نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
جنګ هغه وخت ګټل کيږي ٠ هغه وخت ګټل کېدايسي چه ايمان اوونېشنليزم سره يو ځاي وي
ع کريم حليمي
09.09.2004
درو لوستونکو سلام !
که غزاده که جنګ دۍ ٠ په باور (ايمان) او نېشنليزم ګټل کيږي ٠
کله چه روس 300000 عسکر را واستول او افغاستان ئې تر ګونډو لاندي کړۍ ٠ هيځ ئې ايماندارۍ او نېشنليزم
ته په ښه سترګه ونه کتل ٠ هغه وو چه ناکامه سوه ٠
نن چه امريکا په عراق کي په جنګ اخته ده ٠ نو هم ئې نېشنليزم ٠ ته حساب نه وو کړۍ ٠ او ديوعالم مشکلاتو
سره لاس په ګريوان ده ٠
په عراق کي هم 300000 عسکر دي نسي کولای چه امن راولي ٠ او روسانو هم نسوای کولای چه امن راولي ٠
او نن په افغانستان کي 10000 د دنياعسکر سته چه اکثره ئې امريکايان دي ٠ په سل کي اتيا ئې امن راوستلۍ دۍ
داسي معلوميږي ٠ چه نېشنليزم تر ايمان غښتلۍ دۍ ٠ په دنيوي کارو کي ٠
ولي کله چه مبارک مکه ونيوله نو د مکې د دروازو کيلۍ ئې له قريشو څخه واختلې ٠ او الله دستي امر وکۍ
چه کيلۍ برته و اولينو خاوندانوته ورکۍ ٠
مطلب دا دۍ چه خدای هغه څه کوي ٠ د اکثرو خلګو خوښه وي ٠ ( معروف )
پخوا چه خلګو تر اسلام ومخه پر مکه تواف حرم کاوه لڅ ګرځېدل ٠
نو الله داسي امر ونه کړۍ چه کالي واغوندۍ ٠ امر ئې د احرام وکړۍ ٠
د زحمته د انسان بد راځي ٠ نو هر حرج ئې بند کړۍ ٠ يعني حرج دين نه دۍ
روژه ئې فرض کړې وه او فرض ئې کړه٠ چه پر انسانانو سخته سوه ٠ نو دشپې ئې اجازه وکړه ٠ چه وطي کولاسۍ
زه نه پوهيږم چه طاليبان ولي د قوم ونظرته په سپکه ګوري ٠ په لس زره عسکرو امن راغلۍ دۍ
داڅه مانا ٠ دامانا چه ټول افغان بيله طاليبه خوښ دۍ ٠ او طالب جان لاجنګيږي ٠
هغه وخت چه 300000 روسي عسکر وه نه ئې سولای کولای چه امن راولي ٠ ولي چه ملت د مجاهيدينو سره
نه چه يوازي ايماني (غزا )موافقه وه ٠ بلکي ملي ، افعاني موافقه ئې هم ور سره در لوده ٠
او نن چه په ايمان سره شريک يو ٠ او پهنېشنليزم کي مو دوې لاري (عربيزم،پښنولۍ) سوې ٠ د طالب تلاښ ړوند سو ٠
نو طاليبانو بس نه ده ٠ چه پسله دې مسلمان ملت ته غوږ ونيسۍ ٠ او الله هم هغه خوښوي ٠ چه په مخلق کښي معروف وي ٠
Adil watanmal
09.09.2004
ګرانو لوستونكو او محترم حليمي صاحب نيكې هيلې او سلامونه مې ومنې.
محترم حليمي صاحب د ليكنو پر وخت چې درسره د كومي موضوع په اړوند پوره معلومات نه وي نو ليكل پري مه كوه ځكه بيا به ضرور د مقابلي ليكني سر مخ كيږي چې هغه بيا تاته ښكنځل او ستا د مقام بي عزتي ښكاري او بيابه د خضر عليه السلام او موسى عليه السلام قيصه بيان كوي.
اوس به راشو ستا ليكني ته:
1. په افغانستان كې امن.
محترم دا يو ښكاره حقيقت دي چې دا مهال په افغانستان كې په سلو كي پنځه فيصده علاقه هم په امن نه ده او ددغه صلبيانو لښكري په يو كابل كې په زرګونو پرتي دي او سره ددي هم امن نشته ماشومان تختول كيږي كورونه چور كيږي خلك وژل كيږي او د پيغلو په ناموس تجاوز كيږي او ...........
• محترم د لومړي ځل لپاره ستا څخه اورم چې افغانستان ته روسانو دري لكه عسكر راستولي وه بلكې حقيقت دادي چې افغانستان ته روسانو يولك او شل زرو نه زيات فوځيان نه دى راليږلي.
