د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په نکاح کې درېې وهئ!

محمود سعيد
30.01.2012

د تعلیم الاسلام راډیو د برېښناپاڼې د ورځنيو حديثونو په لړۍ کې مې نن دا حديث تر سترګو شو:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: دا نکاح په ښکاره ډول تړئ او نکاح په مسجد کي تړئ او د نکاح لپاره (په واده کي) دريې پر وهئ (هغه دريې چي زنګولې نه لري). رواه ترمذي
نور...
هيله ده ديني عالمان ېې په اړه لږ روښانتيا ورکړي.
http://www.taleemulislam-radio.com/



ع کريم حليمي
31.01.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او قدرمن محمود سعيد صاحب ، هو ! اسلامي اخلاق همداسي دي ،
اجازه راکړئ چه یوه پوښتنه له تاسو وکړم ، کوم سبب دی چه تاسو پوښتني ته اړباسي ، ایا دا حدیث داسي ناممکن العمل درته برېښي ؟؟ که څنګه
چه سوء تفاهم پېښ نه شي په پوښتنه کولو دي بې اندازېٖٖٖٖٖٖٖ خوښ یم ، ان شاء الله او خامخا به د پوښتني جواب تاسو ته لیکم
درنښت


محمود سعيد
13.02.2012

عليکم سلام ورحمة الله...
ښاغلی حليمي! مننه کوم...دا پوښتنه ځکه راته پيدا شوه چې اوس مهال زه د دې حديث پر خلاف ډېر ودونه وينم. ښايي تاسې ېې هم شاهدان ياست...د ودونو اسلامي بڼه دې له دې کار سره مخالفه ده. ما خپلو په څو داسې ودونو کې ګډون کړی چې پکې يوازې اسلامي علما ويناوې کوي. ډېر هغه د دپ او دريې مخالف دي.
د حديث د اسنادو د کره والي په اړه ستاسې مالومات اړين دي، هيله ده راسره شريک ېې کړئ.


مومن مهاجر
14.02.2012

ښاغلی محمود سعید صاحب! سلامونه او احترامات مو ومنئ! هیله ده جوړ او روغ به یاست .
تاسو چي په تعلیم الاسلام راډیو کي د خپر شوي کوم روایت په اړه پوښتنه کړې هغه په سنن ترمذي کي په دې سند او الفاظو نقل شوی :
حدثنا احمد بن منیع قال حدثنا یزید بن هارون قال اخبرنا عیسی بن میمون الانصاري المدنی عن القاسم بن محمد عن عائشة قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : اعلنوا هذالنکاح و اجعلوه فی المساجد واضربوا علیه بالدفوف .
قال ابوعیسی هذا حدیث غریب حسن فی هذالباب وعیسی بن میمون الانصاری یضعف فی الحدیث . (سنن ترمذي ، کتاب النکاح ، باب اعلان النکاح : حدیث شمېره : ۱۸۰۹)
ژباړه : له عائشې رضی الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : نکاح اعلان کړئ، په مسجدونو کي یې تړئ او دریې پر وهئ .
ابو عیسی ( امام ترمذي) وویل : په دې باب کي دا غریب حسن حدیث دئ او عیسی بن میمون الانصاري په احادیثو کي ضعیف دئ .
یحی بن معین وايي : عیسی بن میمون چي د قاسم شاګر دئ او قاسم له عائشې روایت کوي ، همدغه عیسی هیڅ شی هم نه دئ .
ابو حاتم وايي رازي وايي : د عیسي حدیث پرېښودل شوي دي .
امام بخاري وايي : د ده احادیث د باروي روایانو له احادیثو سره مخالف دي .
امام نسايي وايي : دی د باور وړ نه دئ .
څرنګه چي د جرحې وتعدیل او لویو حدیث پوهانو په شاهدي د دې حدیث سند ضعیف او کمزوری دئ، ځکه نو د عمل وړ نه شي بلل کېدای .
خو په واده کي د وړرو نجونو لپاره دریې وهل په یو بل صحیح حدیث ثابت دي :
( صحیح البخاري کتاب النکاح49 – باب ضرب الدف في النكاح والوليمة)
4852 - حدثنا مسدد حدثنا بشر بن المفضل حدثنا خالد بن ذكوان قال قالت الربيع بنت معوذ بن عفراء
: جاء النبي صلى الله عليه و سلم فدخل حين بني علي فجلس على فراشي كمجلسك مني فجعلت جويريات لنا يضربن بالدف ويندبن من قتل من أبائي يوم بدر إذ قالت إحداهن وفينا نبي يعلم ما في غد فقال ( دعي هذا و قولي بالذي كنت تقولين )
ژباړه : خالد بن ذکوان وايي : ربیع د معوذ بن عفراء لور وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مهال زموږ کره راغی چي زما واده وو، زموږ پر فرش داسي کښېنوست لکه ته چي ناست یې ، نجونو دریې وهلې او په بدر کي خپل وژل شوي پلرونه یې یادول ، په همدې منځ کي یې د دوئ یوې وویل : په موږ کي داسي نبي دئ چي د سبا په شیانو پوهېږي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : دا مه وایاست او مخکي چي مو څه ویل : هغه ووایاست .
په دې صحیح حدیث ثابته شوه چي په واده کي وړې نجونې دریې وهلای شي .


محمود سعيد
14.02.2012

ډېر قدرمن او دروند ورور مهاجر صيب!
سلامونو ته مو عليکم سلام! هيله ده تاسې هم روغ رمټ واوسئ.
ځواب مو ښکلی، پوره او ګټور دی. يوه نړۍ مننه...الله پاک دې اوږد ژوند او روغه سټه درکړي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more