د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

امریکایان ولې په دستوري توګه افغانان جنګ ته پاروي؟

م . ق
23.01.2012

د امریکایانو مرموزو کړنو او سیاسي پس منظر ته په لیدو سره دا جوتیږي چې په دستوري توګه افغانان خشونت او جنګ ته راپاروي، د امریکایانو ددې کار ترشا څه هدف دی؟ ولې داسې کوي؟
د تاند راپور وګورﺉ:

تاند(دوشنبه/جنوري ۲۳) هغه افغان عسکر، چې د جمعې په ورځ یې په کاپیسا ولایت کې څلور فرانسوي پوځیان ووژل او ۱۶ نور ژوبل کړل، د خپل دې کار علت هغه ویډیو وبلله چې په هغې کې څو تنه امریکايي پوځیان د طالبانو پر مړو بولي کوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملي اردو یوه چارواکي وویل، دا خبره پر فرانسوي پوځیانو حمله کوونکي سرتېري په لومړنیو اعترافونو کې فرانسویانو ته کړې ده.
همداراز یوه بل خبرځای چې د کورنیو چارو وزارت له مالوماتو څخه خبر و، د نوم د نه څرګندېدو په شرط تایید کړه چې افغان عسکر دې ویدیو پارولی و.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه خبرځای وویل:«افغان عسکر په لومړنیو اعترافونو کې ویلي، کله چې یې د طالبانو پر جسدونو د امریکايي پوځیانو د بولو ویډیو ولیدله، سخت وپارېد چې په مقابل کې یې بهرني پوځیان ووژني.»
د طالبانو پر مړو د امریکايي پوځیانو د بولو ویډیو د روانې میاشتې په لومړیو کې په انترنټ کې خپره شوه.په دې ویډیو کې څلور تنه امریکايي عسکر ښودل کېږي چې د طالبانو پر وژل شویو غړیو متیازې کوي او یو عسکر، چې په دې هم پوهېږي چې فلم یې اخیستل کېږي ، یوه مړي ته وايي :« انډیواله ورځ دې ښه اوسه»
[color=blue:92cf08f75c]خو په تېرو لسو کلونو کې د امریکايي پوځیانو له لوري په ځلونو داسي کارونه شوي چې د افغانانو د پارېدو سبب کېږي. دا ډول کارونه په خپله دوی افشا کړي دي له همدې کبله ډېر خلک دا ډول کارونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي امریکايي پوځیان بې موجبه د شپې په مخه په وارونو د بېګناه خلکو پر کورونو بریدونه کوي ، هغوی نیسي، وژني یا ژوبلوي او قصداً خلک د ځان په خلاف پاروي.[/color:92cf08f75c]
همدارنګه د طالبانو سوځول او نور داسې واقعات خپله د همدې امریکایانو په لاس ریکارډ شوي او بیا میډیا کې خپاره شوي ترڅو حساسیتونه او غبرګونونه راوپاروي، ددې کار ترشا کوم سیاسي اهداف دي؟ تاسو یې د خپل سیاسي نظر له مخې څنګه شنئ او ارزیابي کوﺉ؟؟

په درنښت


ډاکتر څپاند
23.01.2012

دپوتنئ ليکنې پا تائيد:

انگرېزپوځونه اوناولي هدفونه

سلطان احمد (هلمند)

دانگرېزد خونړي ښکیلاک، شومو موخو،ناولوهدفونو،پربشري حقونوتیرى، پټي اولڅي وژني ،ځورونو اونيوونو تاريخ په نړۍ کي هرچاته څرگند دى .

دانگرېزانود چلونو سره افغانان په تاريخ کي ډېره بلد تيا لري ځکه ډير لويه مخينه ورسره لري ،له تاريخ څخه يې تیريږو ،راځوپه هلمند کي دانگرېزانو دناولوکړونو کرونولوژۍ ته ،چي په تیرولسوکلونو کي يې داچي په هلمند کي میشت دي تر سره کړي دي ،دادى يو ځل بيا دنړۍ اوهيواد رسنۍ دانگريزانو دهغه دوو پوځيانو دشرمه ډک عمل په ترسره کولوډکي سوې چي ددوو افغاني ماشومانوسره يې کړي دې،دا کړني د دوى دهيواد اوهم يې دپوځ دشرمنده گۍ سبب شوه .