تاسي د روسانو ناكامي سبب دا په ګوته كړيدي (((کله چه روس 300000 عسکر را واستول او افغاستان ئې تر ګونډو لاندي کړۍ ٠[color=white:9ec68a892e] هيځ ئې ايماندارۍ او نېشنليزم ته په ښه سترګه ونه کتل ٠ هغه وو چه ناکامه سوه [/color:9ec68a892e]٠))) اوس دا خبره د فكر ده چې روسانو ايمانداري او نيشنليزم ته ئې څنګه په بده سترګه كتلي دي يابه روسانو د ايمانداري سپكاوي د عالمانو او بيګناه انسانو په وژلو كړي وي او يا به يې د تعليمي نصاب څخه د اسلامي مضمونونو په ختمولو او د اسلام شعائرو ته په بده سترګه كتل وي او دغه كارونه روسانو كړيدي او همدارنګه د نيشنليزم او يا د قوم سپكاوي هم روسانو كړيدي خو ګرانه امريكايانو او مزدورانو ئې په دغه سپكاوي كه له روسانو اړولي ده په افغانستان كې د علماو او بي ګناه انسانانو وژل امريكايانو ته يوه لوبه ده او د په تعلمي نصاب كې ئې هم اسلامي مضمونونه د نشت برابر كړيدي او د اسلامي شعائرو د سپكاوي خبره خو د هغه بنديانو څخه پوښتنه وكړي چې ددغه وحشيانو له زندانونو څخه را ايله شوي دي
او ددغه وحشي لښكر نشنليزم ته په بده ستګو كتلو لپاره فقط زما هغه مضمون هم كافي دي چې په همدي فورم كې مي د په افغان قوم د صلبيانو د جنسي تيريو غوبل تر عنوان لاندي ليكلي وه.
د افسوس ځاي دادي چې كاشكي ته لږ د خپل وطن كې وي او يا ورسره لنډ وي چې تاته دا معلومه شوي چې دغه صلبيان چې ته ئې نن په غيږه كې پروت ئې او تائې په ځان باندي دفاع فرض عين كړيده او شپه او ورځ په همدي كار بوخت ئې لږ ليدلي وي چې د ګران وطن په وګړو څه كوي. تا هغه سحنه نه ده ليدلي چې كله په پكتيا كې په واده باندي بمبار وه شو ايا تاته دهغه درد احساس هم شوي چې همدي وحشي لښكرو د دهراوت د واده محفل ئې په بمبار باندي په غم بدل كړو او تاته تر اوسه د هغه مور او پلار د درد احساس نه دي شوي چې د هغوي معصوم بچيان د وحشي صلبي لښكر د طيارو په بمبار كې له ابد لپاره په خوب ويده شوه او يا تا كله د هغه چا په اړوند هم فكر كړيدي چې صلبي وحشي لښكر پري جنسي تير كړيدي؟ جواب ټول منفي دي ځكه كه مثبت وايي نو هيڅ كله به دي هم د صلبيانو نه دفاع نه وه كړي.
دا مهال د كابل په اداره كي څوك ناست دى؟؟؟؟؟
صرف هغه خلق چې د همدغه بي ګناه افغانانو په سرو ئې ميخونه ټكوهل او په ژوندون ئې ترينه پوستكي ايستل او په كانتينرونو كې ئې د اور په واسطه كباب كول او د انګورو تاكو ته به ئې افغانان ښخول او هلكان به ئې ودول او يوه ډله ئې لا سږشويان دي او بله ئې سږبازان دي. او همدا رنګه د ژونديو افغاني پيغلو نه ئې سيني پريكولي.
ايا تر اوسه هم د هغه چاچې په افغانستان كې يونيم ميلون افغانان په مختلفو طريقو مړه كړه د محاكمي خبره كړيده؟ او همدارنګې ايا تر اوسه د انصاف ټيكدارانو او د وخت فرعونيانو د هغه چا محاكمه وكړه چې په كابل كې ئې د پنځوس زرونه زيات خلق د خاورو لاندي كړه؟؟ ايا تر اوسه هغه څوك چې په يوه دشت كې د همدي وطن ديارلس زره ځوانان ژوندي له خاورو لاندي كړه د محكمې مخي ته چا دره ولي دي؟؟؟؟؟؟ ايا د هغو افغانانو په هلكه دي كله هم فكر كړي چې په كانتينرونو كې واچولي شول او په سلو كې ئې نوي فيصده د لوږي او تندي څخه مړه شوه؟ نه هيڅكله دي هم نه دي كړي او دا ځكه چې نه پكي ستا ځوي وه او نه دي پكي كوم بل خپل چې څه كيدل هغه ټول د نورو په بچو كيدل.
