نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسلامي حكومت پيژندنه
Adil watanmal
11.09.2004
=================================[color=darkblue:f802c3049b]اسلامي حكومت[/color:f802c3049b]
محترمو لوستونكو اوګرانو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د عزت وړو يو ځل حليمي صاحب راڅخه په يوه ليكنه كې دا غوښتنه كړي وه چې زه بايد دا واضحه كړم چې اسلامي حكومت زه كوم حكومت ته وايم؟
اسلامي حكومت باندي خبره كول ډير وخت غواړي او ډيره ليكنه غواړي ځكه دا يوه ډيره غټه موضوع ده او د ټولي موضوع په يوه ليكنه كې شرح كول ممكن كار نه دي نو زه به دلته صرف اوس د يوي نقطي[[[اسلامي قانون حاكميت]]] په اړوند ليكنه وكړم او په اينده كي به بيا په نورو نقطو سره غږيږو كه ژوند باقي وه او كه د چا تلوار وي نو د فقه او احاديثو كتابو ته دي د خلافت او امامت مسئله وه ګوري چې تر څو ورته معلومه شي چې څوك اهل ددي دي چې هغه دي د مسلمانانو حاكم وي. او د اسلامي دولت شرائط كوم دى؟ خو بيا هم زه به دلته تاسي ته يو څو كرښي په دى اړوند وه ليكم چې تر څو ګرانو ليكوالانو او لوستونكو ته د اسلامي حكومت په اړوند زه ما نظر معلوم شي.
دا دعلماؤ په اتفاق سره فيصله ده چې په هر هغه حكومت كې چې د اسلامي قانون حاكم وي هغه اسلامي حكومت دى. خو پوښتنه دلته پيداكيږي چې [color=darkblue:f802c3049b]د اسلامي قانون حاكميت به څنګه وي؟؟ او څنګه به ئې پيژنو؟؟[/color:f802c3049b]
نو دى پوښتني ته به زه يو لنډ شانتي جواب ووايم. او له نورو ليكوالانو څخه هيله كوم چې د اسلامي فلسفي په هنداره كې دى خپل نظرونو ددي موضوع په اړوند په ګوته كړي.
1. [color=darkblue:f802c3049b]د حكومت داخلي او خارجې سياست بايد د اسلامي قانون مطابق وي[/color:f802c3049b] او يا په بل عبارت چې حكومت بايد په اسلامي قانون ولاړ وي او په ټولو مجالاتو او احوالو كې اسلامي قانون تطبيق كړي او دا ځكه چې مونږ شكر الحمد لله مسلمانان يو نو الله پاك چې زمونږ لپاره كوم قانون خوښ كړيدي بايد په هر مجال كې ئې تطبيق كړو كه هغه عقيده وي كه اخلاق كه شعائر او كه معاملات وي. الله پاك فرمايي:
[color=darkblue:f802c3049b]((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))[/color:f802c3049b]
[color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: [color=darkblue:f802c3049b]((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))[/color:f802c3049b]يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.
[color=darkblue:f802c3049b]((أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ.......... (21). الشورى[/color:f802c3049b][color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
آيا دي دوي لره شريكان چي ساز كړي دوي لياره هغوي ته له دين (د جاهليت) هغه (چيز) چې اذان حكم نه دى كړي په هغه سره الله (دي كفارو ته لكه شرك اونور معاصي) .
تفسير: يعني الله تعالى د خپلو انبياؤ په ژبه د دين د آخرت حقه لياره ښوولي ده آيا ما سواء له الله څخه بل څوك داسي شته چې د بلي كومي لياري د مقررولو حق او اختيار ورته حاصل وي؟ چې هغه د الله تعالى حرام كړي شيان حلال يا حلال شيان حرام كړي؟ نو بيا دغو مشركانو د الله تعالى هغه لياره چې انبياؤ عليهم السلام ښوولي ده ولي پريښوده؟ او بله ليار ئې له كومه راويستله؟
[color=darkblue:f802c3049b]((.... أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) الاعراف))[/color:f802c3049b]
[color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
(( خبر دار شي چه (خاص) الله لره دى پيدا كول او امر (حكم فرمايل) لوي بركت والا دى الله چه رب ((پالونكې)) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دي.))
2. [color=darkblue:f802c3049b]اسلامي قانون بايد د ټولو قوانينو د پاسه وي،[/color:f802c3049b] معنى دا چې حكومت په خپلو ټولو معاملاتو كې كه په ملكې سطحه وي او كه په بين المللي سطحه وي اسلامي قانون اولني مرجع جوړه كړي او كه د هر قانون د اسلامي قانون سره په هر مجال كې ټكر راشي نو اسلامي قانون ته به ترجيح وركول كيږي ځكه د بنده د جوړ شوي قانون د الله په قانون باندي د پاسه كول هيڅ جواز نلري او دليل پدي خبره د الله پاك قول دى:
[color=darkblue:f802c3049b](((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (1) الحجرات ))[/color:f802c3049b]
[color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
أي هغو كسانو چې ايمان مو راوړي مه وړاندي كوي مفكوري خپلي په مخكښي له صدوره د اوامر د الله تعالى او درسول د هغو بلكه انتظار كوئ اوامر د هغوي لره.
