د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان په تيره جنوری میاشت کې

موفق افغان
07.02.2012

د احمد فارسی لیکنه
هغه چې وایي ،، سالی که نکوست از بهارش پیداست یانې د هر کال نیکمرغي د هغه له پیل او پسرلي څخه څرګندیژي!
سره لدې چې د افغانستان د اسلامي امارت رسمي او نوی کال په اسلامي هجري سپوږمیزه کلیزه باندې بنا دی، خو دلته مونږ د یرغلګرو دښمنانو په اړه د دوی په ژبه خبرې کوو. د تېرې جنوري په میاشت کې چې د میلادي کلیزي د پیل میاشت ده، یرغلګرو دښمنانو ته پکې بې سابقې مرګ ژوبله واوښته چې د دوی لپاره یې تر ټولو بدمرغ کال او بدمرغه پیل بللای شو. د روان 2012م نوي میلادي کال د جنوري میاشت ده چې په لړ کې یې د دښمن ټولې هغه ادعاوې چې ویل به یې مجاهدین په څو ټولګیو سره ویشلي شوي او په وړاندې یې دوی پیاوړي شوي دي، یو ځل بیا درواغ ثابتې شوې. سره لدې چې تېره میاشت د افغانستان په اکثرو سیمو کې د بې کچې یخنی او واورې اورېدلو سره سره مجاهدین د خدای جل جلاله په نصرت سره وتوانېدل چې د برحقه جهاد سنګرونه د پخوا په شان تاوده وساتي او په دښمن باندې مرګوني او ملاماتوونکي ګوزارونه وکړي.
د یرغلګرو د وحشي فوځونو د هلاکت لړی د جنوري میاشتې په دریمه نیټه باندې هغه مهال په خپله میاشتنی شمېره باندې نیکمرغه پل کېښود چې د دوی یو سرتېری د افغانستان په جنوب کې مجاهدینو په نښه کړ او ویې واژه.
د یرغلګرو د مرګ ژوبلې په دې لړی کې چې په تېره میاشت کې روانه وه، د جنوري په 15مه نېټه د دښمن یو فوځي هیلیکوپټر الوتکه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالی کې د مجاهدینو د اور خوراک شوه او ټوله سپرلی یې پکې ووژل شول، د یادې پېښې په غبرګون کې دښمن د خپل مکر او درواغجنې سابقې له مخې ایله د درې تنو وژل ومنل.
په یاده مرګ ژوبله پسې د همدې تېرې جنوري د میاشتې په 20مه نېټه د دښمن یو بل هیلیکوپټر الوتکه هم د افغانستان په جنوب کې وغورځول شوه چې له شپږو سورلیو سره یو ځای تباه شوه.
همدارنګه د یادې میاشتې په 22مه نېټه یو بل هیلیکوپټر الوتکه هم د بدخشان ولایت د ارغنج ولسوالی په اړوند سیمه کې تباه شوه، په داسې حال کې چې لدې مخکې د جنوري میاشتې په 15مه نېټه د یرغلګر دښمن یوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه د لوګر ولایت په مرکز او یوه بله هیلیکوپټر الوتکه هم د همدې ولایت د برکي برک په ولسوالی کې د مجاهدینو په لاس تباه شوې.
د دښمن د الوتکو د غورځولو په یاده لړی کې یوه بله جاسوسي الوتکه هم د همدې میاشتې په 28مه نېټه په غزنی کې د مجاهدینو د اور خوراک شوه.
د روان 2012م کال د جنوري میاشت د دښمن د ټول ټال 34 تنو د وژلو شاهده وه، چې لدې جملې څخه 26 تنه امریکایي لنډغر وو. دا په داسې حال کې ده چې د دښمن د مرګ ژوبلې شمېره د تېر کال په همدې میاشت کې 32 تنه وو، سره لدې چې د یرغل د لسو کلونو په لومړیو جنوري میاشتو کې 2010م کال د شمېر په لحاظ د دښمن په مرګ ژوبله کې تر ټولو لوړ وو خو بیا هم د روان کال جنوري میاشت د یادو تلفاتو سره سره د خپل ډول له لاندینیو خصوصیاتو څخه ډکه او برخمنه وه:-
[color=darkblue:1b9a3cc702]1- د اوو الوتکو سقوط چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپلو سورلیو سره یو ځای تباه کړل شوې.