حليمي صاحب ما هغه څه په خپلو سترګو ليدلي چې ته ئې تصور هم نه شي كولي او كه الله پاك قدرت راكړو نو زه به په دغه خلكو هغه څه كوم چې په دغه ملت ئې كړي.
حليمي صاحب زه چې كله هغه د ماشومانو او ښځو چغي او منډي او شور خپلو سترګو ته وه دروم چې ددغه صلبيانو له رحم نه ئې وهلي نو ذهن مې كار پريدي خو چې كله دا ستا غوندي خلكو خبري واورم چې ددغه صلبيانو او لاسپوڅو څخه دفاع كوي نو په زړه مي هغه څه تيريګې چې ته ئې تصور هم نه شي كولي.
[color=white:9ec68a892e]د پاي ټكې:[/color:9ec68a892e]
[color=darkblue:9ec68a892e]هيله لرم چې جوابي ليكنه مو د كفر د مهر د استعمالولو څخه بغير وي.[/color:9ec68a892e]زه دلته د طالبانو د حكومت نماينده نه يم نو هيله لرم چې ډير ئې راته نيغ نيغ نه كړي او همدارنګه زه په خپله ده طالبانو د حكومت د ډيرو كارونو سره موافق هم نه وم چې يو له هغوي څخه د پاكستاني استخباراتو اثر د طالبانو په حكومت باندي وه.
زه په افغانستان كې يو اسلامي حكومت غواړم او هغه هم ازاد چې د هيڅ يو ملك اثر پري نه وي ځكه مونږ يونيم ميليون شهيدان له دي لپاره نه وركړي چې د ديمكراسي كفري نظام دى په افغانستان كې پلي شي بلكي له دي لپاره چې يو اسلامي نظام راشي.
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
ع کريم حليمي
09.09.2004
ګرانو لوستونكو او محترم عادل وطنمل صاحب نيكې هيلې او سلامونه هم ومنې
وروره ! زماليکنه يو وار بيا ولوله ٠
مطلب د ليکني داسي دۍ ٠ که ملت د حکومت سره ونه دريږي ٠ حکومت ناکامه کيږي ٠
د خلقيانو سره ملت نه وو ولاړ ناکامه سوه
د طاليبانو سره ملت نه وو وﻻړ ناکامه سوه
په عراق کي ملت د حکومت سره ندۍ ولاړ د ناکامۍ سره مخ په مخ دي ٠ دا معلومه سوه چه د صدام سره نيشنليزم مل وو ٠
بل مطلب زما په ليکنه کي داسي دۍ
هر عسکري قدرت چه حمله کوي ٠ دري واره بايد فکر وکړي ٠
چه دنېشنليزم سره بايد څه وکړي ٠ نيشنليزم په ټانکو ، طيارو، په بمونو له منځه نه ځي (نېشنليزم تر دين ژوري ريښې لري ٠ ولي چه په هرملک کي خلګ د يوه دين خاوندانوي ٠ خوپه ېشنلسټان وي ٠
او زه ستاسره دا خبره نه منم ٠ چه ته طالب نه ئې ٠ دا طاليبان څه سوه ٠
زه فکر کوم چه ته دلته تکذب (رشتيا نه)ليکې ٠ دلته نيويارک څو غټ ډيپلوماټان سته ٠ ږيري ئې خريلي دي
قربان تر هغه خلقي سم چه وائي زه يو وخت چپۍ وم ٠ قربان تر هغه طالب سم چه و وايي ٠ چه زه دطالبانوپه حرب کي وم ٠
تر څوچه مااو لوستونکو نه ئې پېژندلۍ ٠ داڅنګه پهموږ منې چه تاسو رشتيا ليکۍ ٠
تاسو موږ ته وليکۍ چه په پېښور کي څوک پېږنۍ ٠ وليکه ومثال
فلان افغان تاپېژني ٠ لکه ٠ محمدحسن ولسمل ، ډاکتر پروپېسور سليمان قادر عطايي ، ٠٠٠٠٠٠٠
تاسو څوک پېژني ٠
د پای ټکۍ ٠ تاسود اسلامي اسلامي حکومت غوښتنه لرې ٠ ستاسو اسلامي حکومت څرنګه شئ دۍ
لکه ايران،سعودي، پاکستان، سودان، يمن ، کويټ ، جورډن ٠ سوريه،
که دغه اسلامي حکومت راته وليکۍ ښه بوي ممکن سره همراه به سو ٠
اخوانيزم په عربو کي کاميابه دۍ ٠ ولي چه عرب سخت نېشنليسټان دي٠
او په افغانستان کي ناکامه دي ٠ ولي چه افغانې اخوانيان نېښنلسټان نه دي
ع کريم حليمي
09.09.2004
