نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
كندهار: لس كسيزه وسله واله ډله نيول سوې ده
لاونګ
23.01.2012
دكندهار پټ څاري ملي ادارې لس تنه وسلوال طالبان او دهغوي يو قوماندان د وسلو سره نيولي دي ددې ادارې مسولين وايې چي دوسلوالو طالبانو قوماندان عبدالمتين چي په كندهارښار كي يې قومي مشران او دولتي مامورين وژل د لسو تنو طالبانو سره نيول سوي دي د كندهار د پټ څاري ملي ادراي چارواكي وايي نيول سوو لسو تنو وسله والو مخالفينو په كندهار ښار او ولسواليو كي قومي مشران او دولتي مامورين وژل او هم يې ګواښول . دسرچيني دمعلوماتو له مخي چي د نيول سوي وسلوالي لس كسيزي ډلي قوماندان عبدالمتين او په زياته كچه وسلې هم د قوماندان او ملګرو سره نيول سوي دي ددوي په خبره چي ددې كسانو په نيولو سره به په كندهار ښار كي دځنځري وژنو لړي پاي ته ورسيږي پټ څاري ادارې نيول سوي كسان رسينو ته هم وښودل او هغوۍ هم د رسنيو سره پر خپلو جرمونو اعتراف وكړ . دا په داسي حال كي ده چي په كندهار كي دتېره دوه زره يولسم كال په وروستيو مياشتو كي امنيت په نسبي ډول تامين سوي وو خو د دوه زره دولسم كال دپيل سره سم يوځل بيا په دې ولايت كي ځانمرګي او غلچكي بريدونه پيل سوي چي زياتو دولتي او ملكي كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده