنګامه شورو کړه لکه په نورو فورمونو کې يې چې کوي!
ښاغلی شېرزاد چې دلته د ټول افغان په استازيتوب د هوجرې مېلمه پال دی بايد مخکې له خپرېدو د هغو کثافاتو د ښکاره کېدو مخنيوی و کړي چې د ديموکراسۍ او منطق له پولو اوړي او که دومره نه کوي نو بيا خو دې کم له کمه وروسته له خپرېدو هغه ليکنې چې د فوروم د ټاکلي معيار سره برابرې نه وي پاکې کړي.
له نورو مېلمنو څخه هم دا تمه کېږي چې خپل ځانونه د هر ډول اشخاصو سره په يوه جوال کې وانه چوي که نه نو نه به بحث بحث شي او نه به منطق منطق.
په خدای سپارلي.
نقاد
13.09.2004
پتنګ جانه وروره سلامونه! راځه چې په ګډه ستاسې پاسنۍ ليکنه ﻻندې يو څه و شنو، ښه ده؟
وګورئ دلته مو وار دمخه د بل ورور ليکنه له دليل او ثبوت څخه مخې اپلتې ګڼلي:
[quote:6bfd3ab7d4]سلام وروره !
داخود سختي اپلتې ليکلي دي ...[/quote:6bfd3ab7d4]،
که ستاسو خبرې هم څوک دغسې وار دمخه اپلتې وبولي، نو څه احساس به وکړئ، ايا زړه به مو پرې زخمي او جريحه دار نشي ؟ په تيره بيا تاسو داسې چاته دا کلمه کارولې چې هغه نه پيژنئ ، او که ﻻ هغه شخص له تاسو نه مشر هم وي، چې تاسو ورته داسې ليکلي دي، او شايد له تاسونه يې نه يواځې تجربه بلکې علم او پوهه هم زياته اوسي، ځکه يې تاسو د خبرو په معنی نه ياست پوه شوي ، نو په دې صورت کې خو به لا ډيره بده وي
چې د نه پو هيدو له امله پرې د اپلتو حکم صادر کړئ او مهر پرې ولګوئ .
له حکم نه وروسته مو بيا دا دليل راوړئ چې :,[quote:6bfd3ab7d4] زه خو داسي حکومت نه پيژ نم چې د هغه
زړه اولس وي[/quote:6bfd3ab7d4]
نو ورورکه بيا وګوره ، که تاسې د نړۍ ډير حکومتو نه نه پيژئ ، او له ليدلو پرته به يې څنګه و پيژنئ، نو دا هم ددې دليل نشي کيدای چې هغسې دولت به وجود ونه لري.
اودريمه داچې په اړونده ليکنه کې چا د زړه په اړه خبرې کړي دي، هغه خو د ضمير په اړه خبرې کوي، آيا زړه او ضمير يوشی دي؟ هغه د چا خبره که د ضمير ځای په زړه کې هم وګڼل شي، بيا هم زړه او ضمير يو شی نه دي. په زړه ک خو هر څه ، کينه، دوښمني، په بل تيری، ټګي ، غلا خيانت، د هر بد کار پلان او طرحه هم تيريږي ، ښه هم انتر ايمانه پورې، ولې په ضمير کې خو ښه وي، امر بالمعروف وي او نهې عنالمنکر ، ولې دا نور ټول بد کارونه او بد چرتونه خو لومړی په زړه کې وي .
٤ ـ تاسې زياته کړې چې ګواکې : [quote:6bfd3ab7d4]او اولسي ديموکراسي هيڅ وجود نلري [/quote:6bfd3ab7d4]
نه پو هيږم تاسې څنګه دومره ډاډه ياست، څو او کوم ديموراتيک لويديځوال هيوادونه مو تر اوسه ليدلي او څومره وخت مو هلته تير کړی دی ؟ داسې نه بريښي چې تاسو په رښتيا سره کوم ديموکراتيک هيواد کې يو څه موده پاتې شوي ياست او بيا مو د عغې هيواد اساسي قانون مطالعه کړی وي او ټول حقوقي مسائل مو تحليل کړي اوسي او بيا دغسې قضاوت وکړئ : چې [quote:6bfd3ab7d4]دحکمتونو زړه ... بد اخلاقي ده [/quote:6bfd3ab7d4]
ايا دا هم تاسوته عملا په تجربه ثابته شوې ده؟
او بيا وړاندې ليکئ چې
[quote:6bfd3ab7d4]که... بيوجداني اوعياشي لري شي نو دغه حکمتونه به ټول ړنګ شي [/quote:6bfd3ab7d4].
