نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بلوچان هم افغانان دي
ډاکتر څپاند
16.01.2012
پدې هکله ستاسو نظر څه دی؟
بلوچان هم افغانان دي
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandc&article=31043
عادل عادل
16.01.2012
السلام علیکم
ډاکټر څپاند صاحب
زما د بګټي بې رحمانه شهادت نه هیریژي،،، د غرب له خوا دا ډول څرګندونې زمونږ مظلومو افغانانو او محکومو بلوچانو لپاره د خیر خبرونه دي .
د پاکستان په وړاندې دېرش کلن افغان قهر او نړیوال غضب به د خدای ج په امر په یو ډول نه یو ډول شکل نیسي او د پاکستان ککړ سیاسیون، د ملت په وینو جوړ شوی غلام فوځ او لوبغاړي به په داسې توګه له ستوني رانیسي چې د سند ایالت به یې هم په برخه ونه رسي،،، په همدې هیله
Naeem sadat
16.01.2012
ګراڼو ورونو السلام علیکم
د بلوچستان د ازادی او یا د بلوچانو دښه ژوند زه هم مخالف نه یم خو دا کار په ننی شرایطو کی نه باید د امریکا په مدا خله وشی
هر څه پخپل وخت سره کیږی خو باید فعلاً امریکا ته په منطقه کی د مداخلی اجازه ورنکړل شی چی تر څو ددی منطقی تاریخ د خپل ځان په خوښه تغیر کړی له تاریخه می مطلب اینده تاریخ ده
پتوال
17.01.2012
[quote:e1a0c9a132="نعیم ملتوال"]ګراڼو ورونو السلام علیکم
د بلوچستان د ازادی او یا د بلوچانو دښه ژوند زه هم مخالف نه یم خو دا کار په ننی شرایطو کی نه باید د امریکا په مدا خله وشی
هر څه پخپل وخت سره کیږی خو باید فعلاً امریکا ته په منطقه کی د مداخلی اجازه ورنکړل شی چی تر څو ددی منطقی تاریخ د خپل ځان په خوښه تغیر کړی له تاریخه می مطلب اینده تاریخ ده[/quote:e1a0c9a132]
نو آيا ملتوال صيب ته په دې هم پښېمانه يې چې اما ن الله خان د خپلواکۍ له پاره له شوروي څخه وسله او ديپلواتيکه مرسته اخيستې وه ، او که نه هغه
ښه کار و خو اوس يې چې بلوچ له امريکا څخه اخلي دا بد کار دی ؟؟؟؟ که هغه وخت بلوڅو مداخله کړی وای او امان الله خان ته يې ويلي وای چې
له شوروي به مرسته نه اخلې آيا تاته به د منلو وړ وه ؟؟؟؟ که نه وه نو اوس به ستا خبره چې بلوڅ دې له امريکا څخه مرسته نه اخلي د بلوڅو
يو تن ته هم د منلو وړ وګرځي ؟؟؟؟؟
Naeem sadat
17.01.2012
ګراڼو ورڼو السلام علیکم
پتوال صاحب هغه وخت یوه اروپایی اشغالګر تجاوز کړی وو یعنی بیرونی جنګ وو خو نن د بلوچو مسله یوه منطقوی مسله ده چی د منطقی قومونه یی باید پخپل منځ کی حل کړی
ډاکتر څپاند
17.01.2012
دبلوچانو اوچلستاني ټېکه دارانو دلانجې اعکاس په نړېوال ډګر کې
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandc&article=31084
Naeem sadat
17.01.2012
کراڼو ورڼو اسلام علیکم
د څپاند صاحب په واسطه لینک شوی لیکنه کی می دی جملی ته پام شو
چی بلوڅان شکایت لری
[color=darkred:43a6d6cb51]لیکوال اکبر احمد زیاتوي نه یوازې دا چې د بلوڅو مشران په نخښه کیږي ، بلکه د دوی په کلتور هم بریدونه ترسره کیږي، کله چې بلوڅان په صوبه کې له یو ځای نه بل ځای ته سفر کوي نو په امنیتي پوستو ولاړ سرتیري چې بلوڅ نه وي د دوی په جامو او کړو وړو باندې خاندي.[/color:43a6d6cb51]
او څپاند صاحب د بلو څو ملاتړ کوی خو همدا حال چی اکبر احمد بیانوی په افغانستان کی دوه پیړی په پښتنو روان ده
خو څپاند صاحب خوله چوپه نیولی او په دی هکله څه نه لیکی