دوې ورځي مخکي د لندن (سن رايز)ورځپاڼي ديوراپور له مخي په هلمند کي دوه يوولس کلن ماشومان د برتانوي پوځيانو له خوا په جنسي ځوروني تورن وپیژندل شول.

[color=white:a41d225977]داپیښه په کامره کي ريکارډ سوې ده ،په ويډ يویی فلم کي دوه يوولس کلن ماشومان چي يوه يې نجلۍ اويو يې همزولى هلک ورسره دى ددوو برتانوي پوځيانو له خوا جنسي اړيکوته هڅول کيږي ،ماشومان گواښل سوي اوډارل سوي ښکاري ،دوى لومړى دپوځيانو په تناسلي آلې باندي لاسونه کړوي او وروسته ... ،چي نوريې د رسنيو دادابو له مخي نه شو کښلاى .[/color:a41d225977]

پيښه شاوخوا يونيمه مياشت مخکي ،د ډسمبر پر( ١٦ – ١٧ ) باندي بلل سوې ده ، ځاي يې دهلمند ولايت لښکرگاه ښار دهلمند سيند شمال لويديز ته د(چاه انجير) سيمه ښود ل سوى دى .

په ياده پیښه کي د برتانيې پوځ يو بريد من او يوپوځي تورن پیژندل سوي دي په پیښه د برتانيې ددفاع وزارت او ډيويډ کاميرون هم خبر سو .

دې کړني دتیرو هغو په څیر چي په هلمند کي تیر کال د برتانوي دانيل کروک له خوا هلمندي زده کوونکى په چاړه وهل ، او يا امريکايي پوځونو له خوا تيري اوونۍ درسنيو په سرليک کي د افغانانو پر درو مړو باندي د امريکا د څلورو سمندري ځواکونو له خوا بولي کول دافغانانو څه چي دنړۍ دمسلمانانو او نورو بشري حقونو دساتني فعالينو شديد غبرگونونه را پارولي دي او دافغانانو په ځانگړې توگه دپښتنو په ذهنو کي خو يې دانگرېزانو سره ددوستۍ پر ځاى ددښمنۍ حس ترپخوا ډېرکړى دى ځکه داډول کړني يوازي دپښتنو سره کيږي .

دلته به د موضوع شاليد ته يوڅه ځيرشو، تیره لسيزه کي انگريزانو يوځل بيا دخپل تیر تاريخ دښمني له افغانستان سره وښودل اوددې ډول کړنو څخه يې داجوته کړه چي دوى د افغانستان په معاصر تاريخ کي دخپلو څوځله ماتو او وژنو(= ميوند غزا اونورو...)غچ اوس په دې ډول وژنو ، نيونو ، دشپو چاپې (حملې) ، د کريس ميس په خوښيو کي دافغانانو دبدن غړي پرېکول او ياهم پر ماشومانو جنسي تیري باندي اخلي .

که څه هم دبشري حقونو تش په نامه اعلاميې پر (١٩٤٨\١٠\١٧ ) ، (١٩٦٦\١٢\١٦) ،(١٩٧٦م) دهغه پلي کیدل او بيا په دا ورستيو کي دماشومانو په حقونو چي دهمدوى او متحدينو لخوا جوړسوي او وړاندي سوي دي ، ترموږ ، ځمکخواره اوسړي خواره انگرېزان ښه پوهيږي چي دا يوازي اويوازي زموږ اوانگريز دتيرو دښمنيود غچ بل مخ بللاى شو . ددوى داډول کړني لومړۍ او وروستۍ نه دي، دې ته ورته کرغیړني کړني د هلمند په کليو او بانډو کي روزانه ترسره کيږي چي لا يې ډيرو رسنيو ته لاره نه ده موندلې لکه :