ايا يوه ټولنه په بيوجدانۍ او عياشۍ يواځې پايښت موندلی شي؟ له ې جواب پرته
تاسې بيا حکم صادروئ چې [quote:6bfd3ab7d4]دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه پيږنمه٠[/quote:6bfd3ab7d4]
ښايي دا وښياست چې په دې دمره مشکل کار تاسو څرنګه بريالي شوئ، بايد په تفصيل سره يې د جزياتو پورې بيان کړئ ، نو به هله بيا سره خبرې او پوهاوی وکړو.
اوس به راشو هغو استادانه خبرو ته چې : لکه حنګه چې فرد ، دغسې ټولنه هم بايد وجدان يا ضمير ولري .
ضمير د فرد په ټولو کارونو هم ښه خبر او آګاه وي اوحکم پرې کوي چې دا کار ښه دی ويې کړه او دا بل بد دی هغه مه کوه! حکومتونوته به دا څوک وايې او څوک يې ويلی شي؟ هر څوک يې چې ويلی شي او ورته په ويلو مجبور دی،هغه د ټولنې د استازو ، اهل خبره او آګاه خلکو مجلش يا ملي شورا ده، چې اولس د همدې دندې له پاره ټاکلي وي. داد حکومت وجدان دی، او چې پارلمان او پارلمانتاريزم ( اولسواکي) ونه لري ، هغه حکومت ضمير نه لري، وجدان نه لري چې غږ پرې وکي او حکم پرې وکړي چې خبردار دا او دا او دا کار ونه کړې . د حکومت ضمير له فردي ضمير څخه لوړ او غښتلی وي، هغه حکومت را پرځولی او بل په دنده ګمارلی هم شي. خو پارلمان هم لکه وجدان او ضمير خپل اولس ته بد کار او بد خيالات نشي لرلی او ځکومت له بدو کارونو و يالونو منع کوي او د نيکو او دملت له پاره د ګټورو کارونو او ٠ښو خيالونو لور ته يې رابولي .که د انا هيتا يا ببرک په څير بې ناموسان او د ټولنې دوښمن کوم يو نيم وکيل په کې پيدا شي ،چې د ټولو چغو او ناندريو سره سره ، چی صرف د شوروي له پاره يې وهلې، يوه غوښتنه ، يو پيشنهاد او يو ه طرحه يې په ولسي جرګه کې هم نه ده منل شوې ، دغسې تل دماتې سره مخامخ پاتې شوي او پاتې کيږي .
يو بل مفهوم هم تاسې غندلی او زما په شمول يې ډير نور خلک هم څوک زيات او څوک لږ غندي، خو هر يو يې تر ټاکلو پورې غندي، ولې ستاسو دا غندنه راته بي قيدو شرطه او څه ناڅه له مشخص تصور نه پرته وبريښيده، نو ځکه ددې ګمان د ليرې کولو له پاره به مو وپوښتم چې سرمايه څشی دی ؟ او تاسو سرمايه د کومو خواصو له کبله غندئ؟ په اسلام کې يې ستاينه نه ده شوې خو غندل شوې هم نه ده ، خو اوس به راته ته پر حقه وايې چې د اسلام د راتګ په وخت کې سرمايه چيرې وه او چا پيژندله چې سرمايه يعنې څه ؟ اوس چې تاغندلې ده ، حتمأ مو بايد پيژندلې هم وي ، اخر دا فوروم خو ستاسې دمنطق فوروم دی ، که څنګه پتګ جانه ؟ نور مو په الله (ج) سپارم
والسلام.
