د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دسپڅلي زړه زبور ــ محبوب


هيواد شېرزاد
12.09.2004

.
د ښاغلي محبوب يو ښکلی شعر:

............. دسپڅلي زړه زبور

حُسن ومه ،مينه شوم،سورور دې کړم
لپه کې دې پورته کړمه ، نور دې کړم

عشق دې دې جهان کې راته وښوده
حُسن دې انسان کې راته وښوده
ځان دې په خپل ځان کې راته وښوده
بيا دې لېونی لکه منصور دې کړم
لپه کې دې پورته کړمه ، نور دې کړم

ژوند کې دې شعور دآزادۍ راکړ
ماته دې فطرت دځوان مردۍ راکړ
هر مهال دې زېری د ښادۍ راکړ
هی د پښتنو سترګو غرور دې کړم
لپه کې دې پورته کړمه ، نور دې کړم

څومره چې هوښيار هومره نادان يمه
زه لېونی ، زه قاتل د ځان يمه
دې ازلي پېښو ته حير ان يمه
ډک دې له رازونو لکه طور دې کړم
لپه کې دې پورته کړمه ، نور دې کړم

پاڼې، پاڼې ګُل غوندې رژېږمه
شمعې غوندې خپل اور کې سوځېږمه
بيا هم ستا په مينه زه نازېږمه
بس ديوه سپېڅلي زړه زبور دې کړم
لپه کې دې پور ته کړمه نور دې کړم

............................. محبوب، اسلام آباد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more