د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د خاوند او مېرمنې قسم!

محمود سعيد
02.02.2012

سلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
د نور سورت په۴-۹ آيتونو کې الله جل جلا له فرمايي:
وَالَّذِينَ ی يرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَداً وَأُوْلَئِکَ هُمُ الْفَاسِقُونَ{۴} إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِکَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ{۵} وَالَّذِينَ یيرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يکُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ{۶} وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيهِ إِن کَانَ مِنَ الْکَاذِبِينَ{۷}وَيدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْکَاذِبِينَ{۸} وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيهَا إِن کَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ
دلته د زنا د تور په اړه د خاوند او مېرمنې د قسم خوړلو یادونه شوې ده.
پوښتنه مې دا ده چې که دواړه قسم وخوري نو د کوم يوه قسم به منل کيږي او بری به ورکول کيږي؟
او په څه دليل؟


مومن مهاجر
14.02.2012

ښاغلی محمود سعید صاحب! بیا هم سلامونه او احترامات
د النور سورت په یادو آیتونو کي د لعان د معاملې ځیني اړخونه تشرېح شوې . دا چي کله خاوند او مېرمن په ذکر شویو آیتونو کي یاد شوی عمل ترسره کړي څه به کوي او چا ته به برأت ورکول کېږي؟ نو په صحیحو نبوي احادیثو کي دا ستونزه داسي حل شوې ده چي کله لعان یا د خاوند ومېرمن قسم خلاص شي نو قاضي به دواړه سره بېل کړي ، داسي به نه کوي چي رښتنی او بل در وغجن وبولی بلکي د لعان تر خلاصېدو وروسته به نور د دوئ ترمنځ د نکاح اړیله وشلوي او خاوند ته به ووايي چي نور دې ښځې ته طلاق ورکړي ، ځکه د یوه اوږده حدیث په پای کي امام مسلم په صحیح سند روایت کړی داسي راغلي : ثُمَّ فَرَّقَ بَيْنَهُمَا.یعني بیایې دوئ سره بېل کړی ( صحیح مسلم، کتاب اللعان ، حدیث شمېره : ۳۸۱۹، حدیث صحیح)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more