ديتاسو ورور
Anonymous
14.09.2004
د افغانستان حکومت ترهرڅه دمخه اقتصادي امنيت ته کار ضرورت لري ٠
لکه څومره چي امنيت انتظامي، امنيت قضايي و امنيت اجتماعي ضروردي ٠
په اوله درجه کي اقتصادي امنيت ته ضرورت سته ٠ چه نن يوازي ناکامي ده ٠ چه جنګونه نه اراميږي ٠
ولي چه نور ټوله امنيتونو سره دعلت او معلولي متقابل اړيکي سره لري ٠
که په ملت کي اقتصادي امنيت نه وي ٠ سرمايه ګوزاري تاجران نه کوي ٠ که سرمايه ګزاري شروع نسي ٠
دولت به د دينو د قلت په ناجوړي اخته وي ٠ چه ټوله بدبختي پر بنا دي ٠
يعني که د دولت مامورينو چور اچولۍ وي ٠ افغانستان به هيڅ وخت هيڅ قيسم امنيت پيدا نکړي ٠
اسلامي اقتصادي نظام ، دډيمکراسۍ اقتصادي نظامونه يوازي او يوازي پر اعتماد ولاړ دي
که دولت وملت ته قابل د اعتماد وړ نه وو ٠ حکومت به هيڅ وخت د کاميابۍ خوند تر خوله نکړي ٠
کرزی فکر کوي چه د دنيا کومک اقتصادي او نظامي لري ٠ نوبه کاميابي رانسي ٠
يو سخته خبره داده چه 25 کاله کيږي چه ملت په مفتو عايداتو اخته دۍ
چه داعادت اول ضرورده چه لمنځه ولاړسي ٠
هغه وخت لمنځه ځي چه حکومتاقتصادي امنيت راولي ٠ يا انشيورنس نظام چوړ کړي ٠
چه ملت سرمايه ګوزاري وکړي ٠ او د کښته اقتصاد خلکو ته کار پيداسي ٠
او دعدالت خوند ، اوبيله کومه وهمه د لاس د ګټي خوند وويني ٠
Re: ضمير
Ghairat
10.10.2004
[quote:9d0ba4bb68]سلام وروره !
داخود سختي اپلتې ليکلي دي , زه خو داسي حکومت نه پيژ نم چې د هغه
زړه اولس وي او اولسي ديموکراسي هيڅ وجود نلري
دحکمتونو زړه سرمايه او بد اخلاقي ده که سرمايه , بيوجداني اوعياشي
لري شي نو دغه حکمتونه به ټول ړنګ شي .ددي حکمتو نوا ودکتاتوري
فرق نشته او دا يوه داسي دکتاتوري دي چې خلک په انتخاباتو غلطوي
لکه کمونستانو چې په دکتاتوري دکارګرانو خلک غلطول .
وروه پاکو سرکو، لوړو تعمير و، سپين مخ زيړو ويښتانو ته مګوره .
دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه
پيږنمه٠ دا بينا موسان خپل خلک دغلامانو په دود استعماله وي٠
که مقصد دي غربي نړي وي نوزما ليکنه صدق کوي٠
په درناي ستاسو پتنګ[/quote:9d0ba4bb68]
سلامونه پتنګه وروره ، ته د رڼا (پوهې) ((پتنګ )) يې، او که د پوهې له رڼا څخه (( په تنګ )) يې؟ دا پورتنۍ
ادعاوې خو که لږ ثبوت هم کړې او د ادعاو پر ځای دلايل وړاندې کړې ښه به نه وي؟ تاسو ليکلي:
(( زه خو داسې حکومت نه پيژنم چې ......)) دليل مو تش (( نه پژنم)) راوړی دی، نه پيژندل او بي خبري خودليل کيدی نشي، يوه تشه ادعا ده چې معذرت کيدلی شي، خو دليل ورته نه ويل کيږي. بل ځای ليکئ :
[quote:9d0ba4bb68]که مقصد دي غربي نړي وي نوزما ليکنه صدق کوي٠: دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه پيږنمه[/quote:9d0ba4bb68]
تاسو د لويدځې نړۍ دپيژندلو ﻻ څه د ډيرې ښې پيژندنې تش ادعا کړې او هغه مو په هيڅ دليل رښانه کړې نه ده چې څ ډول ټولنه ده، که تسو د غربي نړۍ جامعه شناس ياست نو د ټول افغان له پاره يوه کوانده علمي پانګه ياست، هيلمن يم د غربي ټولنې ماهيت لوستونکو ته روښانه کړئ، که نه ، نو تشې ادعاوې خو هر بې خبره سړی ﻻ ښې کولی شي.
ستاسو ه سمايه خوښه نه وي يا مو بده راځي، ن داسې شی په ګوته کړه چې د سرمايي ځای ونيسي. که کومنيستي رژيم درته ښه ښکاري، نو هلته خو هم سرمايه ټوله د دولت په ﻻس کې وه، آيا بي له سرمايې هم د ټولنې ژوند اوس امکا ن لري؟
علم تخنيک ، صنعت زراعت او تجارت ، ښوونه او روزنه ،مدنيت او کلتور ، کار او روزګار خويې له لوړوتعميرونو څخه هم لوړ کړي دي، که دا ټول د سرمايې برکت وي نو بيا؟
يله ده مالومت پخپله وړاندې کړئ چې هدف مو له پورتن ادعاو څخ څه و؟
Re: ضمير
pattang
14.10.2004
غيرت خانه سلام عليکم !