په تفسير ددي ايات كې مفسر صاحب بيا يوه تنبيه داسي كړي: په انسانانو خصوصا په مسلمانانو لازمه ده چې آراء او افكار خپل په ټولو امورو كښي تابع د امورو اسلامي وو وګرزوي ځكه انسان په آرا خپلو سره په ټولو امورو كښي اعتماد نشي كولي بلكه په سلو كښي سل خطا كيږي او نا كاميږي او پيروي د آراوو انسان له ټولو بد مرغيو او كړاونو سره مخامخ كوي.
يوازي او يوازي اسلامي دستورات دى چي په ټولو لارو چارو باندي سل په سلو كښي ټيك وي نو هم دا وجه ده چي الله تعالى په مقابل د امر خپل او د رسول د هغي كښي اختيار د بنده سلبوي او فرمائې [color=darkblue:f802c3049b][[وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً (36) الأحزاب]][/color:f802c3049b]
يعني د الله پاك او د هغه د رسول د قانون د پاسه تاسي خپله راي مه تقديم كوي. او بهتره فيصله د انسان لپاره د الله او د هغه د رسول ده او الله پاك پدي قول كې داسي وايي [color=darkblue:f802c3049b]((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ.. (2) الحجرات))[/color:f802c3049b]
هيڅ تصور نشي كيدي چې د رسول صلي الله عليه وسلم د اواز د پاسه اواز اوچتول دي حرام وي او د الله او د هغه د رسول د قانون پر ځاي بل قانون ته ترجيح وركول دي حلال وي.
3. [color=darkblue:f802c3049b]اسلامي قانون بايد په كلي توګه تطبيق وي نه په جزئې توګه،[/color:f802c3049b] معنى دا چې اسلامي حكومت بايد اسلامي قانون په ټولو مجالاتو او احوالو كې په كلي توګه تطبيق كړي نه په جزئې توګه پدي كې عقيده، اخلاق ، شعائر ، معاملات په ملكې او بين المللي سطحه داخل دي. او همدارنګه بايد قانون د ملك د ټولو افرادو لپاره يو شانته وي او په ټولو تطبيق شي نه دا چې قانون صرف د غريب لپاره وي كه داسي نه وي نو بيا د الله د حكم حاكميت نشته دى. الله پاك فرمايي:[color=darkblue:f802c3049b] ((وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِنْ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (49) المائدة))[/color:f802c3049b]
[color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
او (ته ليږلي ئې مونږ او دغه حكم مو فرمايلي دى تاته )چه حكم كوه ! په منځ د دوي كښي په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله او مه كوه متابعت د ارزوګانو د دوي او ويره كوه ! (ځان ساته) له دوي نه چه وا (نه) ړوي (ونه ګرځوي) تا له ځيني هغه شي څخه چه نازال كړي (ليږلي) دى الله تاته (أي محمده!) ، نو كه وګرځيدل دوي (له نازل شوو حكمونو) پس پوه شه (ته أي محمده !) چه بيشكه هم دا خبره ده چه اراده لري الله چه ورسوي دوي ته ( سزا په دنيا كښى) په سبب د ځينو ګناهونو د دوي. او بيشكه چه ډير له خلقو څخه خامخا فاسقان دي (د الله د اطاعت څخه متمردين دى)
[color=darkblue:f802c3049b]تفسير:[/color:f802c3049b] يعني يو تر بله په اختلافاتو كښي كه څه هم ټوله دنيا سره لاس او ګريوان وي، خو تاسي ته هم دا حكم دي چه سم له (ِمَا أَنزَلَ اللَّهُ) سره حكم وكړئ ! او د هيچا د ويلو او د اورولو هيڅ پروا مه كوئ.
[color=darkblue:f802c3049b]((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (50) المائدة)))[/color:f802c3049b]
[color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
آيا پس حكم د جاهليت غواړي دوي؟ ( او د الله له حكمونو څنګ كوي) او څوك ډير ښه دي له الله څخه له جهته د حكم هغه قوم ته چه يقين لري په الله (يعني هيڅوك نه دي)
[color=darkblue:f802c3049b]تفسير:[/color:f802c3049b] يعني هغه كسان چه د الله تعالى په مالكيت او شهنشاهي او كامل رحمت او محيط علم باندي كامل يقين لري. د دوي په نزد په دنيا كښي د هيچا حكم د الله تعالى د حكم په مقابل كشي د التفات وړ (لايق) نشي كيدي نو بيا ولي دا خلق د الله تعالى د احكامو د رڼا (رنړا) له راتللو څخه وروسته د ظنونو او اهواؤ او آراؤ او كفر او جا هليت د تيارو په لوري تلل خوښوي؟
اوس به راشو ودي خبري ته چې د پورتني ليكني په رڼا كې ايا د افغانستان اوسني حكومت اسلامي دى او كنه؟؟
زه ما په اند نه دى ځكه چې د الله د حكم حاكميت پكي نشته دي او هغه داسي:
• د حكومت داخلي او خارجې سياست د اسلامي قانون مطابق نه دي بلكي د ديمكراسي د قانون مطابق دى او اسلام او ديمكراسي دوه جدا او متضادي فلسفي دى هغه ورڼه چې تر اوسه پدي نه پوهيږي چې اسلام او ديمكراسي دوه متضادي فلسفي دي نو هغوي تر اوسه د فيل په غوږ كې وده دي او هيله ترينه كوم چې په دي اړوندي يو څه كتابونه وګوري او بيا دى خپل نظر وړاندي كړي.
