د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سولي او امنیت پیغامونه

مساپر
19.01.2012

ټولو درنو هیوادوالو ته خپل توده سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم،
د خبري آژانسونو په وينا د کندهار د هوايي ډګر په دروازه کې د ناټو پرکاروان ځانمرګی بريد شوي دي، چې له امله يې اوه تنه زمونږ بیګناه مسلمانان شهیدان شوي او اته نور ملکي کسان ټپيان شوي دي. د عیني شاهدان په وينا په وژل شويو کې دوه معصوم ماشومان او په ټپيانو کې يوه مېرمن او دوه نور بیګناه ماشومان شامل دي. ځانمرګي په يوه ټويوټا موټر کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد کړي چې يو شمېر موټران هم سوځېدلي چې دوه يې د ناټو دي. د ناټو وياند وايي چې د دوی ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دعوا کړې چې بريد د دوی ځواکونو ترسره کړی دی.
اوس ټولو ته دا واضحه شوي دي چې طالبان یواځې خپل پخواني اعمالو ته دوام ورکوي، هغه اعمال چې په تېرو لسو کلونو کې کړي دي.
که طالبان ریښتیا د سولي او امنیت طرفداران دي، نو تر هر څه نه د مخه دوی باید خپل دغه راځ شیطاني اعمالو ته خاتمه ورکړي.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more