نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په جنوبي ولایتونو کې څلور ملیون ماشومان له زده کړو څخه بي برخې دي
تيمور
23.01.2012
درنو هیوادوالو اسلام علیکم،
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې، چې طالبان پکې زیات فعالیتونه کوي اکثراً زمونږ معصوم ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي.طالبانو په تېرو لسو کلونو کې د هیواد او په خاصه توګه د جنوبي ولایتونو په سلګونو ښوونځي ویجاړ کړي او یا هم سوځولي او په سلګونو نورو کې زده کړې څخه منع کړي.
له همدې کبله زمونږ په هیواد کې د جنوب ولایتونه علمي سطحې د هیواد د نورو مناطقو څخه ډېرې وروسته پاتې او زده کوونکو له شمېر سره د پرتلې وړ نه دی.
د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د پنجشنبې په ورځ جاپان د شل ملیون ملیون ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ. چې د دغو پیسو په مرستو کې یواځې او یواځې په مرکزي ولایتونه لکه بامیان او دایکنډي ولایتونو کې ښوونځي جوړ شي.
راځې چې ټول دا دعا وکړو چې لوي خدای دې مونږ (پښتانه) ته لږ نور عقل عنایت کړي، تر څو چې مونږ د علم او پوهې په ګټو پوه شو ځکه چې علم د الله (ج) رحمت دي.
په درنښت او درناوئ،