وروره زه خو ساده کليوالې سړي يم خو زه در ته لېکم :
ستا دواړه خبري دليدونکې تر کوارديناتو(coordinate) پوري اړه لري او ارزيابي کيږي ٠داچې ليدونکی په کوم ځاي او کوم سيستم کي دي نو ارزيابي هم ئي داسي دي لکه دغه سيستم .نووروره حقيقت او اخلاق ترسيستم پوري تړلې دي.
وروره زه به يو کتاب نه بلکې ډير کتابونه درته وليکم خو هسي دی وخت ضايع
کول دي .
زه به لنډي يا دونې دغربې ديموکراسي د مرداريو درته وليکم :
- غربي ديموکراسي د سر مائي غلامه ده چې يو واځي د سرمايه دارانو په ډول
ګډيږي او اتڼ کوي .
- اخلاق نه کومه مانا لري او نه څيړنه .
- فردي ازادي او ځانګړي کلتوري ازادي دوي دخپل کيفي اخلاقو او ملې ګټو
له کبله داستعمار په کنج کې تخته کوي٠
اوس به ته وائي چې پتنګ څه اپلتي ليکي :
* په الجزائير کې مسلمانانو دانتخاباتو په سسله حکومت کول وګټل خو د فرانسي
د پارلمان خوښه نه وه په زرګونو مسلمانان ئي مړه کړل حوکمت ئي بيرته خپلو اجنټانوته په لا س ور کړ٠.
* د امريکا او انګليس د پارلمان خوښه نه وه صدم ئي د اتومي وسلي په بانه لري که او په زر ها ؤ ايرا قيان ئي مړه کړل اود دي لپاره چې د دوي اخلاق ضعيف کړي نو کرامت انساني ئي هم وشرماوه او يو نوي شې ئي منځ ته را وړ چې زه ئی نشم ليکلاي .
* د چيچينيا د اولس دقتلی عام پلانونه دالمان د مخبري شبکي (BND) دمشر په
مصلحت روسانوته ورکړل شول چې دي مظلوم ملت ښځي او نر ټول قتل عام شول٠.
*د کپلان ايستل له المان څخه چل بازي او غير ی قانوني وه او ددوي د ديموکراسي
په اساس اودعادل حکومت (څوک چې حق لري بايد حق واخلي) رايه نه ده مرا عت شوي او دغه کار دالمان دحوکومت داجرائي قوي کړي دي٠.
*په مسلمانانو پسي کلتوري ګوا ښونه او کلتورې تحقيرونه او دا څکه چې مسلمانې نجوني او ښځي خپل ويښتان پټه وي٠
*مسلمانانو ته تحقير اودمسلمانانو تړل په توروريستانو پوري (islamist).
*يو غير اخلاقي او دبشر ي کرامت ضد، د عدالتي مسائلو دحلولو دپروڅيس
( oder of civil process ) کړن لاره .
*دانسانانو خرڅول او پيسه مخ کي بلل له انسانيت او اخلاقو څخه ٠.
وروره ته پاکو سرکو او زيړو ويښتانو ته مه ګوره دا ټولنه اودهغي قوانين يوواري
ږوور مطالعه کړه، نه په کتابونو بلکې په عمل کي، په هم دي ديموکراسي ئي اولسونه غلا مان ساتلي دي او ديموکراسي د غر بيانو داسي يو مرض دي چې يوواري پري ککړ شوی بيا ولا که ځان تري خلاص کړي٠.
زمونږ لپاره غربي ديموکراسي په درد نخوري ددوي محصول د ه نودوي پوه شه او خپل کارئي٠.
پښتون خو نو دا دوه سوه او شپيته کاله وفادار تر بيه شوي دي خپل کلتور او خپله
ژبه کومه مانا نه ورته لري او بس پرون کونيزم ته فادار ؤ او نن غربي ديموکراسي ته او ابله ورځ پردي کلتورچي کلکلي به ئي پري ويلي
په ډير درنښت دپښتنوالي په مينه
ستا سو کليوال پتنګ
[quote:b689d60b04="Ghairat"][quote:b689d60b04]سلام وروره !
