نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه به يي ولې نه بايلي!
م ن غروال
08.09.2004
............................................[color=red:dd8243104f]پښتانه به يي ولې نه بايلي ![/color:dd8243104f]
سردار محمد داود خان چی د پښتنو لخوا شهيد کړای شو او پښتنو بيا د تېر په شان د هېواد سياسي واکې خپلې کړي د کور کالي ډوډۍ په شعار د ختيځ لوئ ابر قدرت پخوانۍ شوروي اتحاد په مټ په هېواد کي کورنۍ جګړه پيل شوه٠ تر ټولو لومړۍ پښتانه وؤ چی د پښتنو د سر په پرې کولو يي خپلې تورې سرې کړې٠ څوک د اخوان په نوم څوم د فيوډال په نوم او څوک هم د خپلو شخصي دښمنيو قرباني شول٠ کله چی لويديځي نړۍ د شوروي منګولې په افغانستان کي وليدې نو پاکستان ته يي د مخنيوي لپاره خپلې هڅې پيل کړی٠ خير د وخت په تيرېدو پښتانه خپلو کي سره وران او د پښتنو د بې اتفاقۍ له وجې شورويانوته د کارمل راننوتلو زمينه مساعده کړه خو تر دغه وخت که امين وؤ او که تره کي، په زرګنو مسلمان او بې ګناه پښتانه ددوي د اوامرو او هداياتو په مطابق يا ژوندي ښخ کړائ شول يا له الوتکو ژوندي راوغورځول شول يا هم ډله ايز له خپلو ښځو او کوچنيانو سره د مرميو سره اور لاندې ونيول شول او يا هم زندانونه ورڅخه ډک شول٠ پښتانه وؤ چې پښتانه يي د ورکېدو کندو ته ورټېل وهل٠ پښتانه وؤ چې لومړۍ يي هجرت وکړ او پښتانه وؤ چې لومړۍ يي هم د اسلام مقدس دين د مبارکې دندې يعنی جهاد ته د عمل جامه ورواغوسته٠ بيا هم پښتون وؤ چې د مجاهدينو لپاره يي مشري په لاس کي لرله يا يي هم تر لاسه کړه٠ د کارمل په راننوتو بيا هم پښتانه وؤ چې د ده لويه پوځي شتمني وګرځيده او پښتانه وؤ چي د اميني په نامه د کارمل جلادانو يي سرونه ورپري کول٠ او بيا هم پښتانه وؤ چی د کارمل د ساتلو او ددغه سرچپه انقلاب د ساتلو قرباني کيدل٠ د روسانو په راننوتو عجب ګرم جهاد پيل شو٠ د پښتنو د تودې ويني او د اسلام له نامې د بدې ګټې په پورته کولوپه يوه مذهب او قوم کي رهبران راپيدا شول چی هر يو د اسلام په نامه د يوه تنظيم رهبر٠ د کلو په تيرېدو هر څه چی تيريدل هغه به وؤ اما جګړه وه يعنې جهاد! د روسانو په وتلو بيا ليدل کيږي چی پښتون ته واکې په لاس ورځي٠ داکتر نجيب! جګړه تقريباً هېواد کي وه خو ګرمه د پښتنو په سيمو کي! سکات توغندي د روسانو لخوا او سټينګر هم د امريکايانو لخوا افغانانو او اکثره يي هم د پښتنو لاس ته ورغلل٠ مسعود خان په سټينګر تجارت وکړ او پښتنو د خپلو پښتنو د سيمو الوتکې چی ٩٩ په سلو کي به يي سپرلې پښتانه وؤ،وويشتې او راوغورځول شوې٠ ډاکتر نجيب هم ټول دسکاټ توغندي د پښتنو په سيمو ورنښه کړې٠ يو توغندۍ حتی سهواً هم د شمال خواته ونه ويشتل شو٠ د جلال آباد په خونړې جګړه کي د شمال په ټولو ولاياتو کي داسي آرامي شوه چې بې سارې وه٠ د سالنګ لويه لار نه يوازې چی د نجيب د ټولو پوځي قوتونو او ګلم جمانو د تيريدو لپاره د جلال آباد په لور خلاصه وه بلکه د امنيت هڅې هم د مسعود لخوا وشوې٠ پښتانه وؤ چې قرباني کيدل٠ پښتانه وؤ چی سره دخپلو کورنيو (ماشومانو او د کور بې سواده ښځو او بې ګناه سپين ګيرو او سپن سرو) نن هم مړه او ژوندي ورک دي٠
