نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ملا عبیدالله اخوند د شهادت په اړه راپورونه او د امارت اعلامیه
م . ق
13.02.2012
د تاند راپور:
[url]http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=31517[/url]
د طالبانو دفاع وزیر ملا عبیدالله په پاکستان کې مړ شوی
Saturday, 02.11.2012, 02:20pm (GMT)
تاند(شنبه/فبروري۱۱) د عربي رسنیو د راپور له مخې په پاکستان کې د طالبانو د پرزول شوي رژیم د دفاع وزیر ملا عبیدالله په پاکستان کې مړ شوی دی.
راپورونه وايي چې د ملا عبیدالله د مړینې خبر لومړی پلا د پاکستان د استخباراتو رييس شجاع پاشا تېره اوونۍ د قطر د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره په کتنه کې اعلان کړ.
د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کاوه، او د طالبانو په اړه زیات مالومات لري، وايي داسي ډېرې نښې شته چې د ملا عبیدالله مړینه یا احتمالاً وژل کېدا تاییدوي.
مژده وویل، یو کال پخوا د عبیدالله خپلوان په کراچۍ کې هغه محبس ته ورغلل چې عبیدالله پکې بندي و خو هلته ورته وویل شول چې نور په عبیدالله پسي ورنه شي ځکه چې نوموړی مړ شوی دی.
وحید مژده هم تایید کړه چې د پاکستان د استخباراتو رييس شجاع پاشا په قطر کې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې د مولوی عبیدالله د مړینې په باب خبرې کړې وې.
ده دا هم وویل چې د طالبانو استازو د پاکستان د استخباراتو له رييس سره په خبرو کې په دې انتقاد کړی و چې پاکستانیان د طالبانو له بندیانو سره ښه چلند نه کوي.
د مژده په وینا ملا عبیدالله د دفاع وزارت په موده کې د پاکستان پر ځینو کړنو او مداخلو اعتراض کاوه.
د ده په وینا عبیدالله ډېر وخت په افغانستان کې تېراوه خو په داسي حال کې نیول شوی و چې د پاکستان له اجازې پرته یې په دغه هیواد کې وسله رانیوله.
د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادر هم پاکستان وروسته له دې ونیوه چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره په خپل سر ارتباط ونیسي.نوموړی لا هم په پاکستان کې بندي دی.
طالبانو تراوسه پوري رسماً د ملا عبیدالله د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
او دا هم د طالبانو د امارت اعلامیه:
داسلامي امارت دنائب ، منلی شخصیت اوسترمجاهدالحاج ملاعبیدالله اخنددشهادت په اړه داسلامي امارت اعلامیه
- .Monday, ۲۰ Rabi'ul Awal ۱۴۳۳دوشنبه, 13 February 2012 11:10
په ډیره خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړچي په اسلامي امار ت کې دملي دفاع وزیراودامریکاپه مشرۍ دوحشي ځواکونوله لوري دافغانستان داشغال په مهال داسلامي امارت مرستیال الحاج ملاعبیدالله اخندپه یوه پاکستانۍ بنديخانه کې په حق رسیدلی . انا لله وانا الیه راجعون
نوموړی پاکستان ته دسفر په مهال په ۲۰۰۷کال دجنوري په دریمه نیټه دپاکستان دبلوچستان په ایالت کې دپاکستان دحکومت له لوري ونیول شواوتر نیولو وروسته یې تر ډیره وخته څه معلومات نه کیده تردې چې په دي ورستیو کې دنوموړي کورنۍ ته خبر ورسید چي له نن نه دوه کاله وړاندي د۲۰۱۰ کال دمارچ په پنځمه دجمعي په مبارکه ورځ نوموړی دکراچۍ ښارپه یوه بندیخانه کې د زړه دناروغۍ له امله په حق رسیدلی ،ددي غمجني پیښې دثبوت لپاره یې کورنۍ ته موثق شواهد په لاس ورغلی چي دنوموړي دوفات کیدو تصدیق کوي ،خوتراوسه پوري دا نده معلومه شوي چي داسلامي امت او دافغانستان دجهاد دا اتل دیادي نارو غۍ له امله په حق رسیدلی او که دبند په دوران کې دشکنجو او تعذیب له امله شهید شوی .