• [color=darkblue:f802c3049b]دا مهال د افغانستان د حكومت[/color:f802c3049b] په ټولو مجالاتو او احوالو كې مصدر لومړي د ديمكراسي فلسفه ده او بيا اسلام نو پدي حكومت كې د ديمكراسي قوانين د الله په قوانينو ((اسلام)) د پاسه كړي شوي او په هر ځاي كې چې ديمكراسي او اسلام ټكر سره راغلي نو ديمكراسي ته پري ترجيح وركړي شوي ده او د ثبوت لپاره اساسي قانون مادي په غور سره وه ګوري درته ثابته به شي چې هغه جزاګاني د جرمونو لپاره چې اسلام ايخودلي دى هغه په ديمكراسي كې د انسان د بي حرمتي په معنى دي او همدا وجه ده چې دغه ټول حدود ئې معطل كړيدي لكه د زاني او شراب خور په درو وهل او د غل نه لاس غوڅول او.......... نو ځكه ورته اسلامي حكومت نشم ويلي.
• [color=darkblue:f802c3049b]د اسلامي قوانينو په كلي توګه تطبيق كول:[/color:f802c3049b]
ګرانو لوستونكو مخكې مي په ګوته كړه چې دا مهال په افغانستان كې د حكومت مصدر لومړي ديمكراسي او بيا اسلام دى نو د اسلام هغه قوانين تطبيق كيږي چې د ديمكراسي د قوانينو سره موافق وي او چې مخالف وي هغه په تاخچه كې ايښودل شوي او دا ټاپه پري ليږيدلي ده چې دا زړه فلسفه ده او دا د نن نه د څورلس سوه كاله مخكي د وخت لپاره وه او اوس بايد په دى نوي فلسفه عمل وشي چې هغه د ديمكراسي كفري نظام دى چې د شرابو د څښلو او زنا كولو او ......... هر قسم اخلاقي فسادنو اجازه وركوي كه داسي نه واي نو تر اوسه به ډير خلق په افغانستان كې په حد شوي واي ځكه چې دا مهال په افغانستان كې خاص بيا په كابل كې د صفا اوبو پيدا كول د شرابو څخه ګران كار دي او د ورځي په زرګونه زناګانې كيږي او زما ددي خبرو ريښتياوالي صرف هغو ورڼو ته خه معلوميږي كيږي چې كابل ته ځي او راځي او يا هلته اوسيږي.
[color=darkblue:f802c3049b]نچوړ:[/color:f802c3049b]
د افغانستان اوسني حكومت ته اسلامي حكومت نشم ويلي او دا ځكه چې د الله د حكم حاكميت پكې نشته او زما په اند د الله د حكم حاكميت هغه دري نقطو په معنى دى لكه چې مخكې مې ورته اشاره كړي ده.
[color=darkblue:f802c3049b]دپاي ټكي:[/color:f802c3049b]
ګرانو محترمو ليكوالانو ما تاسي ته خپل نظر د اسلامي حكومت په اړوند په ډاګه كړو او دا هم وايم چې په افغانستان كې تير شوي حكومتونه او همدارنګې د نوري نړي د حكومتونو په اړوند زما همدا نظر دي كه په هر هغه حكومت كې د الله د حكم حاكميت نه وي زه ورته اسلامي حكومت نه وايم نو اوس ستاسي څخه هيله كوم چې ماته په خپلو ليكنو كې هيڅ كوم حكومت په ګوته نكړي چې ايا دا ستا د نظره اسلامي دى او كنه او دا ځكه چې د هر حكومت په اړوند خپله پلټنه وكړي چې ايا د الله حكم پكې حاكم وه او كنه كه وو نو زما په نظر اسلامي حكومت دى او كه نه وو نو نه دي او ستاسي خپل نظر چې څه ورته وايي.
[color=darkblue:f802c3049b]((((َلا تَخْشَوْا النَّاسَ وَاخْشَوْنِي وَلا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ (44) المائدة )))
[/color:f802c3049b][color=darkblue:f802c3049b]ژباړه:[/color:f802c3049b]
نو مه ويريږي تاسي له خلقو نه ( په اظهار او اجراء د حق كښي) او وويريږئ له ما ( په پټولو د حق كښي) او مه پيرئ (مه اخلئ) تاسي په آيتونو زما قيمت لږ (چه هغه رشوت او جاه دي ) او هر چا چه ونه كړ حكم په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله نو دغه كسان هم دوي دي كافران.
