اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دانټرنت سم کارول
أبوخليل قدوسي
18.01.2012
پدې کي څه شک نشته چي انټرنټ ته لاس رسی دعلمي پرمختګ او عصري ټکنالوژي په نتېجه کي دالهي قدرت یوه ستره لورونه ده چي انسانان که يې مثبت وکاروي ورڅخه په بېلابېلو ډګرونو کي دپام وړ جایزه ګټه اخېستلای شي، اوکه يې منفي وکاروي دوخت دضیاع تر څنګ يې شتمنی او ژوند ته کېدای شي ملت او امت ته ستر ګواښونه متوجه کړي .
دلته بېلابېلو شرکتونو او افرادو دمختلفو موخو لپاره په میلیونونو پاڼي جوړي کړي دي او جوړوي يې ، دې وسیلې ته هرڅوک حتی چي دلږ دخل لرونکي کسان هم لاس رسی موندلی شي .
له همدغو پاڼو څخه یوه هم دفیسبوک پاڼه ده چي شهرت او ارزښت يې هله زيات شو کله چي په ۲۰۱۱ کال کي په عربي نړۍ کي دمستبدو واکمنانو او تپل شویو نظامونو په خلاف دولسونو پاڅونونه دعربي پسرلي تر نامه لاندي پیل شول .
عربو ځوانانو او محصلینو دپاڅونونو په پیل او په دوران کي خپل پیغامونه دهمدغي پاڼي له لاري یوبل ته رسول ، دهغوی لاريونو او دمبارزې نظم ونسق دهمدې پاڼي له لاري پرمخ بېول کېدل چي لا يې اوس هم لړۍ روانه ده ، هغوی دالله تعالی په مرسته او دمدبرانه قیادت په مټه وکولای شول د فیسبوک، ټوېټر او یوټیوب په وسیله دتماسونو له لاري په مصر او تونس کي هغه له کلونو کلونو راهېسي داستعمار تپل شوي نظامونه رانسکور کړي چي له مېنځه وړل يې دچا په خوب او خيال کي نه ورګرزېدو .
که مسلطو رژېمونو په ساحه کي دوقایعو او پېښو دمراقبت لپاره په مېډیا او خپلواکو رسنيو پابندي لګوله ، همدغو روزل شویو ځوانانو دا پېښي له همدغي ټکنالوژي څخه په استفادې سره دفیسبوک ټوېټر او یوټیوب له لاري نړۍ والو خبري رسنیو ته رسول او لا يې هم رسوي
خوکه مونږ هغه افغانان چي دې وسلې ته مو لاس رسی موندلی دی خپل کارول تر دقیق غور لاندي ونیسو نو تاسو به راسره ومنئ چي ډېره لږ مثبته ګټه مو ورڅخه اخېستي ده او دا ټکنالوژي مو غالبا منفي کارولي ده .
که یوټیوب ته لاړشو نو هم وبه ګورو چي دمنفي کارولو تله يې درنه ده .
که فیسبوک او دبحث فورمونو ته راشو نو هم ډېري نېمګړتیاوي به ترسترګو شي .
ښکنځلي ، تعصب، کرکه اچونه، شخصیت پرستي ، دځان ستایل، دمقابل لوري ټکول، دخپل نظر په نورو تپل، دنورو په مثبتو کارونو اوهڅو سترګي پټول، دقلم دتقدس پایمالول، سپکي ورکي بد رد ويل، بېځایه تورونه لګول او داسي ډېر څه به ترسترګو شي چي په هېڅ معیار اوبڼه به له یوه هوښیار مسلمان لیکونکي او دقلم له څښتن سره نه ښايي .
يوبې پرې مسلمان لوستونکی چي کله دا ډول لیکني لولي اوګوري داسي فکر کوي لکه چي زمونږ په قاموس کي له سپکو ورکو ویلو اولیکلو پرته بل هېڅ نه وي .
مونږ دا منو چي دلته هېڅ ډول پابندي نشته هرڅوک کولای شي چي څه يې زړه وغواړي هغه وليکي او خپور یې کړي، خو ایا هغه ایماني او اخلاقي رقابت او څارنه چي زمونږ دين ، عقیده او الله تعالی يې راباندي لري ولي مو له پامه غورزولی وي ؟
ایا دعربي نړۍ هغو ځوانانو چي دهمدې پاڼو له لاري يې په خپلو هېوادونو کي چټک او بریالي بدلونونه رواستل هغوی پخپلو هېوادونو کي ډلي ټپلي، بېلابېل افکار، ذاتي غوښتني ، تمایلات او ارزښتونه نلرل ؟
هغوی هم زمونږ غوندي سياسي منسوبیتونه لرل، هریو یې يې خپلي ډلي ، فکر او عقیدې ته هوډمن وو ، خو کله چي دعقیدې وطن او ملت ستري ګټي مطرح شوې خپل ټول بېلتونونه او توپېرونه يې شاته کړل او په یوه خوله او یو غږ يې لارو او کوڅو ته راودانګل هغه وو چي په ډېر لنډ وخت کي يې دسوله اېزو لاریونونو له لاري په مصر او تونس کي دواکمنو رژېمونو ټغرونه ورټول کړل .