ګرانو لوستونكو او محترم عادل وطنمل صاحب نيكې هيلې او سلامونه بياهم ومنې
ګرانه وروره ٠
دغه سګ شويان څوک دي ٠ تاسو چاته سګ شويان وياست ٠
ډېر هوښياران مخور خلګ د کابل حکومت ته ورغلي دي ٠ قمره اځکزۍ ،ډاکتراحدي ، فروپېسر معروفي ٠٠٠٠٠ ٠٠٠ جلالي دغه ټوله ملي انسانان ،مخور ،عالمان دي ٠ دغه خلګ وه چه لوطنه ولاړه ٠ بيا دي ارامه ورځ
ملت نه ده ليدلې ٠ دابه ډيره بده وي ٠ چه تاسو د سګشويانو لقب ور کوۍ ٠ ٠
زه د هر يوه سره پېژنم ٠ او دمعروفي صاحب ته بيا بې انداې احترام لرم ٠ ولي چه معروفي صاحب د ډېرو ښو
اخلاقو خاوند دۍ ٠ په سل کي سل زه شور يم ٠ هر يو ئې تاسو ته 8 کاله درس در ولايسي ماته هم ٠
نه چه اکډميک درس بلکي تفسير درس هم درکولايسي ٠ او د حقوقو خو استاد وو هم په افغانستان کي هم په usa
کښي ٠ زه ئې ډير بد اخلاقي بولم ٠ چه څوک ئې سګ شوۍ و بولي ٠ تاسو پخپله يو ځای ليکلي ٠ چه په بدو
القابو بايد څوک ياد نکړي ٠
ع کريم حليمي
10.09.2004
ګرانو لوستونكو او محترم عادل وطنمل صاحب نيكې هيلې او سلامونهيوار بياهم ومنۍ
ګرانه وروره ٠
تاسو داسي ليکلي
[quote:b401de63f7]زه په افغانستان كې يو اسلامي حكومت غواړم او هغه هم ازاد چې د هيڅ يو ملك اثر پري نه وي ځكه مونږ يونيم ميليون شهيدان له دي لپاره نه وركړي چې د ديمكراسي كفري نظام دى په افغانستان كې پلي شي بلكي له دي لپاره چې يو اسلامي نظام راشي. [/quote:b401de63f7]
زه باور لرم څه چي تاسو ليکۍ په هغه پوهيږۍ ٠ او څه چي غواړۍ هم پوهېږۍ چه څشي غواړۍ
که موږ ته اسلامي حکومت په باره کي وليکۍ چه څرنګه اسلامي حکومت تاسو غواړۍ ٠
ممکن ډېر دوستان پيداکړې ٠ که اسلامي حکومت موږ ته تشرح کړۍ
او که فرضأ پخپله نه پوهيږۍ چه اسلامي حکومت معنا څه دانو ډېره بده ده ٠
Adil watanmal
10.09.2004
محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو نيكې هيلې او سلامونه مې ومنې.
حليمي صاحب تاسي ليكلي دى:
(([color=white:b6c830f3a2]زه ستاسره دا خبره نه منم ٠ چه ته طالب نه ئې ٠ دا طاليبان څه سوه ٠ زه فکر کوم چه ته دلته تکذب (رشتيا نه)ليکې)) [/color:b6c830f3a2]
لومړي محترم حليمي صاحب زه الحمد لله مسلمان يم او د رسول صلى الله عليه وسلم هره خبره باندي يقين لرم نو ګرانه هغه ټول احاديث چې رسول صلى عليه وسلم پكې د مناقينو علامي پكې ذكر كړي كه وه يې لولي نو درته به ثابته شي چې د منافقينو د علامو څخه يوه دروغ ويل دى نو [color=darkblue:b6c830f3a2]وروره زه منافق نه يم [/color:b6c830f3a2]نو دروغ ويل زما د عادتونو څخه نه دى نو وروره په درناوي درڅخه هيله كوم چې ته هم د خپل لاس نه [color=darkblue:b6c830f3a2]دا مهر چيرته په تاخچه كې كيږده [/color:b6c830f3a2]او د قلم د ژبي سپيڅل تيا ته پام وكړه. او دالله دا قول له ياده مه باسه (((مايلفظ من قول إلا لديه رقيب عتيد) دق سورة 26 پاره
دوهم وروره داپوښتنه چې طالبان څه شوه د هغه چا نه وكړه چې ته ئې په غيږ كې پروت ئې او شپه او ورځ دى ترينه دفاع كول په ځان فرض عين ګڼلي ده ځكه چې هغوي خو اوس د وخت فرعونيان دي او دا دعوه هم كوي چې مونږ په ځكمه څلور انچه شي هم ګورو نو دا به هم ورته معلومه وي چې طالبان څه شول.