تفسير د ([color=darkblue:f802c3049b]وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ)[/color:f802c3049b] د [مَا أَنزَلَ اللَّهُ] سره سم له حكم نه كولو ځني عالمان دا مراد دي چه د منصوصو حكمونو له وجوده انكار وكړي او دهغه په ځاي نور احكام په خپله رايه او غوښتنه سره منځ ته راوړي لكه يهودانو د [رجم] د حكم په نسبت هم داسي كړي وو نو د داسي خلقو په كفر كښي هيڅ شبه نشته او كه داسي مراد وي چه [color=darkblue:f802c3049b][مَا أَنزَلَ اللَّهُ][/color:f802c3049b] عقيدتا مني او پر خلاف د هغه عملا فيصله كوي نو له كافر ځني به عملي كار مراد وي. يعني د هغه عملي حالت د كافرانو په شان دى.
[color=darkblue:f802c3049b]( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ..(52) المائدة[/color:f802c3049b]
ژباړه:
أي هغو كسانو چه ايمان ئې راوړي دى (يعني أي مؤمنانو) مه نيسئ تاسي يهوديان او نصرانيان دوستان ! (چه له دوي سره موالات او مودت وكړئ !). (دوي يو تر بله ) ځيني دوستان دى د ځينو نورو (ځكه چې ټول سره په كفر كښى شريك دى او ګرد (ټول ) سره تاسي ته متفق دى). او هر چا چه دوستي وكړه له دوي سره له تاسي ځني نو بيشكه چه دى له هم دوي ځني دى (نو مؤمنان دى ځان وساتي له دوستي د كفارو) بيشكه الله هدايت نه كوي قوم ظالمانو ته (چه ظلم كوي په ځانونو خپلو په دوستي كولو د كفارو سره) .
نو وبه ويني ته هغه كسان چه په زړونو د دوي كښي مرض (رنځ نفاق) دى چه ځغلي به په (دوستي د ) دوي كښي وائې به دوي ( په عذر كښي چه) ويريږو له دى نه چه وبه رسيږي مونږ ته كومه حادثه.
---------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
------------------------------------------------------عادل وطنمل
ع کريم حليمي
11.09.2004
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
داتېر بيان ډېر ښايسته نصيحت دۍ او بس ٠ پورته اياتونه قابيل دتطبق دي ٠ پر خپل ځای موقع او زمان کي ٠
اما دحکومت په باره کي مي څه ونه ليدل ٠
هو پورته اخلاق چه ليکل سوي وه ٠ دهرانسان د ضمير له پاره ښه اصول دي ٠
حکومت به څرنګه جوړيږي ٠ سنټرل حکومت به دجنګ په زور راځي ، په شېرخت (په وچه او لنده )
او که د هر چاچي ږيره اوده وي ٠ او که هرچا ډېره اوږده سجده کوله ٠ دا د حکومت دجوړېدو اصول به څرنګه وي ٠ په دغه باره کي يو څو اياتونه موږ ته وليکۍ ٠ :o
چه الله ج خپل بندګانوته څه امر کړی ٠ دقوم يا ملت مشر بايد څرنګه انتخاب سي ٠ الله ئې راته انتخابه وي ٠
ملت به ئې امر وړي ٠ او که د خدای بندګان ئې پخپله انتخابوي ٠ دا اسلامي امير به مطلق وي ٠ او که مشروط
به وي ٠ چه ژونوي دي امير به وي ٠ که د اميرۍ دوره لري ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ وغيره وغيره
محترم عادل صاحب له تير زحمت څخه يوه نړۍ مننه ٠
Adil watanmal
12.09.2004
محترمو لوستونكو او د قدر وړ حليمي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم حليمي صاحب له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه.