مونږ چي مستقیما دصلیبي یرغلګر تر ګوذار لاندي يو ولي داسي احساس نکوو چي هېواد، عقیده ، خپلواکي، اخلاق او ارزښتونه مو له سترو ګواښونو سره مخامخ دي،. دښمن ډېر غدار او فرېبګر دی ، زمونږ هرډول اختلاف دهغوی دیرغل په تداوم او دشومو اهدافو به لاسته راوړلو کي له هغه سره مستقیمه مرسته ده ، باید پدې له کږلېچو ډکه مبارزه کي خپل ټول توپېرونه شاته کړو او دوروڼو په شان یو دبل ترڅنګ ودرېږو او ترڅو چي مو خپله ازادي لاس ته نه وي راوړي کله به هم خپل مسلمان وروڼه له ځانونو نه بېل کړو اونه به یې بېل وګڼو ؟
له دې ډول خواشېنوونکي حالت څخه دوتلو ګودر کوم دی ؟
ترهرڅه دمخه دليکني د خپرولو په وخت زمونږ په فکر او مازغو باید دهېواد دازادي او دمسلمانانو دیووالي او پیوستون عنصر واکمن وي چي په دې ډول احساس کي هم زمونږ دملت او هم داسلامي امت ګټي اوځواکمنتوب، او هم دالله تعالی رضا نغښتي ده .
کله چي زمونږ دیوه مسلمان ورور لیکنه اویا عمل داسلامي وحدت دتحقق په خلاف ووینو، او یا دقلم له تقدس سره ټکر ولري او یا داخلاقو او اجتماعي ادابو په چوکاټ کي نه وي، ددې په ځای چي قهرجن غبرګون ښکاره کړو په کار داده چي هغه ته خپله نېمګړتیا دورورولي په فضا کي په ګوته کړو ، نصېحت ورته وکړو اوخپل ایماني مسئوليت ته يې متوجه کړو .
فرعي اختلافونه، فردي نېمګړتیاوي ، سیاسي کمزورتیاوي او دپه نښه شوي لوري تېروتني باید په داسي ډول مطرح نکړو چي حساسیتونه راوپاروي، نېمګړتیاوي او تېروتني هر انسان لري او پدې باور وساتو چي زمونږ هرډول اختلاف او بېلتون ددښمن په ګټه ده او قرانکریم مونږ ته ددې توصیه کوي چي هروخت او په هرډول چي وي باید مسلمانان خپل منځي وحدت او پیوستون وساتي، زمونږ خپل مېنځي اختلاف زمونږ دناکامي بنیادي عامل جوړېږي .
هغه څوک چي دمسلمانانو دوحدت په خلاف پارونو ته هوا ورکوي باید پوه يې کړو چي له دې ډول عمل څخه لاس واخلي او که بیاهم خپل دې ډول عمل او لیکنو ته دوام ورکوي باید تجرید يې کړو ، له ملګرتیا څخه يې لاس واخلو ، لیکني او حرکتونه یې بې تبصرې پرېږدو او هم یې نورو وروڼو ته وښیو چي ددې شخص ليکني مغرضانه دي اوټول يې باید وپېژني او وروستی درمل داغ اېښودل وي او دا وروستنۍ دخلاصون لاره ده .
دېته هم باید متوجه شو چي ځېني کسان چي هغوی په اوسني اویاتېروخت کي داسلام اوملت په وړاندي دسترو او دنه بښلو وړ جنایاتو مرتکب شوي دي هغوی پوهېږي چي که مسلمانان یولاس شي دهغوی ژوند او کټي له ګواښونو سره مخامخ کېږي ځکه کوشش کوي چي دخپلو ګټو دخوندېتوب او بقا لپاره تل دمسلمانانو وړې تېروتني غټي انځور کړي، نفرتونه او کرکي واچوي، عمومي ذهنیتونه بېلاري کړي ، دځېنو ساده لوجو لوستونکیو احساسات راوپاروي او هغوی دېته اړ کړي چي پوچه ژبه او سپک ویل یا لیکل وکاروي .
زمونږ دعقیدې او هویت ستر دښمن صلېبي یرغلګر هم په دې لټه کي دی چي خپله ماتي دمسلمانانو تر مېنځ ددرز اچوني له لاري جبران کړي، هغوی چي د زور او ځواک له لاري پدې ونه توانېدل چي خپلي شومي موخي لاس ته راوړي غواړي له دې لاري ورته لاره هواره کړي هغوی پدې باور دي چي افغانان په عمومي توګه سیاسي زېرکتیا او وېښتابه نلري یواځی همدغه دتفرقې اچوني وایرس کولای شي دهغوی ټولي هڅي بې ثمرې او خنثی کړي .