دافغانستان اسلامي امارت دالحاج ملاعبیدالله اخند دوفات کیدو په اړه دنوموړي درنې کورنۍ ،ټولومجاهدینو،افغان ولس اوټول اسلامي امت ته دغمرازۍ ،تعزیت او تسلیت مراتب وړاندي کوي ، دغه راز څنګه چې نوموړي په جهادي ژوند او لاره کې خپل روح خپل خالق او مالک جل جلا له ته سپارلی ، د الله تعالی له دربار څخه نوموړي ته دشهادت دقبلېدا او دفردوس جنت غوښتنه کوي دغه راز یې قریبانوته هم له اللهي دربار څخه جمیل صبر او عظیم اجر غواړي .
دافغانستان اسلامي امارت دشهید ملا عبیدالله اخند تشه دټولي اسلامي نړۍ خصوصا دافغانستان لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولي اودپاکستان له چارواکوڅخه جدي غوښتنه کوي چي دالحاج ملا عبیدالله اخند ددزنداني کیدو ، مریضي او وفات په اړه اسلامي امارت ته بشپړ او واقعي معلومات ورکړي ،داچي دنوموړي ترشهادت پوره دوه کاله وروسته دشهید کورنئ ته خبر ورسیدموږ ددي ځنډپه برخه کې دنړیوال سره صلیب اداره هم پړه بولو چي په پاکستان کې یې داسلامي امارت دبندیانو په اړه تر اوسه پوري هیڅ نو عه معلو مات دنوموړي شهید او نورو بندیانو کو رنیو ته نه دي رسو لي او ورنه جدي غوښتنه کوو چي په را تلو نکي کې خپله دغه نیمګړ تیا پوره کړي ځکه دا ددوی دنده ده .
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دټولې کفري نړۍ او غیرمسلمو ملتونو له لوري یې په هیواد تیری شوی دی ، داد ډیرتأسف وړ بولي ، چې کله ناکله دځینواسلامي هیوادونو لخوا هم له داسې بي رحمه چلند سره مخ کیږي ، نن سبا افغان اولس یوازې داسلامي غیرت په جرم په نړیواله سطحه بې وطنه ، بې وسه او مظلوم اولس بلل کیږي ، نوځکه خو داسلامي ورورولۍ له مخې په درستو اسلامي هیوادونو او اولسونو غږ کوو چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له مهاجرو ، مسافرو او زنداني افغانانو سره داسې چلند وکړي ، چې اسلامي اخوت یې تقاضا کوي .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
او دا یې هم د بي بي سي راپور:
[url]http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/02/120213_hh-mullah-obaidullah-died.shtml[/url]
طالبان: ملا عبیدالله اخوند پاکستاني زندان کې سا ورکړې ده
طالبانو ویلي چې د ملا محمد عمر مخکنی مرستیال او د طالبانو د رژيم د ملي دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند د پاکستان په زندان کې په حق رسېدلی دی.
ملا عبیدالله د ۲۰۰۷ د جنورۍ پر درېیمه د پاکستان په بلوچستان کې د پاکستان له لوري ونیول شو.
تر نیول کېدا وروسته د ملا عبیدالله اخوند هېڅ څرګ نه معلومېده.
نوموړي پاکستاني زندان کې پوره پنځه کاله تېر کړل.
وړاندې ځينې رسنیو خبر ورکړی و، چې نوموړی د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوی، خو طالبانو د دوشنبې پر ورځ (فبروري ۱۳) په رسمي توګه د نوموړي مړینه ومنله.
د وړم ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د نوموړي کورنۍ ته پاکستان خبر ورکړ، چې ملا عبیدالله اخوند د کراچۍ په یوه زندان کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
طالبانو ویلي، که څه هم د ملا عبیدالله کورنۍ ته د هغه د مړینې ثبوتونه ورلېږل شوي، خو طالبان یې د مړینې په اړه شکمن دي، چې ایا پخپله مرګ مړ شوی او که د زندان شکنجو د مرګ تر پولې رسولی دی.
طالبانو د خپل پخواني مرستیال مړینه یوه لویه ضایع بللې ده.
طالبانو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نوموړي د مړینې او ناروغۍ په اړه طالبانو ته ریښتوني مفصل جزییات ورکړي.
افغاني طالبانو نړیواله سره میاشت پړه بللې چې په وینا یې د ملا عبیدالله د بندي کېدو په اړه یې د هغه کورنۍ ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
[u:04a3ea5e4b]د طالبانو څخه زما احترامانه هیله:[/u:04a3ea5e4b]
امارت دې د ملابرادر اخوند او استاذ یاسر غوندې ټولو طالب بندیانو پوښتنه وکړي چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی، خداي مکړه هسې نه چې هغوي هم د ملاعبید الله اخوند غوندې په ورته برخلیک اخته شوي وي او یا اخته شي چې بیا به امارت د هغوي څخه د غفلت، غیر مسؤلیت، او نه دفاع په اړه پړ وي.