محترم حليمي صاحب زه تاسي ته يوځل بيا بلنه دركوم چې زما تيره ليكنه په غور سره وه ګوري نو ډير هغه څه چې تا په لومړي ځل پكي نه دي پيدا كړي تر سترګو به دي شي او دوهم ما دا خبره كړي ده چې [color=darkblue:5d507e9447]د اسلامي حكومت مكمله پيژندنه په يوه ليكنه كي د امكان نه لري خبره ده [/color:5d507e9447]او ما په خپله اولني ليكنه كې د ملك په قانون غږيدلي يم چې د يو ملك بنيادي شي دي او ټول حكومت پري ولاړ وي نو كه د يو ملك قانون په داسي شكل وي لكه څنګه چې ما ورته په خپله لومړي ليكنه كې اشاره كړي نو بيا به هغه حاكم چې دغه قانون تطبيق كوي هغه به ضرور وه سترګو ته دا قول د الله پاك ولاړ وي:
[color=darkblue:5d507e9447]((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ (44) البقرة))[/color:5d507e9447][color=white:5d507e9447]ژباړه:[/color:5d507e9447]
آيا امر كوئ تاسي نورو خلقو ته په نيكي سره او هيروئ ځانونه خپل ؟ حال دا چه تاسي لولئ كتاب ( چه په كښ د قول او عمل په نه سمون [برابري] و عيد دي) آيا نو تاسي نه پوهيږئ ( د خپلو افغالو په بدي)
او همدارنګې بيا د ملك حاكم هيڅكله هم دا امر د لله پاك له ياده نه باسي:
[color=darkblue:5d507e9447]((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))[/color:5d507e9447]
[color=white:5d507e9447]ژباړه:[/color:5d507e9447]
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)
[color=darkblue:5d507e9447]---------------كه جاهل وكړي ګناه، شي به معذور=== پوهند عاصي به وي له عذره دوره
---------------نابينا كه شي اړتاو ملامت نه دى ==== كه په غټو ګوري وي خو په زړه كوره[/color:5d507e9447]
او همدارنګه ما په ليكنه كې دا خبره كړي ده چې قانون بايد د ملك د ټولو افرادو لپاره وي نه يواځي د غريب لپاره او همدارنګې د قانون تطبيق به په ټولو مجالاتو او احوالو كې وي كه هغه اخلاق دي او كه معاملات دي او كه شعائر دي او كه .... نو دا خبره خپله ترينه مفهوم كيږي چې د ملك حاكم لومړي بايد اسلامي قانون په خپله عملي زندګې كي راولي نو بيا به ئې په نورو تطبيق كوي.
[color=darkblue:5d507e9447]د پاي ټكې:[/color:5d507e9447]
انشاء الله كه ژوند وفا راسره وكړه نو زما دوهمه ليكنه پدي موضوع كې به د ملك د حاكم په اړوند وي چې هغه بايد څنګه سړي وي او په اسلام كې د ملك د حاكم لپاره كوم شرائط ايښودل شوي دي او دغه شرائط د افغانستان په اوسني حاكم كې موجود دي او كنه؟ ځكه چې لومړي د حاكم صفات وه پيژنو نو بيا به ئې د ټاكلو په موضوع سره غږيږو..
پاتي شوه [color=white:5d507e9447]مسئله د ږيري[/color:5d507e9447] بعض ورڼه وايي چې اسلام خو څه په ږيره كې نه دي. هو دا خبره زه منم چې اسلام په ږيره كي نه دي بلكي ږيره په اسلام كي ده. ايا دا څوك ثابته ولي شي چې كوم نبي او يا رسول عليهم السلام ږيره كلوله او كوم صحابي ږيره خريلي ده ورورسته د اسلام راوړلو څخه. نه هيڅكله نه او دا ځكه چې صحابه رضي الله عنهم دا يقين وه چې هغه څه چې نبي عليه السلام كوي په همغه كې نجات او كاميابي ده نو رسول عليه السلام هم هيڅكله ږيره نه ده خريلي او ورڼو تاسي لږ پدي اړوند هم له چا پوښتنه وكړي چې واجب څه ته واي خو بيا هم په اسلام كې ږيره پريښودل نه فرض دي او نه واجب بلكي سنت مؤكد دى او مونږ الحمد لله مسلمانان يو نو مونږ بايد د خپل نبي عليه السلام اطاعت په كلي توګه وكړو او رسول عليه السلام الله پاك زمونږ لپاره ښه نومونه ګرځولي :
[color=darkblue:5d507e9447]((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً (21) الاحزاب))[/color:5d507e9447]
ژباړه:
خامخا په تحقيق دى تاسي ته ( أي ويريدونكيو) په ( كار د ) رسول الله كښي اقتداء غوره نيكه د پاره د هغه چا چې وي دى چې ډاريږي د الله ( او اميد لري د رضاء او د لقاء ئې) او ( ثواب نعمتونو د ) ورځي وروستني ( د قيامت) او يا دوي الله ډير ( هم په خوله هم په ړه هم په راحت هم په زحمت)
يعني رسول الله ذات ډير ښه اسوه او خورا (ډير) ښه نمونه ده ښائې چې دوي په عباداتو، معاملاتو، ماكولاتو، مشروباتو، ملبوساتو، حركاتو، سكنات، ... ّكه په هر حركت اوسكون او ناسته او ولاړه كښي د دغه جامع الصفات منبع البركات ذات د قدم پر نقش حركت وكړي. او به همت او شجاعت او استقلال او استقامت او ثبات او حيات كښي د دوي عمل د طرز متابعت كوي. او په ښه شان سره ئې زده كړي.
د الله پاك په دي قول هم مونږ ته غور كول پكار دي.