هغوی دهمدې کار لپاره په زرهاوو بانفوذه خو دډالرو په بدل کي خرڅ شوي کسان لامخکي اودلس کلن یرغل په مهال روزلي او ګمارلي دي ترڅو دتل لپاره همدغه دنفاق سیاست پر مخ بوزني .
مونږ به ترڅو وېده یو اوکله به راوېښېږو؟
هیله من يم پدې لړ کي ګران لوستونکي خپل ارزښتمن رول ولوبوي اوخپل مثبت نظرونه راسره شریک کړﺉ ستاسي دښو نظرونو په تمه یم په درناوي .
[size=24:c6638426d3][/size:c6638426d3][color=red:c6638426d3][/color:c6638426d3][size=7:c6638426d3][/size:c6638426d3][size=24:c6638426d3][/size:c6638426d3][color=red:c6638426d3][/color:c6638426d3][size=24:c6638426d3][/size:c6638426d3][color=#444444:c6638426d3][/color:c6638426d3][size=12:c6638426d3][/size:c6638426d3][color=darkred:c6638426d3][/color:c6638426d3][color=red:c6638426d3][/color:c6638426d3][size=24:c6638426d3][/size:c6638426d3]
ahmad bilal
18.01.2012
لومړۍ محترم استاذ ابو خلیل قدوسي صیب ته پس د اوږده غیابه هر کلې او خپل د عقیدتمندې السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة وړاندې کوم.
محترم استاذ ډیره ښه لیکنه مو کړی، الله دي اجر درکړي.
زما په اند د انټرنیټ په مثبته توګه نه استعمالول په افغانستان یا په اکثره افغانانو کې د تعلیم د کچۍ ټیټ والي له امله دي
له دې لحاظه اکثره طبقه نه پوهیږي چې انټرنیټ څرنګه په مثبته توګه استعمال کړي، هغوي ته د انټرنیټ نړۍ پرته د چیټینګ، د فیس بوک ناوړه استعمال، په یوټیوب کې سندرۍ یا بل څه چې ګټه ونه لري ، څخه هیڅ هم نه ښکاري.
او بیا انټرنیټ هغه ډوله استعمالوي لکه څرنګه چې تاسو ورته اشاره کړې ده.
څه کول پکار دي ؟
د دغه حال څخه د وتلو په خاطر او خلګو کې د انټرنیټ مثبت اړخ په هکله شعور رابیدارولو لپاره باید زمونږ څخه هر یو له دغه ځای څخه خپل هیوادوالو ته داسې ویپ پاڼۍ وروپیژني کوم چې د هغوي د مثبتې ګټۍ لپاره وي.
لکه :
۱- ویکي پیډیا (دا ویپ پاڼه کې د نړۍ هر رنګه معلومات ځای پر ځای دي)
۲- ایکیډمیا (دلته د علومو هر بخش ریسرچ (تحقیقي) پیپرز (مقالۍ) خپریږي)
او نور وغیره....
په مکاتبو، پوهنتونو او علمي ځایونو کې تری د علمي ګټې په توګه استفاده واخستل شي او محصلین دی ته اړ کړای شي ترسو د انټرنیټ د نړۍ څخه د خپلو درسونو لپاره ګټه واخستل شي. ځکه همدا ځوانان زمونږ د ۶۰ فیصدو څخه زیاته آبادی باندې مشتمله ده، باید چې تری مثبته فائده واخستل شي...
نور بیا...
عادل عادل
19.01.2012
السلام علیکم
عزتمند ابو خلیل قدوسي صاحب ستاسو راتګ او دا پورته ګټوره لیکنه دواړه زمونږ د زیاتې خوښی سبب شوې،،،
خدای ج وکړي چې ستاسو د اوږده غیاب اسباب ټول په خیر وي، او لدې وروسته خپل حضور مستمر او فعال وساتی تر څو وکولای شو ستاسو له ټولو ګټورو لیکنو څخه فیض واخلو.
أبوخليل قدوسي
19.01.2012
وعلیکم السلام
عادل صاحب او احمد بلال صاحب ډېره مننه له ښه راغلاست څخه مو !
ان شاء الله چي درسره په تماس کي به يو او الله تعالی دي وکړي چي وروڼه خپلي لیکني معیاري کړي او په پراخه سېنه دخوش اخلاقي او اخوت په فضا کي نور وروڼه ومني الله تعالى فرمايي :
إنما المؤمنون إخوة .
مسلمانان پخپل مېنځ سره وروڼه دي .
او رسول االه صلی الله علیه وسلم فرمايي :
عن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد الواحد إذا اشتكي منه عضو تداعي له سائر الجسد بالسهر والحمى. بخاري ومسلم
مؤمنان یوله بل سره په مېنه، زړسوي او خواخوږي کي دیوه بدن حیثیت لري دبدن چي کله یو غړی وخوږېږي ټول بدن ورسره ناکراره شي او تبه يې ونیسي .
مولانا سعدی رحمه الله فرمايي
بنی ادم اعضای یکدیگرند که درافرینش زیک جوهرند
چو عضوی بدرد اورد روزگار دگر عضوها را نماند قرار