دنجيب سقوط وروسته کله چی پرچمي واکدارانو او ستميانو او ګلم جمانو د مسعود تر رياست لاندې د غم ځپلي هېواد افغانستان واکې تر لاسه کړې د پښتنو د ورکيدو مبارزه ټولو ته نوره د لمر د وړانګو په شان معلومه شوه او ټول ويده پښتانه په دې وپوهيدل چی د مجاهد کمونيست او ستم او ګلم جمع په نامه ټول د پښتنو د ورکېدو لپاره د دغه او د هغه په نامه صرفاً په نامه تنظيمونه وؤاما قضيه اصلاً بل ځاي کي وه، بل ځاي يعني د پښتنو ورکيدل! خلقيانو چی د پرچميانو دا د پښتنو دورکېدو اتحاد ننداره له نږدې ليده نو ټول اسلامي حزب ته يا هم حقاني ته ورغلل٠ د بابر په بڼ کي حقاني ته کله چی خلقي افسران ورغلل د لږ بحث وروسته يي داسی وويل: زه په تاسو غوندې ملحيدينو ځان نه ساتم٠ په ټول هيواد کي بريد وؤ د پښتون په ککرۍ٠ کابل او د شمال په ولاياتو کي هغو پښتنو به چې خپل هويت د خپل سر او حيات ساتلو لپاره پټاوه نو د قورمې ويلو به ترې پوښتل کيدل٠ بدبخته هغه وؤ چی کورمه به يي وويل نور يي د شهادت جام په برخه وؤ٠ دا وخت نه اونۍ وې او نه هم مياشتې، بلکه کلونه وؤ٠ د اسلامي تنظيمو رهبرانو له جملې يو رباني او بل هم مزاري وؤ چی پښتانه نه وؤ او د نجيب او هم د پوځ وزيران، هم د کورنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت، وزيران هم٠ خو دوي يوه هم يو پښتون ته نه هم نجات ورکړ او نه يي هم مرسته ورسره وکړه او نه يي هم له ځانو سره په څنګ کي ودرول٠
(نور هم لري))
م ن غروال
18.09.2004
(په تېر پسې)
جګړه وه کورنۍ٠ نه يوازې په کابل کي چی په هر ګوډ د هېواد کي٠ مرکزي دولت او د هغه حاکميت په ولاياتو خپلي واکې کاملا د لاسه ورکوي٠ په زرګنو کورنۍ مهاجر شول او په زرګونه بې ګناه انسانان هم د دغې خونړۍ جګړې هم قرباني ! ټولو دا ويل چی خدايه له خلقيانو او پرچميانو او روسانو خو مو دغو قهرمانو افغان وروڼو ته طمع او اميد وؤ اما اوس څه وکړو او کومي خواته مخ کړو٠ خير اوازې شوې چې کندهار کي يوه ډله پيدا شوی ده چه طالبان نوميږي او خورا ښه خلک دي او امنيت راولي او ټول ريښتيني مجاهدين ورسره دي٠ بيا هم دلته پښتانه دي چی د هېواد د ثبات او د کورنې جګړې ختمېدو ته توره تر ملا کوي او دسرښندنو ډګر ته وردانګي٠ کمکي د اسلام زده کوونکي او اکثره يي هم حافظين د قرأن الکريم او بعضي يي هم د نيم قرأن شريف حافظين وؤ چی ټول پښتانه او د پښتنو د قوماندې امر او هداياتو تر حکم لاندی د يوه بل جهاد تر سره کوولو (دکورنې جګړې ورکيدو او هېواد سولې امن او افغانستان هم د يوه مرکزي اسلامي حکومت جوړيدو) په هدف راټوليږي٠ په هر شکل چي وه که په پيسو وؤ او که په توره، اما قرباني يي درلوده٠ او دوئ وکولائ شول چې لږه موده کي هم ډير توپک لرونکي يا وسله وال خلک پر ځان راټول کړي او يي وکولائ شول چې په هغو سيمو کي چی ددوئ تر حاکميت لاندی وؤ ډير غښتلۍ او ډاډمن امنيت راولي٠ او ټک ټوک هم له هغه ځايه ورک کيږي او خلکو په خورا ښکلي امن کي خپل ژوند پيل کړ٠ پښتانه وؤ چې له سرو تېر شول او په زرګنو قربانۍ يي ورکړې٠ د سياست او دهېواد په کچه کومې خبرې چي مطبوعاتو کولې هغه دا وې چې اعليحضرت به راځي او ټول هېواد کي به افغان ولس آزاده ټاکنې کوي او د خپل هېواد زعيم به ټاکي٠ د هر مسلمان او وطنپال افغان په