دريم :زه اوس هم وايم چې[color=white:b6c830f3a2] زه نه ده طالبانو نماينده يم او نه مي ورسره په حكومت كې كار كړيدي [/color:b6c830f3a2]او ما په يوه بله ليكنه كې هم دا خبره په ګوته كړي وه چې زه د طالبانو د حكومت پر مهال په يو نړيوال اسلامي پوهنتون كې په خپله زدكړه بوخت وم او چې كله لا پوهنتون څخه فارغ شوم نو زه مونږ ګران وطن د صلبيان لښكرو مستعمره كړي وه.
څلورم : ګرانه كه زما ذكر شوي خبري چې د غه صلبيانو په ودو باندي بمبار كړي او په ماشومانو ئې بمبار كړي او همدارنګې ئې په نرانو باندي جنسي تيري كړي او .... دا تا ته دروغ ښكاري نو زه ما سره د صلبيانو د وحشي لښكرو دجرائمو ډير زيات عكسونه شته او څه فلمونه ئې هم لرم چې د وخت سره به بيا خبري كوه.
او پاتي شوه دا خبره چې [color=darkblue:b6c830f3a2]ما څوك په پشاور كې پيژني او يا زه څوك پيژنم[/color:b6c830f3a2] نو محترم لومړي خو دادي چې زه نه كوم سياسي سړي يم او نه كوم خاين پاتي شوي يم او نه كوم غټ او مشهور ليكوال يم چې خلك مې له نوم څخه وه پيژني بلكې زه يو مسلمان افغان يم چې د يو نړيوال اسلامي پوهنتون څخه په ٢٠٠٢ كال كې فارغ شوي يم او همدارنګې ليكني مي په خپله ژوند كې د لومړي ځل لپاره په ٢٥ د جولاي ٢٠٠٤كال په همدي ټول افغان كې شروع كړيدي. [color=white:b6c830f3a2]خو بيا هم په همدي مناسبت زما يوه قيصه له ياده مه باسه.[/color:b6c830f3a2]
هغه مهال چې د مسعود او حكمتيار قواوي په كابل كې سره ښكرونه اړم كړي وه او د بي ګناه خلكو ويني تويول روان وه نو زه يوه ورځ جلال آباد ته لاړم او هلته د يوه مخور سړي په ميلمستون كې ناست وم چې خبري مو سره كول پدغه وخت يو خارجې خبريال راغلو او د پوښتنو په دوران كې يوه دا پوښتنه هم وكړه چې په افغانستان كې له دغه دوو كسانو څخه بغير نور څوك نشته چې منځ ته راشي او د حكومت واږي په لاس كې ونسي او دغه دواړه وشړي؟
نو دغه مخور سړي ورته وويل كه [color=darkblue:b6c830f3a2]د يو ډير غټ ډنډ چې ډير غټ غټ ماهيان پكې وي او په څنډه ئې دوه جنډخان ناست وي او ناري وهي نو ايا هر ناخبره سړي به له لري څخه دا فكر نه كوي چې پدي ډنډه كې ټول جنډخان دي؟ خو حقيقت داسي نه دي بلكې په ډنډه كې غټ غټ ماهيان هم شته.[/color:b6c830f3a2]
[color=brown:b6c830f3a2]او د اسلامي حكومت [/color:b6c830f3a2]په اړوند به زه ضرور ليكنه كوم چې تر څو لوستونكې پوه شي چې زه اسلامي حكومت كوم ته وايم او دغه ليكنه به د يو نوي عنوان لاندي پدي فورم كې او همدارنګه د اسلام په فورم كې وي او انشاء الله ډير زر به ئې وه ګوري.