داخود سختي اپلتې ليکلي دي , زه خو داسي حکومت نه پيژ نم چې د هغه
زړه اولس وي او اولسي ديموکراسي هيڅ وجود نلري
دحکمتونو زړه سرمايه او بد اخلاقي ده که سرمايه , بيوجداني اوعياشي
لري شي نو دغه حکمتونه به ټول ړنګ شي .ددي حکمتو نوا ودکتاتوري
فرق نشته او دا يوه داسي دکتاتوري دي چې خلک په انتخاباتو غلطوي
لکه کمونستانو چې په دکتاتوري دکارګرانو خلک غلطول .
وروه پاکو سرکو، لوړو تعمير و، سپين مخ زيړو ويښتانو ته مګوره .
دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه
پيږنمه٠ دا بينا موسان خپل خلک دغلامانو په دود استعماله وي٠
که مقصد دي غربي نړي وي نوزما ليکنه صدق کوي٠
په درناي ستاسو پتنګ[/quote:b689d60b04]
سلامونه پتنګه وروره ، ته د رڼا (پوهې) ((پتنګ )) يې، او که د پوهې له رڼا څخه (( په تنګ )) يې؟ دا پورتنۍ
ادعاوې خو که لږ ثبوت هم کړې او د ادعاو پر ځای دلايل وړاندې کړې ښه به نه وي؟ تاسو ليکلي:
(( زه خو داسې حکومت نه پيژنم چې ......)) دليل مو تش (( نه پژنم)) راوړی دی، نه پيژندل او بي خبري خودليل کيدی نشي، يوه تشه ادعا ده چې معذرت کيدلی شي، خو دليل ورته نه ويل کيږي. بل ځای ليکئ :
[quote:b689d60b04]که مقصد دي غربي نړي وي نوزما ليکنه صدق کوي٠: دا ډيره چټله ټولنه ده خو پيږندل ئي اسانه کار ندي اوزه ئي ډيره ښه پيږنمه[/quote:b689d60b04]
تاسو د لويدځې نړۍ دپيژندلو ﻻ څه د ډيرې ښې پيژندنې تش ادعا کړې او هغه مو په هيڅ دليل رښانه کړې نه ده چې څ ډول ټولنه ده، که تسو د غربي نړۍ جامعه شناس ياست نو د ټول افغان له پاره يوه کوانده علمي پانګه ياست، هيلمن يم د غربي ټولنې ماهيت لوستونکو ته روښانه کړئ، که نه ، نو تشې ادعاوې خو هر بې خبره سړی ﻻ ښې کولی شي.
ستاسو ه سمايه خوښه نه وي يا مو بده راځي، ن داسې شی په ګوته کړه چې د سرمايي ځای ونيسي. که کومنيستي رژيم درته ښه ښکاري، نو هلته خو هم سرمايه ټوله د دولت په ﻻس کې وه، آيا بي له سرمايې هم د ټولنې ژوند اوس امکا ن لري؟
علم تخنيک ، صنعت زراعت او تجارت ، ښوونه او روزنه ،مدنيت او کلتور ، کار او روزګار خويې له لوړوتعميرونو څخه هم لوړ کړي دي، که دا ټول د سرمايې برکت وي نو بيا؟
يله ده مالومت پخپله وړاندې کړئ چې هدف مو له پورتن ادعاو څخ څه و؟[/quote:b689d60b04]
شمس الله همدرد
15.10.2004
اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته :
نیکی هیلی اوسلامونه مو قبول کړی
پتنگ وروره له لیکنی نه مو یو جهان مننه په رښتیا چی ستاسو لیکنه په زړه پوری وه نه پوهیږم چی زما به سرنه خلاص یږی او که دبعضی دیموکراسی غوښتونکی خلکو چی وایی مونږپه افغانستان کښی دیموکراسی غواړو یعنی دیموکراسی څه ؟ له هیچا نه می وانه وریدل چی په افغانستان کښی داسلامی قانون حکومت غواړو که دیموکراسی دازادی په معنی سره وی لکه څنکه ازادی؟ ایا دیورپ اوامریکاه غوندی ازادی ؟اویاکه دسلام ازادی ؟دادواړه خو هیڅ سره نه شی یو ځای کیدالی ځکه اکثراٌ دیو او بل په ضددی اوکه نه صرف دیورپ اوامریکا خوندی ازادی غواړو نو افغانان خو په سلو کښی 99.99مسلمانان دی بیاداسی دیموکراسی په افغانستان کښی زما په اند نه چلیږی اونه یی څوک منی ځکه ددوی په دیموکراسی کی شراب څښل زناکول هیڅ کوم جرم نه دی اوپه اسلام کښی ددی په سختی سره منعه فرمایلی ده اوددی ناوړه عمل کونکوته یی سزا مقراره کړی ده .