همدا پر ماشومانو تيرى،پرحيواناتو جنسي تیرى ، د مالدارانو اوچوپانانو پسونه او مالونه په زور وړل اوخوړل ،دخلکو په کورونو او میشت ځايونو کي چټلي کول ، په شپه کي د خلکو دروازې په بمونو الوزول ،په سپيو باندي دښځو اوماشومانو پلټل (تلاشي) ،دخلکو په کوهڼيزو ځمکو کي پوځي چوڼۍ جوړول ، دخلکو دباغونو او پاليزونو میوې په زوره وړل اوخوړل ، خلک تر روحي فشار لاندي کول ، بې هدفه ډزي کول ، په ډول ډول بهانو دخلکو نيونه ، دافغاني ماشونو اسلامي او افغاني تربيه خرابول په لارو کي هغوۍ ته خوراک توکي ورگوزارول هغه څه دي چي هرڅوک يې له نژدې څاري .

د هلمند درسنيو مرکز ددې کړنو په نه خپرولوبشري پړه بلل کيږي اود وگړو د حق ږغ په نه پورته کولو تورن بلل کيږي اودقانون څخه بې خبري عذر نه ګڼل کيږي . همدا ډول هلمندي مشران په څنگ يې والي سره له ادارې ، فرهنگپال ، علمي مرکزونه اولښکرگاه ښاريان هم دغبرگون په نه ښودلو وجدانآ پړه بلل کيږي چي ولي خپل بچي دداسي ځناور له دښمنيو ډکو اوزهرجنو منگولو څخه د ژغورلو هڅه نه کوي دا يوه افغاني او پښتني موضوع ده غبرگون اوږغ پورته کول دهرافغان ايماني او افغاني دنده ده او پرې چوپ پاته کیدل دپښتونولۍ ننگ ،ناموس اومقدساتو ته سپکاوى دى.

انگريزان دنړۍ په تاريخ کي ډېر ناوړه نوم لري ،په (١٥٧٧ – ١٥٨٠ م ) کلونو کي چي انگرېزي سمدري غلو (ريلي اوډريګ ) د انگلستان دملکې لومړۍ اليزابيتي په مرسته اوهڅونه د اسپانويانو پر هغه بیړۍ باندي چي دامريکا څخه لوټ سوي شته اوسره زر لیږدول حمله وکړه او دوولسو ميليونوليرو په شاوخوا کي دغلا پيسۍ د انگريز خزانې ته ولوېدې ايا داهغه انگرېزان نه دي ؟!

آيا دا هغه انگرېزان نه دي چي د هلمند يورانيم کاږي او په لرغونو ودانيو کي چاودني کوي اولرغوني توکي يې برټيش موزيم ته وړي ؟؟؟

د واکمني لاس پوڅي ادارې څخه خو ددې ډول کړنو دمخنيوي هيڅ تمه نه کيږي ،ځکه که د ورځي سل+ سل وژني دوى يې پروا نه کوي پر ماشومانو تیرى ددوى لپاره څه ارزښت لري دوى کم د ولسمشر خوږبچى میرويس د رحيم وردک اوبسم الله محمدي اولادونه دي او بل په اساسي قانون کي دبشري حقونو خونديتوب هم د بیوزلو لپاره نه دى .!!! ولسمشراو اداره يې دپارلمان سره پخپله د يوککړ اوپیچلي سياسي ناروغۍ او اداري فساد ښکار دي ، له يوې خو اد ولس مشر ضعيف موقف ، بې انصافه گاونډي هيوادونه ، د ادارې پراخ فساد ،مخالفين ،ستراتیژيک تړونونه ، دهيواد کمزورى اقتصاد ،کوکنار ، دسولي لوبيزي خبري ، پرلوړو څوکيود تورنو ، بیسوادانو ،ناپوهانو او هيوادپلورونکو شتون ددې لامل سوي چي ددې ډول بشري جنايتونو او کړونو هيڅ پوښتنه ونه کړي ځکه دوى څوکۍ ساتي هيواد نه ساتي اوبل ملامت هم نه دي ځکه هيواد ساتني اوولس ژغورني ته ددوبۍ اوبرلين له سفرونو وزگارهم نه دي .