[color=indigo:b6c830f3a2]خو ګران حليمي صاحب زه هم ستاسي څخه يوه پوښتنه لرم چې ستاسي په اند جهاد څه وخت او په چا فرض عين كيږي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:b6c830f3a2]
[color=darkblue:b6c830f3a2] د پاي ټكي:[/color:b6c830f3a2]
حليمي صاحب په يو ګل نه پسرلي كيږي او د يو ملك په حكومت كې د ګوتو په شمار خلك نه وي. او همدارنګې لمر په ګوته نه پټيږي. او[color=darkblue:b6c830f3a2] ديته مه ګوره چې لاټين د چا په لاس كې دى خو درڼا نه ئې استفاده كوه.[/color:b6c830f3a2]
=============================د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
=======================================================عادل وطنمل
خاټول
20.09.2004
نيشنلزم ياتوكم پالنه له خپل قام اوټبرسره دميني افراطي اړخ ته ويل کيږي له خپل قام سره دميني مفکوره له انساني تمدن سره جوخت هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي انساني ټولنه په کورونو، خيلونواوقبيلوسره وويشل شوه . له خپل قام سره مينه يو فطري عمل دی . چي له شتون نه يي انکارکول فسطائيت اومکابره بلل کيږي .داچي اعتدال هم يو فطري شی دی ځکه نو هم له خپل قام سره مينه بايدداعتدال په بنسټونووﻻړه وي .اوکه دامينه داعتدال له بنسټه تجاوزوکړي نونيشنلزم ورڅخه جوړيږي. په لومړني ځل چي دامينه يي داعتدال له پولي ورواړوله اوپه نيشنلزم يي بدله کړه هغه دحضرت ادم عليه السلام ځوې قابل وو چي خپل ورور هابل يي وواژه .دلرغوني تاريخي اوديني روايتونو ترمخه الله تعالي به حضرت ادم عليه السلام ته له حواانا څخه په يوه مهال غبرگوني اولاد يو ځوې اويوه لور وركول . داغبرګوني به پخپل منځ کي نزدې خوراورور وو .ددوي دواړو به پخپل منځ کي نکاح کول ناروا وو اوله نورو هغو دوو سره به چي په بل نوبت به پيداشوو ددوي نکاح رواوه . له قابيل سره په يونوبت کي پيدا شوي خور چي اصوﻻ هابيل ته په نکاح ورکولې شوي واي اودقابيل خور هابيل ته په نکاح شوي واې . خودقابيل خور ښکلي وه اودهابيل خور ښکلي نه وه .قابيل دخپلي خور دميني له کبله نه غوښتل چي خپله خور هابيل ته چي دهغي په پرتله ښکلې اوښه ځوان نه وو په نکاح ورکړي .ورو ورو داناخوښي په تعصب [ نيشنلزم] بدله شوه او دقابيل په ﻻس دهابيل دوژل کيدو ﻻمل وګر ځيده .
راځۍ چي وګورو اسلام ديوه دين اوفطري مفکورې په حيث قام پالنيته په کومه سترګه ګوري ؟! داچي اسلام يو(وسط) اومعتدل دين دی نو هرو مرو په ټولوفطري خواصو اوخويونو کي داعتدال ټکی په پام کي نيسي . داچي دقام پالنيمفکورې بنسټيز اصل له خپل قام او خپلوانو سره مينه ده نو اسلام همدا اصل [ له خپل قام او خپلوانو سره مينه]داعتدال ﻻره بللي تفريط [ له خپل قام او خپلوانو سره مينه نه کول اوله هغوې سره خپلي اړيکي شکول يي] قطع الصله بللي اودايي ډير مذموم او بد عمل بللی اوددې عمل په خلاف يي ګڼ وعيدونه اوعذابونه په دنيا اواخيرت کي ټاکلي . اودافراط خوا ( نيشنلزم) يي عصبيت بللی . اودا مفکوره يي هم رده کړي . او قران کريم په واروار انسانته ورپه يادکړي چي دوې ديوه ادم اوحوا بچي دي .اوتر خپل مينځ مساوي حقوق لري .اودژبني ، قومي اوخاص جغرافيايي حدبندي له کبله يو پربل فضيلت نلري .
په ﻻندي ليکو کي به هغه قراني اياتونه او نبوي احاديثو ته اشاره وکړو چي دانساني مساوات په اړه اودنيشنلزم دمفکورې په رد کي راغلي دي :
داچي الله تعالی انساني ټولنه ولي په قومونو او قبايلوويشلي ؟ اوله دې کارنه دلوي خداې منشأ څه وه ؟اودبرتري اوفضيلت معيار يي څه ټاکلی دی ؟ دحجرات سورت په ١٣ ايات کي الله تعالي داسي فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ {13}
ژباړه اي خلقو بيشکه مونږ پيداکړي يي تاسي (ټول اصلا) له يوه سړي چي -ادم- اوله يوي ښځي چي -حوا ده- او ګرځولي يي مونږ تاسي څانګي اوقبيلې دپاره ددي چي وپيژنۍ له يوه او بل سره بيشکه چي ډير معزز له تاسي څخه په نزددالله ډير متقي ادب لرونکی ستاسي دی .
بل ځاي دانساني وحدت اويووالي په اړه په سورت النسأپه ١ ايت کي داسي ارشادکوي ! خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء . ژباړه: پيدا يي کړه له دې -نفسه-دده جوړه دده او خپاره يي کړل له دې دواړو څخه سړي ډير او ښځي -ډيري- .