همدا وخت دی او باید تر ورخه اوبه تیرې نه شي.
هیله ده چې طالبانو ورونو به اوس حقایق درک کړي وي چې پاکستان هیڅلکه زمونږ دوست نه شي کیدلاي، او د ټولو افغانانو دوه مخی ازلي تاریخي دښمن، د سکهانو اولاد او د انګریزانو میراثخور دی،او د اسلام په نوم سیاست او تجارت کوي خو خپله اسلام ته په زړه کې یوه ذره قدر او احترام هم نه لري، انګریزي سیستمونه او قانونونه او همدارنګه فحشاء او عریاني او نورې چټلیانې پکې وګورﺉ.
مننه او درنښت
طالب ISI
20.02.2012
طالبانو پاکستانیان سم نه دي غندلي، ډیر د عجز په ژبه یې ګیله کړي.
آیا له پاکستان ویریږي؟
نه غواړي چې مرسته پرې بنده کړي؟
که د طالبان میډیا خپله د طالبانو لاس کې نه ده؟
آیا د پاکستان له دغه کار سره دا نه ښایې چې د کراچی د پولیسو، استخباراتې اداره، مشرانو باندې حمله وشي؟
که نه په پاکستانې استبلشمنټ واله باندې حمله یواځې پاکستانې طالبانو ته حلاله او افغانې طالبانو ته حتا غندل د استبلشمنټ هم ناروا دي؟
تر هغه وقته چې طالب د پاکستان د ګټو خلاف نه وي، د استبشمنټ واله دوست دی، او چې د افغانستان د پرختګ په ضد یې کار وکړ، بیا یې کلک ملګر دی، خو که د استبلشمنټ په ضد یې کار نه کولو، فقط د افغانستان د آرامی غم ورسره و، بیا نو لکه ملا برادر، ملا عبیدالله،او داسې نور مشران په همغه ورځ د استبلشمنټ دښمنان دي، او بیا یې شهیدوي.
م . ق
20.02.2012
بسم الله الرحمن الرحیم
د طالبانو د سالمې رهبرۍ او خپلواکۍ ګټلو لپاره د شهید ملابورجان، شهید ملاعبیدالله اخوند،ملارباني، ملا برادر،ملا عبدالسلام ضعیف،مولوي وکیل احمد متوکل او استاذ یاسر غوندې پوهه وطنپال او مستقل مشران په کار دي.
په درناوۍ
م . ق
20.02.2012
ازادي راډیو:
دوشنبه 1 حوت 1390 سیمه ییزوخت 10:16 PM
[color=blue:d7d5f94f53]"هغه طالب مشران چې د سولې خبرو ته لیواله وو، نیول شوي یا وژل شوي"[/color:d7d5f94f53]
د طالبانو یو پخواني مقام ازادۍ راډیو ته وویل، چې ملاعبیدالله مخکې په زندان کې د شکنجې په نتیجه کې [color=white:d7d5f94f53]ړوند[/color:d7d5f94f53] شوی و. دې مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې زیاته کړه، ملاعبیدالله او مولوی نورالدین ترابي چې دا مهال په پاکستان کې بندي دی له هغو طالب مشرانو څخه و، چې له افغان دولت سره پخلاینې ته لېوال دي.
[color=white:d7d5f94f53]د مولوي نورالدین ترابي د نوم ښکاره کیدو څخه څرګندیږي چې نور ډیر طالب مشران به هم بندیان وي خو طالبان یې د میډیا څخه پټوي.
ددې څخه معلومیږي چې د تحریک کوم غړی د املوکو په تول کې لاړ شي نو طالبان یې بیا په قیصه کې نه دي، حتی د میډیا څخه یې هم پټوي او یواځې خپلې کورنۍ ته به یې غم ورپه غاړه وي.[/color:d7d5f94f53]
طالب ISI
22.02.2012
الله پاک د پاکستان تباه او تجزیه کړي چې د ملا عبیدالله سترګې یې ړندولې.
له خیره امریکا اوس د بلوچستان ډرامه ورته را پیل کړه.
اوس به ورو، ورو ، پاکستان ټوټه، ټوټه شي.