زړه د هېوادپالنې مينه خپل اوج ته رسيده او له طالب چارواکو سره يي خپلې هراړخيزې مرستې پيل کړې٠ کابل ته راننوتل٠ د راننوتو سره سم پښتانه وؤ چی پښتون ډاکتر نجيب يي لکه حيوان په رسيو وتاړه او په ټانګ پسې يي کش کړ تر څو چی ساه يي ووته اوبيا يي ټينګ وتړلو او د کابل ښار منځ کي يي ځوړند کړ! وايي چي دا پاکستانيان وؤ خو په هر حال ٠ اما سر مشرۍ کي پښتون تشريف درلود٠ د نجيب ځوړندول ډير بد عکس هم افغانستان ته او هم نړېوالې ټولنې ته له ځانه سره درلود٠ نجيب که د مرګ لايق هم ؤ شکل د مرګ يي له بده مرغه د پښتون د اصيل فرهنګ او عننې سره نه يوازې چی سمون نه درلود بلکه ورسره په ټکر کي هم ؤ٠ او د اسلام مقدس دين خو به لا پرځاي پريږدو چی داسي شکل د مرګ په خپلو د انساني کرامات او حُرمت په فقهې کي ولري٠ په هر حال تقريباً ٩٠ په سلو کي يي هېواد د خپلې تر واکمنۍ لاندې راوست٠ جناب مولانا صاحب حضرت محمد عمر د هېواد په داسی کرسۍ تکيه وکړه چی د هېواد د راتلونکي او بيا رغونې او د يوه قانوني حکومت جوړولو او د مجاهد او شهيد ملت راتلونکۍ ټاکي٠ د کرسۍ لذت ورڅخه هېر کړل چی د زرګنو په اسلام مينو تنکيو پښتون ځلميو د شهادت له برکته دغه پر مسئولې څوکۍ يا مقام ته رسيدلۍ وؤ٠ اما په خټه څوک ؤ؟ پښتون! شهيدان څوک وؤ؟ پښتانه! او ورسره ولاړ څوک وؤ ؟ له ٩٠ څخه په سلو کي زيات، بيا هم پښتانه!
ډير پښتانه وؤ چي صرفاً دغه اصل ته زيات هوسېدل چي بيا پښتنو ته لاس ته ورغله او ډيرو ته هم حتی د وياړ! ځکه چی عجبه بده يي هم پښتنو پسې راخيستي وه٠ او دا پښتانه دي چي امن راولي او دا پښتانه دي چې قرباني ورکوي او دا پښتانه دي چی هم په وطن مين دي او هم په خپل دين!!! عجبه بده او ګرمه بدرګه وه٠ اما له بده مرغه ګورو چی دا پښتون مسلمان د زرګنو پښتنو شهيدانو مبارکو ارواحو ته څه هم د متبرکينو هم ورکوي او که ددوئ په لوړ انساني او اسلامي ارمان خاورې پاشي؟ د اعليحضرت خبرې لاړي په اعليحضرت پسې٠ هغه ورکړل شوې وعدې يي ډير زر هېرې شوې چي ويل به يي : مونږه د حکومت لپاره يا د څوکۍ لپاره جګړه نه کوؤ او مسلمان افغان ولس به خپله خپل راتلونکۍ ټاکي٠ يوه مطلقه دفاع وه چي ورڅخه کيده٠ په نيوکې يا دپښت له ټبره وتې يا هم ملحد وې٠ ډير پښتانه سياست پوهان او ټولنپوهان او د هېواد په چارو باخبره مسلمان پښتانه وؤ چې يا يي د وضعې د بدلون شپې سبا کولې يا خو هم له وطنه ووتل داسې چارې پيل شوې چې نه په اسلام کي وؤ او نه د پښتون په شتمن کلتور کي! د کابل په اکثرو کوڅو کي (که څه هم بعضی تاجکو وروڼو ورسره ملګرتوب درلوده) اما نور يا تقريباً ټول پښتانه وؤ چی د امر بالمعروف و نهي عن المنکر پښتانه چی د پرديو خويندې او تور سرې به يي کېبلو او لختو وهلې٠ (اينه اوغانا ره سئ کو٠٠٠٠) ! دا د پښتون خاطرې وې او ددوئ عکس، چی د عوامو په ذهن کي پاتې کيدل٠
هم د اسلام مقدس دين او هم پښتون!!! دواړه څنګ په څنګ د بدنامۍ پولو ته روان وؤ٠ ډيرو پښتنو ورورڼو خپل زيار کاوه چی که يو څه بدلون او د وضعې ښه توب رامنځ ته شي اما ثاني عمر؟ امير المؤمنين ؤ د نورو وړانديزونه ټول غير انساني او غير اسلامي وؤ، اوريدل يي ورته لاممکنه وه٠ اما له بده مرغه ګورو چی څه پيښيږي!!!