[color=darkblue:5d507e9447](( .... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) البقرة)))[/color:5d507e9447]
ژباړه:
ايا (مني او) ايمان راوړئ تاسي پر ځينو (احكامو د) كتاب او كافران كيږي په ځينو نرو. پس نه ده سزا د هغه چا چه كوي دا (كارونه) له تاسي څخه مګر خو رسوايي ده په ژوند د دنيا كښي او په ورځ د قيامت كښي ګرځول كيږي دوي ډير سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دي الله غافل له هغه څه چه كوي ئې تاسي.
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
ع کريم حليمي
12.09.2004
محترمو لوستونكو او د قدر وړ عادل صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
وروره يو وار بيا تشکر درنه کوم ستاسو له معلوماتو څخه !
له الف څخه تر ياپوري درسره موافق يم ٠ خو يوشۍ چه زه غواړم چه تاسوموږ ته وښتاست هغه دغه وظيفه د
پاچاهۍ،اميريت،رياست، يا رئيس جمهورۍ په څه قيسم وي ٠
وظيفه د رئيس به انتسابي وي څرنګه انتسابي د چاله خوا؟؟؟ که انتخابي وي څرنګه انتخابي ؟؟؟
تاسوته ښه معلومه ده او علم يقين پرې لرۍ ٠ چه د وظيفي په تقسم باندي خصومتونه پيداکيږي ٠
[color=red:5cd1699181]دغه درې قوې چه عبارت له مجريه، مقننه، قضائيه دي ٠ څوک څنګه په کومو اصولو دا وظيفې ورکوې٠ ؟؟؟؟؟ [/color:5cd1699181] مطلب دغه د اسلامي حکومت ٠ اداري نظام په څرنګه اصولو و فرد ته ور کول کيږي ؟؟
که دا پورته سوالونوته جواب وويل سو ٠ بل سوال به دا وي ٠ چه حکومت به چاته مسؤليت لري٠ ؟؟؟؟
Adil watanmal
20.09.2004
محترمو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه وروسته
محترمو د خپلي ژمني سره سم دا دي تاسي ته [color=blue:b3cb1222d9]د اسلامي حكومت د حاكم[/color:b3cb1222d9] په اړوند يو څو كرښي ليكم او كوشش كوم چې ليكنه مي مختصره وي ځكه دا يوه پراخه مسئله ده.
• [color=darkblue:b3cb1222d9]د حاكم شرائط:[/color:b3cb1222d9]
1. [color=white:b3cb1222d9]اسلام:[/color:b3cb1222d9]
د اسلامي حكومت د حاكم لپاره له ټولو څخه مهم او لومړي شرط دادي چې مسلمان به وي ځكه د كافر حكومت كول په مسلمانانو باندي جواز نلري او اطاعت ئې واجب نه دي الله پاك فرمايي:
[color=green:b3cb1222d9]وَلَن يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً[.[/color:b3cb1222d9]
پټه دي نه وي چې د مسلمان څخه حقيقي مسلمان مراد دي نه په نوم مسلمان فقط.
2. [color=white:b3cb1222d9]سړي[/color:b3cb1222d9]
دوهم شرط دادي چې حاكم به سړي وي ښځه به نه وي ځكه رسول عليه السلام فرمايي:
[color=green:b3cb1222d9]((«لن يفلح قوم ولو أمرهم امرأة»[/color:b3cb1222d9] .
3. [color=white:b3cb1222d9]بلوغ[/color:b3cb1222d9]
دريم شرط د مسلمانانو د حاكم لپاره دادي بالغ به وي د ماشوم حاكم كيدل نه دي صحيح ځكه چې ماشوم شرعا مكلف نه دي او تصرف ئې په امورو كې نه صحيح كيږي رسول عليه السلام فرمايي:
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه أن رسول الله قال : [color=green:b3cb1222d9]«رفع القلم عن ثلاثة عن النائم حتى يستيقظ وعن الصبي حتى يكبر وعن المبتلى حتى يعقل»[/color:b3cb1222d9]
4. [color=white:b3cb1222d9]عقل[/color:b3cb1222d9]
بل شرط د حاكم لپاره دادي چې عاقل به وي ځكه د ليوني تصرف نه صحيح كيږي او دليل ورباندي مخكيني حديث شريف دي.
5. [color=white:b3cb1222d9]عدل و عدم الفسق[/color:b3cb1222d9]
بل شرط په اسلامي حكومت د حاكم لپاره دادي چې عادل به وي فاسق به نه وي ځكه الله پاك د شاهد لپاره شرط د عادل بيان كوي نو د ملك حاكم خو به ضرور عادل وي الله پاك فرمايي:
[color=green:b3cb1222d9]((وَأَشْهِدُواْ ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ))[/color:b3cb1222d9]
الله پاك فرمايي:
[color=green:b3cb1222d9]((وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ....))[/color:b3cb1222d9]
6. [color=white:b3cb1222d9]حر(ازاد)[/color:b3cb1222d9]
د اسلامي حكومت حاكم بايد غلام نه وي ځكه د غلام تصرف په امورو كې نه صحيح كيږي.