په ورستي کي دانگريزانو اويا امريکايانو دا ډول کړني د افغانانو ددين ملي وياړنو ،کلتور ،دودونو او افغاني ارزښتونو سپکاوى دى افغانان ويښ دي داهرڅه څاري ، په دې کړنو به افغانان يوځل بيا حتمي دخپل جابر دښمن د له منځه وړلو هوډ کوي دايوب اوغازي محمد جان خان لار به خپلوي ... تاريخ به يې ياد لري .


سلطان احمد (هلمند)


عادل عادل
23.01.2012

السلام علیکم

مونږ ته چې نږدې او د پېژندلو وړ دي،، د یرغلګرو تر څنګ ولاړ افغان لاسپوڅي دي،،، په تېره بیا د یرغلګرو ملي جنایتکاره سپانسران (شمالي جنایتکاره ټلواله)،،، که دا جګړه ختمیژي،، نو د ټلوالې د لنډغرو، ترجمانانو، فوځي او لوجستیکي سب-قرادادیانو، او سیکیورټي په نوم افغان ملیشو له شخصي ګټو او مصلحتونو ډک کار و بار به په ټپه دریژي،،، نو ایا دوی به کله هم و غواړي چې دا جګړه پای ومومي،،، کله هم نه،،،، نو همداسې امریکایان هم قیاس کولای شو،،، د دوی سیسټم خو له سره نیولي تر پایه پورې قراردادي دی،،، د افرادو په سطحه قراردایانو سره د امریکا د کندو د تشېدو او د دوی د تاریخي بدنامی غم نشته،،، په فوځ کې به خامخا داسې لوجستکي کړی او نړیوال قراردادیان وي چې د خپلو ګټو په خاطر به کله هم نه غواړي چې دا جګړه پای ومومي،، نو مالومه خبره ده چې د سولې د ریښتونو انګازو سره جوخت به ورته پاروونکو کړو وړو ته لاس اچوي.


Ghairat
23.01.2012

د عادل صیب په تايید باید زیاته شی چې امریکایی جنرالان له یوې خوا او جمهوری غوښتونکی ګوند له بلې خوا دا
جګړه ختمول نه غواړی او د بری له پاره په زور زیاتی ډډه لګوي نو د اوباما پلان چې تر ۲۰۱۴ پورې خپل ټول څواکونه
وباسی ناکامول غواړي سره ددې چې هغه یې هم د انتخاباتو له پاره ویستل غواړی او تر ګټلو وروسته به یې کړنلاره بدلیږي .


Naeem sadat
24.01.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

په افغانستان کی د امریکا ناکامی د امریکا د تجزیی په معنا ده په همدی خاطر جمهوریت غوښتونکی تر خپل اخره حده کوښښ کوی چی دا جنګ وګټی

خو ډیموکراټان چی د انګلستان له توری ارستکراسی سره ډیر نیژدی روابط لری د نړی په سطحه نور پلانونه لری او غواړی چی ددی پلانونو د عملی کولو لپاره امریکا تجزیه کړی

خو جمهوریت غوښتونکی مقاومت کوی

انګلیسی توری ارستکراسی تصمیم نیولی ددی لپاره چی باید امریکا له منځه لاړه شی اول باید جمهوریت غوښتونکی له منځه یوسی او د همدی لپاره په نړی کی یو په بل پسی ملی حکومتونه ړنګوی او اوس جمهوریت غوښتونکی په نړی کی ملی حکومتونه حمایه کوی

فرض مثال قذافی ډیموکراټانو له منځه یووړ خو جمهوریت غوښتونکو تر خپل اوسه کوښښ وکړ چی قذافی حمایه کړی خو زور یی ونه رسیده چی قذافی وساتی