لکه څنګه چی په بلوچانو په پاکستان کی فرهنګی او نظامی یرغل روان ده په افغانستان کی په پښتنو دا یرغل دوه پیړی روان ده
ایا تاسی پښتونستان غواړی ؟
که تاسی پښتونستان غواړی نو څه پیغام تاسی لری د سرحد ها غاړی پښتنو ته چی هغوی ستاسی سره یو ځای شی په کوم منطق به یو پاکستانی پښتون ستاسی سره یو ځای شی
ایا ستاسی پیغام به داسی وی
چی راځی پښتنو ورڼو ټول به په ګډه فارسی زبانان شو زموږ ماشومان به په مکتبونو کی فارسی ژبه زده کوی (دا ډیر خوند کوی )
زموږ دولت فارسی ژبی دولت ده زموږ رسمی کلتور فارسی کلتور ده
او تاسی دومره ساده فکر کوی چی په داسی حال کی به د سرحد ها غاړی پښتانه در سره ملګری شی
اول باید په افغانستان کی یو بنیادی پښتون دولت جوړ شی بعد له هغه به د سرحد ها غاړه پښتانه هم ددی پښتون دولت سره ملګری شی
دا جمله ښه درسره نوټ کړی که څوک پښتونستان غواړی نو باید شروع له افغانستانه وکړی
دا چی تاسی پخپله په افغانستان کی هیڅوک نه یاست او بیا د پښتونستان ناری وهی دا هسی خوشی تاسی د اغیارو له خوا پړسول شوی یاست په دی ډول ستاسی توجو له افغانستانه پښتونستان ته ور اړوی
ننی افغانستان د لوی افغانستان مرکز دی که چیری څوک غواړی چی لوی افغانستان جوړ کړی نو باید له ننی افغانستان څخه یی شروع وکړی
ت
ډاکتر څپاند
18.01.2012
ملتوال نعيم خانه،
دا دې تاريخ حکم دی چې پښتانه به دې خپل پلرني هيواد افغانستان سره يو ځای يوستر افغانستان جوړ کړي،پاکستان به نابودشي٠هغوي چى ىي نه مني ٤ خواىي
قبله،هره خوچى خوش وي هلته دى استوگن شي.
خو چتلسستانيان دى پدى شه سر خلاص كاندي چى لر او بر افغان يو وجود دى.
محمود سعيد
18.01.2012
بلوچان د خپلې خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. هغوی به له ناپاکستان څخه په خپلواکۍ د افغانستان يوه برخه هم خپله کړي. خو خدای د وکړي چې د ناپاک په ټوټه کېدو سره موږ خپل حقوق هم له د حقايقو پر بنسټ تر لاسه کړو. د ملتوال صيب اندېښنه پر ځای ده. همدا اوس عامه نظرياتو ته کتنه وکړئ. زموږ لوری ترازو ډېر سپک ښکاري.
هسې نه چې د بلوچانو او پښتونستانيانو په هڅولو له ځانه نور څه هم له لاسه ورکړو.
[quote:a04da67c7a]پدې هکله ستاسو نظر څه دی؟
بلوچان هم افغانان دي [/quote:a04da67c7a]
پتوال
18.01.2012
بلوڅ خپل بيل هيواد جوړول غواړي او د ايران څخه به هم آزادي اخلي !
نو د افغان افغان ټکی پرې ښه نه لګي ! دايې واخته پښتنو ته ويلي چې تاسو خپله او مونږ خپله آزادي ده که ګټئ يې او که نه کار مو خپل دي !
خو ددوی ښکيلاک هماغه د اګريزي ښکيلاک غځونه ده او په واقعيت کې پښتانه او بلوڅ يو ډول خو د بيلو ملي نومونو لاندې د انګليسي استعمار د
د غلام د غلامۍ پر ضد پاڅون ته اړتيا لري او يواځې منطقوي مسله نه ده !
د ملت وال صيب منطق د صدارت په وخت کې سردار داود خان په مشرۍ د پښتونستان غورځنګ چې د شوروي او سوسيالستي بلاک په ملاتړ يې ډډه لګولې وه مردود او نامشروع بولي که څنګه ، چې اوس بلوڅو ته
د امريکا ملاتړ ناروا ګڼي ؟؟؟؟عجيبه خو داده چې تر اوسه پورې طالبانو له بلوچو سره د ISI له ويرې يوه تشه شفاهي
خواخوږي او پيستون هم نه دی ښودلی ، برعکس ددې خطر ګمان کيږي چې که طالبان لکه څنګه چې يې ISI غواړي په يو اړخيز ډول
قدرت ته ورسيږي د ISI په امر به نه يواځې د هند پر ضد په کشمير کې جګړې ته ، بلکې د بلوڅو د غورځنګ په ځپلو کې به هم د پنجابيانو ملاتړ
ته ورودانګي (!!!!)