2- د دښمن د وحشتونو په وړاندې عام او وولسي غبرګون په همدې میاشت کې خپل تر ټولو لوړ پوړ ته ورسېده چې لاندې پېښې پکې د یادولو وړ دي:-[/color:1b9a3cc702]د جنوري په 8مه نېټه په زابل ولایت کې د لاسپوڅې ادارې د ملي اردو یو بااحساسه مجاهد عسکر په امریکایي سرتېرو باندې د برید په ترځ کې د هغوی ګڼ شمېر مړه او یا هم سخت ژوبل کړل.
د جنوري په 20مه نېټه هم د لاسپوڅې ملي اردو په لیکو کې یوه بل مجاهد عسکر په تګاب ولسوالی کې مېشت فرانسوي یرغلګر تر خپل برید لاندې ونیول چې په ترځ کې یې له څلورو فرانسویانو څخه زیات ووژل او په لسګونه نور یې سخت ژوبل کړل.
همدارنګه د یوې بلې پېښې په ترځ کې یوه بااحساسه عام وګړي د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کې په خپلې چاړې سره د لارې پر سر دوه تر سپږمو پورې په وسلو سمبال امریکایي لنډغر تر برید لاندې ونیول او د خیټو په څیرلو سره یې جهنم ته واستول، چې بیا وروسته د مزدورې ملي اردو له خوا په ډېره ناځوانی سره وحشي یرغلګرو ته وسپارل شو.
په لږ ځنډ او د همدې میاشتې په 31 نېټه د مزدورې اردو له لیکو څخه یو بل باتور عسکر هم په هلمند ولایت کې بهرني یرغلګر په نښه او یو تن یې پکې جهنم ته واستاوه.
دا ټول د یرغلګرو د هغه وحشت په وړاندې چټک غبرګون ګڼلای شو چې د همدې میاشتې په 12مه نېټه یې داسې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې وحشي یرغګرو د مظلومو شهیدانو په سپېڅلو اجسادو بولې کولې چې د دوی د وحشتونو، ټیټ فرهنګ او انساني ارزښتونو سره د غوڅ واټن تر ټولو ښکاره نمونه یې بللای شو.
د یادولو وړ ده چې د مزدورې اردو له لیکو څخه په یرغلګرو باندې د وژونکو بریدونو کچه او چارټ په صعودي توګه مخ په لوړ روان دی، د اي-پي په نوم امریکایي خبري اژانس په راپور چې وایي چې له 2007م نه تر اوسه پورې په یرغلکرو ځواکونو باندې د افغاني پولیسو او اردو له خوا د 45 په شمېر کې وژونکي بریدونه شوي چې کم تر کمه یې 70 تنه یرغلګر وژلي او تر 110 زیات یې هم د مرګ تر کومي سخت ژوبل کړي دي.
3- د تېرې جنوري میاشت همدارنګه د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالی د لاسپوڅي ولسوال حاجی فضل الدین د وژلو شاهده وه، نوموړی په سیمه کې خپلو یرغلګرو بادارنو ته په خدمت او لاسپوڅی کې په مجاهدینو او عامو خلکو باندې په ظلم او تیري کې ډېر شهرت درلود چې بالاخره د خپلو اجرتي وحشي اعمالو په جزا ورسېد .
له یادو پېښو او د دښمن له لویدلي مورال څخه مالومیژي چې د دوی د مرګ ژوبلې شمېر له هغو څخه په څو چنده لوړ دی چې دوی یې مني او یا هم د رسنیو له لارې اعتراف پرې کوي، چې پدې لړ کې تېره جنوري میاشت هم د یرغلګرو لپاره له مرګ، ژوبلې او بې درېغه مالي خساراتو څخه ډکه وه.
د یرغلګر دښمن له خوا د خپلو ورپېښ تلفاتو لږ یا ډېر منل د مجاهدینو په متین هوډ کې هیڅ ډول منفي توپیر نه پرې باسي بلکه په بشپړ یقین او ایمانداری سره پخپله نهایي او حتمي بریا باندې باور لري او خپلې برحقې مبارزې ته تر هغې پورې دوام ورکوي چې ټول یرغلګر یې د افغانستان له پاکې خاورې څخه په بشپړه توګه شړلي نه وي همدلته ده چې د دښمن د لږو یا ډېرو تلفاتو د شمېر کچه تر ټولو ډېره پخپله مجاهدینو ته محسوسه ده چې د دوی د مورال په لوړلو کې یې جوت اثر ټولو ته ښکاره دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more