د امریکا نظامیانو او استخباراتو چی اکثریته یی د جمهوریت غوښتونکو پلویان دی تر خپله وسه کوښښ وکړ چی د قذافی حکومت له ړنګیدو وساتی اوبل په هغه وخت کی ایزرایلو هم له قذافی پلوی وکړ نو په همدی خاطر انکریزی توری ارستکراسی له فرانسی او انګلستانه په قذافی حمله وکړه

انګریزی توره ارستکراسی د جمهوریت غوښتونکو په ضد له بنسټپالو مسلمانو نهضتونو استفاده کوی او په عربی هیوادو کی ددوی په زور مستبد ملی حکومتونه ړنګوی

خو دا موقتی ایتلاف به صرف د جمهوریت غوښتونکو تر منځه تللو پوری وی او وروسته به مسلمان بنسټپال او نړیوال ډیموکراټان یا انګریزی توره ارستکراسی سره شاخ په شاخ کیږی

په روسیه او اروپا کی هم دا دوه ډلی په جنګ سره اخته دی په روسیه کی جمهوریت غوښتونکی پوتین حمایه کوی خو ډیموکراټان یا د انګلستان توره ارستکراسی غواړی چی پوتین له صحنی وباسی

دا ډیر اوږد بحث دی چی اوس وخت نه ورته لرم خو انشاالله په نژدی وختونو کی به پری مفصلی لیکنی وکړم

ت


سلامونه

tandar
24.01.2012

سلامونه
وروڼو داشغالګرو په خپلو وطنو کي داخلي اخطلاف بهرنيو هيوادو او ملتو ته په سترګو کي خاوري غورځول دي دوي به هيڅکله داسي کار ونه کړي چه خپله خاوره ې ټوټه ټوټه شي بلکه په دي وډار شي چه وطن مو درته لکه پخواني يوګوسلاويا او يا اتحاد جماهير شوروي درته ټوټه ټوټه نه کړي او هر يوه ته په خپلو مينځو کي لکه دډيورنډ کرښه جنجال جوړ او په جنګ او لانجو اخته کړي
دا دانګليس پخواني پلان او پاليسي وه او غواړي چه ې عملي ې کړي
ځکه دوړو ممالکو سياسي او اقتصادي انحصار ورته زيات مشکلات دخپلو ارزوګانو په لاس ته راوړلو کي نه پيښوي
دا داخلي اخطلافات او دجنګسالانو او جنايت کارو په غيږ کي نيول او له هغوي نه دفاع او له هغوي سره غونډي او مشوري دڅه لپاره دي؟
درحاليکي خپل د دوهمي جګړي جنايتکاران حتي د٩٠ او ١٠٠ کلنو په عمر سره پيدا او محکمي ته کش کوي مګر دافغان اولس قاتلين ددوي لخوا حمايه او ساتل کيږي
په خپلو وطنو کي ورسره پيکونه جيګوي ،او له حقوق بشر نه هم چيغي وهي
ديو لوي او ازاد هيواد په هيله


ډاکتر څپاند
25.01.2012

دا ليك د كركرزي د وطنپرست او ملي نظام طرفدارانو ته تقديموم.
دوي پوهيژي چى پدى ملك كى گن شمير اشغالگر راغلي او تير سوي خو
دارنگنه بيناموسي چا..... ؟

دبرتانوي سرتېرو بشري جنايتونه
Tuesday, 24 January 2012 09:40 | Written by ژباړن /منیر احمد سیلاب | | |
دبرتانوي سرتېرو بشري جنايتونه