7.[color=white:b3cb1222d9]اهليت د حكومت[/color:b3cb1222d9]
بل شرط د حاكم لپاره دادي چې دا به اهل ددي وي چې د حكومت چاري پر مخ بوځي په ديني او سياسي اړخونو كې او د حكومت د كارونو بوج وړي شي.
8.[color=white:b3cb1222d9]علم [/color:b3cb1222d9]
د ټولو نه مهم شرط د اسلامي حكومت د حاكم لپاره دادي چې بايد عالم وي ځكه د اسلامي حكومت د حاكم كارونه دوه اړخه لري يو دا چې رعاية به د شؤونو ده دين كوي تطبيقاَ او تحكيماَ او دوهم اړخ دادي چې د ملك په سياسي چارو او د ملت مصلحت په دي دنيا كې به ورباندي اهتمام كوي نو د اسلامي حكومت حاكم بايد چې هم په ديني امورو ښه پوه وي او هم په دنيوي امورو باندي.
[color=darkblue:b3cb1222d9]د اسلام دولت د حاكم كارونه:[/color:b3cb1222d9]
1. د اسلامي قانون په دولت كې حاكمول يعني اسلامي قانون د دولت اولني مصدر وي په هر كار كې او همدغه قانون ته لومړي والي وركوي د نورو قانونو سره د تضاد په وخت كې او د اسلامي قانون تطبيق د ملك په ټولو افرادو د حاكم نه نيولي تر غريب ترين كس د ملك پوري. او يا په بل عبارت د قانون حاكميت به په ملك كې په هغه طر يقه وي لكه څنګه چې ما د اسلامي حكومت په اړوند په لومړي ليكنه كې په ګوته كړي وه.
2. د حكومت چاري په سياسي او ديني طرفونو كې مخ په وړاندي بيول.
3. د حدودو قائم كول يعنى چې اسلام كوم جزاګاني د جرائمو لپاره ايښودلي دي هغه بايد تنفيذ كړي.
4. هرچا ته خپل حق وسپارل او د ظلم مخ نيوي كول.
5. بايد په تطبيق د احكامو د شريعت او د خلقو په منځ كې په فيصلو كي مخنيوي د ظلم وكړي.
6. امر بالمعروف او نهي عن المنكر به كوي.
7. د ملت څخه ماليه او يا په بل عبارت چې په كومو شيانو حكومت ټكس لږوي بايد د اسلامي قانون سره موافقه وي او همدارنګي بيا ددغه پيسو خرچ كول هم.
[color=darkblue:b3cb1222d9]د حاكم حق په ملت باندي[/color:b3cb1222d9]
1. اطاعت ئې كول په هغه كارونو كې چې د اسلامي شريعت سره موافق وي كه مخالف وي نو بيا لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق.
2. د منكراتو نه به ئې منع كوي او د خير په كارونو كي به ورسره كومك كوي.
3. د حاكم په حق كي به بده لهجه او يا ښكنځل كول نه كوي.
[color=darkblue:b3cb1222d9]حاكم څه وخت ايستكولي شي:[/color:b3cb1222d9]
1. مرتد شي يعني اسلامي پريدي .
2. ليوني شي داسي چې د جوړيدو امكان ئې نه وي.
3. د حكومت د بوج او يا په بل عبارت د حكومت چاري په ديني او سياسي اړخونو كې مخ په وړاندي بيولو څخه عاجز شي.
4. د مسلمانون و مصالحو ته د كار كولو نه عاجز شي دا بيا دوه اړخه لري:
• د كومي قوي يا د كورني او يا د كوم بل ملك په حاكم باندي برلاسه كيدل چې فقط حاكم د هغوي امر تطبيق كوي او نشي كولي چې هغه څه تطبيق كړي چې د ملت پكي ګټه وي بلكي د هغه څو كسانو د مصلحت لپاره كار كوي. د بلګې په توګه لكه اوس افغانستان در واخله حاكم ئې فقط لكه بوت كينولي دي او هغه څه د خولي څخه راباسي چې صلبيان ئې پكي پوكوي او په خپله هيڅ كوم تصميم نشي نيولي او نه دغه بادارانو ته څه ويلي شي.
• چې حاكم د دښمن په لاس كې ولويږي او يا شبه بندي وي يعني د دښمن نفوذ پري زيات شي.