(نور هم لري)
م ن غروال
27.09.2004
(په تېر پسې)
د پښتنو په سر بمبارئ پيل شوې او د نامردو او کثيفو خلکو د توپک خولوته ور پاتې شول٠ ډېره بده ناوړه او نه هېريدونکي شپې وې او عمر!!! شپه په شپه ځان له سپين بولدکه هم تېر کړۍ ؤ٠ د پښتنو په مړو خټی بې حرمتي او تېرۍ وشو٠ خير دا ډول خبرې د انسان د زړه زخم نور هم زياتوي٠ اما بد بختي دا ده چی عجب بد د طالب پلويانو هېره کړې ده او اوس هم په عوض ددې چي توبه وکړي او ځانونه په سمه لار اعيار کړي د اسلام نارې به وهي او دجهاد آيتونه به ليکي او ځان به داسي درته مسلمان کړي چی حضرت ابوبکر رض به دې هېر شي٠ اما ګورو چی بيا پښتون دي چي د وطن زعامت اخلي او پښتون دي چي د پښتنو لخوا تهديد کيږي٠ او که له چا پوښتنه وکړي چی ښه نو وي به څوک د پښتنو مشر؟ دوه درې کسه که ځواب کي څه وليکي نور هو ولا که څوک د الف يا ب ځواب هم درکړي٠ ولې؟ مونږه پښتانه اصلي بدبختي همدا ده٠ زمونږه رګو کي وينه کي او بدن کي د نفاق وېروس دي٠ له يووالې کرکه لرو٠
نن ګورو بيا په ګران هېواد افغانستان کي ټولټاکنې بهير روان دي او بيا هم پښتون دي چې پښتون نه مني! مونږه پښتانه يو که نه !!! ځکه البته، که څنکه؟ خير!
پښتانه په دا شکل لکه چی پخوا روان وؤ او اوس هم اکثرو داسي پلان دي چی نه دې کرزۍ وي او نه هم کوم بل پښتون، او بس هر څوک چی د اوسني حکومت سره ولاړ دي يا غواړي پدي لار کي د هېواد بيا رغونې سولې او د يوه ملي يووالي د راوستو او په وطن کي د توپکسالارانو د بې وسلو کولو او ګران افغانستان کي د آزادو انتخاباتو لار پرانيستلو په اميد او هدف خپلي ملي هڅې د خپل وجدان علم او ايمان او پښتونولې پر بنسټ، چی نن يي په وطن کي په دغه زحمت او تکليف بوخت دي، مرسته پلوي او له دوي سره د هېواد په چارو کي يوه تفاهم ته د رسېدو لپاره خو زمونږه کوم ډول خواخوږي يوځل خداي ومه کړې، چي هم يي ملحدين کړو او هم فتوې ورکړو چي حتی وژنه او سر پرې کول يي هم رواه دي٠ تاسو نن ځير شئ چي څو تنه کانديد دي او څو تنه هم پښتانه دي؟ دا عجيبه نده! عجيبه دا ده چی د مونږه پښتنو ټغر ډير بد شکېدلۍ او د ډيرو ناولو د پښو لاندې پروت دي٠ ښه کرزۍ يو وار هم بيا خداي کانديد مه کړې خو آخر وي به څوک؟
پښتون؟ کوم پښتون؟ څوک دي؟ که وي نو بيا يي لطفاً رامعرفي کړئ ! نه !