سرچينه:www.google news .com
ژباړن: منير احمد سېلاب

څو ورځي مخکي دوه برتانوي سر تېري  په دې تور ونيول شوه چې په افغانستان کي يې ددندي پر مهال  له لس –يوولس کلنو ماشومانو( يوهلک اونجلۍ )سره ناوړه کړه تر سره کړي وه .
دې برتانوي  سر تېرو دماشومانو څخه پداسي حال کښې فلم ډک کړی چې دوی دماشومانو پر وجود لاس وهي او هغوی هڅوي تر څو جنسي او ناوړه کار ته وهڅېږي، دا سر تېري يو دلګۍ مشر او بل هم عام سر تېری دی، ويل کېږي چې دویدواړه  به ډېر ژر تر تحقيقاتو لاندي ونيول شي، دوى  دوو چې په جلا جلا توګه يې فلم ډک کړی دواړه بربڼډ دي، لدې  وروسته چې دا ناوړه بشري جنايت يې کړى  تر سره کړی وروسته يې دا ويډيو فلم خپلو نورو ملګرو ته ښکاره کړی.
 پوليس وايي دا دوه تورن کسان يې هغه وخت ونيول چې ددوی د خپلو ملګرولخوا شکايتونه سوي وه، ويل کېږي دا دوه پوليس د( مارشن دوهمي جګړيزي لوا)سرتېري وه چې دهلمند په نهر سراج سيمه کې د طالبانو سره په جګړه بوخت دي او دا وخت دهلمند دچاه انجير سيمي ته دپوځي ددندي لپاره تللي وه، ددفاع وزارت هم پدې ټنګار وکړ چې دوی به ډېر ژر تر تحقيق لاندي ونيول شي.
ديوې تحقيقاتي سر چينې په وينا چې  تر دا مهاله ددوى نوري بې قانونۍ نه دي تر لاسه بېله دې چې دا يو ځورونکی او غيري انساني عمل ديوه فلم په ثبوت په لاس کې لري، داډول په بشپړه توګه ناوړه عمل به په افغانستان کې د
برتانيايي سر تېرو په نوم تور داغ ولګوي.
ددفاع وزارت يوې لوړي سرچيني وويل دوی نه غواړي دا موضوع نا مهمه وګڼي ځکه دا به د برتانيايي پوځ لپاره يو بد نوم پرېږدي او هغه کارونه چې په افغانستان کې تر سره کړي بې تاثيره کړي، دشاهي نظامي پوليسو په وينا د
اړوند سرتېرو لپټاپ کمپيوټرونه يې نيولي او د واړو کسانو لخوا به يې و پلټي تر څو د قضيي په اړه نور د ثبوت توکي هم پيدا کړي،دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي هم څلور امريکايي سمندري سرتېري پدې تور تورن شوه چې دافغانانو پر درو جسدونو متيازي(رڼۍ)بولي) کولې.
دپرتانيا د شاهي نظامي پوليسو د ځانګړو څېړنو څانګي ډېر جدي څېړني پيل کړي تر څو دا روښانه  کړي چې  رښتيا دا ډول ناوړه کړه څه ډول پېښ شوي دي.
دا ناوړه کړه په داسي حال کې تر سره کېږي چې ټولو سرتېرو ته يوه دنده ورپه ګوته سوې چې په هلمند او دفغانستان په نورو سيمو کې د خلکو زړونه لاس ته راوړي، که څه هم داسي ګنګوسې سته چې په خليجي جګړه کې هم
برتانيايي سر تېرو پر عراقي خلکو ظلم او سپکاوی کړی، خو په ريښتينې توګه دا لومړی ځل دی چې په فغانستان کې د برتانيايي سرتېرو لخوا داسي ناوړه کړني تر سره کېږي.
يو سرتېری (کارپورل ډونالډ پين)  په ۲۰۰۳ زېږدېز کال کي له دې کبله زندان لېږل سوی وو چې په بصره کې يې( بها موسی نومی) کس دهوټل کارکوونکى وهلی او وروسته  وژلی وو، دا تر دې پيښې وړاندي يوازځينی برتانوى سرتېری وو چې د جرم په کولو زندان ته لېږل سوی وو.
دا داسي پيښې چې دوهمه يې لکه مخکي چي يادونه وشوه دهغه امريکايي سمندري ځواکونو( ۴۰ ثانيې) ويډيويي کليپ دی چې پکښي د څلورو امريکايي سرتېرو انځورونه ښکاري او د جگړې په ډگر کې پر درې افغاني مړو  باندي متيازي کوي...
 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more