د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سعودي عربستان: په افغانستان کې د سولې منځګړیتوب نه کوو
مساپر
03.02.2012
خبري آژانسونه ویلي چې د سعودي عربستان چارواکي وایي، ترڅو چې طالبان له القاعده شبکې سره خپل اړیکې پرې نه کړي، په افغانستان کې به د سولې او امنیت د خبرو منځګړیتوب او یا مرسته ونه کړي.
رویټرز آژانس د افغانستان اوسعودي د یو شمېر سرچینو له قوله لیکي، که طالبان په رېښتیا وغواړي چې د دوی په هیواد (اففانستان) کې سوله او امنیت راشي، او په لسګونو بیګناه مسلمانان هره ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې شهیدان نه شي، نو دوی باید له القاعده او نورو ترهګرو شبکو څخه خپل اړیکې ژر تر ژره لاس واخلي.