بيا چی کله د پدرام غوندې افغانستانۍ ورباندې کښيناست چي له افغاني هويت به هم منکر وي او امريکايان هوايي او ګلم جمعان هم ځمکني، او له سرحده هم د پاکستانيانو پوځ! او دپښتنو په سيمو کور کلو او بانډويي درته ورمرش کړي بيا به پته راته ولګيږي چی يوه ګولۍ څو پتيره ده٠ په زرګنو پښتانه چی په شمال کي رابې کوره چور او چپاول شول لا تر اوسه يي څوک د پوښتنې پيدا شول؟ په زرګنو تنکي ځوانان چی د مدرسو د جهاد په نوم په شمال کي د جناب حضرت امير المؤمنين ملا عمر په قومانده هلته پاتي وؤ په يوه ورځ کي دا زرګونه د اسلام پتنګان شهيدان شول د هغوي د ځواب ويلو او د پوښتنې يي څوک پيدا شول؟ د دغو شهيدانو بورو ميندو او کونډو مېرمنو ته څوک يوه ګولۍ ډوډۍ هم چا لا تر اوسه ورکړه؟ او که پاکستان کي خيرونه ټولوي؟ د هغوئ د يتيمانو هم چا پوښتنه کړې ده چی په کوم فقر او بد بختۍ اخته دي؟
نه پښتونه وروره نه!!! دا منطق او داسي اسلام نن له چا سره نشته!!! هو وروره!!! زه داسي نظام داسي تګلاره داسي دين چی پرته د تباهۍ بربادۍ او بې مسئوليتۍ د فقر او بدبختۍ، کامل يوه هېواد ته څه نه ورکوي، هغه نظام هغه تګلاره او هغه دين نه منم!!! نن يي ګوره چي افغانۍ حيثيت چيرته تم کيږي، ولې؟ د چا له لاسه؟ او اوس هم نه شرم لرو او نه هم حيأ!!! امريکايان د چا د پلار زامن ندي خو تګ په لاره د علمي سنجش له مخې بايد وي که نه دوئ به دلته څه کول؟ او دا چا راوستل؟
وروه نن نړۍ وګوره چې کوم آسمان کي يي ګز او پل پيل کړۍ دي او مونږه وګوره چې په کوم مصيبت او غم اخته يو٠ وروره زړونه خورا له کرکو ډک دي٠ دا ومنه د يوه عيني حقيقت له مخې، چی باايمانه مسلمان او مجاهد او طالب نور د داسو مجاهد ډوله او طالب ډوله خلکو چې اوس هم د جهاد او اسلام نارې وهي، په توبو او توبو داسي بې زاره دي چي که ددوئ درد او فرياد ته غوږ شې نو (نعوذ باالله) د اسلام په دين به شکمن شئ٠
خير پښتونه وروره پکار داده چی مونږه پښتانه د نورور مليتو په شان لږې خپلې ګټې په پام کي ولرو او کوښښ به کوؤ چی نور پښتون د جهاد په نوم د خلکو د توپک خولو ته ورسم نکړو٠
ټول ټاکنې هر څه چی نن وطن کي کيږي واک مو پردۍ دي او مونږه پښتانه صرف د بې اتفاقۍ نور څه زده؟
اما بيا هم زه اميد لرم چي الحمدالله بيا هم هېواد کي داسي پښتانه مسلمان وروڼه شته چي په کار لګيا دي او کوښښ کوي چي سياسي قدرت کي پښتانه د تېر په شان فعاله او سمه ونډه ولري٠
زه شخصاً داسي عقيده لرم چې توپک مونږه پښتنو ته پرته له تباهۍ نور هيڅ په لاس نلري٠ ما په کراتو مراتو دا ويلي دي چي مونږه خپل ريښتيني افغاني نظام جوړېدو لپاره زغم کار او اسلامي روزنې ته اړتيا لرو٠ چی دا د دوؤ ورځو کار ندې وخت ته ضرورت لرو او پښتانه بچيان په ټولومسلکي روزنې تعليم او تربيي سمبال کړو، نه دا چې وله! چاودوه! ترور کوه!! هله ملحد دي او لاس پوڅۍ!! او... او .. !!!
