د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

۱۵بیګناه ملکي وګړې شهیدان شول

مساپر
08.02.2012

ګرانو افغانانو ته سلام اعلیکم،
خبري آژانسونه نن داسې خپور کړي دي چې په کندهار کې د موټر بم د چاودنې چې له امله يې ٧ بیګناه ملکي وګړي شهیدان شوي او ٨ نور ملکي کسان ټپيان شوي دي. دغه بريد د يوه شين رنګه کرولا ډوله موټر په وسيله ترسره شوي چې په لاره تېريدونکي ملکي بیګناه وګړيو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولي دي.

په وژل شويو کې دوه معصوم ماشومان او په ټپيانو کې هم درې نورې ماشومان او يوه ښځه شامله ده. وژل شوي او ټپيان ټول د کندهار له مرکز څخه د سپين بولدک ولسوالۍ يا له سپين بولدک څخه د کندهار ښار ته پر لاره وو.

خبرونه زياتوي چې په پېښه کې يو شمېر زیاته بیګناه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه بريد د دوی یو تن طالب د احمد په نوم د تونس موټر په واسطه ترسره کړى ، چې له امله يې درې کروزين موټر هم له منځه تللي دي او د هوايي ډګر د نظام قراول ودانيو ته يې هم زيان اړولى دى.
(واه،،، واه،،، دغه ته وایي جهاد، ماشأ الله)

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more