ملتوال صيب سربېره په دې د ژبو خبره خو په اسلامي ملت کې په عربي ختميږي ځکه چې په اسلامي خلافت ک او ملت کې يواځي عربي ژببې
رسميت درلود او لري به يې ، بيا خو پښتو هم څه اعتبار نه لري نو تاسې څنګه د فارسي او پښتو خبرې کوئ ؟
خو د پښتونستان د آزادۍ په صورت کې هم دا اندېښنه نشته ، ځکه چې د پښتو ژبو اکثريت تر ٩٠٪ هم ور اوړي او نورې ټولې ژبې د فارسي په شمول صرف د محلي رسميت حق لرلی شي او بس !
Naeem sadat
18.01.2012
ګراڼو ورڼو السلام علیکم
څپاند صاحب لیکلی
[color=darkred:af8ada14df]دا دې تاريخ حکم دی چې پښتانه به دې خپل پلرني هيواد افغانستان سره يو ځای يوستر افغانستان جوړ کړي،پاکستان به نابودشي٠هغوي چى ىي نه مني ٤ خواىي
قبله،هره خوچى خوش وي هلته دى استوگن شي[/color:af8ada14df]
کله چی له سړی ځواب ورک شی نو اولتی غږوی
پتوال صاحب ددی لپاره چی دا بحث بیځایه هری خواته ونه غځوو را ځی چی د پښتونستان په مسله تمرکز وکړو
ګوره پتوال صاحب که چیری موږ له ځانه پوښتنه وکړو چی د سرحد هاغاړی یو پښتون په څه مجبور دی چی له موږ سره یو ځای یا ملګری شی
نو دی پوښتنی ته یواځی یو ځواب کیدای شی او هغه به دا وی
چی هر پښتون خپله پښتونولی دیته مجبوروی چی د نورو پښتنو پخوا کی ودریږی
نو اوس چی موږ په افغانستان کی پخپله پښتونولی نلرو یعنی دولت مو په داسی حالت کی فارسی ژبی دولت ده چی پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی
او
موږ په افغانستان کی په ملت جوړونه لګیا یو یعنی موږ د افغانستان له مختلفو میلیتونو یو واحد ملت جوړوو چی افغان ملت به نومیږی
خو دلته پوښتنه را پیدا کیږی چی دا نوی ملت به څه شکل لری
ددی شخص چی موږ یی په جوړولو اخته یو ژبه فارسی ژبه ده نوموړی شخص فارسی کلتور لری او ځان افغان بولی
نو په داسی حالت کی فکر نکوم چی د سرحد هاغاړی پښتانه به زموږ سره دا ومنی چی دوی به هم زموږ سره فارسی زبانان شی
بیا په تکرار سره درته لیکم تر څو چی موږ په افغانستان کی یو بنیادی پښتون دولت جوړ نکړو موږ پښتونستان نشو راخپلولی
تر څو چی موږ په افغانستان کی پښتنه ملت جوړونه ونلرو یعنی ترڅو چی موږ داسی ملت جوړونه ونلرو چی هغه شخص چی موږ یی دافغان په نوم جوړوو باید ژبه یی پښتو وی او کلتور یی پښتنی کلتور وی یعنی افغان باید د پښتون دوهم نوم وی
داسی نه لکه اوس چی افغان د فارسی زبان دوهم نوم ده
تر هغه وخته موږ پښتونستان نشو را خپلولی
او ته پتوال صاحب له داود خانه ماته حضرت علی صاحب مه جوړوه چی له شخصیته یی ګټه واخلی
داود خان بنیادی د پښتونستان لپاره هیڅ هم نه دی کړی بغیر له یو څو بی فایدی شعارونو څخه که چیری داود خان په رښتیا غوښتل چی پښتونستان لاس ته راوړی نو اول به یی په افغانستان کی یو پښتنی دولت جوړ کړی وو
اوس هم پتوال صاحب چی زه ستاسی او ستاسی همنظرانو نظرونه ګورم عملی هیڅ هم پکی نشته یواځی تش بی فایدی شعارونه دی داسی شعارونه یواځی هغه خلګ ورکوی چی د شهرت او قدرت په لټه کی وی تر څو پښتانه په هسی خوشو شعارونو غلط کړی او ځان قدرت پری ورسوی
شاید هم زه به اشتباه کوم او تاسی به عملی نظریات لری که داسی وی نو پتوال صاحب مهربانی وکړی خو شی شعارونه مه راته لیکی او عملی نظریات چی په عمل کی د عمل وړ وی راته ولیکی
ت
ډاکتر وطنمل
21.01.2012
[color=blue:b50ad6348f]درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:b50ad6348f]
[color=red:b50ad6348f]ډېر ژر به مسولين له سره وټاکل شي او له همدې شيبې څخه وروسته ټول محترم مسؤلين په دوامداره توګه رخصت دي . [/color:b50ad6348f]