بس همدا علت دي او همدا د پښتنو د بې اتفاقۍ له وجې به هر پښتون د پښتنو لخوا رانسکوريږي او هغه به له منځه وړي! نو که پښتنو خپلو کړو ته پاملرنه ونکړه او خپلو ګټو او زيانو ته متوجه نشول نو تل به يي د پخوا په شان بايلي٠ په درناوې
محمد نادر غــــــــــــــروال
[color=red:9709291505]پاي[/color:9709291505]
م ن غروال
27.09.2004
[quote:83c263c4e9="غروال"](په تېر پسې)
د پښتنو په سر بمبارئ پيل شوې او د نامردو او کثيفو خلکو د توپک خولوته ور پاتې شول٠ ډېره بده ناوړه او نه هېريدونکي شپې وې او عمر!!! شپه په شپه ځان له سپين بولدکه هم تېر کړۍ ؤ٠ د پښتنو په مړو خټی بې حرمتي او تېرۍ وشو٠ خير دا ډول خبرې د انسان د زړه زخم نور هم زياتوي٠ اما بد بختي دا ده چی عجب بد د طالب پلويانو هېره کړې ده او اوس هم په عوض ددې چي توبه وکړي او ځانونه په سمه لار اعيار کړي د اسلام نارې به وهي او دجهاد آيتونه به ليکي او ځان به داسي درته مسلمان کړي چی حضرت ابوبکر رض به دې هېر شي٠ اما ګورو چی بيا پښتون دي چي د وطن زعامت اخلي او پښتون دي چي د پښتنو لخوا تهديد کيږي٠ او که له چا پوښتنه وکړي چی ښه نو وي به څوک د پښتنو مشر؟ دوه درې کسه که ځواب کي څه وليکي نور هو ولا که څوک د الف يا ب ځواب هم درکړي٠ ولې؟ مونږه پښتانه اصلي بدبختي همدا ده٠ زمونږه رګو کي وينه کي او بدن کي د نفاق وېروس دي٠ له يووالې کرکه لرو٠
نن ګورو بيا په ګران هېواد افغانستان کي ټولټاکنې بهير روان دي او بيا هم پښتون دي چې پښتون نه مني! مونږه پښتانه يو که نه !!! ځکه البته، که څنکه؟ خير!
پښتانه په دا شکل لکه چی پخوا روان وؤ او اوس هم اکثرو داسي پلان دي چی نه دې کرزۍ وي او نه هم کوم بل پښتون، او بس هر څوک چی د اوسني حکومت سره ولاړ دي يا غواړي پدي لار کي د هېواد بيا رغونې سولې او د يوه ملي يووالي د راوستو او په وطن کي د توپکسالارانو د بې وسلو کولو او ګران افغانستان کي د آزادو انتخاباتو لار پرانيستلو په اميد او هدف خپلي ملي هڅې د خپل وجدان علم او ايمان او پښتونولې پر بنسټ، چی نن يي په وطن کي په دغه زحمت او تکليف بوخت دي، مرسته پلوي او له دوي سره د هېواد په چارو کي يوه تفاهم ته د رسېدو لپاره خو زمونږه کوم ډول خواخوږي يوځل خداي ومه کړې، چي هم يي ملحدين کړو او هم فتوې ورکړو چي حتی وژنه او سر پرې کول يي هم رواه دي٠ تاسو نن ځير شئ چي څو تنه کانديد دي او څو تنه هم پښتانه دي؟ دا عجيبه نده! عجيبه دا ده چی د مونږه پښتنو ټغر ډير بد شکېدلۍ او د ډيرو ناولو د پښو لاندې پروت دي٠ ښه کرزۍ يو وار هم بيا خداي کانديد مه کړې خو آخر وي به څوک؟
پښتون؟ کوم پښتون؟ څوک دي؟ که وي نو بيا يي لطفاً رامعرفي کړئ ! نه !