په سورت اﻻنعام ٩٨ ايت کي داسي ارشاد کوي: وَهُوَ الَّذِيَ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ .ژباړه اودغه الله هغه ذات دی چي پيدا يي کړۍ تاسي -ګرد- له نفس يوه څخه نو -شته تاسي ته يو- ځاي دقراري -په شاګانودپلرونو يا ځمکه کي -او يوځاي دامانت -دمور په نس يا قبرونو کي- .
الله تعالی په ډلو ټپلو ويشل اود اسلامي امت اواخوت پر نورو قومي اوساني وحدتونوويشل اللهي عذاب بللی او په سور اﻻنعام ٦٥ ايت کي دسي ارشاد فرمايي: أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ .ژباړه - اوالله تعالی قادردی په دی چي يا په تاسي عذاب را نازل کړي اويا- يا ګډ کړي تاسي فرقې فرقې اووروڅکوي -الله-ځينو ستاسوته جنګ دځينونورو .
رسول عليه السلام بيا دقام پالني په خلاف داسي فرمايلي ! ليس ﻻحد فضل علی احد اﻻ بدين وتقوی . الناس کلهم بنو ادم وادم من تراب . الحديث .
ژباړه يو پر بل هيڅ فضيلت او ښيګڼه نلرۍ مګر په دين او تقوی سره .ګرد انسانان دادم بچي دي او ادم له خاورو جوړ شوی .
بل ځاي فرمايي ﻻفضل لعربي علی عجمي وﻻ لعجمي علی عربي کلکم ابنآء بني آدم .بخاري مسلم
ژباړه نه عجمي په عربي او نه عربي په عجمي برتري لري ګرد دادم عليه السلام بچي ياست .
بل ځاي يي داسي فرمايلي وﻻﻻبيض علی اسود وﻻلاسود علی ابيض اﻻباالتقوی . زادالمعاد
ژباړه او نه سپين په تورياتور په سپين څه برتري لري مګر په تقوی سره .
همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه څوک چي دقومي تعصب په لاره کي خپل ژوند له ﻻسه ورکړي غندلی اودهغوي په اړه يي داسي ارشاد فرمايلی ! ليس منا من مات علی العصبية، ليس منا من دعا الی العصبية ، ليس منا من قاتل علی العصبية .
ژباړه هغه څوک چي دقومي تعصب په ﻻره کي ووژ ل شي له مونږ [ دمسلمانانو له ټولني] ځني نه دی هغه څوک چي دنيشنلزم لوري ته بلنه کوي زمونو ځيني نه دی او هغه څوک چي دنيشنلزم لپاره جنګيږي زمونږ ځيني نه دی .
په يوه بل حديث کي رسول عليه السلام دعصبية په جګړه کي مرګ دجاهليت مرګ بللی
پايله !
دپورتنو اياتونو او نبوي ار شاداتو په رڼا کي عصبيت يا نيشنلزم يو غير فطري او غير اسلامي مفکوره ده .او له اسلامي مفکورې سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي .البته رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل قوم او خپلوانو سره دميني اوښه چال چلند نه يواځي امر كړی بلکه پخپله يي هم عملي نمونه وړاندي کړي اوډيري لري لري خپلوي او قرابتونه يي پاللي .
يو ځل يي له يوه مصري اوسيدونکي سره چي غالبا مسلمانانو په يوه جګړه کي اسير نيولی وو ډير ښه معامله وکړ. اوويي فرمايل چي نوموړی ځما دماما خيلونه دی پدې معنا چي دحضرت اسماعيل عليه السلام مور بي بي دمصروه.
همداراز په يوه مشوره کي چي تر مهاجرينو پوري ځانګړي وه يوه انصاري مسلمان هم تشريف درلود .يوچا دګډونکو پام دې لوري ته راواړاوه نو رسول عليه السلام وفر مايل چي دی دمهاجرينو خوريي دی .او [ابن اخت القوم منهم]خور يي دماماله قبيلې څخه وي .
همداراز که يوه قبيله دبلي قبيلې حقوق غصب کړي نودابله قبيله هم ديوه فرد په څير دا حق لري چي له خپلو حقوقوڅخه دفاع وکړي .او که دخپل حق نه ددفاع په ﻻره کي ووژل شي هغه به انشأ الله شهيدوي. لکه څنګه چي رسول عليه الصلوة السلا م فرمايلي چي ! څوک چي له خپل مال اوعزت نه ددفاع په ﻻر کي ووژل شي نو هغه شهيددی .
