د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د سولې او امنیت په غوښتنه

شاه ولي
01.02.2012

ټولو عزتمندو افغانانو ته اسلام علیکم و رحمته الله،
د کونړ د ولایت څخه رارسېدلې خبرونه وایي چې په هغه سیمه کې د سولې د عالي شورا يو لوړ مقام غړی د مولوي شفيع الله شفيع په نوم څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شو. د طالبانو يوه تن قوماندان، د مولوي شفيع د آزادولو په بدل کې د څو تنو طالبانو د خلاصون غوښتنه کړې.
مولوي شفيع الله شفيع څو موده مخکې دکونړ د اسمارو سيمې ته په دې موخه تللی وو، چې له طالبانو سره د سولې او امنیت د راوستلو لپاره خبرې وکړي، او طالبانوته د سولې په پروسې يې وهڅوي، خو مونږ ګورو چې د طالبانو لخوا مولوي صیب ته څنګه ځواب ورکړ کېدی شي، آیا زمونږ دغه راځ اعمال د الله تعالی او زمونږ د ستر لارښود حضرت محمد (ص) په شریعت برابر ده؟؟؟

والسلام،
شاه ولي


عادل عادل
01.02.2012

السلام علیکم

محترم شاه ولي صاحب

تاسو د سولې او مذاکراتو په اړه نړیوالو شخړو ته مراجعه وکړی،،، د سولې لومړی او تر ټولو اساسي پړاو د اسیرانو ازادول دي،،، مولوي صیب چې کنړ ته تلل غوښتل نو له پلچرخي زندان څخه به یې څو تنه زندانیان ازاد کړي او له ځانه سره بېولي وو،،،، دا چې خپله دنده او ایماني وجیبه نه پېژني،،، نو همدا حال یې ښه دی،،، طالبانو هم دا دی ستاسو په قول بل څه نه بلکه د خپلو زنداني اسیرانو د راخوشې کېدو غوښتنه کړی،،،،

د سولې په نوم بې صلاحیته شوری هیڅ په درد نه خوري،،، هسې پکې د خپلو تنخواوو میټر اړوي،،، او بس


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more