بيا چی کله د پدرام غوندې افغانستانۍ ورباندې کښيناست چي له افغاني هويت به هم منکر وي او امريکايان هوايي او ګلم جمعان هم ځمکني، او له سرحده هم د پاکستانيانو پوځ! او دپښتنو په سيمو کور کلو او باڼډويي درته ورمرش کړي بيا به پته راته ولګيږي چی يوه ګولۍ څو پتيره ده٠ په زرګنو پښتانه چی په شمال کي رابې کوره چور او چپاول شول لا تر اوسه يي څوک د پوښتنې پيدا شول؟ په زرګنو تنکي ځوانان چی د مدرسو د جهاد په نوم په شمال کي د جناب حضرت امير المؤمنين ملا عمر په قومانده هلته پاتي وؤ په يوه ورځ کي دا زرګونه د اسلام پتنګان شهيدان شول د هغوي د ځواب ويلو او د پوښتنې يي څوک پيدا شول؟ د دغو شهيدانو بورو ميندو او کونډو مېرمنو ته څوک يوه ګولۍ ډوډۍ هم چا لا تر اوسه ورکړه؟ او که پاکستان کي خيرونه ټولوي؟ د هغوئ ديتامانو هم چا پوښتنه کړې ده چی په کوم فقر او بد بختۍ ګرفتاره دي؟
نه پښتونه وروره نه!!! دا منطق او داسي اسلام نن له چا سره نشته!!! هو وروره!!! زه داسي نظام داسي تګلاره داسي دين چی پرته د تباهۍ بربادۍ او بې مسئوليتۍ د فقر او بدبختۍ، کامل يوه هېواد ته څه نه ورکوي، هغه نظام هغه تګلاره او هغه دين نه منم!!! نن يي ګوره چي افغاني حيثيت چيرته تم کيږي، ولې؟ د چا له لاسه؟ او اوس هم نه شرم لرو او نه هم حيأ!!! امريکايان د چا د پلار زامن ندي خو تګ په لاره د علمي سنجش له مخې بايد وي که نه دوئ به دلته څه کول؟ او دا چا راوستل؟
وروه نن نړۍ وګورئ چه کوم آسمان کي يي ګز او پل پيل کړۍ دي او مونږه وګورئ چه په کوم مصيبت او غم اخته يو٠ وروره زړونه خورا له کرکو ډک دي٠ دا ومنۍ د يوه عيني حقيقت له مخې، چی باايمانه مسلمان او مجاهد او طالب نور د داسو مجاهد ډوله او طالب ډوله خلکو چی اوس هم د جهاد او اسلام نارې وهي، په توبو او توبو داسي بې زاره دي چي که ددوئ درد او فرياد ته غوږ شې نو (نعوذ باالله) د اسلام په دين به شکمن شئ٠
خير پښتونه وروره پکار داده چی مونږه پښتانه د نورور مليتو په شان لږې خپلې ګټې په پام کي ولرو او کوښښ به کوؤ چی نور پښتون د جهاد په نوم د خلکو د توپک خولو ته ورسم نکړو٠
ټول ټاکنې هر څه چی نن وطن کي کيږي واک مو پردۍ دي او مونږه پښتانه صرف د بې اتفاقۍ نور څه زده؟
اما بيا هم زه اميد لرم چي الحمدالله بيا هم هېواد کي داسي پښتانه مسلمان وروڼه شته چي په کار لګيا دي او کوښښ کوي چي سياسي قدرت کي پښتانه د تېر په شان فعاله او سمه ونډه ولري٠
زه شخصاً داسي عقيده لرم چی توپک مونږه پښتنو ته پرته له تباهۍ نور هيڅ په لاس نلري٠ ما په کراتو مراتو دا ويلي دي چي مونږه خپل ريښتيني افغاني نظام جوړېدو لپاره زغم کار او اسلامي روزنې ته اړتيا لرو٠ چی دا د دوؤ ورځو کار ندې وخت ته ضرورت لرو او پښتانه بچيان په ټولومسلکي روزنې تعليم او تربيي سمبال کړو، نه دا چه وله! چاودوه! ترور کوه!! هله ملحد دي او لاس پوڅۍ!! او... او .. !!!
بس همدا علت دي او همدا د پښتنو د بې اتفاقۍ له وجې به هر پښتون د پښتنو لخوا رانسکوريږي او هغه به له منځه وړي! نو که پښتنو خپلو کړو ته پاملرنه ونکړه او خپلو ګټو او زيانو ته متوجه مشول نو تل به يي د پخوا په شان بايلي٠ په درناوې
محمد نادر غــــــــــــــروال
[color=red:83c263c4e9]پاي[/color:83c263c4e9][/quote:83c263c4e9]