[color=darkred:714da0e293]هيله ![/color:714da0e293] له خپل درانه استاد اوتره حليمي صاحب نه هيله منه يم چي په خپله ليکنه يو ځل بيا کره کتنه وکړي .اوددې لپاره چي دزرګونو شهيدانو روح يي نه وي اذيت کړي دهغوي برحقه مبارزه يوه اسلامي مبارزه وبولي نه دنيشنلزم او عصبيت جګړه .او همدارازچي خپل ايمان يي له خطره ژغورلی وي ښايي چي ښاغلی استادبه خپله داجمله چي [نيشنلزم تر ايمان غښتلی دی] بيرته واخلي .
خورمو: خاټول ،عفت ،کاکړه
Adil watanmal
20.09.2004
خاټول خور له سلام او درناوي څخه وروسته
خوري د ليكني سره دي موافق يم ، الله پاك دي په قلم بركت كړه او الله پاك دي مونږ هميشه په حق ويلو ثابت قدمي لري.
-----------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
---------------------------------------------------------------عادل وطنمل
hotak
21.09.2004
حليمي صيب سلامونه!
ياره له خاټول خورسره خو دي بدي كاكړۍ غاړي پيل كړي وې. زه بيريدم هسي نه چي له دغو غاړو نه گډه امۍ جوړه شي.خوداسي ښكاري چي خاټول خور غلى كړې :wink: :wink:
خاټول خورته داسي كم هم مه گوره :lol: ماته خوداسي طالب خان ټايپ ميرمنه ښكاري :lol: :lol:
خاټول
25.09.2004
هوتكه ! ورك شي په هيڅ نه يي تړلی
pattang
25.09.2004
خاټولې خورې! داسی کلېوالې خبري ليکی چې خپل وړوکتوب مې را په ياد شو٠
ستا ورور پتنګ
[quote:a05eff4dec="خاټول"]هوتكه ! ورك شي په هيڅ نه يي تړلی[/quote:a05eff4dec]
hotak
25.09.2004
خاټول خورى سلامونه
وايي كه زه ونه وايم ورانه خوله به مي ووايي.ودي نه كتل چي په هغه بله موضوع كي دي له حليمي صيب سره څنگه سپيدار بيه كړيديى؟؟؟ هغه دقابل اوحححححححححححححلوا ټوكي دي په غريبگي كړيدي.والله كه زه دحليمي صيب په ځاي واى نوواردمخه به مي لاله ټول افغان نه خپل ليمڅى راټول كړى وو. داحليمي صيب هم خداي شته صنف نازك ته مات دى.تاسي ته خوراداحترام په سترگه گوري.كه څه هم چي په مذهب كي يى خاشې راته ښكاري.خوپام كوه خورى چي هغه زموږدكلي دحاجي نعيم غريب ټوكه ورسره ونكړى.نوم به دي خاټول وي.چادري به دي شنه په سروي خوچي حاجي نعيم درخبريږي ته به ټگ كابلى ختلى يى.اوداپه فورمونوكي هسي هم دميرمنوپه نوم ليكل اوس دنارينه حضراتو لپاره يوپه زړه پوري مشغله گرځيدلي.
ماخوچي خالدهادي حيدري ورور اوليلما-الفت(خور)پيژندلي دي نوپخداي چي په فورمي كي دهري ميرمني نوم ته وگورم نوتري لاندي يى راته يومترږيره ښكاري :lol: :lol: :lol:
كه ښه كوۍ نورمي په خوله لرگى مه راوهۍ كنه نواوس به مي دنقاداوغيرت رازونه هم راسپړلي وي(هغوي دواړه زماپدغو كناياتو ښه پوهيږي.ځواكمن دي هم ځان پوه كړي)
بل دخداي قدرت مي په فورم كي داوليدچي هره ورځ چي كوم غنم دلته دنارينه په نامه ځان ثبت كړى نوورسره جوخت يوې په اصطلاح خورهم ټول افغان په خپل راتگ سره وياړلى.اوچي غنم(غنم دپسه په مانا اخلم :wink: باعععععععععععععع) اوس تاسي امين وردگ ته وگورۍ چي ډيوه يى هم له ځان سره وتښتوله.
مينه باععععععععععععععععععععععععع
ع کريم حليمي
25.09.2004
هوتکه خانه سلامونه ٠
زه فکر کړم چه زاړه ښار بدي دي په هر کاکړ پسئ ده ٠ نه وروره مياصاحب په بدي مو مګډه
په لاس درغله درنه ولاړه بيا ٠ دا نوهم د کاکړو ګناه ده ٠
زه او غاټول د هوتکو سره څه بدي نکړو ٠ چه مرغۍ دي لخولې ولاړه ٠ په هغه پسي ځه چه درته ويل ئې چه شکر
و باسه ٠ موږ هيڅ زغ نه کړو چه جوړ روغ ملا رباني مو رامړ کړۍ ٠ که ملا رباني ژوندی وای ٠ داحال کله
جوړيدۍ ٠ ستادلاسه ٠