اوکه چیری اسلامی دیمکراسی په افغانستان کی غواړی بیا هغه ته مونږپه اسلام کښی بل نوم لرو چی هغه عدالت اجتماعی ده دمثال په توګه دقلم ازادی دبیان ازادی .برابرحقوق ...................
Ghairat
15.10.2004
پتنګ جانه نيکمرغه اوسې ، سلامونه مې ومنه.
ټول دليلونه دې د مسلمانانو په اړوند راوړي چې لويديځ حکومتونه د اسلامستانو سره څه کوي، نه پخپله د هغې ټولنې اړه او نه د هغې د خپلو الماني، فرانسوي او انګليسي اوسيدونکو په اړه. که ددوی د حکدمتونو روش د اسلامي اتحاديو او اسلامي هيوادونو ، سختدريځو او يا ترهګرو په اړه معيار بول، نو دا پوښتنه بيااړينه ده چې ددوی روش د غير اسلامي ، داخلي سختدريځو، ترهګرو او ورانکارو پر ضد څنګه دی؟ ايا دوی د يو او بل ترهګر تر منځه توپير اوتبعيض چلوي چېدا يو اسلامي دی او هغه بل يې خپل الماني، فرانسوي يا هسپانوي ترهګر ی هغه ته څه نه وايي،او يواځې اسلامي ترهګر نه پريږدي؟ او که دوید هرې افراطي ډلې او هر ترهګري ګروپ سره کلک چلند کوي او د هغوی د خطر پر اندازه يې جدي مخه نيسي ، نوبيا په دې کې د اسلام او غير اسلام توپير نشته او حکومتونه يې پر ضد اقدام کوي.
وروره دلته ملي ګټې مطرح کيږي ، ديموکراسي په کې همدومره کولی شي چې د حکومت مخالفين د ترهرو پر ضد ددوی اقدام او حکومتونه بيا بي اقدامه پات کيدل دديموکراسۍ ضد بولي، زياتره دغسې ناوړه بريدونه لکه پر عراق يرغل کول پر ديمواکراسۍ يو ګوزار بولي، خو د حکومت پلويان په پارلمان کې له خپل اکثريت څخه ګټه پورته کوي او د بريد پلوی کوي. اکثره د حکومتونو دغسې بريدونه لکه پر عراق باندې د ضد ديموکراتيکو عملونو پر نامه غندل کيږي، اوپه لږو مواردو لکه د طالب د حکومت راپرځول ، د اسامه پلټل او القاعده له منځه وړل يې اولس هم ديموګراتيک بولي او بری يې غواړي.
خو رابشو دريم اړخ ته: هغه آزادي چې د سوله ييزو سياسي موخو او ديني تبليغ له پاره يې مسلمانان په لويديځ کې لري، ايا ددې په سلمه برخه به هم عيسويان د عيسوي مذهب له پاره د ازاد علني تبليغ ازادي په ازادو اسلامي هيوادونو کې ولري؟
طبيعي ده چې نه يې لري، او ډير ښه دی چې نه يې لري. خو هير بايد نه کړو چې پهليديځکې د مسلمانانو د هرډول سوله ييز تبليغ اجازه او آزادي يوځې او يواځې د ديموکراسۍ ﻻسته راوړنه ده اوبس.
اوس ه راشو په افغانستان کې ديموکراسۍ ته، هغه به هغه اسلامي ديموکراسي وي چې د راشدينو خليفه نو په وخت کې کاريدله: بيعت يا د ازادو، عامو ، سري او عادﻻنه انتخاباتو له ﻻرې حکومت اود ملي شورا وکيلان ټاکل دي او بس. دا دواړه اسلامي غوښتنې او د اسلامي امت نسټي حقونه دي. والسلام .
