د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مجاهد صیب نوي اعترافات

تيمور
02.02.2012

ټولو ګرانو هیوادوالو ته خپل سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم،
د طالبانو وياند (ذبیح الله مجاهد) والسټريټ ژورنال ته په خپلو وروستنېو څرګندونو كې ويلي چې طالبان نور هغه د تېر وخت طالبان نه دي او اوس مونږ ډېر ځيرك شوي یوو، مجاهد دا هم ويلي چې د طالبانو مشرانو به په خپل تېر حكومت كې ځينې بېړنۍ فيصلې (تېروتنې) كړې وي، خو اوس دوى ډېر محتاط او هوښیار شوي دي. د هغه په خبره، د طالبانو په حكومت كې به له پخوا سره كليدي توپير دا وي چې هڅه به وشي د افغانستان ټول توكمونه او خواوې په كې ګډون ولري.
پر طالبانو نيوكه كيږي چې په پخواني رژيم كې يې د كندهار ولايت عالمان برلاسي وو، حكومت يې كاوه او د تاجکانو، هزاره، ازبکو او نورو لږكيو په وړاندې يې سخت چلند كاوه، خو ذبيح الله مجاهد وايي، د طالبانو په حكومت كې به هر توكم مساوي او يو شان امتياز ولري.
نوموړى دا هم وايي، د طالبانو راتلونكى حكومت به له نړيوالې ټولنې سره د نشه يي توكو پرضد مبارزه كې د ښې همغږۍ د رامنځ ته كولو هڅه وكړي.
دا چې طالبان پر خلكو د خپل څه نا څه قيادت په شپاړسم كال کې د ځيركه كېدلو ادعا كوي، بيا هم تر دې وروسته يو نېك فال ګڼل كېداى شي، که دوی ریښتیا ځانونه عالمان او یا ځیرک خلک وایي نو تر هر څه نه مخ کې دوی باید دا لس کلن جګړه ودروي، هغه وخت دي چې د افغانانو ترمنځ د طالبانو په اړه لږ ځاي پیدا شي، او زمونږ په ټولنه كې د يوې ملي ډلې په توګه د دوی لپاره باور پیدا شي. دوهم دا چې طالبان باید د افغانستان ټولو مليتونو ومني، او د دوی پر اسلامي او ملي ارزښتونو، سياست، واك او نورو ټولو ټولنيزو مصادرو پر زور د ځان تپلو هلې ځلې ودروي او يوځل هم د وخت هندارې ته مخه كړي او ځان په كې وويني چې له وخت سره يې انډول څنګه دى.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more