[color=blue:b3cb1222d9]د پاي ټكي:[/color:b3cb1222d9]
محترمو دا د حاكم په اړوند معلومات وه چې ما درته وه ليكل او باقي د حكومت جوړښت او چاري ئې بايد په څه طريقه مخ په وړاندي لاړي شي زه ما په نظرا د اسلامي حكومت نظام بايد د شورى په نظام ولاړ وي چې باني ئې د اسلامي تاريخ په هنداره كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په ګوته شوي او دغه نظام په اړوند ما چې ډير مختصر معلومات راټول كړه هغه تقريبا د شپږديرش صفحو څخه ډير وه نو فكر مي وكړه چې دا ټول ژباړل او بيا په ټول افغان كې به د ليكوالانو سره چيرته دومره وخت وي چې دغه نظام ټول ولولي نو له همدي وجه مي هغه ټول په يو بيل ويب پاڼه كې ځاي په ځاي كړه او هغه وروڼه چې غواړي دغه نظام په اړوند پوره معلومات تر لاسه كړي نو دا لانديني پيوند دي خلاص كړي او د هغه ټولو سوالونو جوابونو به پيداكړي چې په اسلام كي د شورى د نظام په اړوند ورسره وي. ان شاء الله
http://m.1asphost.com/adilwatanmal/index.asp
او كه بيا هم د كوم ورور سره كومه داسي پوښتنه وي چې پدغه پيوند كې ئې جواب نه وي نو بيا هم زه حاضر يم چې د خپل علم مطابق جواب ئې ووايم.
[color=darkblue:b3cb1222d9]محترمو لوستونكو د وخت د كمي له وجه اوس نه شم كولي چې پردي هم وغږيږم چې ايا دغه پورتني شرائط اوس د افغانستان په حاكم كې موجود دي او كنه خو په اختصار سره وايم چې زما په اند نه دي نو زه ورته اسلام دولت نه وايم او نه دي[/color:b3cb1222d9].
يوه خبره مي له ياده ونه وځي هغه دا چې ه[color=blue:b3cb1222d9]غه څه ته چې غرب ديمكراسي وايي ده هغي او په اسلام كې د شورى د نظام ترمنځ د ځمكې او اسمان قدري فرق شته[/color:b3cb1222d9] نو غربي ديمكراسي مونږ د اسلامي شورى د نظام سره نه شو برابره ولي او اسلام او ديمكراسي دوه جدا فلسفي دي چې ما په يوه بله ليكنه هم په ګوته كړي چې په غربي ديمكراسي كې مصدر د تشريع ملت دي او په اسلام كې مصدر د تشريع الله پاك دي يعني د ديمكراسي په نظام كې كه ملت يو ناروا كار لكه د شرابو څښل د هلكانو ودول او ... د اجازي طلب د مندوبينو د لاري د حاكم څخه وكړي نو كه اكثريت مندوبين په همدغه نظر وه نو اجازه وكول كيږي او په اسلام كې د شورى غړي حق نلري چې حلال حرام كړي او حرام حلال كړي او دغه صلاحيت صلبيانو خپلو ملايانو ته وركړي وه چې حلال به ئې ورته حرام كول او حرام به ئې ورته حلال كول او له همدغي وجه نه الله پاك فرمايي:
[color=darkblue:b3cb1222d9]((اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ (31) يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلاَّ أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (32) التوبة))[/color:b3cb1222d9]
[color=white:b3cb1222d9]ژباړه:[/color:b3cb1222d9]
نيولي دي دغو (( كتابيانو )) عالمان خپل او عابدان خپل خدايان بي له الله (چه متابعت ئې كوي په تحليل او تحريم كښې) او مسيح څوي د مريمي ((هم په خدايي نيسي چه د الله ځوي ئې بولي)) حال دا چه امر ((حكم)) نه دي شوي دوي ته ((په تورات او انجيل كښې)) مګر د دي چه عبادت وګړي دوي د معبود يوه، چه نشته هيڅ برحق معبود مګر خو هم دي دي پاكي ده الله لره له هغه شي نه چه شريكوي دوي ((هغه د الله سره)).
اراده لري دغه (( كتابيان)) دا چه مړ كړي نور (رنړا) شريعت د الله په خولو خپلو او منع راوړي (نه خوښوي) الله مګر دا چه پوره كړي نور (رنړا) خپله (چه شعلي ئې په هر طرف خوري شي) او اګر كه بد ګڼي (( دا كار)) كافران.
نو دغه فكره د ديمكراسي نظام ته له دغه اړخ څخه راننوتي ده .
او همدارنګې د شورى د غړو اختلاف په كومه مسئله كې پدي نه حل كېږي چې د چا راي زياتي دي بلكي ديته كتل كېږي چې د چا قول د اسلام د قوانينو سره برابر او سمون خوري او يا په بل عبارت د اسلام د قوانينو سره ضديت نه لري.
[color=white:b3cb1222d9]يوه بله د افسوس خبره داده چې بعضي وروڼه د غربي ديمكراسي او په اسلام كې د شورى د نظام په منځ كې فرق نه شي كولي او وجه ئې د معلوماتو كموالي وي او فقط كوشش كوي چې اسلام د خپلو خواهشاتو مطابق وه ګرځوي.[/color:b3cb1222d9]
[color=darkblue:b3cb1222d9]نوټ:[/color:b3cb1222d9] د ديمكراسي په اړوند د زياتو معلوماتو لپاره كولاي شي د اسلام په فورم كې د محترم او قدر وړ مولوي صاحب طالب جان ليكنه د ديمكراسي شرعي حيثيت لري تر عنوان لاندي موضوع كې وه ګوري.
-------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-------------------------------------------------------------------عادل وطنمل