ضمير
Anonymous
16.10.2004
ښاغلو سلامونه ومنئ
دا بحث د ضمير دي
آيا ضمير د اردو کلمه چي مانا يي (((وجدان))) ده، نده؟؟؟
زما په اند وجدان په حکومت کي يعني څه؟؟؟
اصلي د بحث موخه دا نده؟؟؟
والسلام
pattang
17.10.2004
غيرته سلام !
داسی نه دی شخصي ازا دي او کلتوري پالنه په ډيرورژيمو ک وه.:
دمسال په ډول : په عراق کې عيسويان او ددوي کليسا وي په سلګونو کلونو
مخ کې وی. يا دايران دشاه په وخت کې بهايان اوداسي نور مسالونه ، په اروپا
کې يهوديان او دهغوي سيناګوګی دهټلر تر وخته پورې ٠
دپښتنو لويه جرګه او مرکی دديموکراسي غټ مسالونه دي ٠.
زمونږ يوازينۍناکامي بيسيوا دي ده اوبايدشعوري انسانان تربيه کړو چې هغوی
په خپل کلتور کلک ولا ړوي او خپل کلتور مخ ته بوزي اوپه هرچا پسي لکه
دکوڅو وږي حيوانات منډی ونه وهي٠
په درنښت پتنګ
Re: ضمير
pattang
17.10.2004
وروره ضمير په عربي کې زړه ته وائي
[quote:36a9ea3a15="سرتېر"]ښاغلو سلامونه ومنئ
دا بحث د ضمير دي
آيا ضمير د اردو کلمه چي مانا يي (((وجدان))) ده، نده؟؟؟
زما په اند وجدان په حکومت کي يعني څه؟؟؟
اصلي د بحث موخه دا نده؟؟؟
والسلام[/quote:36a9ea3a15]
Anonymous
25.10.2004
ضمير :
کله د دې پر ځای چه د چا نوم يا د يو شئ نوم واخلو ٠ يعني چه په نامه ئې يدکړو ٠ يوه بله کلمه راوړو چه د اسم
ځای ونيسي ٠ مثلا د دې پر ځای چه ووايو ٠ [u:c091b1b317](اغا مي وليدۍ [color=darkred:c091b1b317]دته[/color:c091b1b317] مي وويل )[/u:c091b1b317]
[u:c091b1b317][color=red:c091b1b317](اغا مي وليدۍ هغوی ته مي وويل )[/color:c091b1b317][/u:c091b1b317]
دلته دغه کلمه د [color=darkred:c091b1b317]دته [/color:c091b1b317] د اسم ځای نيسي ٠ دغه رقم کلمه جانشين د اسم کيږي (ضمير)
چون جانشين د اسم شخص سو ٠ نوضمير شخص بلل کيږي ٠
ضماير د اول شخصيت . د پاره (زه ) او (موږ) دی
ضماير د دوهم شخصيت د پاره (ته) او (تاسو ) دی .
ضماير د دريم شخصيت د پاره( دئ. ) او (دوی)
ضمير اشاره:
بعضي وخت د دې پر ځای چه د يوشئ يا سړي نوم واخلو ٠ ضمير اشاره څخه کار اخلو ٠ مثلا که د چاڅخه وغواړو
چه کتاب واخلي ٠ او کتاب نژدې وي ٠ د دي پر ځای چه ورته ووايو ٠ کتاب درواخله ٠ داسي ورته وايو
[u:c091b1b317]دغه واخله[/u:c091b1b317] کلمه د [color=red:c091b1b317]دغه [/color:c091b1b317] اشاره ضمير ده ٠ او که کتاب ليري وي ٠ نو ورته وايو
هوغه واخله
داد ضمير ګرامري حال دي
او په اخلاقي ، وجداني، حقوقي ، قلبي ، عدالتي ، اجتماع کښي هم استعاليږي ٠
او مجهول اسم دي ٠
او دقضاوت او عدل سره ډېر تعلق لري ٠ (د ښه ضمير خاونه معنا د ښه قضاوت خاونه )
يو مملکت چه شورا نلري ٠ معنا داچه ښه قضاوت ، عدل نلري ٠
Anonymous
25.10.2004
او دقضاوت او عدل سره ډېر تعلق لري ٠ (د ښه ضمير خاوند معنا د ښه قضاوت خاوند )
يو مملکت چه شورا نلري ٠ معنا داچه ښه قضاوت ، عدل نلري ٠
دغه جملو سپلنګ راڅه غلط سوۍ وه ٠
Anonymous
28.10.2004
[quote:52b6d854f5]وروره ضمير په عربي کې زړه ته وائي
سرتېر ليکلي:
ښاغلو سلامونه ومنئ
دا بحث د ضمير دي
آيا ضمير د اردو کلمه چي مانا يي (((وجدان))) ده، نده؟؟؟
زما په اند وجدان په حکومت کي يعني څه؟؟؟
اصلي د بحث موخه دا نده؟؟؟ [/quote:52b6d854f5]
ښه ضمير باعث دښه تشخص وي ٠ او دغه مفهوم بيا د انسان ماهيت او هويت جوړه وي
هويت تفاوت لري يو فردي او بل ښخصي
مفهوم دهويت په مابينځ کي دشيانو او افرادو دوه نسبته چوړه وي
هويت څو څلانده ابعاد متفاوت لري ځيني فلسفي ، بعضي رواني ، فرهنګي، اجتماعي د ابعادو څه محسوب کيږي ٠ يو روښانه تعريف چه ټوله ابعاد هويت اجتماعي په بر کي ونيسي مشکل دي ٠ دلته
هويت اجتماعي ٠
دغه مفهوم داسي اشاره کوي ٠ چه د هو يت په واسطه فرد ، ډلي په خپل اجتماعي روابطو فرد، ډلي ممتاز
کيږي ٠ دلته دوې خبري پيداکيږي ٠ د اجتماعي هويت څه زموږ درک دا اخلو ٠ چه زه څوک يم او دوۍ څوک
دي ٠ له دې تعريف څه دا منا اخلو ٠ چه د هويت د پيدا کيدل لوی مفهوم دي ٠
په دې معنا چه څرنګه او د کوم منظور څخه دوه نفره يو دبل هويت تشخص کوي ٠ هويت اجتماعي ثابت امر نه ندي ٠ بلکي محصول د توافق يا عدم توافق دي ٠ او همېشه قابل نقد او د ارزيابۍ دي ٠
ديوې ټولني هويت داسي تعريفه وو ٠ چه په مجمع کي ئې خصوصيات او مشخصات اجتماعي، فرهنگي، رواني، فلسفي سره برابر وي يا هم ماننده وي په يوه زمانه او په معين مکان کښي٠ مشخص او قابل د قبول او اګاهانه وي٠ نو ښه هويت دي
فردي هويت
دبعضو جامعه شناسانو په نظر فردي هويت او هويت اجتماعي د کيفتت او نوعيت کي متفاوت دي په دې معنا چه فردي هويت په افردو اړه لري او اجتماعي هويت معطوف پر جامعه دي ٠
اوس نو دوه ډدل نظامونه دي هويت اجتماعي ، فرهنګ او بل هويت فردي شخصي
هويت اجتماعي نسبت و هويت شخصي ته واقعي دي چه استحکام او دوام ئې ډير دي ٠ نو دغه اجتماعي هويت بيا فردي هويت تعينه وي ٠ يا هويت وربخښي ٠ هويت فردي پر اساس د عقل متعارف (عقل سليم) روښانه ٠ انسانان چه هغه څهله جامعي څه اخلي ٠ او برداشت ئې کي ښه ٠ کله چه يې برته جامعي ته ورکوي ٠ په دغه وخت کي ئې هويت تشکل کيږي ٠ نو د لته دغه څه چه جامعي ته ورکوي يا د جامعي سره کوي ٠ يوه د قضاوت قوه په نامه د ضمير دا وظيفه لري ٠ چه داسي کلام يا عمل وکړي چه جامعه نفعه څيني واخلي ٠ کله چه ښه عمل وکړي ٠ نو ضمير هم غښتلۍ کوي ٠ او په مقابل کي که داسي اعمال وکړي چه جامعي خطر پېښکړي ٠ نو ضمير هم ضعيفه کيږي ٠ په تکرار لمنځه ځي ٠
ضمير يو فطري ږغ ته هم ويل کيږي ٠ هر څومره چه نفس د انسانيت مقام ته رسيږي ٠ په هغه اندازه د ضمير ږغ ډېر اوريدلايسي
لکه انسان چه ضرورت لري ٠ چه داسي اعمال وکړي ٠ چه شخصيت سي ٠ د ضمير ږغ ته اړدي
که ملت غواړي چه داسي يو حکومت ولري ٠ چه ټولوته قابل د قبول وي ٠ ضرورده چه شورا ولري ٠
نو شورا به په مثال د يوه فطري ږغ وي چه رئيس جمهور ئې واوري٠